د روسیې سیاست

د روسیې سیاست د روسیې د فدرالي نیمه جمهوري نظام په چوکاټ کې پر مخ وړل کېږي. د روسیې د اساسي قانون پر بنسټ، د روسیې ولسمشر د دولت مشر او د حکومت د اجرائیوي قوې د څو ګوندي نظام چې د لومړي وزیر له خوا یې مشرۍ کېږي، مشر دی. لومړی وزیر د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او د پارلمان له خوا رایه ترلاسه کوي. مقننه ځواک د روسیې فدراسیون د اسامبلې په دوو مجلسونو کې نعښتی، په داسې حال کې چې ولسمشر او حکومت زیاتره تقنیني فرمانونه صادروي. د ۱۹۹۱ ز کال په پای کې د شوروي اتحاد له ړنګېدو ورسته، روسیې د یوه داسې سیاسي نظام د ټینګښت په هڅو کې له پراخو کړاوونو سره مخامخ شوه چې څه کم پنځه اویا کله د شوروي نظام تر واکمنۍ لاندې و. د بېلګې په توګه: مخکښې څېرې په مقننه او اجرائیوي څانګو کې د روسیې د سیاسي لیدلوري او د هغه حکومتي تګلارو په اړه چې باید تعقیب شي، مخالف نظرونه وړاندې کول. دا شخړه د ۱۹۹۳ ز کال په سپټمبر او اکتوبر کې هغه وخت پای ته ورسېده چې ولسمشر بوریس یلتسین د پارلمان د منحلولو لپاره له نظامي ځواک کار واخیست او د نوو مقننه ټاکنو غوښتنه یې وکړه (د روسیې د ۱۹۹۳ ز کال د اساسي قانون ناورین ته مراجعه وکړئ). دې پیښې د روسیې د لومړي اساسي قانون د دورې پای په نښه کړ چې د شوري د د فدرالي سوسیالیستي جمهوریت د پارلمان له خوا په ۱۹۷۸ ز کال کې د تعدیل شوي اساسي قانون له لوري تعریف شوې وه. د ۱۹۹۳ ز کال کې د دسمبر په میاشت کې یو نوی اساسي قانون چې یو پیاوړی ولسمشریز نظام یې رامنځ ته کړ، د یوې ټولپوښتنې له لارې تصویب شو.  

له نوي اساسي قانون او نوي پارلمان سره سم چې د بېلابېلو ګوندونو او ډلو استازیتوب یې کاوه، د روسیې سیاسي جوړښت ثبات ترلاسه کړ. کله چې د ۱۹۹۰ ز کلونو تر نیمایي د لېږد دوره وغځول شوه، د ولسي حکومت ځواک په داسې حال کې په پر له پسې توګه کم شو، چې د روسیې اړوندو سیمو له مسکو څخه سیاسي او اقتصادي امتیازات لاس ته راوړل.  

تاریخي مخینه سمول

شوروي میراث سمول

د شوروي اتحاد لومړی اساسي قانون چې په ۱۹۲۴ ز کال کې خپور شو، د شوروي د بېلابېلو جمهوریتونو ترمنځ یې د یووالي تړون له ځانه سره درلود. د دې تړون پر بنسټ، د روسیې سوسیالیست فدراتیف شوروي جمهوریت د روسیې د شوروي اتحاد سوسیالیستي جمهوریت (RSFSR) په نوم مشهور شو. هرې فرعي سیمې پولې له اسمي اړخه د یو ځانګړی ملت سیمه له ځانه سره درلوده. اساسي قانون نوو جمهوریتونو ته د حاکمیت حق ورکړ، که څه هم په ځینو حالاتو کې دوی په خپله خوښه خپل ډېری حاکمیتونه شوروي مرکز ته سپارلي وو. رسمي حاکمیت د بیرغونو، اساسي قوانینو او نورو دولتي نښانونو پر مټ پېژندل شوی و او جمهوریتونو ته په اساسي قانون کې له اتحاد څخه د جلا کېدو "حق" تضمین شوی و.

روسیه د مساحت او نفوس له اړخه د شوروي اتحاد ترټولو لوی جمهوریت و. د سړې جګړې په دوره کې (د ۱۹۴۷ کاله تر ۱۹۹۱ کال پورې) د شوروي اتحاد په چارو کې د روسیې د برلاسۍ له امله، د سوسیالستي شوري اتحاد جمهوریتونه ونه توانېدل چې د حکومتوالۍ او ادارې ځینې بنسټونه را منځ ته کړي چې په نورو جمهوریتونو کې د عامه خدماتو لپاره ځانګړي وو: لکه په روسیه کې د جمهوریت په کچه کمونیست ګوند، د روسیې د علومو اکاډمي او د روسیې د سوداګریزو اتحادیو څانګې. کله چې د ۱۹۸۰ ز کلونو په وروستیو کې د شوروي اتحاد د نورو څوارلسو جمهوریتونو نوم لرونکو ملیتونو د پراخو جمهوري حقونو غوښتنه پیل کړه، خو توکمیزو روسیانو هم په اتحاد کې د بیلابیلوځانګړو روسي ادارو د بنسټ یا پیاوړتیا غوښتنه پیل کړه.

