د جاپان سترواکي


د جاپان سترواکي يو تاریخي ملي دولت او ستر ځواک و، چې په ۱۸۶۸ ز کال کې له ميجي بيارغونې (Meiji Restoration) [ميجي سترواک و] څخه د دويمې نړیوالې جګړې څخه د وروسته د ۱۹۴۷ ز کال اساسي قانون تر تصويبولو پورې او د معاصر جاپان د وروستي جوړښت په توګه و. دې هېواد د جاپان ټاپوګان او بېلابېلې مستعمرې، تر ساتنې يا څارنې سيمې، د قيموميت او نورې سيمې راونغاړلې.

د (fukoku kyōhei) او (shokusan kōgyō) د شعارونو له مخې جاپان د صنعتي کوونې او پوځي کوونې يوه دوره وازمويله؛ د ميجي سترواک بيارغونه (Meiji Restoration) د بل هر هېواد په پرتله تر اوسه تر ټولو چټک عصريتوب دی، چې دې ټولو اړخونو د يو ستر ځواک په توګه د جاپان په راپورته کېدنه د چين او جاپان تر منځ له لومړۍ جګړې، (Boxer Rebellion)، د روسيې او جاپان تر منځ جګړې او لومړۍ نړیوالې جګړې څخه وروسته د يوې استعماري سترواکۍ په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. د ستر ټيټوالي (Great Depression) په ګډون په ۱۹۲۰ ز لسيزه کې اقتصادي او سياسي ناکراري د جنګي سياست، ملت پالنې او ټولواکۍ سياست (لکه څرنګه چې د(Showa Statism) په نوم د Showa [سترواک] په  نظريه کې رانغاړل شوي دي) د راپورته کېدلو سبب شوه، چې په پای کې په محور اتحاد کې د جاپان په غړيتوب او په دويمه نړيواله جګړه کې د اسيا او ارام سمندر د پراخې برخې په نيولو سره تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېده. [۱]

د جاپان وسله والو ځواکونو له ۱۹۳۷ ز کال څخه تر ۱۹۴۵ ز کال پورې د چين او جاپان د دويمې جګړې او د ارام [سمندر] جګړې پر مهال په پراخه کچه نظامي برياوې تر لاسه کړې. که څه هم له ۱۹۴۲ ز کال څخه په ځانګړي ډول له Midway شخړو او Gualdalcanal څخه وروسته، جاپان د يو دفاعي دريځ منلو ته اړ شو او د امريکا د ټاپو د ټوپ وهنې مبارزې (island hopping campaign) دا معنا لرله، چې جاپان په بطي ډول خپلې تر لاسه کړې سيمې ټولې له لاسه ورکولې او په پای کې امريکايانو Iwo Jima او Okinawa ټاپو ونيول او په دې سره يې د جاپان اصلي خاوره په بشپړه توګه  نوره ناخوندي پرېښوده. د متحده ايالتونو ځواکونو يو بريد پلان کړی و، مګر جاپان پر هيروشيما او ناګاساکي باندې د اتومي بمونو له غورځونو، نږدې په يوه وخت يعنې د ۱۹۴۵ ز کال اګسټ پر ۹ باندې د جګړې په اړه د شوري له اعلاميې او په Manchuria او نورو سيمو باندې له وروستي بريد څخه وروسته غاړه کېښوده (تسليم شو). د ارام جګړه د ۱۹۴۵ ز کال د سپټمبر په ۲ يوې پايلې ته ورسېده. د متحدينو له لورې د نيونې او اشغال يوه دوره تېره شوه. په ۱۹۴۷ ز کال کې د امريکا په لاس لرنې سره يو نوی اساسي قانون تصويب شو، چې په رسمي ډول يې د جاپان سترواکي پای ته رسوله او د جاپان د ځان ساتنې ځواکونه (Japan Self-Defense Forces) د جاپان د سترواک لښکر (Imperial Army) ځايناستي شول. نيونې او بيارغونې تر ۱۹۵۲ ز کال پورې دوام وکړ، چې په پای کې يې د اساسي قانون له مخې د جاپان په نوم نننۍ پاچهي جوړه کړه.

