د سوریې تاریخ

د سوریې تاریخ هغه پېښې تر پوښښ لاندې نیسي چې د سوریې اوسني عربي جمهوریت په خاوره او د سوریې په خاوره کې را منځ ته شوې دي. د لرغونو زمانو په اوږدو کې، د اوسنۍ سوریې د عربي جمهوریت خاوره د سمریانو، میتانيانو، آشوریانو، بابلیانو مصریانو، هتیتانو، کنعانیانو، فونیقیانو، آرامیاون، آموریانو، پارسیانو، یونانیانو او رومیانو په ګډون، د ګڼ شمېر سترواکیو له خوا اشغال او اداره کېده. داسې ویل کېږي چې سوریه په لومړي ځل د ۱۹۴۵ ز کال د اکتوبر په ۲۴ مه د سوریې حکومت له لوري د ملګرو ملتونو د منشور په لاسلیک کولو سره د یوه خپلواک هېواد په توګه راڅرګند شو، چې د ملتونو د ټولنې له خوا یې د سوریې "خلکو ته د اداري مشورې او مرستې" لپاره د فرانسې حاکمیت په علمي توګه پای ته ورساوه، چې د ۱۹۴۶ ز کال په اپریل کې پلی شو.[۱]

که څه هم سوریه د ۱۹۵۸ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ مه له مصر سره یو ځای شوه، ترڅو د دواړو هېوادونو د ولسونو له خوا د یوځایتوب د ټولپوښتنې له تصویب وروسته د متحده عربي اماراتو جمهوریت جوړ کړي، خو په ۱۹۶۱ کال کې له هغې څخه جلا شوه او په دې توګه یې خپله بشپړه خپلواکي بېرته ترلاسه کړه. د سوریې عربي جمهوریت له ۱۹۶۳ ز کال راهیسې د بعث ګوند تر واک لاندې دی، چې په ځانګړې توګه له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د بشارالاسد کورنۍ له لوري اداره کېږي. اوس مهال سوریه د کورنۍ جګړې له امله د سیالو ځواکونو تر منځ ټوټې شوې ده.     

له تاریخ مخکې دوران     سمول

په سوريه کې د تر ټولو پخوانيو موندل شوو پاتې شونو تاریخ (له میلاد څخه نږدې ۸۰۰۰۰۰ کاله مخکې) پخواني ډبریز دوران یا Palaeothit ته رسي. د جاپان-سوریې د کیندنې ګډې ډلې د ۱۹۹۳ز کال د اګسټ په ۲۳ مه د دمشق د شمال تقریباً په ۴۰۰ کیلومترۍ کې په دېدیریه غار کې د پخواني ډبریز دوران د انسانانو فوسیل پاتې شوني وموندل. په دې لوی غار کې موندل شوي هډوکي د نیاندرتال (Neanderthal) ماشوم وو، چې اټکل کېږي شاوخوا دوه کاله عمر یې درلود او (نږدې له ۲۰۰۰۰۰ تر ۴۰۰۰۰ کلونو وړاندې)  په پخواني منځني ډبریز دوران کې یې ژوند کړی دی. که څه هم مخکې د نیاندرتال ډېر هډوکي موندل شوي و، خو دا عملاً لومړی ځل و چې د ماشوم نږدې بشپړ اسکلېټ په خپل خښ شوي اصلي حالت کې وموندل شو.[۲]

لرغونپوهانو ښودلې، چې د سوریې تمدن د ځمکې پر مخ یو له ترټولو پخوانیو تمدنونو څخه دی. سوریه د حاصلخېز هلال برخه ده او نږدې له میلاد مخکې له ۱۰۰۰۰ کال راهیسې د نوي ډبریز دوران یا Neolithic  کلتور (د A کلالیو څخه مخکې  نوی ډبریز دوران) یا (PPNA) له مرکزونه وه، چې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره هلته کرنه او د غویانو روزنه څرګنده شوه. نوی ډبریز دوران (د B کلالیو څخه مخکې  نوی ډبریز دوران) یا (PPNB) د موریبټ کلتور د مستطیل ډوله کورونو پر مټ ښودل کېږي. د نوي ډبریز دوران په لومړیو کې، خلکو د ډبرو، ګچ او پخې چونې څخه جوړ شوي لوښي کارول. د آناتولي څخه د ابسیډین وسایلو موندنې د لومړنیو سوداګریزو اړیکو ښودونکې دي. د حموکار او اېمار ښارونه د نوی ډبریز دوران په وروستیو او د برونزو په دوران کې وده وکړه.    

