د جیزه د اهرامونو ټولګه

د جیزه د اهرامونو ټولګه (په عربي ژبه: مجمع أهرامات الجيزة) چې د جیزه د هدیرې په نوم هم پېژندل کېږي د مصر د لویې قاهرې په جیزه دښته کې موقعیت لري او د جیزه لوی هرم، د خفرع هرم، د منکورع هرم، دغو اهرامو ته اړوند نور جوړښتونه او د جیزې لوی ابوالهول په کې شاملېږي. دغه ټول له میلاد څخه وړاندې ۲۶۰۰ کال څخه تر ۲۵۰۰ کال پورې د لرغوني مصر پخوانیو پاچاهیو ته د اړوندې څلورمې لړۍ د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي.

دغه سایټ د لویدیځې دښتې په څنډه کې په جیزه ښار کې د بهېدونکي نیل سیند لویدیځ لوري ته په نږدې ۹ کیلومتره (۵.۶ میله) او د قاهرې ښار د مرکز سویل لویدیځ لوري ته د ۱۳ کیلومتره (۸ میله) په فاصله کې موقعیت لري. دغه سایټ او ورته څېرمه منف (ممفیس) سایټ دواړه په ۱۹۷۹ زکال کې د یونسکو له خوا د نړیوالو میراثونو په نوملړ کې شامل شول. [۱]

لوی هرم او د خفرع هرم په لرغونې مصر کې جوړ شوي تر ټولو لوی اهرامونه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یې په لویدیځو افکارو کې د لرغوني مصر د سمبول په توګه ځای لرلی. دغو هرمونو په هلنیستي دوره کې وروسته له هغه شهرت وموند کله چې لوی هرم د انټیپاټر صیدایي له خوا د نړۍ د اوو عجایبو څخه یو وګڼل شو. دغه اهرامونه له دې سره چې د لرغونو عجایبو تر ټولو پخواني دي، خو یوازني هغه دي چې تر اوسه شتون لري. [۲][۳]

ودانیزې چارې سمول

د دغو اهرامونو د جوړېدو اړوند ډېری نظریات پر دې لیدلوري تکیه لري چې دغه اهرامونه له یوه کان څخه د لویو ډبرو په حرکت او د هغو په ویستو او پورته کولو سره په هماغو ځایونو کې جوړ شوي دي. د ډبرو د انتقال او ځای پر ځای کېدو اړوند د وړاندیز شوو لارو چارو د شونتیا اړوند د نظر اختلافات شتون لري.

د هرم په جوړېدو کې معمارانو کېدای شي د وخت په تېرېدو سره خپلو تخنیکونو ته پراختیا ورکړې وي. هغو د هرم جوړولو لپاره د یوې صافې بستري ډبرې – نه د ریګ – پر سر ځای غوره کاوه او په دې سره یې د هغو لپاره دوام کوونکی بنسټ برابروه. د ځای له کره ارزونې او پر دغه سطحه باندې د سنګکارۍ له کولو وروسته یې په افقي بڼه اهرامونه یو د بل د پاسه جوړ کړي.

د لوی هرم د جوړېدو لپاره داسې ښکاري چې ډېری داخلي ډبرې د جوړېدو د برخې له سویل لوري څخه ویستل شوې دي. د هرم د بیرونیو برخو د د یوالونو د صاف ښکاره کېدو په موخه له کوچنیو اهکي ډبرو کار اخیستل شوی چې د ټول نیل سیند په اوږدو کې استخراج کېږي. بهرني بلوکونه یا ډبرې په ډېر دقت سره غوڅول کېدې او د سیند د اوبو په زور په کښتیو کې جیزه ته لېږدول کېدې او بیا د سلوب لرونکې سطحې پر مټ د جوړېدو تر ځایه رسول کېدلې. اوس مهال یوازې څو بیرونۍ ډبرې د لوی هرم څنګ ته پاتې دي. د منځنیو پېړیو پر مهال (له پنځمې میلادي پېړۍ څخه تر پنځلسمې) کېدای شي خلکو پاتې نورې ډبرې په قاهرې ښار کې د ودانیزو چارو لپاره وړې وي. [۴]

