د روسيې کلتور

روسي کلتور د دې هېواد د تاريخ، جغرافيايی موقعيت او د دې هېواد د پراخه سيمې، ديني او ټولنيزو دودونو او لوېديځ اغېز په مټ جوړ شوی. روسي فلسفيانو او ليکوالانو د اروپايي اند په پرمختګ کې مهمه ونډه درلودلې ده. روسانو همدا راز په کلاسيکي موسيقۍ، بيلي (يوډول نڅا ده)، لوبې، انځورګرۍ او سينما هم اغېز کړی. دې هېواد همدا راز د ساينس او ټيکنالوژۍ او فضايي څېړنو سره هم مخکښې مرستې کړي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

ژبه او ادب سمول

په روسيه کې ۱۶۰ توکميزې ډلې شا اوخوا په سل ژبو خبرې کوي. د ۲۰۰۲ز کال د سرشمېرنې تر مخې، ۱۴۲.۶ ميليونه خلک په روسي ژبه غږېږي، له دې وروسته تاتاري ژبه ده چې ۵.۳ ميلیونه خلک پرې خبرې کوي،  اوکرايني ژبه ۱.۸ ويونکي لري. روسي يواځينۍ رسمي دولتي ژبه ده، خو اساسي قانون انفرادي جمهوريتونو ته حق ورکړی چې خپلې اصلي ژبې د روسي تر څنګ ګډې شريکې ژبې وګرځوي. د روسيې د پراخه سيمې سره سره، روسي ژبه په ټوله روسيه کې يو شان ده. له جغرافيايي اړخه، روسي ژبه د يوروايشيا تر ټولو زياته خپره شوې او هغه سلاوي ژبه ده چې تر ټولو زيات ويونکي لري. روسي ژبه د اندو-اروپايي ژبې کورنۍ سره اړه لري او د ختيځو سلاوي ژبو يوه له ژونديو غړيو څخه ده؛ نورې يې بيلاروسي، اوکرايني (او شونې ده چې روسين) وي. د زړې ختيځې سلاوي (زړې روسي) ژبې ليکلې بېلګې له لسمې پېړۍ څخه راپدېخوا تايید شوي دي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د نړۍ يو په څلور برخې څخه زيات ساينسي ادب په روسي ژبه کې خبور شوی دی. روسي ژبه همدا راز د نړيوال علم د شفر کولو او زېرمه کولو د يوې وسيلې په توګه کارول کېږي، د نړۍ د ټولو معلوماتو له جملې -۶۰-۷۰٪ يې په انګليسي او روسي ژبو کې خپاره شوي دي. روسي ژبه د ملګرو متلونو له شپږو رسمي ژبو څخه يوه رسمي ژبه ده.[۱۶]

ولسي ادب سمول

روسي ولسي ادب د لرغونو سلاويانو د بت پرستۍ په عقايدو کې رېښې لري، کوم چې تر اوسه پورې په روسي ولسي ادبياتو کې ښودل کېږي. روسي حماسي بايلينا (يو روسي حماسي شعر دی) هم د سالوي افسانو لپاره مهمه برخه ده. د کيفي جريان تر ټولو لرغونې لارې د روسيې په شمال کې، په ځانګړي ډول په کيريليا کې ثبت شوي دي، چېرته چې د فينلينډ ډيری توکميز حماسه «کالیوالا» هم ثبت شوی و.

د ښاپېريو ډېری روسي افسانې او «بالينا» د روسي خوځنده فلمونو يا د اليګزينډر پټوشکو (اليا موروميسټ، سډکو) او «اليګزينډر رو» (مروزکو، واسيليسا دي بيوټيفل) په څېر د فلمونو د مشهورو لارښودونکو د ځانګړو فلمونو لپاره غوره شوي دي. د «پيوتر يرشوف» او «ليونيډ فيلاتوف» په ګډون، يو شمېر روسي شاعرانو د کلاسيکي روسي ښارپېريو د کيسو يو لړ مشهور شاعرانه توضحيات پنځولي دي او کله کله، د «اليګزينډر پشکن» په څېر، په بشپړ ډول يې د ښاپېريو د کيسو نظمونه جوړ کړي دي چې ډېر مشهور دي.

