د توکم پالنې مخالف


د توکم پالنې مخالف (anti-racism) د نظرياتو او سياسي فعاليتونو يو لړۍ رانغاړي، چې موخه يې د بې ځايه توکميز پلوۍ، منظمې توکم پالنې او د مشخصو توکميزو ډلو د ظلم پر وړاندې ځواب ويل يا يې مخنيوی کول دي. د توکم پالنې مخالف په عادي ډول د شعوري هڅو له مخې جوړېږي او د هغو چارو په اړه فکر کوي، چې د ټولو خلکو لپاره په انفرادي او سيستماتيک ډول د برابرو موکو چمتو کولو اراده لري. anti-racism د يوې فلسفې په توګه د شخصي لومړيتوبونو تر لاسه کولو، د مقابلې عملونو او همدارنګه د توکميز توپيري چلند نظامونو او یا د شخصي توکميزو تنګ نظريو ته د بدلون ورکولو په موخه کار کولو کې بوختېدلی شي. د توکم پالنې مخالف سترې معاصرې هڅې (د تور پوستو ژوند مهم دی: Balck Lives Matter) تنظيمول او د کارځای انټي راسیزم دي. [۱][۲][۳]

تاريخچه سمول

اروپايي رېښې سمول

اروپايي توکم پالنه د اروپايانو له لوري امريکا ته خپره شوه، مګر د رامنځته کېدلو نظريات يې هغه مهال پوښتل شوي دي چې پر بومي يا ذاتي وګړو باندې پلي شول. د نوې نړۍ له موندنې څخه وروسته دې نړۍ ته د لېږل شويو روحانيونو زياتره غړي چې د رنسانس په نويو انساني ارزښتونو کې لوستي وو، تر اوسه په اروپا کې نوي او د واتيکان له خوا نه وو منل شوي، د هسپانيې او خپلې کليسا پر سلوک او د ذاتي وګړو او مرئيانو نظرياتو باندې نيوکه کول يې پيل کړل.

د ۱۵۱۱ ز په ډسمبر کې ډومنيکن راهبه Antonio de Montesinos لومړنۍ اروپايۍ وه، چې په ښکاره ډول يې د هسپانوي چارواکو او د Hispaniola مشران د هغوی د ظلم او استبداد له امله د امريکايي الاصلو او هغو خلکو په پلوۍ ورټل، چې د مرئيانو په توګه په زور کار کولو ته اړ شوي وو. Ferdinand پاچا يې په ځواب کې د بورګوس Burgos او Valladolid قوانين تصويب کړل. که څه هم د قوانينو پلي کېدل بطي وو او د ۱۵۴۲ نوي قوانينو بايد يو څه پياوړي ګامونه پورته کړی وی. ځکه چې ځيني خلک د Fray Bartolome de las casas يوازې خول نه؛ بلکې په Valladolid Cotroversey کې د پاپ مقام پوښتل خوښوي، چې ايا هغه هندوان ريښتيني انسانان و. درېيم پاپ پاول په پاپ ليک Veritas Ipsa يا Sublimis Deus (۱۵۳۷ز) کې تاييد کړه، چې هندوان او نور توکمونه له هغه وخت راهيسې د انسان اوسېدلو مستحق وو، چې د تعميد غسل ورکړای شوي دي. له دې څخه وروسته د دوی د عيسوي اوښتون هڅې د ټولنيزو حقونو تر څنګ انګېزه تر لاسه کړه، په داسې حال کې چې د افريقايي تور پوستي توکم د ورته حالت په رسميت پېژندنې ته ځواب ونه ويل شو او قانوني ټولنيزه توکم پالنه د هنديانو يا اسيايانو په اړه خپره شوه. که څه هم له دې څخه وروسته د بيارغونې وروستۍ ګرځېدنه يا بېلتون د سياسي ليکو تر څنګ په هماغه څو لسيزو کې اروپا کې پېښه شوې وه او د بېلابېلو توکمونو د انساني ژوند ارزښتونو په اړه بېلابېل اندونه د شمالي اروپا په ځمکو کې نه وو سم شوي، چې شونی ده د پېړۍ په وروستيو او راتلونکې پېړۍ کې له زبېښاک توکم (Colonial race) سره ځکه يو ځای شوی وی، چې هسپانوي او پرتګالي سترواکان لږ شول. دا به د فرانسوي سترواک د خپلې اغېزې په لوړوالي سره يوه بله پېړۍ ونيوله او د خپلې محکمې په تر ټولو لوړو کړيو کې يې د پايلې روښانفکري (Enlightenment) وده وکړه [رامنځته شو]، چې د Rousseau د وخت له راهيسې د زياتره پوهانو له لوري ملاتړ شوې سياسي وينا يا ليکنې وړاندينۍ برخې ته دا پخوانۍ بې پايلې مسئلې راوګرځوي. دا مسئلې په تدريجي ډول په ټيټو ټولنيزو کچو خپرې شوې، چې دوی په کې د اروپايي توکميز ډېره کيو څخه د بېلابېلو توکمونو د نارينه او ښځينه وو ريښتينی ژوند و. [۴][۵][۶]

