د دین او علم ترمنځ اړیکه

د دین او علم ترمنځ د اړیکې په موضوع کې هغه بحثونه شاملېږي چې د طبیعي نړۍ، تاریخ، فلسفې او الهیاتو په برخو کې څېړنې له یوبل سره اړوندې بولي. په داسې حال کې چې د لرغونو زمانو او منځنیو پېړیو پر مهال د «علم» یا «دین» څخه اوسني درک ته ورته مفاهیمو شتون نه درلود، خو د معاصرو نظریاتو یو شمېر عناصر د تاریخ په اوږدو کې تکرار شوي دي. د «دین او علم» او د «علم او دین» جوړه عبارات د لومړي ځل لپاره د ۱۹مې پېړۍ په ادبیاتو کې راڅرګند شول. دغه موضوع د «علم» له ځلېدو (د «طبیعي فلسفې» له مطالعاتو) او په څو پخوانیو پېړیو کې له هغو څخه د یو توپیر لرونکي مفهوم په توګه د «دین» له ګڼل کېدو سره هم مهاله وه – دغه موضوع تر ډېره د علومو د مسلکي کېدو، پروتستانتي اصلاحاتو، استعمار او نړیوال کېدو له امله وه. له دغه مهال راوروسته د علم او دین ترمنځ اړیکه د «تعارض»، «توازن»، «همغږۍ»، «پیچلتیا» او «متقابلې خپلواکۍ» په اصطلاحاتو کې توضیح کېږي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶]

علم او دین دواړه هغه پېچلې ټولنیزې او کلتوري هڅې دي چې کېدای شي په بېلابېلو کلتورونو کې له یوبل توپیر ولري او همدارنګه د وخت په تېرېدو بدلون وکړي. له علمي انقلاب وړاندې ډېری علمي او حرفوي لاسته راوړنې هغو ټولنو ته اړوندې وې چې د مذهبي سنتونو پر بنسټ تنظیم شوې وې. لرغوني بت پرسته، مسلمان او عیسوي پوهان د علمي لارو چارو د فردي عناصرو له مخکښانو څخه و. راجر بېکن چې د عملي لارو چارو د فورمول بندۍ کریدت هغه ته اړوند بلل کېږي خپله یو فرانسېسکن راهب و. د کنفوسیوس فکر دې ته له پام پرته چې په طبیعي بڼه مذهبي یا غیر مذهبي دی، د وخت په اوږدو یې د علم اړوند بېلابېل لیدلوري لرلي. د ۲۱مې پېړۍ ډیری بودایان علم د خپلو اعتقاداتو بشپړونکی بولي، په داسې حال کې چې دغه ډول بودايي معاصریت، د هغو فلسفي بشپړتیا له پوښتنې سره مخ کوي. په داسې حال کې چې د لرغونو سورپوستو او یونانیانو له خوا په اور، ځمکې، هوا او اوبو باندې د مادي نړۍ ویش متافزیکي چاره وه او یو شمېر نورو لکه اناکساګوراس د یوناني خدایانو اړوند ځانګړي عامه نظریات تر پوښتنې لاندې راوړل او همدارنګه منځنیو پېړیو ته اړوندو د منځني ختیځ څېړونکو په تجربي توګه مواد طبقه بندي کړل. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په اروپا کې د ۱۷مې پېړۍ په لومړیو کې د ګالیله د جنجال په څېر له علمي انقلاب او د روڼ آندۍ له دورې سره اړوندو یو شمېر پېښو د جان ویلیام دریپر په څېر کسان دې ته اړ کړل څو آن د دین او علم ترمنځ د تضاد فکر وکړي (شاوخوا ۱۸۷۴ زکال) چې ښيي دین او علم د متیودلوژیکي، واقعي او سیاسي اړخونو څخه د تاریخ په اوږدو کې له یوبل سره په تضاد کې دي. یو شمېر معاصر فیلسوفان او پوهان لکه ریچارډ ډاوکېنز، لارنس کراوس، پیټر اتکینز او ډونالډ پروترو هم دغه موضوع تائید کوي. ورته مهال یو شمېر مورخین لکه سټیفن شاپین ادعا کوي چې «ډېر مهال کېږي چې د علومو تاریخ لیکونکي له دغه ډول لیدلوري کار نه اخلي».  [۱۳]