د دې لپاره چې هرم منظم او متوازن جوړ شي، د بیروني پوښښ اړوند ډبرې یې باید د لوړوالي او پلنوالي له مخې یو شان وي. کېدای شي کارګرانو هم د دغې چارې او همدارنګه د دیوال د زاویې په موخه ډبرې په نښه کړې وي او اړوندې سطحې یې هم په ډېر دقت تراشلې وي څو ډبرې په سمه توګه له یوبل سره برابرې شي. د جوړېډو پر مهال د ډبرو بیرونۍ برخې په اهکي ډبرو باندې صافې کړای شوې وې چې د وخت په تېرېدو سره اضافي ډبرې یې له منځه تللې دي.  [۴]

موخه سمول

داسې انګېرل کېږي چې د جیزه اهرام او نور د هغو پاچایانو د اجسادو د ساتنې په موخه جوړ شوي چې پر لرغوني مصر یې واکمني کړې. هغه مهال باور پر دې و چې د فرعونانو د ارواح یوه برخه چې «کا» ورته ویل کېدل د هغوی له اجسادو سره پاتې کېږي. له همدې امله د پخواني فرعون له مړي څخه مناسب مراقبت ته اړتیا وه څو هغه وکولای شي د مړو د پاچا په توګه خپل نوی مسئولیت په ښه توګه مخته یوسي. دا فرضیه هم وړاندې شوې چې هرم نه یوازې د فرعون لپاره مقبره وه، بلکې د هغو مختلفو وسایلو د ګدام په توګه یې هم عمل کاوه چې هغه له مړینې وروسته ژوند کې ورته اړتیا لرله. «د لرغوني مصر وګړي په دې باور و چې د ځمکې پر سر مرګ بلې نړۍ ته د سفر پیل دی». د پاچا مومیايي شوی جسد د هرم دننه یا لاندې خښول کېده څو د هغه څخه ساتنه وشي او مړینې وروسته ژوند کې د هغه د عروج امکان برابر کړي. [۴][۵]

ستورپوهنه سمول

د ستورپوهنې له اړخه د جیزه د دریو واړو اهرامونو ضلعې د شمال – سویل او ختیځ – لویدیځ لوري د یوې درجې څخه په کم کسر کې موقعیت لري. په عمدي توګه د دغه ډول جوړښت د توضیح اړوند په وروستیو هڅو کې د اس.هاک، اتو نویګباوئر، کې.سپېنس، ډي. راولېنز، کې. پېکرېنګ او جې. بلمونټ هڅې شاملېږي. د دغو هڅو د موندنو له مخې د اهرامونو دغه ډول جوړښت د فلکي صورت د نظریې پر بنسټ (Orion correlation theory) د ښکارچي ستورو (فلکي صورت) د لیدو په موخه دی هغه ستوري چې له شمالي او جنوبي نیم کرې دواړو لیدل کېږي په دې معنی چې د دغه ستورو له ځایه بیا ټوله نړۍ لیدل کېدای شي. [۶][۷][۸][۹]

د کارګرانو کلی سمول

د دغو اهرامونو د جوړولو په موخه په پریمانه کچه د ډبرو استخراج، ځای پر ځای کولو او غوڅولو کېدای شي زرګونو تنو ماهرو، غیر ماهرو او مرسته کوونکو کارګرانو ته اړتیا پېښه کړې وي. د دغې پروژې لپاره د ډبرو له کارکوونکو پرته ډوډۍ پخونکو، نجارانو، اوبو رسونکو او نور ته هم اړتیا وه. د اهرامونو د جوړولو د لارو چارو اړوند د پراخو انګېرنو په خوا کې په دغه ډول لویه پروژه کې د کارکوونکو د شمېر اړوند هم ګڼ شمېر اټکلونه شتون لري. هغه مهال چې یوناني تاریخ لیکونکي هرودت له میلاد څخه په وړاندې ۴۵۰ کال کې له جیزه څخه لیدنه وکړه؛ مصري کشیشانو ورته ویلي و چې «د لوی هرم په جوړولو کې ۴۰۰ زره کسانو په درې میاشتني کاري شیفټ کې کار کړی او په یو مهال کې به ۱۰۰ زره کسان په کې په کار بوخت و». له مقبرو څخه ترلاسه شوي شواهد بیا ښيي چې په دریو میاشتنیو کاري شیفټونو کې ۱۰۰۰۰۰ کارګرانو کار کړی او د یوه هرم په جوړېدو ۳۰ کاله وخت لګول شوی دی. [۱۰]

