د جنډر رول چې د جنیست د رول په نوم هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف په‌کې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي. د جنډر رول معمولاً د ښځينه‌والي او نارینه‌والي پر مفاهیمو متمرکز دی، له دې سره استثناعات او بدلونونه هم شته. د جنډر د دغو تمو اړوند ځانګړنې ښايي د کلتورونو تر منځ سره توپير ولري، حال دا چې ځينې نورې ځانګړنې ښايي د کلتورونو په پراخ طیف کې مشترکې وي. [۱][۲][۳]

د جنډر رول د انسان د چلندونو پر پراخ طیف اغېز کوي او تر ډېره هغه جامې چې فرد يې د اغوستلو لپاره ټاکي، هغه مسلک چې یو فرد يې ټاکي او د فرد شخصي اړیکې په‌کې شاملېږي. 

بېلابېلو ډلو په ځانګړي ډول فېمېنیستي غورځنګونو د غالب جنډر رول د جنبو لپاره چې د دوی په باور ظالمانه یا ناسمې دي د بدلون هڅې کړې دي. که څه هم څېړنې ښيي چې بیولوژي د جنډر په چلند کې رول لري، خو د اغېزمنتیا کره کچه يې لږ مشخصه ده.

مخینه سمول

د جنډر رول چې د جنسیت د رول په توګه هم پېژندل کېږي، یو ټولنیز رول دی چې د چلندونو او لیدلورو یو طیف په‌کې شاملېږي، چې په ټولیز ډول د یو فرد لپاره د هغه فرد د جنسیت پر بنسټ د منلو وړ، مناسب یا مطلوب وبلل شي.

د جنډر په ټولن‌پوهنه کې هغه پروسه چې په ترڅ کې يې یو فرد په ټولنه کې د جنډر رول زده‌کوي او ترلاسه کوي د جنډر د ټولنپالنې په نوم یاديږي.  [۴][۵][۶]

د جنډر رولونه له کلتوري پلوه مشخص دي او حال دا چې ډېری کلتورونه یوازې دوه (هلک/سړی او نجلۍ/ښځه) سره بېلوي، ځينې نور يې بیا ډېر ډولونه تشخیصوي. ځینې لویديځې ټولنې درې جنډره لري: چې نارینه، ښځینه او درېیم جنډر (نرښځي) دی. بوګيني ټولنې پنځه جنډرونه مشخص کړي. نر ښځي ځینې وختونه د درېیم جنډر په توګه مطرح شوي. یو نر ښځی یا اندروجېنوز هغه کس دی چې د دواړو نارينه او ښځینه اړوند ځانګړنې لري. ځینې افراد هېڅ جنډر نه لري.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېری ټرانس جنډر لرونکي/نرښځي  یوازې د ښځې یا نر په توګه پېژندل کېږي او درېیم بېل جنډر نه جوړي. د (ځینو) ټرانس جنډر ښځو او سېس جنډر ښځو تر منځ بیولوژيکي توپيرونه له تاريخي پلوه په معینو شرایطو کې سره تړاو لري، په ځانګړي ډول چېرته چې ښايي بیولوژیکي ځانګړنې د سپورټ په څېر له ناعادلانه ګټو سره مل وي. [۱۲][۱۳]

د جنډر رول د جنډر هویت ته، چې د یو فرد د جنسیت دروني حس ته اشاره کوي ورته نه‌دی، ښايي د ټولنیزو نورمونو په واسطه له وړاندې شویو کتګوریو/ردیفونو سره هم‌لاری وي یا نه وي. هغه ټکی چې په هغه کې د جنډر دا دروني هویت د بیرونیو تمو پر یو ټولګه بدلیږي د جنډر رول د پیداییښت سرچینه ده. [۱۴][۱۵]

د یو ټولنیز ترکیب په توګه د جنډر نظریې سمول

د ټولنیزې جوړښت پالنې پر بنسټ د جنډر چلند تر ډېره د ټولنیزو کړو وړو له امله دی. د تکاملي اراپوهنې په څېر تیورۍ/نظريې د دې موقف مخالفې دي.   