د تاریخ په اوږدو کې له اګوستین هیپو رانیولې تر توماس آکویناس، فرانسېسکو آیالا، کنت آر مېلر او فرانسېس میلر پورې ډېری پوهانو، فیلسوفانو او الهیات پوهانو د دین او علم ترمنځ د همغږۍ او متقابلې اړوندتیا څرګندونه کړې. ژوند پوه سټیفن جي. ګولډ؛ دین او علم «د یوبل نه پټونکي» بولي چې په بنسټیزه توګه پوهې او د ژوند نورو اړخونو ته اړوندېږي. د ساینسي علومو او ریاضیاتو یو شمېر تاریخ پوهان لکه جان لنوکس، توماس او برایان سویم د دین او علم ترمنځ د متقابلې اړیکې څرګندونه کوي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نور لکه ایان باربور بیا باوري دي چې آن دوی له یو بل سره ورته والي لري. په عامه توګه د علمي حقایقو منل کېدای شي ډیری مهال د مذهبي باورونو تر اغېز لاندې وي، لکه په متحده ایالاتو کې چېرې چې یو شمېر کسان د طبیعي انتخاب له مخې د تکامل مفهوم هغه هم په ځانګړې توګه د انسان په تړاو رد کوي. له دې سره د امریکا د علومو اکاډمۍ لیکلي چې «د تکامل شواهد کېدای شي په بشپړه توګه له مذهبي باورونو سره برابر وي»، هغه نظر چې ډیری مذهبي ډلې هغه تائید کوي. [۱۴][۱۵]

د اسلام له مخې د علم او دین اړیکه سمول

د اسلام له نظر څخه علم، د طبیعت مطالعه او همدارنګه د پوهې او معرفت نورې ټولې څانګې د توحید (د خدای د وحدانیت) له مفهوم سره اړوندې بلل کېږي. په اسلام کې طبیعت د یو جلا موجود په توګه نه ګڼل کېږي بلکه خدای، بشریت او نړۍ ته د اسلام د ټولیز لید نه جلا کېدونې برخه بلل کېږي. د علم او طبیعت اړوند اسلامي لیدلوری د دین او خدای له اړوندو نظریاتو سره تړلی دی. دغه اړیکه د مسلمانانو له خوا علومو ته د لاسرسي په موخه د هغو په سپېڅلتیا دلالت کوي، ځکه چې په قران کریم کې طبیعت په خپله د خدای(ج) د قدرت څرګندونکی بلل شوی. همدا و چې په اسلامي تمدنونو په ځانګړې توګه د اسلامي نړۍ له استعمار وړاندې؛ له شپږمې پېړۍ څخه تر ۱۶ مې پېړۍ پورې د علومو درک او مطالعې ته ډېر پام شتون درلود. رابرټ بریفولټ د «بشریت د جوړېدو» تر عنوان لاندې اثر کې څرګنده کړې چې؛ د علم شتون همدغسې چې نن ورځ په کومه معنی درک کېږي په هغه علمي تفکر او پوهې کې ریښه لري چې د اسلامي تمدنونو په دوران کې رامنځته شوي. عرب مسلمان ابن هیثم د دې مفهوم لومړنی ملاتړی و چې یوه فرضیه باید د تائید وړ لارو چارو څخه ګټه اخیستونکو ازموینو او یا هم ریاضیکي شواهدو پر بنسټ اثبات شي – په داسې حال کې چې دغه علمي مفهوم یوازې ۲۰۰ کاله وړاندې د رنسانس پوهانو له خوا درک کړای شو. ابن هیثم خدای پوهنه په داسې توګه توصیف کړې: [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

په دوامداره توګه د علم او حقیقت په لټه کې وم او بالاخره دې باور ته ورسېدم چې خدای ته د نږدې کېدو په برخه کې د حقیقت او معرفت له لټون پرته بله هېڅ غوره لار شتون نه لري. [۲۹]