د شوروي اتحاد د مشر میخایل ګورباچوف (چې له ۱۹۸۵ز کال نه تر ۱۹۹۱ز کال پورې د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د عمومي منشي په توګه یې دندې ترسره کړه) ځینو سیاستونو هم د اتحاد په جمهوریتونو کې، د روسیې د جمهوریت په ګډون، ملیتونه وهڅول چې د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. په دې سیاستونو کې ګلاسناست (چې تحت الفظي معنا یې عامه "غږ" دی) ګډون درلود، چې د ډیموکراتیکو سمونونو او د اوږدمهاله هېرو شوو عامه ستونزو، لکه: د چاپېریال د ککړتیا په اړه یې پراخ بحث شونی کړل. ګلاسناست په اساسي قانون کې سمونونه را منځ ته کړل، چې د اصلاح پلوه استازو د بنسټیزو اړخونو د را منځ ته کېدو سر یو ځای د نوي جمهوریت د تقنیني پلاوي د ټاکنو لامل شو.

په شوروي اتحاد کې یوه نوي تقنیني پلاوی چې د خلکو د استازو د ګانګرس په نامه یادېده، د ۱۹۹۰ ز کال په مارچ کې په پراخو آزادو او رقابتي ټاکنو کې وټاکل شو. کانګرس د می په میاشت کې د غونډې په ترڅ کې، بوریس یلتسین د کانګرس د دایمي کاري پلاوي، یا د شوروي د عالي شورا د غړي په توګه وټاکه، چې یو وخت د ګورباچوف پلوی و او د خپلو بنسټپالو اصلاحي وړاندیزونو او زیږ شخصیت له امله د ګوند د لوړ پوړي مشرتابه څخه یې استعفا ورکړې وه او جلاوطنه شوی و. کانګریس په راتلونکې میاشت کې، په خپلو طبیعي زیرمو باندې د روسیې حاکمیت او د شوروي د مرکزي حکومت د قوانینو په پرتله د روسیې د قوانینو لومړیتوب اعلان کړ.  

شوروي اتحاد د ۱۹۹۰ – ۱۹۹۱ ز کلونو په اوږدو کې، د سازمانونو، لکه: د کمونست ګوند، د شوروي اتحاد د علومو اکاډمۍ، د راډیویي او تلویزیوني خپرونو د تاسیساتو او د دولتي امنیت د کمېټې (KGB) د جمهوري څانګو په بنسټ سره خپل حاکمیت پراخ کړ. روسیې په ۱۹۹۱ ز کال کې د ګورباچوف د تګلارو په تعقیب، د جمهوري ریاست ترنامه لاندې یو نوی اجرائیوي دفتر رامنځ ته کړ، چې په ۱۹۹۰ز کال کې نوموړي د ځان لپاره ورته دفتر را منځ ته کړی و.  

د روسیې د ۱۹۹۱ ز کال د جون ولسمشریزو ټاکنو دې چوکۍ ته مشروعیت ورکړ، په داسې حال کې چې ګورباچوف دا ډول ټاکنې رد کړې، ځکه چې ځان یې د شوروي پارلمان له خوا ټاکلی و. د ګورباچوف په هڅو سربېره چې روسیې رایه ورکوونکي یې د ځان لپاره د رایې ورکولو څخه منع کړل، یلتسین ولسمشریزې ولسي ټاکنې وګټلې چې د ۶۷ سلنه څخه زیاتو رایو په ترلاسه کولو یې، پنځه نورو نوماندانو ته په آسانه توګه ماتې ورکړه.