د کوېکر ډلې نوښتونه سمول

به ۱۶۸۸ ز کې «د غلامۍ په خلاف د جرمني غوښتنه: Germantown Petition against Slavery) سره جرمني کډوالو د خپل ډول لومړنی امريکايي سند جوړ کړ، چې د هر چا لپاره يې د برابرو انساني حقونو يوه پلمه جوړه کړه. وروسته له دې چې ياده هڅه له پامه وغورځېدله، په ۱۸۴۴ ز کې د متحده ايالتونو د غلامۍ له منځه وړنې پلوي خوځښت له وېری يو ځل بيا وموندل (کشف) شوه، چې نږدې ۱۹۴۰ ز لسيزه کې ناسمه ځای پر ځای شوه او يو ځل بيا د ۲۰۰۵ ز په مارچ کې ورغول شوه. له امريکايي اوښتون څخه مخکې د John Woolman او Anthone Benezet په ګډون د Quaker [د دوستانو ټولنه] يوې کوچنۍ ډلې د ملګرو مذهبي ټولنې خپل مرستندويان وهڅول، چې خپل مرئيان خپلواکه کړي، د مرئيانو له سوداګرۍ لاس واخلي او د مرئيتوب پر وړاندې يو واحد کوېکر سياست رامنځته کړي. دې کار د دوی مذهبي نفوذ ته ځيني اخلاقي واک يا امتياز برابر کړ، چې د اتلانتيک دواړو اړخونو باندې د د مرئيتوب له منځه وړلو خوځښت په پيل کې مرسته وکړي. Woolman په ۱۷۷۵ ز کال انګلېنډ کې د سرخکان له امله د بریتانوي ټاپوګانو د دوستانو ټولنې غړو (Quakers) ته د نوموړي د مرئيتوب خلاف پيغام له راوړلو څخه لږ وروسته مړ شو. [۷]

د امريکايي اوښتون پر مهال او ورڅخه وروسته د مرئيتوب پر وړاندې د Quaker خدمتونه او تبليغات د هغوی د نفوذ تر شا خپرېدل پيل کړل. په ۱۷۸۳ز کې د دوستانو ټولنې ۳۰۰ تنو چې په عمده ډول له لندن سيمې څخه وو، د مرئي سوداګرۍ پر وړاندې برتانوي پارلمان ته خپل لومړنی لاسليک شوی غوښتنليک وړاندې کړ. په ۱۷۸۵ ز کې انګرېز Thomas Clarkson په کمبرېج پوهنتون کې شامل شو او په لاتيني ژبه د يوې مقالې (Anne Liceat invitos in servitutem dare: Is t lawful to enslave the unconsenting? ايا د ناخوښه وګړي په مرئيتوب نيول قانوني دي) ليکنې په دوره کې يې د Benezet فعاليتونه ولوستل او په انګلېنډ کې يې د مريي سوداګرۍ څخه د سرغړونې عمري هڅه پيل کړه. په ۱۷۸۷ ز کې خواخوږو وګړو د مرئيانو د سوداګرۍ له منځه وړلو لپاره يوه کمېټه جوړه کړه، چې دا يوه کوچنۍ نفوذ نه لرونکې ډله وه، چې د Quakers نه خوښونکې د کليسا غړو د يو ځای کولو له مخې يې په بريالي ډول ريباري وکولی شوه، کمېټه يې په قانوني ډول پارلمان کې ځای کړه. په شلو بنسټ ايښودونکو کې ۹ تنه يې د دوستانو ټولنې غړي وو او درې مخکښ يې د کليسا غړي Granville Sharp، Thomas Clarkson او William Wiberforce وو چې ټول پروتستانت عيسوي مذهبي وو.