د ولسي ادب پوهان اوسمهال ۱۹۲۰ز لسيزه د شوروي اتحاد د ولسي ادب زرين پړاو بولي. هلې ځلې کوونکی نوي حکومت، کوم چې بايد خپلې هڅې پر يو نوي اداري نظام او د هېواد په وروسته پاتې اقتصاد متمرکزې کړای وای، د ادب د مديريت له هڅو  نه ستړي کېدل، له همدې امله د ولسي ادب مطالعات اوج ته ورسېدل. د دې لسيزې په اوږدو کې د ولسي ادب د مطالعې دوه لومړي بهيرونه موجود وو: يو يې رسمي او بل يې فنلانډي مکاتب فکري وو. رسميت پال په لرغوني «بايليني» او د ښاپېريو د کيسو هنري بڼې ته پاملرنه وکړه، په ځانګړي ډول د دوی د ځانګړي جوړښت او شاعرانه وسايلو په کارولو سره. د فنلانډي مکتب د ختيځو اروپايي سيمو اړوند افسانو تر منځ اړيکې سره تړاو درلوده. فنلانډي پوهانو له ګڼو سيمه ييزو څخه پرتليز نکلونه راټول کړل او د هغوی د ورته والي او توپيرونو شننه يې وکړه، په دې هيله چې د دې حماسي کيسو د لېږد لارې معلومې کړي.[۱۷][۱۸]

کله چې جوزف سټالين واک تر لاسه کړ او په ۱۹۲۸ز کال کې يې خپله لومړۍ پنځه کلنه طرحه وړاندې کړه، شوروي اتحاد د ولسي ادب پر مطالعاتو نيوکې او د هغې سانسور کول پيل کړل. سټالين او شوروي حکومت ولسي ادب وځپل، باور يې درلود چې دا پخوانی د تزاري نظام او پانګوال اقتصاد څخه ملاتړ کوي. دوی دې ته د وروسته پاتي روسي ټولنې د بيا يادښت په سترګه وکتل چې بالشويکانو له دوی څخه د مخکې تګ لپاره کار کاوه. د دې لپاره چې ولسي ادب مطالعه په واک کې وساتي او د ولس په منځ کې د نامناسبو اندونو د خپرېدو مخه ونيسي، حکومت RAPP جوړ کړ  - د پروليتاري ليکوالو روسي ټولنه. RAPP په ځانګړي ډول د ښاپېريو د نکلونو او ماشومانو پر ادب محدوديتونه ته توجه وکړه، باور يې درلود چې خيالي نکلونو او «د بورژوا بې معناوالي» د راپورته کېدونکو شوروي اتباعو پرمختګ ته زيان رسولی دی. د ښاپېريو نکلونه د کتابونو له الماريو څخه ليرې کړای شول او ماشومان وهڅول شول چې د طبيعيت او علومو په اړه کتابونه ولولي. بالاخره RAPP د خپل سانسور کچه لا پسې زياته کړه او په ۱۹۳۲ز کال کې د شوروي د لیکوالو ټولنه جوړه شوه.[۱۹][۲۰]