ډېری ماشومان په درې کلنۍ کې دا زده کوي چې خپل ځان د جنډر پر بنسټ طبقه‌بندي کړي. ماشومان له زېږون څخه د جنډر د ټولنیز کېدو په دوره کې د جنډر کلیشې او رولونه له خپل مور او پلار او چاپېریال څخه زده کوي. هلکان په دودیز ډول دا زده کوي چې خپل فزیکي او ټولنیز چاپېریال د خپل بدني ځواک یا مهارت له لارې سمبال کړي، حال دا چې نجونې دا زده کوي چې ځانونه د یو داسي شي په توګه وښيي چې باید ولیدل شي. ټولنیزجوړښت‌پالان داسې استدلال کوي چې نارينه او ښځینه د چلند تر منځ توپيرونه د هر ډول اساسي، طبیعي، فیزیولوژیکي یا جنتیکي استعداد په پرتله د جنډر پر بنسټ د ماشومانو له مجزا فعالیتونو سره ښه د استناد وړ دي.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د رول نظریې د یوې جنبې په توګه، د جنډر د رول نظریه «د نارینه‌وو او ښځینه‌وو دا بېلابېل وېشونه د جنسیت څخه مجزا د ټولنیزو چلندونو د لومړنۍ سرچينې په توګه څېړي»، [او داسې فرضوي چې] پر چلند د هغوی اغېز د اروايي او ټولنیزو پروسو په منځګړیتوب رامنځته کېږي. د ګېلبرت هېرډټ په وینا د جنډر رولونه له مخبر استناج څخه راپورته کېږي، په دې معنا چې د کار عمومي وېش د جنډر د رولونو پر بنسټ خپور شوی. [۱۹][۲۰]

ټولنیز جوړښت‌پالان د جنډر رولونو لړیز غوراوی او نرواکي بولي. د څېړونکي انډرو چرلین په وینا د پلارواکۍ اصطلاح؛ «د ټولنیز نظم پر اساس په ځانګړي ډول په کرنیزو ټولنو کې پر ښځو د نارينه‌وو تسلط» تعریفوي.  [۲۱][۲۲]

د اېګلي او همکارانو په وینا یې د جنډر رولونو او کلیشو بدې پایلې جنسیت-ډوله ټولنیز چلند دی، ځکه رولونه او کلیشې دواړه ګډ ټولنیز توصیفي نورمونو او تجویزي نومونه دي. [۲۳]

جودېث بټلر، د جنډر ستونزه (Gender Trouble) او د جنډر لغوه (Undoing Gender) په څېر اثارو کې په دې باوري دی چې ښځه‌والی «طبعي نه دی» او یوازې د جنډر د تکراري عملکرد له مخې طبعي برېښي؛ دا عملکردونه په‌خپل وار سره د جنس یا/جنډر دودیزې کټګورۍ تعریفوي. [۲۴][۲۵]

لوی ټیورېستان/ د نظریو متخصصین سمول

ټالکوټ پارسون سمول

ټالکوټ پارسون په ۱۹۵۵ کال کې په متحده ایالاتو کې کار کاوه، د هسته‌يې کورنۍ یو موډل ته يې پراختیا ورکړه چې په هغه وخت او هغه ځای کې د کورنی دود شوی جوړښت و. دې موډل له جنډر رولونو څخه دودیز او هم‌مهال لیدلوری له لا لېبرالو لیدلورو سره پرتله کړل. د پارسونز موډل د جنډر د رولونو په اړه د تضاد او افراطي دريځونو د ښکارولو لپاره وکارول شو. د اې/ Aموډل د نر او ښځې د رولونو بشپړ توپېر روښانه کړ، حال دا چې د بي/ Bموډل د جنسیتي رولونو بشپړ انحلال تشرېح کړ. [۲۶][۲۷]

