د تقوا لنډ تعریف، د تقوا ګټې د قران له نظره او د تقوا اسباب

  1. تقوی

ليکنه: محمد نعيم عزيزي

د تقوا لنډ تعریف

علما وايی! تقوا د الله تعلی سره محبت کول او د هغه داسی اطاعت کولو ته وایی چی بنده د الله تعلی په ټولو اوامرو عمل کوي او هېڅکله یی هم الله تعلی په هغه ځای او حالت کی ونه ګوري چی تری منع کړی یی دی.

د تقوا ګټې

۱- الله تعلی متقیانو ته هدایت کوي کوم چی تر ټولو لویه سرمایه ده (سورة بقره ۳)

(ذَٰلِكَ ٱلۡكِتَٰبُ لَا رَيۡبَۛ فِيهِۛ هُدٗى لِّلۡمُتَّقِينَ)

ژباړه: دا (عظيم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدايت دى.

۲- الله تعلی د متقیانو اعانت او مرسته کوي (سورة نحل ۱۲۸)

(إِنَّ ٱللَّهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحۡسِنُونَ)

ژباړه: بېشكه الله تعلی د هغو كسانو سره دى چې پرهېزګاري كوي او د هغو كسانو سره چې هغوى نېكي كوونكي دي.

۳- په تقوا سره د الله تعلی دوستي حاصلیږي (سورة جاثیه ۱۹)

(وَٱللَّهُ وَلِيُّ ٱلۡمُتَّقِينَ)

ژباړه: او الله د پرهېزګارانو ملګرى دى

۴- په تقوا سره د الله تعلی محبت حاصلیږي (سورة توبه ۴)

(إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَّقِينَ)

ژباړه: الله تعلی له متقیانو سره محبت کوي

۵- الله تعلی متقیانو ته بښنه کوي او لویی بدلی ورکوي (سورة طلاق ۵)

(وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يُكَفِّرۡ عَنۡهُ سَيِّـَٔاتِهِ وَيُعْظِمْ لَهُ أَجْرًا)

ژباړه: او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، هغه به له ده نه د ده ګناهونه لرې كړي او د ده لپاره به اجر ډېر لوى كړي

۶- الله تعالی د متقیانو چاری اسانوي (سورة طلاق ۴)

(وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مِنۡ أَمۡرِهِۦ يُسۡرٗا)

ژباړه: او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، الله تعلی به د ده لپاره په كار كې ډېره اساني پیدا كړي

۷- متقیان الله تعالی له غمونو څخه خلاصوي او پراخه رزق ورکوي (سورة طلاق ۳،۲)

(وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مَخۡرَجٗا، وَيَرۡزُقۡهُ مِنۡ حَيۡثُ لَا يَحۡتَسِبُۚ)

ژباړه: او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي.

۸- الله تعالی د متقیانو اعمال قبلوي (سورة مائده ۲۷)

(إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلۡمُتَّقِينَ)

ژباړه: بېشكه همدا خبره ده چې الله یی له پرهېزګارانو څخه  قبلوي

۹- الله تعالی متقیانو ته کامیابي ورکوي (سورة بقره ۱۸۹)

(وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ لَعَلَّكُمۡ تُفۡلِحُونَ)

ژباړه: او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې كامیاب شئ

۱۰- په متقیانو به هیڅ وېره او غم نه وي (سورة یونس ۶۲، ۶۳)

أَلَآ إِنَّ أَوۡلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ، ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُون

ژباړه: اګاه شئ! بېشكه د الله دوستان چې دي؛ پر هغوى باندې نه څه وېره شته او نه دوى غمجن كېږي، هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي.

۱۱- الله تعالی متقیانو ته له دوزخ نه نجات ورکوي (سورة مریم ۷۲)

(ثُمَّ نُنَجِّي ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّنَذَرُ ٱلظَّـٰلِمِينَ فِيهَا جِثِيّٗا)

ژباړه: بیابه مونږ هغو كسانو ته نجات وركړو چې پرهېزګاري يې كړې ده

۱۲ـ الله تعالی د متقیانو لپاره د دنیا او اخرت زیري ورکوي (سورة یونس، ۶۳، ۶۴)

(ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُون، لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۚ)

ژباړه: هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او ځان (له نافرمانیو) ساتي، د همدوى لپاره په دنيايي ژوند كې زېرى دى او په اخرت كې (هم).

۱۳ـ الله تعلی د متقیانو لپاره جنتونه تیار کړي (سورة قلم ۳۴)

(إِنَّ لِلۡمُتَّقِينَ عِندَ رَبِّهِمۡ جَنَّـٰتِ ٱلنَّعِيمِ)

ژباړه: بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دي

په ځان کی د تقوا را وستلو اسباب

۱.     د اخرت د عذاب نه وېره کول.

۲.     د دنیا دعذاب نه وېره کول.

۳.     د اخرت د ثواب امید چی الله تعلی به جنتونه راکوي.

۴.      د الله تعلی څخه د دنیا د نعمتونو امید کول.

۵.     د الله تعالی د محاسبی او پوښتنو نه وېره.

۶.     د الله تعلی د نظر نه حیا او شرم کول، هغه دا چی الله تعلی مو په هر حالت کی ویني.

۷.     د الله تعلی د نعمتو شکر کول لکه د (اسلام، صحت، عقل، کورنی ...) نعمتونو.

۸.     په دین ځان پوهول.

۹.     د الله عظمت په زړه کی ساتل دا چی الله تعلی ډېر لوی ذات دی او باید نافرماني یی ونه شي.

۱۰.  د الله تعلی سره مینه کول

۱۱.  د الله تعلی په پوهه باور لرل، هغه دا چی په تقوا کی مو د اخرت ترڅنګ د دنیا لویه ګټه ده.