د مرئيتوب له منځه وړنې خوځښت سمول

د توکم پالنې په خلاف وروستي برياليتوبونه د مرئيتوب له منځه وړنې خوځښت له لوري په متحده ايالتونو او انګليستان کې ګټل شوي وو. که څه هم د ياد خوښځت زياتره پلويانو تور پوستو او غنمرنګو ته سپين پوستو سره برابر ونه ګڼل، مګر په ټوله کې يې پر خپلواکۍ او زياتره ان د ټولو لپاره د چلند پر برابرۍ باور درلود. يو څو تنه يې، لکه John Brown لږ څه مخکې لاړ. Brown غوښتل په همدې مبارزه کې ومري، لکه څرنګه چې وايي: «په دې غلام هېواد کې په ميليونونه خلک چې حقونه يې د ناوړه، ظالم او بې عدالته تصويب [قانون] له مخې له پام غورځول شوي دي». د مرئيتوب له منځه وړلو زياتو تور پوستو پلويانو لکه Fredrick Douglass د تور پوستو او غنمرنګو د انسانيت او د ټولو خلکو د برابرۍ لپاره په روښانه ډول بحث وکړ.

که څه هم په سويلي متحده ايالتونو کې د ټينګار (مقاومت) او شمال کې د تصور اصالت يوې عمومې ماتې له امله بيارغونه (Reconstruction) پای ته ورسېدله او او د امريکايي توکم اړيکو ډېرې ښکته برخې ته يې لاره هواره کړه. له نږدې ۱۸۹۰ ز څخه تر ۱۹۲۰ ز پورې دوره د Jim Crow قوانينو د بيارغونې شاهده وه. ولسمشر Woodrow Wilson چې بيارغونې ته يې د يوه آفت په سترګه کتل، فدرالي حکومت يې بېل کړ. Ku Klux Klan د خپلې پېژندنې يعنې شهرت او پياوړتيا تر ټولو لوړ ټکي ته ورسېده. «د يوه ملت زوکړه» د D. W. Griffith فلمي احساس و. [۸]

په ۱۹۱۱ ز کې د نړيوالو نژادونو لومړني کانګرس (First Universal Races Congress) په لندن کې ناسته وکړه، چې د زياتو هېوادونو بېلابېلو ويناوالو په کې د توکم ستونزو او د توکمونو تر منځ اړيکو ته د پرمختګ ورکولو لارو چارو په اړه څلور ورځې بحث وکړ. [۹]

سرچینې سمول

  1. "Being Antiracist". National Museum of African American History and Culture (په انګلیسي ژبه کي). 2019-10-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Clayton, Dewey M. (July 2018). "Black Lives Matter and the Civil Rights Movement: A Comparative Analysis of Two Social Movements in the United States". Journal of Black Studies (په انګلیسي ژبه کي). 49 (5): 448–480. doi:10.1177/0021934718764099. ISSN 0021-9347. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bohonos, Jeremy W.; Sisco, Stephanie (June 2021). "Advocating for social justice, equity, and inclusion in the workplace: An agenda for anti‐racist learning organizations". New Directions for Adult and Continuing Education. 2021 (170): 89–98. doi:10.1002/ace.20428. ISSN 1052-2891. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Pagden, Anthony (1992). "Introduction". A Short Account of the Destruction of the Indies, by Bartoleme de Las Casas. Penguin Group. د کتاب پاڼي xxi. د کتاب نړيواله کره شمېره 0140445625. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Johansen, Bruce Elliott (2006). [[[:کينډۍ:Google books]] "Bartolemé de las Casas Decries Spanish Cruelty"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). The Native Peoples of North America: A History. Rutgers University Press. د کتاب پاڼي 109–110. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8135-3899-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Koschorke, Klaus; Ludwig, Frieder; Delgado, Mariano; Spliesgart, Roland, المحررون (2007). [[[:کينډۍ:Google books]] "Pope Paul III on the Human Dignity of the Indians (1537)"] تحقق من قيمة |chapter-url= (مساعدة). A History of Christianity in Asia, Africa, and Latin America, 1450-1990: A Documentary Sourcebook. Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب پاڼي 290–291. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2889-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "The First American Public Document to Protest Slavery and One of the First Written Public Declarations of Universal Human Rights : History of Information". www.historyofinformation.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "The Rise and Fall of Jim Crow . Jim Crow Stories . Segregation in the U. S. Government". PBS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Fletcher, I. C. (1 April 2005). "Introduction: New Historical Perspectives on the First Universal Races Congress of 1911". Radical History Review. 2005 (92): 99–102. doi:10.1215/01636545-2005-92-99. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)