د جیزه د اهرامونو ټولګه د یوه لوی ډبرین دیوال په واسطه چاپېره شوې چې له هغو بهر مارک لهنر او د هغه ټیم داسې کلی کشف کړی چې په هغو کې د هرم کارکوونکي ځای پر ځای شوي و. دغه کلی د خفرع او منکورع د ټولګو سویل ختیځ ته موقعیت درلود. د کارګرانو د کلي په موندنو کې د خوب مشترک ځایونه، نان وايي، د وربشو د ابو تولیدونکي وسایل، اشپزخانې (له دغو شواهدو سره چې ډوډۍ، د غويي غوښه او کبان د غذايي رژیم اصلي برخه وه)، یو روغتون او یوه هدیره شاملېږي چې په هدیره کې یې یو شمېر اسکلېټونه هم پیدا شوي او د اهرامونو د جوړښت پر مهال د یو شمېر حوادثو له امله د تروما یا ضربې علایم هم په کې موندل شوي. داسې ښکاري چې د کارګرانو د ښار لرغونتیا د څلورمې لړۍ د واکمنۍ نیمايي (له میلاد څخه وړاندې ۲۵۲۰ کال څخه تر ۲۴۷۲ کال پورې) ته رسېږي چې د خوفو د پاچاهۍ او د لوی هرم د بشپړتیا وخت دی. د لهنر او د هغه د ټیم د موندنو پر بنسټ: [۱۱]

د دغه ښار ګوټي د پراختیا چارې باید په بشپړه توګه چټکې وي. ټول دغه جوړښتونه په ډېر احتمال سره د ۳۵ کلونو څخه تر ۵۰ کلونو پورې د جیزه د دویم او دریم هرم د جوړېدو پر مهال چې د خفرع او منکورع د واکمنۍ وخت و جوړ شوي.

دغه څېړنیز ټیم له کاربني تاریخ ټاکنې پرته یوازې د خټینو لوښو د ټوټو، مهرونو او چینه پوهنې پر بنسټ د خپلو څېړنو پایلې وړاندې کړې دي. [۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. "Memphis and its Necropolis – the Pyramid Fields from Giza to Dahshur". UNESCO World Heritage Centre. United Nations Educational, Scientific, and Cultural Organization. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Pedro Tafur, Andanças e viajes.
  3. Medieval visitors, like the Spanish traveller Pedro Tafur in 1436, viewed them however as "the Granaries of Joseph" (Pedro Tafur, Andanças e viajes).
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Verner, Miroslav. The Pyramids: The Mystery, Culture, and Science of Egypt's Great Monuments. Grove Press. 2001 (1997). کينډۍ:ISBN
  5. "Egypt pyramids". culturefocus.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Gingerich, Owen (16 November 2000). "Plotting the pyramids". News & Views. Nature. 408 (6810): 297–298. Bibcode:2000Natur.408..297G. doi:10.1038/35042648. PMID 11099022. S2CID 205010936. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rawlins, Dennis; Keith, Pickering (16 August 2001). "Astronomical orientation of the pyramids". Brief Communications. Nature. 412 (6848): 699–700. doi:10.1038/35089138. PMID 11507629. S2CID 4314037. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Spence, Kate (16 August 2001). "Astronomical orientation of the pyramids". Brief Communications. Nature. 412 (6848): 699–700. doi:10.1038/35089140. S2CID 41061566. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Great Pyramid: Star Fixed, When?" (PDF). DIO: The International Journal of Scientific History. 13 (1): 2–11. December 2003. ISSN 1041-5440. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Verner, Miroslav. The Pyramids: The Mystery, Culture, and Science of Egypt's Great Monuments. Grove Press. 2001 (1997). کينډۍ:ISBN
  11. I. E. S. Edwards The Pyramids of Egypt (1993)
  12. "Egyptian Pyramids - Lost City of the Pyramid Builders - AERA - Ancient Egypt Research Associates". aeraweb.org. 10 September 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Dating the Lost City of the Pyramids - Mark Lehner & AERA - Ancient Egypt Research Associates". aeraweb.org. 14 October 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)