د روسیې د ولسمشر په توګه یلتسین خپله ونډه د روسیې د حاکمیت او وطنپالنې د غښتلتیا لپاره په کار واچوله او د نوموړي د ولسمشرۍ مشروعیت د ۱۹۹۱ ز کال د اګست په میاشت کې د ګورباچوف پر وړاندې د سخت دریځو حکومتي او ګوندي چارواکو د کودتا د ناکامۍ لوی لامل و. (د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ۱۹۹۱ ز کال د اګست کودتا ته مراجعه وکړئ) د کودتا مشران د ګورباچوف د را پرځولو په هڅه کې وو، ترڅو د نوي اتحاد تړون په لاسلیک کولو کې د نوموړي د پلان مخه ونیسي، چې د دوی په باور شوروي اتحاد به ویجاړ کړي. یلتسین په کلکه د کودتاچیانو پر وړاندې ودرېد او د د روسیې وګړو په راټولولو یې د ګورباچوف د بیا را ستنېدو غوښتنه وکړه. تر ټولو اړینه دا وه چې د یلتسین ډلې په "ځواکمنو وزارتونو" کې د چارواکو مشري کوله چې اردو، پولیس، او کې جي بي یې کنټرول کړل، ترڅو د کودتاچیانو امرونه و نه مني. د یلتسین تر مشرۍ لاندې اپوزیسیون او کودتاچیانو د بې ثباتۍ له امله کودتا له درېیو ورځو وروسته ناکامه شوه.  

ګورباچوف د اګسټ له ناکامې کودتا وروسته، د واک د بنسټیز بدلون لیدلوری وموند، چې یلتسین په حقیقت کې زیاتره د شوروي د سرکښې اداري د وسایلو کنټرول درلود. که څه هم ګورباچوف د شوروي د ولسمشر په توګه بېرته خدمت ته راستون شو، ځینې پیښې د نوموړي د سترګو پر وړاندې را منځ ته شوې. د کمونست ګوند فعالیتونه وځنډول شول. د شوروي اتحاد زیاتره جمهوریتونو په ګړندۍ توګه خپله خپلواکي اعلان کړه، که څه هم له دې ډلې زیاتره، د ګورباچوف د کنفدراسیون د ناڅرګنده تړون لاسلیک ته لېوال وو. د بالتیک هېوادونو بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه او په دیپلوماتیک ډول په چټکۍ سره د ډېرو هېوادونو له خوا په رسمیت و پېژندل شول. د ۱۹۹۱ ز کال په اګست او سپتمبر کې د ګورباچوف پاتې شونې حکومت، د استونیا، لاتویا او لیتوانیا خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

د یلتسین حکومت د ۱۹۹۱ ز کال په وروستیو کې د ګورباچوف د پاتې حکومت د بودیجې کنټرول په غاړه واخیست. روسیې خپله خپلواکي اعلان نه کړه او یلتسین د یو ډول کنفدراسیون د بنسټ هیله درلوده. د ډسمبر په میاشت کې، یوه اونۍ وروسته له هغه چې د ټولپوښتنې له لارې د اوکراین جمهوریت خپلواکي تصویب کړه، یلتسین او د اوکراین او بیلاروس مشرانو د خپلواکو مشترک المنافع  دولتونو د بنسټ لپاره وکتل. د منځنۍ آسیا او د شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو د غوښتنې په غبرګون کې، په آلماتا کې یوه بله غونډه  د ډیسمبر په ۲۱ مه نېټه را منځ ته شوه، ترڅو د خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو ټولنه پراخه کړي.  

ټولو خواوو په دې غونډه کې اعلان وکړ چې، د ۱۹۲۲ ز کال د اتحاد تړون چې شوروي اتحاد یې را منځ ته کړ، لغوه شو او د شوروي اتحاد شتون پای ته ورسېد. د ۱۹۹۱ ز کال د دسمبر په ۲۵ مه ګورباچوف دا پرېکړه په رسمي توګه اعلان کړه. روسیې د شوروي اتحاد د اصلي ځای ناستي په توګه نړیوال رسمیت ترلاسه کړ، د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې یې د شوروي اتحاد دایمي چوکۍ او په نورو نړیوالو او سیمه ییزو بنسټونو کې یې چوکۍ ترلاسه کړې. خپلواکو مشترک المنافع هېوادونو دا هم ومنله چې روسیه به په پیل کې په بهر کې د شوروي اتحاد د سفارتونو او نورو ملکیتونو مسئولیت په غاړه واخلي.  

یلتسین د ۱۹۹۱ ز کال د اکتوبر په میاشت کې، د شوروي د کودتا په وړاندې له مقاومت وروسته د تازه تشکیلاتو په دوره کې مقننه قانع کړې وه، چې د یوه کال لپاره نوموړي ته ځانګړي اجرائیوي (او مقننه) واکونه ورکړي، ترڅو وکولای شي خپل اقتصادي اصلاحات پلي کړي. یلتسین د ۱۹۹۱ ز کال په نومبر کې یو نوی حکومت را منځ ته کړ او خپل ځان یې د سرپرست لومړي وزیر په توګه وټاکه، چې نوموړي دا چوکۍ د ۱۹۹۲ ز کال د جون په میاشت کې د یګور ګیدر Yugo Gaidar د صدارت تر سرپرستۍ پورې له ځانه سره درلوده.  

سرچینې سمول