پخوانی نږدې ختيځ       سمول

د سوریې په شمال کې ادلیب ته نږدې د ابلا پاتې شونې په ۱۹۷۵ ز کال وموندل شول او وکیندل شول. داسې ښکاري چې د ابلا ښارد هېواد په ختيځه سامي ژبه خبرې کولې، چې له میلاد څخه مخکې د ۳۰۰۰ کال شاوخوا کې جوړ شو. ابلا د میلاد څخه مخکې نږدې له ۲۵۰۰ تر ۲۴۰۰ کاله په خپل اوج کې، داسې سترواکي اداره کوله چې شمال لوري ته آناتولي ، ختيځ لوري ته بین النهرین او سویل لوري ته دمشق ته رسېده. ابلا په بین النهرین  کې د سومر، اکد او آشور دولتونو، همدارنګه د شمال لوېدیځ ملتونو سره یې سوداګري کوله. د فرعونیانو ډالی چې د کیندنو پرمهال وموندل شوې، د مصر سره د ابلا د اړیکو ښکارنده دي. پوهان په دې باور دي چې د ابلا ژبه د بین النهرین د ختيځې سامي اکدي ژبې سره نږدې تړاو درلود او د تر ټولو پخوانیو پېژندل شوو لیکنیزو ژبو څخه وه. [۳][۴]

له میلاد څخه مخکې د درېیمې زریزې راهیسې سوریه په مسلسل ډول د سومریانو، ابلایانو، اکدیانو، آشوریانو، مصریانو، هیتیانو، هوریانو، میتانیانو، اموریانو او بابلیانو له خوا اشغال او پر سر یې جګره وشوه.[۳]

ابلا ښايي شاوخوا په ۲۳۳۰ کال کې له میلاد څخه مخکې د اکد سرګان له خوا د بین النهرین اکدي سترواکۍ (د ۲۳۳۵- ۲۱۵۴ میلاد څخه مخکې کال) لاس ته ولوېده. څو پېړۍ وروسته، ښار د اموریانو د خاورې د یوې برخې په توګه چې په شمال لوېدیځه سامي ژبه یې خبرې کولې، راڅرګند شو او د میلاد څخه مخکې د دویمې زریزې په لومړیو کې يې وده وکړه، تر هغه چې د هندي-اروپایي هيتیانو له لوري فتح شو. د بین النهرین سومریانو، اکدیانو او آشوریانو د ۲۴ د میلاد څخه مخکې پېړۍ له پیل څخه دا سیمه د مارتو یا د امورو (اموریانو) خاوره بلله.    [۵]

د نوې سومري سترواکۍ، پخوانیو آشوريانو سترواکۍ او د بابلیانو سترواکۍ د میلاد څخه مخکې د ۲۲ او ۱۸ پېړیو تر منځ د سوریې ځینې برخې تر کنټرول لاندې درلودې.  

د هیتیانو، مصریانو، آشوریانو او د میتانيانو سیال سترواکیو د ۱۵ او ۱۳ د میلاد څخه مخکې پېړیو تر منځ د دغې سیمه پرسر جګړه وکړه، چې په پای کې د منځني آشوريانو سترواکۍ د سوریې کنټرول له لاسه ورکړ.   

کله چې د منځني آشوريانو سترواکۍ د میلاد څخه مخکې د ۱۱ پېړۍ په وروستیو کې مخ په ورانېدو شوه، کنعانیانو او فونیقیان ډګر ته راغلل او ساحل یې اشغال کړ او د برونز دوران د سقوط  او د سمندري خلکو د عمومي ناکراریو او تبادلو د یوې برخې په توګه، آرامیانو او سوټانیانو په داخل کې د اموریان ځای ونیو. په دې موده کې د سوریې لویه برخه د ابرناري او آرامیه په نوم وپېژندل شوه.      

