د روسيې په کورنۍ جګړه کې د متحدينو لاسوهنه


د روسيې په کورنۍ جګړه کې د متحدينو لاسوهنه د ګڼ ملتي پوځي ټولګيو يوه لړۍ وه، چې په ۱۹۱۸ ز کال کې پيل شوه. متحدينو په لومړيو کې په روسي بندرونو کې له چکوسلواک لښکر سره د وسلو او جنګي وسايلو په خونديتوب کې د مرستې موخه درلوده. له ۱۹۱۸ او ۱۹۲۰ ز کلونو تر منځ وختونو کې د چکوسلواک لښکر د ترانس سايبريا رېل پټلۍ (Trans-Siberian Railway) او سايبريا کې څو ستر ښارونه اداره کړل. په ۱۹۱۹ ز کال کې موخه د روسيې په کورنۍ جګړه کې د سپينو ځواکونو سره مرسته کول وو. کله چې سپين پوستي مات شول، ځواکونه يې په ۱۹۲۰ يا ۱۹۲۲ ز کال کې د جاپان قضيه کې بېرته ستانه کړای شول. [۱]

د دې لاسوهنو کوچنۍ موخې تر يوې اندازې پورې دا وې، چې د روسي سرچينو له استثمار څخه د جرمني مخنيوی وکړي، مرکزي ځواکونو ته ماتي ورکړي او د ځينو هغو متحدو ځواکونو ملاتړ وکړي، چې له بلشويک اوښتون څخه وروسته په روسيه کې بند پاتې وو. متحدو سرتېرو په Arkhangelsk او Vladivostok بندرونو کې د شمالي روسيې د لاسوهنې او د سايبريا لاسوهنې د برخې په توګه ځمکې ونيولې. [۲]

د وېشل شويو موخو او د ټولې نړۍ له جګړې څخه ستړيا د متحدينو د هڅو مخنيوی وکړ. يادو عواملو د ۱۹۲۰ ز کال به سپټمبر کې د چکوسلواک لښکر (Czechoslovak Legion) شاتګ سره يو ځای متحد ځواکونو اړ کړل، چې په ۱۹۲۰ ز کال کې د شمالي روسيې او سايبريا لاسوهنه پای ته ورسوي؛ که څه هم سايبريا کې د جاپان لاسوهنې تر ۱۹۲۲ ز کال پورې دوام وکړ او د جاپان سترواکۍ تر ۱۹۲۵ ز کال پورې د Sakhalin د شمالي نيمې برخې نيولو (اشغالولو) ته دوام ورکړ. [۳]

مخینهسمول

اوښتونسمول

د ۱۹۱۷ ز کال په لومړيو کې روسي سترواکۍ د سياسي ناندريو له امله ځان ړنګ يا ځپلی وګڼه او د لومړۍ نړيوالې جګړې لپاره د ولسي ملاتړ  او تزار دويم نيکولاس (Tsar Nicholas II) کمزروي کېدل پيل کړي وو، چې هېواد يې د اوښتون پر ګړنګ باندې پرېښود. د ۱۹۱۷ ز کال د مارچ فبروري اوښتون (February Revolution) د جګړې دوره اغېزمنه کړه. د پياوړي سياسي او شخصي فشار له امله تزار د ۱۹۱۷ مارچ پر ۱۶ (د زوړ سيستم له مخې د مارچ پر ۳) له واکه ګوښه شو او روسي لنډمهالی حکومت جوړ شو، چې په لومړيو کې يې د ۱۹۱۷ ز کال له مارچ څخه تر جولای پورې Georgy Lvov او او د ياد کال له جولای څخه تر نومبر پورې Alexander Kerensky مشري وکړه. لنډمهالي حکومت په ختيځه مخامخ کېدنه يا جبهه کې له المانيانو سره د جګړې کولو ژمنه وکړه. [۴]

متحدو ځواکونو په ۱۹۱۴ ز کال کې د جګړې له پيل راهيسې د Arkhangelsk، Murmansk (په ۱۹۱۵ ز کال کې رامنځته شو) او Vladivostok له بندرونو څخه روسيې ته اکمالات لېږدول. د ۱۹۱۷ ز کال په اپرېل کې متحده ايالتونه د متحدينو په ننګه جګړې ته ننوتل. د متحده ايالتونو ولسمشر ووډرو ويلسن (Woodrow Wilson) د يو متحد په توګه له ظالمانه تزار سره په جګړه کې د ګډون په اړه خپلې سپمونې کمې کړې او متحده ايالتونو د Kerensky له حکومت سره اقتصادي او تخنيکي ملاتړ پيل کړ. [۴]