د ولسي ادب څېړنې او شننې ته د دوام ورکولو په موخه، روڼ اندي اړ وو چې کمونست حکومت ته د دې ارزښت توجيه کړي. په بل حالت کې، د سټالين د پنځه کلنې طرحې د موخو لپاره، بې ګټې ګڼل کېدونکی د ټول ادب تر څنګ د ولسي ادب داستانونو ټولګې د مطالعې يوه د نه منلو وړ دايره وه. په ۱۹۳۴ز کال کې، «ماکسيم ګورکي» د شوروي ليکوالانو ټولنې ته وينا وکړه، په کومه کې چې نوموړي استدلال وکړ چې په حقيقت کې ولسي ادب په هوښيارتيا سره د کمونستي ارزښتونو د ترويج لپاره کارېدای شي. د ولسي ادب د هنري ارزښت پر روښانه کولو سربېره، نوموړي ټينګار وکړ چې دوديزو داستانونو او د ښاپېريو نکلونو بېلګه، پر ټولنه ولاړ خصوصياتو ښودنه کړې ده، کوم چې د نمونوي شوروي تبعه بېلګه وړاندې کوي. ولسي ادب، د کوم چې ډېر اختلافات د مزدور د ژوند پر هلو ځلو ولاړ دي، له کمونيزم سره اړيکه درلوده، ځکه چې  نه يې شول کولای د کارګرې طبقې د نېغ په نېغه مرستې څخه پرته شتون ولري. «ګورکي» همدا راز تشريح کړه چې د ولسي ادب کردارونو د لوړې کچې هيله مندۍ څرګندونه وکړه او په همدې بنسټ کولای شي چې لوستونکي وهڅوي، څو مثبت ذهنيت ولري، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې د کمونيزم له زياتې ودې سره د دوی ژوند هم بدلون وموند.[۲۱][۲۲][۲۳]

د شوروي لیکوالو ټولنې د ولسي ادب د برخې مشر «يوري سوکولوف» هم د ولسي ادب مطالعې ته د دې دليل په وړاندې کولو سره وده ورکړه چې ولسي ادب د کارګرو خلکو شفاهي روايتونه دي او د دې په پايله کې اوسمهال د ټوليزو پروژو د هڅونې او الهام ورکولو لپاره کارېدای شي. په دوديزو روسي ولسي نکلونو کې کردارونه ډېر ځله ځان د خپل ځان د موندلو په سفر کې مومي، يوه داسې پروسه چې له امله يې خپل ځان د يو فرد په توګه نه، بلکې د يوې شريکې هستې د يوې اړينې برخې په توګه ارزښت ورکولو پر لور رهي کړي. د دا ډول افسانوي کردارونو چلندونه له دې ذهنيت سره برابر و، کوم چې شوروي اتحاد غوښتل په خپلو اتباعو کې يې پيدا کړي. هغه همدا راز د ګڼو نکلونو شتون ته اشاره وکړه، په کومو کې چې د کارګرې طبقې غړي د خپلو ظالمو بادارانو څخه د مخکې تګ په حال کې ښودل شوي دي، يو ځل بيا د شوروي نظرياتو په پراخه پیمانه د هېواد د ټولنې لپاره د ولسي ادب د ارزښت د ثابتولو لپاره کار کوي.د ګورکي او سوکولوف په دلايلو سره قانع شوي شوروي حکومت او شوروي لیکوالو ټولنې په ټول هېواد کې د ولسي ادب په راټولولو او د هغې په ارزولو پيل وکړ. دې ټولنې ځانګړې کيسې وټاکلې او ثبت کړې چې د هغوی په اند اجتماعي روح ته يې تر پوره اندازې وده ورکولای شوه او د شوروي اتحاد ګټې او پرمختګ څرګندونه يې کوله. دوی له دې وروسته د تايید شويو کيسو نسخې په ولس کې بيا ووېشلې. په ورته وخت کې، د ولسي ادب سيمه ييز مرکزونه په ټولو سترو ښارونو کې جوړ شول. دې سازمانونو چې د شوروي ملتپالنې د احساس د استازولۍ مسئوليت يې درلود ډاډ تر لاسه کړ چې رسنيو د روسي ولسي نکلونو مناسبې نسخې په منظم ډول خپرې کړي دي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې سمول