د جاپان سترواکۍ درې سترواکان لرل، که څه هم د Showa د پاچهۍ له لارې د يوې برخې په توګه پای ته ورسېده. ياد سترواکان د هغوی له مړينې څخه وروسته نومول شوي وو، چې Meiji، Taisho او Showa دي.

دولت سمول

ياد تاريخي دولت په انګليسي ژبه کې په پرله پسې ډول «د جاپان سترواکي»، «د جاپانيانو سترواکي» يا «سترواک جاپان» په نوم يادېږي. په جاپاني کې ورته (Dai Nippon Teikoku (大日本帝国)) وايي، چې «د ستر جاپان سترواکي» (Dai «ستر»، Nippon «جاپاني»، Teikoku «سترواکي»( ژباړل کېږي. په خپله د Teikoku ويی، د Tei «چې سترواک ته وايي» او –koku «ملت يا دولت» نومونو څخه ترکيب شوی دی، نو په لفظي ډول د «سترواک دولت» يا سترواکه سيمه» معنا لري.

دا معنا د جاپان او شا او خوا سیمو په رانغاړلو سره په تاريخي اصطلاحاتو کې د پام وړ ده. د جاپان سترواکۍ نوم ايښودنه د Satsuma او Choshu په نومونو د توکوګاوا خلاف ((anti-Tokugawa تر نفوذ لاندې سيمو له وخته وه، چې د Meiji Restoration پر مهال يې د لويديځ نفوذ يا حاکميت د مخنيوي په موخه، د يو معاصر حکومت د جوړولو په نيت د خپل نوي حکومت بنسټ کېښود. وروسته ياده سترواکي په نړۍ کې د يو ستر استعماري ځواک په توګه راښکاره شوه.

پهkanji  تورو او بېرغ کې د خپلې معنا له امله؛ جاپان ته د exonym «د لمر سترواکي» نوم هم ورکړل شوی و.

تاريخچه سمول

مخینه سمول

د ګوښه توب سياست يا sakoku له دوو پېړيو څخه وروسته، د Edo دورې د shoguns په مشرتابه هغه مهال پای ته ورسېده، چې ياد هېواد په ښکاره اړ شو چې د کاناګاوا کنواسيون (Convention of Kanagawa) له مخې سوداګري وکړي، چې په ۱۸۵۴ ز کال کې جاپان ته د Matthew C. Perry په رارسېدنې سره رامنځته شو. په دې ډول د Bakumastu په نوم دوره پيل شوه.

راتلونکي کلونه د زياتې باندینۍ سوداګرۍ او اړيکې شاهد وو؛ د Tokugawa Shogunate او لويديځو هېوادونو تر منځ سوداګريز تړونونه لاسليک شول. په پراخه کچه د دې نابرابرو تړونونو د سپکوونکو اصطلاحاتو له امله shugunate ژر له کورنۍ دښمنۍ سره مخامخ شو، چې دxenophobic په نامه  په يو راډيکال پردي پال خوځښت کې راپورته شوه، چې د ويې له مخې «سترواک نسکورول»، د «پرديو شړل» معنا لري. [۲]

د ۱۸۶۳ ز کال په مارچ کې سترواک د «د پرديو د شړنې امر» خپور کړ. که څه هم shuganate د زور له مخې د امر د پلي کولو اراده نه لرله، مګر سره له دې يې په خپله د shugunate او جاپان کې د باندينيو اوسيدونکو پر وړاندې بريدونه وهڅول. د ۱۸۶۲ ز کال پر مهال د Namamugi پېښه د Stasuma سيمې د samurai ډلې له لورې د Charles Lennox Richardson په نوم د يو انګریز د وژنې لامل شوه. په زور د تاديې د هڅې پر مهال شاهي سمندري ځواک باندې د Kagoshima ښارګوټي ته نږدې له ساحلي توپخانې څخه بريد وشو. دوی په ۱۸۶۳ ز کال کې د Kagoshima بندر په بمبارولو سره ځواب ورکړ. د Tokugawa حکومت د Richardson د مړينې لپاره د تاوان ورکړه ومنله. په Shinmonoseki کې د باندينيو کښتيو پر تم ځای باندې ګولۍ وارولې او د باندينۍ شتمنۍ پر وړاندې بريدونه په ۱۸۶۴ ز کال کې د ګڼ ملتي ځواک له لوري د Shimonoseki د ويشتلو سبب شول. د Choshu قبيلې هم د Kinmon پېښې په نوم يوه بې پايلې کودتا وکړه. د Stasuma او Chosu اتحاد (Satsuma-Chōshū alliance) په ۱۸۶۶ ز کال کې د Tokugawa bakufu د له منځه وړلو لپاره د خپلو هڅو د يو ځای کولو په موخه رامنځته شو. د ۱۸۶۷ په لومړيو کې سترواک Komei د چيچک ناروغۍ له امله مړ شو او پر ځای يې زوی د تاج شهزاده Mutshuhito (Meiji) سترواک شو. [۳]