د منځنیو پېړیو په نیمايي کې د اسلامي تمدنونو په زوال او د اروپا په ودې سره علمي اسلامي دودونه نوې دورې ته واوښتل. هغه بنسټونه چې د پېړیو راهیسې یې په اسلامي نړۍ کې شتون درلود د اروپايي قدرتونو نوو علمي بنسټونو ته یې پام وکړ. دغې چارې په اسلامي نړۍ کې د علمي چارو ډول بدل کړ ځکه چې مسلمانو پوهانو باید په علمي ډګر کې د هغې لویدیځې کړنلارې سره چې د طبیعت پر توپیر لرونکې فلسفې یې اتکا لرله مقابله کړې وای. همدا و چې په اسلامي علمي سنتونو کې د دغه اولیه بدلون راوروسته تر نن ورځې پورې، مسلمانو پوهانو او عالمانو د علومو د زده کړې د ځایګي اړوند د لیدلورو یوه ټولګه د اسلام په اډانه کې جوړه کړې چې هېڅ یوه یې هم په نړیواله کچه نه منل شوې او نه هم په نړیواله کچه عملي شوې ده. له دې سره لا هم ډیری کسان په دې باور دي چې د پوهې ترلاسه کول او د علومو زده کړه هېڅکله د اسلامي تفکر او دیني باورونو سره په ټکر کې نه دي. [۳۰][۳۱]

د دیارلسمې پېړۍ پر مهال په اسلامي سترواکۍ کې د خلافت نظام له منځه ولاړ او علمي اکتشافاتو وده وکړه. اسلامي تمدن د علومو په وده کې اوږده مخینه لري؛ ځکه چې الهیاتي لارو چارو یې علمي اکتشافاتو ته چټکتیا وربخښله. په واقعیت کې دا هرڅه د مسلمانانو د عباداتو او همدارنګه د هغو د پراخې سترواکۍ پر بنسټ و چې په پریمانه کچه یې د علومو او فلسفې په برخه پراختیا رامنځته کړه. خلکو اړتیا لرله چې په لمانځه کې مکې مکرمې ته د مخ کولو په موخه باید جهت ومومي. ګڼ شمېر مورخینو د وخت په اوږدو کې ادعا کړې چې ټولو نوو علومو له لرغوني یونان سرچینه اخیستې؛ خو یو شمېر څېړونکي لکه مارتین برنال ادعا کړې چې د لرغوني یونان ډېرې څېړنې په کلکه سره د لرغوني مصر او شام د پوهانو پر چارو اتکا لرله. لرغونی مصر د هرمسي مکتب بنسټ اېښودونکی ځای و، هغه مکتب چې باور یې دا و لمر د ناڅرګند خدای څرګندويي کوي.[۳۲][۳۳]

