د ځمکې د تختو جوړښت

ساینسي تیوري چې د ځمکې د لیتوسفیر لوی پیمانه حرکتونه بیانوي

د تختو تيکتونيک هغه عمومي منل شوی علمي نظردی چې د ځمکې  ليتوسفير (له ډبرو نه جوړ شوی قشر) له سترو تيکتونيکي تختو نه جوړ شوی بولي، کومې چې له درې اعشاريه څلور ميليارده کلونو راهيسې د کرار کرار حرکت په حالت کې دي. دا نمونه د لويې وچې د راغونډېدو پر تصور ولاړه ده او دا نظر د شلمې پېړۍ په لومړۍ لسيزه کې منځ ته راغلی دی. د ۱۹۶۰ز لسيزې له منځ نه تر پايه پورې د سمندر د سطحې د پراخېدو له تاييد وروسته جغرافيه پوهانو د تيکتونيکي تختې په عمومي ډول ومنلې.  [۱][۲]

د ځمکې ليتوسفير، کوم چې د دې سيارې تر ټولو کلک  بهرنی پوښ دی (قشر او پاسنی کلک پوښ)، د اوه يا اته سترو تختو (په دې پورې اړه لري چې ډول تعريفيږي) او ډېرو کوچنيو تختو په ډول مات شوی دی. په کومه برخه کې چې يوه تخته له بلې سره نښلي، د دوی اړوند خوځښت د دوی تر منځ د پولو ټاکنه کوي: يو له بل سره نژدې، يو له بل سره لرې (په تضاد کې) يا لېږدېدونکی. زلزله، د اورغورځوونې فعاليتونه، د غرونو جوړېدل او په سمندر کې د کندو جوړېدل ،د همدې تختو د پولو (يا خرابيو) له امله منځ ته راځي. د دې تختو نسبي خوځښت په کلني ډول له صفر نه نیولې تر لس سانتي متره پورې دی.[۳]

ټيکټونک تختې له سمندري ليتوسفير (د ځمکې بهرنۍ سخته برخه) او لويې وچې له ډبلو ليتوسفير نه جوړې شوي دي او هره يوه يې خپل ځانګړی پورتنی پوښ لري. د يوه بل سره په تضادو پولو کې، يو بل لاندې کول يا د يوې تختې له بلې لاندې حرکت کولو سره د ښکته تختې څنډې د پوښ لاندې بيايي، هغه سيمه چې مواد يې له لاسه ورکړي، تر ډېره بريده  د سمندري فرش د خپرېدو په مټ د بېلا بېلو څنډو تر څنګ د نوي (سمندري) پوښ له جوړېدو سره متوازن دی. په دې ډول د ليتوسفير (ډبرين پوښ) ټوله سطحه ثابته پاتې کېږي. د تختو دې تيکټونکس وړاندوينې ته د لېږدونکې کړۍ (کمربند) اصل هم وايي. لومړيو اندونو، له هغه وخته چې رد شوي دي، د ځمکې د کرې کرار کرار کوچني کېدو يا يو په بل کې د ننوتلو (انقباض/غونجېدل) يا کرار کرار پراخېدو وړانديز کړی و. [۴]

تيکتونيک تختې د حرکت وړتيا لري؛ ځکه چې د لانديني «استنوسفير» په پرتله د ځمکې «ليتوسفير» ډېره ميخانيکي پیاوړتيا لري. په پوښ کې د جانبي ګڼوالي بدلونونه د تودوخې د لېږد لامل ګرځي، چې همدا د ځمکې د جامد پوښ کرار خوځښت دی. ګومان کېږي چې د تختې خوځښت د سمندري فرش د خوځښت له امله چې په ټوپوګرافي کې د بدلون له امله د خپرو شويو څوکو نه لرې وي (څوکې توپوګرافي لوړوالی دی) او د قشر د ګڼوالي د بدلون له امله رامنځ ته کېږي (ګڼوالی هغه مهال زياتيږي، کله چې نوی جوړ شوی قشر يخ شي او له څوکو نه د لرې کېدوو پر لور حرکت کوي). د ډوبېدو په سيمو کې په نسبي ډول يخ، ګڼ اوقيانوسي پوښ د قشر د يوې حجرې لاندې لور ته متوجه کوونکي غړي د پاسه په قشر کې «کشول شوی» يا په کې لاندې ډوبيږي. د دې ټولو عواملو او د دوی تر منځ د اړيکو نسبي اهميت معلوم نه دی او تر اوسه د زيات بحث موضوع ده.[۵]

بنسټيز اصول سمول

د ځمکې بهرني پوړونه په ليتوسفير او استينوسفير وېشل شوي دي. دا وېش د ميخانيکي ځانګړتياوو او د تودوخې د لېږد طريقې تر منځ پر اختلاف ولاړ دی. ليتوسفير يخ او زيات سخت دی، په داسې حال کې چې استينوسفير تود او په اسانۍ سره بهېږي. د تودوخې د لېږد له اړخه، ليتوسفير د لېږد پر مهال تودوخه له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې استينوسفير هم د تودوخې د لېږد په مټ تودوخه انتقالوي او نژدې د ډيبيټيک تودخې درجې خاصيت لري. بايد دا وېش په فرعي کيمياوي وېش کې په پوښ (په کوم کې چې استينوسفير او د ليتوسفير د قشر برخه دواړه شامل دي) او قشر سره د همدې پوړونو له وېش سره ګډوډ نه کړای شي: د قشر يوه ټاکلې برخه کېدای شي، په بېلا بېلو وختونو کې د ليتوسفير يا استينوسفير برخه وي چې دا چاره د تودوخې په درجې او فشار پورې اړه لري.