د ۱۸۶۷ ز کال د نومبر په ۹ (Tokugawa Yoshinobu) سترواک ته له خپلې دندې او واکونو څخه په دې هوکړې کولو سره استعفا ورکړه، چې د سترواکۍ د اوامرو په تر سره کولو کې به مرسته کوي؛ دې چارې د (Tokugawa Yoshinobu) پای ته رسېدلو لامل شوه. که څه هم په داسې حال کې، چې د نوموړي استعفا د حکومت په خورا لوړه کچه کې يوازې په نوم پرېښودل رامنځته کړي وو، مګر د نوموړي د حکومت ميکانيزم شتون ته دوام ورکړ. بله دا چې د shogunal حکومت په ځانګړي ډول د Tokugawa کورنۍ د سياسي نظم په پرله پسې ډول بشپړتيا کې يو څرګند ځواک پاتې شو او زيات اجرائيوي واکونه يې تر لاسه کړل، چې دا اړخ د Satusma او Choshu د سخت دريځو لپاره د زغم وړ نه وو. [۴][۵][۶][۷][۸]

د ۱۸۶۸ ز کال جنوري پر ۳ باندې Stasuma-Choshu ځواکونو په Kyoto کې د سترواکۍ ماڼۍ ونيوله او په سبا يې ۱۵ کلن سترواک Meiji د بشپړ ځواک په اړه د خپلې بيارغونې اعلاميه خپره کړه. که څه هم د سترواکۍ د سلاکارې ډلې زياتره غړي د محکمې له لورې د سيده يا مستقيم حکومت په رسمي اعلاميې سره خوښ وو او له Tokugawa سره يې د پرله پسې مرستې د ملاتړ هڅه وکړه، مګر Saigo Takamori چې د Stasuma قبيلې مشر و، ياده سلاکاره ډله د Shogun سرليک له منځه وړلو له امله ووېروله او د زور له مخې يې د Yoshinobu د ځمکو نيولو امر وکړ. [۹]

د ۱۸۶۸ ز کال د جنوري په ۱۷ Yoshinobu  څرګنده کړه، چې «نوموړی به د Restoration د ادعا تر فشار لاندې رانه شي او له محکمې څخه يې غوښتنه وکړه چې ،هغه له منځه يوسي». نوموړي د جنوري په ۲۴ پر Kyoto باندې د بريد لپاره د چمتووالي پرېکړه وکړه، چې د Satsuma او Choshu ځواکونو له لوري نيول شوې وه. دا پرېکړه په Edo کې د اور اچونې له يوې لړۍ څخه د نوموړي د زده کړې له مخې وهڅول شوه، چې د Tokugawa اصلي هستوګنځي Edo Castle: اډو کلا د مخکينيو برخو (مخو) په سوځولو سره پيل شوه. [۱۰]

سرچينې سمول

  1. Townsend, Susan (July 17, 2018). "Japan's Quest for Empire 1931–1945". BBC. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hagiwara, p. 34.
  3. Hagiwara, p. 35.
  4. Satow, p. 282.
  5. Keene, pp. 120–121, and Satow, p. 283. Moreover, Satow (p. 285) speculates that Yoshinobu had agreed to an assembly of daimyōs in the hope that such a body would reinstate him.
  6. Satow, p. 286.
  7. Keene 2002، ص. 116.
  8. Jansen 2002، صص. 310–311.
  9. During a recess, Saigō, who had his troops outside, "remarked that it would take only one short sword to settle the discussion" (Keene, p. 122). Original quotation (Japanese): "短刀一本あればかたづくことだ." in Hagiwara, p. 42. The word used for "dagger" was tantō.
  10. Keene 2002، ص. 124.