د  A موډل -  د مجموعي رول توپير د B پټ موډل - د رولونو مجموعي بشپړونه 
زده‌کړې د جنډر پر بنسټ ځانګړې زده‌کړې؛ لوړ مسلکي شرایط یوازې د نارینه‌وو لپاره اړین دي. مختلط ښوونځي، په ټولګي کې د هلک او نجلۍ لپاره ورته محتویات، ښځې او نارينه ته یو شان صلاحیت.
دنده/مسلک   کارځای د ښځو لپاره لومړنۍ فضا نه ده؛ د ښځو لپاره دنده او مسلکي پرمختګ بې ارزښته بلل کېږي. د ښځو لپاره دنده هم‌دومره اړینه ده څومره چې د نارینه‌وو لپاره ده؛ د ښځو او نارينه‌وو لپاره برابر کاري فرصتونه اړین دي.
د کور کارونه د کور کارونه او د ماشومانو پالنه د ښځې اصلي دنده ده؛ په دې کارونو کې د نارینه سهم تر یوې کچې په پام کې نیول شوی. د کور ټول کارونه د واده شوې جوړې د دواړو کسانو له‌خوا په مشترک او برابر ډول ترسره کېږي.
پرېکړه کول د شخړې پر مهال، وروستي خبره نارینه کوي، د مثال په ډول هغه ځای چې دوی باید په‌کې ژوند وکړي، د ماشومانو لپاره د ښوونځي ټاکل او د اخیستلو په اړه پرېکړې. د جوړې هېڅ غړی د تسلط واک نه لري؛ حل‌لارې تل د یو همغږې پرېکړې له موندلو څخه رامنځته کېږي؛ د اختلاف د موجودیت په صورت کې شته حالت خوندي/ په‌خپل ځای پاتې کېږي.
ماشوم‌پالنه او زده‌کړې د دې کار د مسؤلیت ډېره برخه د ښځو پر غاړه ده؛ هغه ماشومان روزي او له هرې لارې د هغوی پالنه کوي. په دې کار کې نارینه او ښځينه په برابر ډول شریک دي.


دا موډل په شعوري ډول ساده کول دي؛ د افرادو واقعي چلندونه معمولاً يو ځای په ډې قطبونو کې ځای لري. اېنټرکشنیزم/متقابل عمل د اوصولو پر بنسټ، د جنډر رولونه ثابت نه دي، بلکې په پرلپسې ډول د افرادو تر منځ له نویو مناقشو سره مخ دي.    [۲۸]