سرچينې سمول

  1. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 3. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226184517. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۹. So familiar are the concepts 'science' and 'religion,' and so central to Western culture have been the activities and achievements that are usually labeled 'religious' and 'scientific,' that it is natural to assume that they have been enduring features of the cultural landscape of the West. But this view is mistaken. [...] 'science' and 'religion' are concepts of relatively recent coinage [...]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Roberts, Jon (2011). "10. Science and Religion". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (المحررون). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 254, 258, 259, 260. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226317830. Indeed, prior to about the middle of the nineteenth century, the trope "science and religion" was virtually nonexistent.".."In fact, the late nineteenth and early twentieth centuries witnessed the creation of what one commentator called "whole libraries" devoted to reconciling religion and science. That estimate is confirmed by the data contained in figures 10.1 and 10.2, which reveal that what started as a trickle of books and articles addressing "science and religion" before 1850 became a torrent in the 1870s." (see Fig. 10.1 and 10.2) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226184517. When did people first begin to speak about science and religion, using that precise terminology? As should now be apparent, this could not have been before the nineteenth century. When we consult written works for actual occurrences of the conjunction "science and religion" or "religion and science" in English publications, that is exactly what we discover (see figure 14). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Harrison, Peter (2015). The Territories of Science and Religion. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-18448-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Nongbri, Brent (2013). Before Religion: A History of a Modern Concept. Yale University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-15416-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Cahan, David, المحرر (2003). From Natural Philosophy to the Sciences: Writing the History of Nineteenth-Century Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-08928-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Stenmark, Mikael (2004). How to Relate Science and Religion: A Multidimensional Model. Grand Rapids, Mich.: W.B. Eerdmans Pub. Co. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2823-1. Recognizing that science and religion are essentially social practices always performed by people living in certain cultural and historical situations should alert us to the fact that religion and science change over time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Roberts, Jon (2011). "10. Science and Religion". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (المحررون). Wrestling with Nature : From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226317830. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lindberg, David C. (2007). "1. Science Before the Greeks (On changes in science here)". The Beginnings of Western Science: The European Scientific Tradition in Philosophical, Religious, and Institutional Context, Prehistory to A.D. 1450 (الطبعة 2nd). Chicago: University of Chicago Press. د کتاب پاڼي 2–3. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0226482057. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Clegg, Brian. "The First Scientist: A Life of Roger Bacon". Carroll and Graf Publishers, NY, 2003
  11. Thompson, Evan (2020). Why I am not a Buddhist. New Haven. OCLC 1130904542. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-24870-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Science and Islam, Jim Al-Khalili. BBC, 2009
  13. Shapin, S. (1996). The Scientific Revolution. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 195. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226750200. In the late Victorian period it was common to write about the 'warfare between science and religion' and to presume that the two bodies of culture must always have been in conflict. However, it is a very long time since these attitudes have been held by historians of science. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. National Academy of Sciences and Institute of Medicine of the National Academies (2008). Science, Evolution and Creationism. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105. National Academy of Sciences. د کتاب پاڼي 3–4. doi:10.17226/11876. PMC 2224205. PMID 18178613. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-10586-6. Many religious denominations and individual religious leaders have issued statements acknowledging the occurrence of evolution and pointing out that evolution and faith do not conflict. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. National Academy of Sciences and Institute of Medicine of the National Academies (2008). Science, Evolution and Creationism. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America. 105. National Academy of Sciences. د کتاب پاڼي 3–4. doi:10.17226/11876. PMC 2224205. PMID 18178613. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-10586-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Muzaffar Iqbal (2007). Science & Islam. Greenwood Press.
  17. 2. Toshihiko Izutsu (1964). God and Man in the Koran. Weltansckauung. Tokyo.
  18. 3. Situating Arabic Science: Locality versus Essence (A.I. Sabra)
  19. Robert Briffault (1928). The Making of Humanity, pp. 190–202. G. Allen & Unwin Ltd.
  20. Vernet 1996, p. 788: "IBN AL-HAYXHAM, B. AL-HAYTHAM AL-BASRI, AL-MisRl, was identified towards the end of the 19th century with the ALHAZEN, AVENNATHAN and AVENETAN of mediaeval Latin texts. He is one of the principal Arab mathematicians and, without any doubt, the best physicist."
  21. Sardar 1998.
  22. Topdemir 2007b, pp. 8–9.
  23. Rashed 2007, p. 11.
  24. Ackerman 1991.
  25. Haq, Syed (2009). "Science in Islam". Oxford Dictionary of the Middle Ages. ISSN 1703-7603. Retrieved 22 October 2014.
  26. "International Year of Light – Ibn Al-Haytham and the Legacy of Arabic Optics". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Al-Khalili, Jim (په 4 January 2009 باندې). The 'first true scientist'. BBC News.
  28. Gorini, Rosanna (October 2003). "Al-Haytham the man of experience. First steps in the science of vision" (PDF). Journal of the International Society for the History of Islamic Medicine. 2 (4): 53–55. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Plott 2000, Pt. II, p. 465
  30. Muzaffar Iqbal (2007). Science & Islam. Greenwood Press.
  31. Seyyid Hossein Nasr. "Islam and Modern Science"
  32. Saliba, George (2014). Islamic Science and the Making of the European Renaissance. Cambridge: MIT Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Bala, Arun. "The Dialogue of Civilizations in the Birth of Modern Science". ProQuest Ebook Central. Palgrave Macmillan. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)