روسيه له روسي وګړو سره په زياتېدونکي ډول نامشهوره شوه. سياسي او ټولنېزې ګډوډۍ د Vladimir Lenin په مشرۍ د مارکس پلوي جګړې ضد بلشويک ډلې د ملاتړ زياتولو له مخې وده وکړه. لوی شمېر عامو سرتېرو يا د روسيې سترواک لښکر کې پاڅون وکړ او يا ورڅخه وتښتېدل. د کيرنسکي تېری کوونکی [بريد] (Kerensky Offensive) د ۱۹۱۷ ز کال جولای پر ۱ (زوړ سيستم له مخې د جون ۱۸) باندې پيل شو، مګر د المان او اطريش – هنګري ضدبريدونو روسي ځواکونو ته ماته ورکړه. دا حالت د ختيځې مخامخ کېدنې يا جبهې د له منځه تلنې سبب شو. بې زړه شوی روسي لښکر د ګړنګ پر څنډه ودرېد او زياتره سرتيري له لومړيو کرښو څخه تښتېدلي وو. Kerensky د ۱۹۱۷ ز کال د جولای پر ۱۹ د Aleksei Brusilov پر ځای Lavr Kornilov د پوځ د عمومي قوماندان په توګه وټاکه.

کورنيلوف (Kornilov) د ۱۹۱۷ ز کال د سپټمبر پر ۱۰ (زوړ سيستم: د اګسټ ۲۷) باندې د يوې کودتا په تر سره کولو سره، د پوځي استبدادۍ د رامنځته کولو هڅه وکړه. نوموړي په پيټروګراډ (Petrograd) کې د بریتانيې د پوځي اتشه (د سفارت د سياسي هئيت غړی) ډګر جنرال Alfred Knox ملاتړ درلود او Kerensky الفرد نوکس (Alfred Know) د Kornilov په پلوۍ د تبليغاتو په کولو تورن کړ. کيرنسکي همدانګه ادعا وکړه، چې د Lord Milner په نوم د جګړې په اړه د برتانيې د وزيرانو ټولنې غړي ورته يو ليک وليکه چې په کې يې له Kornilov څخه ملاتړ په ډاګه کاوه. د بریتانيې د زغره وال موټر ډلګۍ چې Oliver Locker Lampson يې مشري کوله او روسي لباسونه يې اغوښتې وو، په ناکامه کودتا کې ګډون وکړ. د ۱۹۱۷ ز کال د نومبر پر ۷ (زوړ سيستم: د اکتوبر ۲۵) نېټه د اکتوبر اوښتون (October Revolution) د کيرنسکي د لنډمهاله حکومت د ړنګېدو او د بلشويکانو له لورې د واک د تر لاسه کولو لامل شو. [۵][۶][۷]

روسيه له جګړې څخه وځيسمول

د ۱۹۱۸ ز کال په لومړيو کې د مرکزي قدرتونو ځواکونو پر روسيې بريد وکړ، چې پراخه سيمه يې ونيوله او د مسکو د نيولو او بدلون منونکو نظامونو د تحميلولو ګواښ يې وکړ. لينن غوښتل جرمني سره خبرې وکړي، مګر د فبروري تر وروستيو پورې د نوموړي له شورا څخه د تاييد په تر لاسه کولو کې پاتې راغی. د جګړې د پای ته رسولو په موخه په يوه خورا بده هڅه کې لکه څرنګه يې چې په خپل شعار کې «سوله، ډوډۍ او ځمکه» ژمنه کړې وه، د روسيې شوروي فدرالي سوسياليستي جمهوريت د ۱۹۱۸ ز کال د مارچ پر ۳ نېټه د Brest-Litovsk تړون لاسليک کړ او وينه تويونه يې پای ته ورسوله. متحدو قدرتونو ورسره د خيانت احساس وکړ او د نوي نظام پر وړاندې ودرېدل، خپلو «سپين پوستو» دښمنانو سره يې مرستې پيل کړې او المان ته له رسېدلو څخه يې د روسيې د اکمالاتو د مخنيوي په موخه سرتېري ښکته کړل. د تاريخپوه Spencer Tucker په وينا متحدينو باور درلود، چې بلشويکان به په منظم ډول يو بس يا کافي نظام رامنځته نه کړي، چې د جرمني د حاکميت لپاره ودرېږي. د Brest-Litovs تړون سره په ختيځه اروپا کې د المان د حاکميت فکر په واقعيت بدله شوه او متحدينو اوس د پوځي لاسوهنې په اړه په رښتيا فکر پيل کړ. [۸][۹][۱۰]