  1. Lincoln, W.B. (10 October 1970). "Western Culture Comes to Russia". 20 (10). History Today. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)
  2. McLean, Hugh (September 1962). "The Development of Modern Russian Literature". Slavic Review. Cambridge University Press. 21 (3): 389–410. doi:10.2307/3000442. JSTOR 3000442. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Frank, S. (January 1927). "Contemporary Russian Philosophy". The Monist. Oxford University Press. 37 (1): 1–23. doi:10.5840/monist192737121. JSTOR 27901095. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Swan, Alfred J. (January 1927). "The Present State of Russian Music". The Musical Quarterly. Oxford University Press. 13 (1): 29–38. doi:10.1093/mq/XIII.1.29. JSTOR 738554. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lifar, Sergei (October 1969). "The Russian Ballet in Russia and in the West". The Russian Review. 28 (4): 396–402. doi:10.2307/127159. JSTOR 127159. ...and in the twentieth century Russian coreographers and performers, dis-seminating the art of ballet throughout of the world, attainted world-wide recognition. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Riordan, Jim (1993). "Rewriting Soviet Sports History". Journal of Sport History. University of Illinois Press. 20 (4): 247–258. JSTOR 43609911. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Snow, Francis Haffkine (November 1916). "Ten Centuries of Russian Art". The Art World. 1 (2): 130–135. doi:10.2307/25587683. JSTOR 25587683. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Bulgakova, Oksana (2012). "The Russian Cinematic Culture". University of Nevada, Las Vegas. د کتاب پاڼي 1–37. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hachten, Elizabeth A. (2002). "In Service to Science and Society: Scientists and the Public in Late-Nineteenth-Century Russia". Osiris. The University of Chicago Press. 17: 171–209. doi:10.1086/649363. JSTOR 3655271. S2CID 144835649. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Ipatieff, V.N. (1943). "Modern Science in Russia". The Russian Review. Wiley. 2 (2): 68–80. doi:10.2307/125254. JSTOR 125254. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Russia". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جنوري ۲۰۰۸. The inhabitants of Russia are quite diverse. Most are ethnic Russians, but there also are more than 120 other ethnic groups present, speaking many languages and following disparate religious and cultural traditions. ... Russia can boast a long tradition of excellence in every aspect of the arts and sciences. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Russian Census of 2002". 4.3. Population by nationalities and knowledge of Russian; 4.4. Spreading of knowledge of languages (except Russian). Federal State Statistics Service. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "The Constitution of the Russian Federation". (Article 68, §2). د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Russian". University of Toronto. د اصلي آرشيف څخه پر 6 جنوري 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه 27 دسمبر 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Microsoft Encarta Online Encyclopedia 2007 "Russian language"..   Archived 16 December 2007 at the Wayback Machine.
  16. "Russian language course". Russian Language Centre, Moscow State University. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Felix J. Oinas, "Folklore and Politics in the Soviet Union". Slavic Review 32 (1973): 45.
  18. Oinas, "Folklore and Politics", 46.
  19. Felix J. Oinas, "The Political Uses and Themes of Folklore in the Soviet Union", Journal of the Folklore Institute 12 (1975): 157.
  20. William B. Husband, "'Correcting Nature's Mistakes': Transforming the Environment and Soviet Children's Literature, 1828–1941", Environmental History 11 (2006): 304.
  21. Grimes Farrer, "The Soviet Folktale as an Ideological Strategy for Survival in International Business Relations", Studies in Soviet Thought 13 (1973): 55.
  22. Oinas, "Folklore and Politics", 47.
  23. Oinas, "Folklore and Politics", 46.
  24. Frank J. Miller, "The Image of Stalin in Soviet Russian Folklore", The Russian Review 39 (1980): 51.
  25. Margaret Schlauch, "Folklore in the Soviet Union", Science & Society 8 (1944): 213.
  26. Schlauch, "Folklore in the Soviet Union", 215.
  27. Oinas, "Political Uses and Themes", 160.
  28. Oinas, "Folklore and Politics", 46.