سرچينې سمول

  1. Levesque R.J.R. (2011) Sex Roles and Gender Roles. In: Levesque R.J.R. (eds) Encyclopedia of Adolescence. Springer, New York, NY. کينډۍ:ISBN. Retrieved January 22, 2018.
  2. Alters, Sandra; Schiff, Wendy (2009). Essential Concepts for Healthy Living. Jones & Bartlett Publishers. د کتاب پاڼې 143. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0763756413. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. David S. Gochman (2013). Handbook of Health Behavior Research II: Provider Determinants. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 424. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1489917607. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Adler, Patricia A.; Kless, Steven J.; Adler, Peter (July 1992). "Socialization to Gender Roles: Popularity among Elementary School Boys and Girls". Sociology of Education. 65 (3): 169–187. doi:10.2307/2112807. JSTOR 2112807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dill, Karen E.; Thill, Kathryn P. (December 2007). "Video Game Characters and the Socialization of Gender Roles: Young People's Perceptions Mirror Sexist Media Depictions". Sex Roles. 57 (11–12): 851–864. doi:10.1007/s11199-007-9278-1. S2CID 55706950. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Dietz, Tracy L. (March 1998). "An Examination of Violence and Gender Role Portrayals in Video Games: Implications for Gender Socialization and Aggressive Behavior". Sex Roles. 38 (5–6): 425–442. doi:10.1023/A:1018709905920. S2CID 56032975. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Roscoe, Will (2000). Changing Ones: Third and Fourth Genders in Native North America. Palgrave Macmillan (17 June 2000) کينډۍ:ISBN See also: Trumbach, Randolph (1994). London’s Sapphists: From Three Sexes to Four Genders in the Making of Modern Culture. In Third Sex, Third Gender: Beyond Sexual Dimorphism in Culture and History, edited by Gilbert Herdt, 111-36. New York: Zone (MIT). کينډۍ:ISBN
  8. Richards, Christina; Bouman, Walter Pierre; Barker, Meg-John (2017). Genderqueer and non-binary genders. United Kingdom: Macmillan. د کتاب پاڼي 22, 306. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1137510532. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Graham, Sharyn (2001), Sulawesi's fifth gender, Inside Indonesia, April–June 2001.
  10. Eleanor Emmons, Maccoby (1966). "Sex differences in intellectual functioning". The Development of Sex Differences. Stanford, Calif.: Stanford University Press. د کتاب پاڼي 25–55. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8047-0308-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "LGBTQ Needs Assessment" (PDF). Encompass Network. April 2013. pp. 52–53. Retrieved 6 March 2015. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۴ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  12. Lopez, German (18 April 2016). "9 questions about gender identity and being transgender you were too embarrassed to ask". Vox. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. Transitioning can be made much more difficult by persistent misconceptions, including the myth that transgender people belong to a third gender. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Sykes, Heather (2006). "Transsexual and Transgender Policies in Sport". Women in Sport and Physical Activity Journal. 15 (1): 3–13. doi:10.1123/wspaj.15.1.3. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Adler, P.; Kless, S.; Adler, P (1992). "Socialization to gender roles: Popularity among elementary school boys and girls". Sociology of Education. 65 (3): 169–087. doi:10.2307/2112807. JSTOR 2112807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Acker, J (1992). "From sex roles to gendered institutions". Contemporary Sociology: A Journal of Reviews. 21 (5): 565–569. doi:10.2307/2075528. JSTOR 2075528. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Pate, J. s.d. "What everyone should know about gender and sexuality". jamespatemd.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ نومبر ۲۰۱۲ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cahill, S. E. (1986) Language practices and self definition: The case of gender identity acquisition. The Sociological Quarterly vol. 27, issue 3, pp 295-311
  18. Fenstermaker, Sarah (2002). Doing Gender, Doing Difference: Inequality, Power, and Institutional Change. New York: Routledge. د کتاب پاڼې 8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-93179-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Eagly, A.H. (1997). Sex differences in social behavior: Comparing social role theory and evolutionary psychology. American Psychologist, December, 1380-1383.
  20. Trumbach, Randolph (1994). Herdt, Gilbert (المحرر). London's Sapphists: From Three Sexes to Four Genders in the Making of Modern Culture. In Third Sex, Third Gender: Beyond Sexual Dimorphism in Culture and History. New York: Zone (MIT). د کتاب پاڼي 111–36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-942299-82-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wood, W.; Eagly, A. H. (2002). "A cross-cultural analysis of the behavior of women and men: Implications for the origins of sex difference". Psychological Bulletin. 128 (5): 699–727. doi:10.1037/0033-2909.128.5.699. PMID 12206191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Cherlin, Andrew J. (2010). Public and private families : an introduction (الطبعة 6th). New York: McGraw-Hill Higher Education. د کتاب پاڼې 93. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780073404356. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Eagly, A. H. (2004). Prejudice: Toward a more inclusive understanding. In A. H. Eagly, R. M. Baron, & V. L. Hamilton (Eds.), The social psychology of group identity and social conflict: Theory, application, and practice (pp. 45–64). Washington, DC, US: American Psychological Association. doi:10.1037/10683-003
  24. Butler, Judith. Undoing Gender. New York: Routledge, 2004.
  25. Butler, J. (1990). کينډۍ:Full citation needed ‘’Gender trouble: Feminism and the subversion of identity.’’ New York; Routledge.
  26. Franco-German TV Station ARTE, Karambolage, August 2004.
  27. Franco-German TV Station ARTE, Karambolage, August 2004.
  28. Dvorsky, George (2008). "Postgenderism: Beyond the Gender Binary" (PDF). ieet.org. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)