د درغلۍ مفکورې ټولې هغه ساتنې يا سپمونې لرې کړې، چې متحدو ځواکونو د بلشويکانو د نسکورولو په اړه درلودې. د ويليم هنري چمبرلين (William Henry Chamberlin) په وينا ان له Brest-Litovsk تړون څخه وړاندې Downing Street د قفقاز او Quai d’Orsay د کريميا، بيساربيا او اکراين په اړه د ساتنې يا څار لاندې راوستلو فکر وکړ او سپين پوستو جنرالانو ته يې د هغوی د شته کولو په موخه د تمويل په اړه د خبرو اترو تبادله پيل کړه. R. H. Bruce Lockhart او نورو برتانوي استازو او مسکو کې يو فرانسوي چارواکي د يوې کودتا د برابرولو هڅه وکړه، چې ښايي د بلشويک نظام ړنګ کړي. دوی له دوه ګونو استازو سره راکړه ورکړه کوله، چې رسوا او ونيول شول. سپين پوستو ته د فرانسې او برتانيې ملاتړ د هغې هيلې له مخې هم هڅول شوی و، چې په تزار پلوې روسيه کې د پراخه پانګه اچونې له لارې د دوی تر لاسه کړې پانګې وساتي. [۱۱][۱۲]

د چکوسلواک لښکرسمول

د چکوسلواک لښکر ځيني وختونه د Trans-Siberian Railway او سايبريا کې د ټولو سترو ښارونو په واک کې و. د اطريش – هنګري بنديان د يو شمېر بېلابېلو ملتونو څخه وو. د چکوسلواک د جګړې ځيني بنديان د روسيې لښکر ته وتښتېدل. د چکوسلواک وګړو له اوږدې مودې څخه هيله درلوده، چې خپل خپلواک دولت جوړ کړي او روسانو د ځانګړو چکوسلواک واحدونو (د چکوسلواک لښکر يا غونډ) په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، چې له مرکزي قدرتونو سره وجنګېږي.

د Brest-Litovsk تړون لاسليک د دې ډاډ ورکړ، چې د جګړې بنديان به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي. په ۱۹۱۷ ز کال کې بلشويکانو څرګنده کړه، چې که چېرې د چکوسلواک غونډ يا لښکر بې پرې پاتې شي او د روسيې د پرېښودلو هوکړه وکړي؛ دوی ته به په لويديځه جبهه کې د متحدو ځواکونو پر وړاندې د جنګېدلو په موخه د سايبريا له لارې د Vladivostok بندر څخه فرانسې ته د تګ خوندي لاره ورکړي. د چکوسلواک لښکر د Trans-Siberian Railway له لارې Vladivostok بندر ته سفر وکړ. که څه هم د ياد لښکر او بلشويکانو تر منځ نښته د ۱۹۱۸ ز کال په می مياشت کې راپورته [پيل] شوه.

سرچينېسمول

  1. Kenez, Peter (1977). Civil War in South Russia, 1919-1920: The Defeat of the Whites (په انګلیسي ژبه کي). Hoover Institution on War, Revolution, and Peace. د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-03346-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Mawdsley 2007، صص. 54–55.
  3. Beyer, Rick (2003). The Greatest Stories Never Told. A&E Television Networks / The History Channel. د کتاب پاڼي 152–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-001401-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Beyer, Rick (2003). The Greatest Stories Never Told. A&E Television Networks / The History Channel. د کتاب پاڼي 152–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-06-001401-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Intervention and the War by Richard Ullman, Princeton University Press, 1961, pp. 11–13
  6. Keith Neilson, Strategy and Supply (RLE The First World War): The Anglo-Russian Alliance (Routledge, 2014), p. 282-290
  7. Michael Hughes, INSIDE THE ENIGMA: British Officials in Russia, 1900–39 (Bloomsbury, 2006), p. 111-114
  8. کينډۍ:Ill
  9. Spencer C. Tucker (2013). The European Powers in the First World War: An Encyclopedia. د کتاب پاڼې 608. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781135506940. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Robert Service (2000). Lenin: A Biography. د کتاب پاڼې 342. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780330476331. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kalypso Nicolaïdis; Berny Sebe; Gabrielle Maas (2014). Echoes of Empire: Memory, Identity and Colonial Legacies. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0857726292. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. John W. Long, "Plot and counter‐plot in revolutionary Russia: Chronicling the Bruce Lockhart conspiracy, 1918." Intelligence and National Security 10#1 (1995): 122–143.