له میلاد مخکې د ۱۰مې پېړۍ څخه د نوې آشوري سترواکي (۹۳۵-۶۰۵ له میلاد څخه مخکې) رامنځته شوه او آشوریانو د راتلونکو درېیو پېړیو لپاره، د میلاد نه  مخکې د ۷مې پېړې تر وروستیو پورې، سوریه اداره کوله او لاهم په دې ټوله دوره کې د ابرناري او آرم په نامه پېژندل کېده. د سوریې نوم په لومړي ځل له همدې دورې څخه راڅرګند شو، خو دا نوم د عصري سوریې ته نسبت نه ورکول کېږي، بلکې د آشور د هند-اروپایي تحریف ته نسبت ورکول کېږي، چې په حقیقت کې د شمالي عراق عصري سیمې، شمال ختیځه سوریه، سویل ختیځه ترکیه او د ایران شمال لویدیځه څنډه په کې شاملې وې.    

وروسته له دې چې په پای کې دا سترواکي ړنګه شوه، د بین النهرین واکمنۍ د لنډې مودې لپاره د نوې بابلي سترواکۍ ( ۶۱۲-۵۳۹ له میلاد څخه مخکې ) تر امر لاندې دوام وکړ، چې نږدې ۷۵ کاله یې په سیمه باندې حکومت وکړ.    

کلاسیک پخوانی دوران    سمول

پارسي سوریه    سمول

د هخامنشي پارسیانو پاچا، لوی کروش په ۵۳۹ کال مخکې له میلاد نه سوریه د خپلې سترواکۍ د یوې برخې په توګه ونیوله. د ختیځي مدیترانې په څنډو کې د سوریې موقعیت، د هغې د سمندري بېړیو او پراخو ځنګلونو له امله، پارسیانو د سیمې د ادارې پر وخت یې کنټرول ډېر آسانه کړ. په دې توګه، مصر د ۷۰۰ ټالنت جزیې په پرتله، اصلي فنیقیانو ډېره لږ کلنۍ جزیه ورکوله چې یوازې ۳۵۰ ټالنت وه. سربېره پردې، سورییانو ته اجازه ورکړل شوه چې په خپلو ښارونو باندې حکومت وکړي، ځکه چې دوی په خپلو اصلي دینونو باندې پاتې شول، خپلې سوداګرۍ یې رامنځته کړې او د مدیترانې په ټول ساحل کې یې مستعمرې رامنځته کړې. د سوریي ساتراپان په دمشق، صیدا او طرابلس کې استوګن وو. 

دویم کامبېز د پلوزیم له جګړې وروسته وکړای شو، چې په ۵۲۵ مخکې له میلاد کال کې  مصر فتح کړي. هغه وروسته پرېکړه وکړه چې د واحه سیوه او قرطاج په لور لښکر روان کړي، خو هڅې یې بې ګټې وې، ځکه چې فنیقیانو د خپلو قبایلو پر وړاندې له عملیات کولو څخه ډډه وکړه.     

له هغې وروسته، په یونان باندې د لومړي خشایارشا په یرغل کې فنیقیانو ډېره برخه درلوده. ارواد د خپلو جنګي بېړیو پر مټ له دې خوځښتونو سره مرسته وکړه، په داسې حال کې چې ځمکنیو سرتېرو د خشایارشا د پوځ لپاره د یوه پل په جوړولو کې مرسته وکړه، ترڅو د بوسفور څخه د یونان اصلي خاورې ته تېر شي. 

د درېیم اردشیر د واکمنۍ پرمهال، صیدا، مصریانو او د فنیقیانو یوولس نور ښارونو د پارس واکمنانو پر وړاندې بغاوت پیل کړ. دا انقلابونه په کلکه وځپل شول، چې صیدا په کې د خپلو ښاریانو سره وسوځول شو. [۶]

سرچینې سمول

  1. "Syria". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Dederiyeh Neanderthal". kochi-tech.ac.jp. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "The Aramaic Language and Its Classification" (PDF). Journal of Assyrian Academic Studies. 14 (1). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Syria: A country Study – Ancient Syria". Library of Congress. 2007. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Relations between God and Man in the Hurro-Hittite Song of Release, Mary R. Bachvarova, Journal of the American Oriental Society, Jan–Mar SAAD 2005
  6. Bounni, Adnan. "Achaemenid: Persian Syria 538–331 BCE. Two Centuries of Persian Rule". Iran Chamber Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)