د تيکټونيکس تختې مهم اصل دا دی چې ليتوسفير د يوه جلا تيکتونيکي تختو په توګه موجود دی، کوم چې د مايع په ډول (سرېښتناک-ارتجاعي سخت) د استينوسفير دپاسه پروت دی. د تختې خوځښت په يوه کال کې د ۱۰-۴۰ ملي متره وي (د اوقيانوس سمندر منځ څوکه، دومره چټک په څومره وخت کې چې د ګوتو نوکان غټيږي)، په يو کال کې نږدې تر يو سل او شپېته ملي متره پورې (نازکا تخته، په دومره چټکتيا سره په کومه چټکتيا سره چې ويښتان سترېږي). د دې خوځښت تر شا محرک په لاندې ډول تشرېح شوی دی.

ليتوسفير ټيکټونيکي تختې د يو يا دوه ډوله سختو موادو ليتوسفيري پوښ لرونکې دي، چې د دې له پاسه پروت وي، چې هغه دا دوه دي: سمندري پوښ (په پخوانيو متنونو کې ورته له سيليکون نه سیما او مګنيشيم وايي) او قاروي پوښ (د سيليکون او المونيوم سيال). منځنی سمندري ليتوسفير په عمومي توګه سل کيلو متره (۶۲ ميله) ډبل وي، ډبلوالی يې د عمر پايله ده، څومره چې وخت تېرېږي، په رسېدو سره نور هم يخيږي او ورسره نژدې د يخولو پوښ يې بېخ ته ورزياتيږي. له دې امله چې د سمندر په منځنيو څوکو جوړ شوی او بهر خوا ته خپرېږي، په همدې بنسټ يې ډبلوالی د سمندر له منځنۍ څوکې نه د لرې والي لامل دی، چېرته چې په لومړي ځل جوړ شوی و. د يوې بېلګه واټن لپاره چې يو ليتوسفير بايد مخکې تر دې چې ډوب شي دا سفر وکړي، د دې ډبلوالی د سمندر د منځ په څوکو کې له شپږ کيلو متره ډبلوالي (۴ ميله) نه نيولې بيا له سل کيلو متره (۶۲ ميله) پورې د ډوبېدو په سيمو کې رسېږي؛ د لرې يا نږدې واټن لپاره، د ډوبېدو سيمې (او په همدې بنسټ منځنۍ هم)  ډبلوالی هم په ورته ډول يا کوچنی کېږي، يا ستريږي. قاريي ليتوسفير عادتاً نږدې دوه سوه کيلو متره ډبل وي، خو دا اندازه د ډنډونو، غرونو د لړيو او د لويو وچو ارامو داخلي برخو ته په کتنې سره بدليږي.[۶][۷]

هغه برخه چې دوه تختې په کې يو له بل سره لږيږي د تختې سرحد (پوله) بلل کېږي. د تخو له سرحدونو سره عموماً د ځمک پېژندنې پېښې ملګرې وي، لکه زلزلې او د ټوپوګرافيکي نښو منځ ته راوړل، لکه: غرونه، اورويشتونکي، د سمندر منځ څنډې او سمندري ژورې (کندې).، د نړۍ ډېره برخه فعال اورشېندنې د تختو له سرحدونو سره منځ ته راځي، د ارام سمندر په تخته کې د اور کړۍ نن سبا ډېره مشهوره اوفعاله ده. د دې پولو په اړه زيات بحث لاندې شوی دی. ځينې اور شيندنې د تختو په داخلي برخو کې رامنځ ته کېږي، چې د دې اورشېندنو نسبت په جلا جلا ډول داخلي تختو خرابېدو او د قشر ستنو ته کېږي.[۸]

لکه چې مخکې اشاره وشوه، ټيکټونيک تختې شونې ده چې قاريي پوښ يا سمندري پوښ ولري او ډېری تختې يې دا دواړه ډولونه لري. د بېلګې په ډول:افريقايي تخته کې قاره يي او د اتلانتيک او هندي سمندرونو د فرش ځينې برخې شته. د قاره يي او سمندري پوښونو تر منځ توپير د دوی د رامنځ ته کېدو په حالتونو پورې تړلی دی. سمندري پوښ په سمندري فرشونو په پراخېدونکو مرکزونو کې جوړ شوی او قاره يي پوښ د قوسي اورشيندنې او د تيکتونيکي فشار په مټ د ټيرنز (د ځمکې د سطحې جيګ او ټيټوالی) د پرله پسې ودې په پايله کې منځ ته راغلی دی، خو شونې ده چې دا ټيرنز «افولايټ» پرله پسې والی ولري، کومې چې د سمندري پوښ برخې دي او فکر کېږي چې د لويې وچې برخې دي، کله چې د جوړېدو او بيا د خپرېدو د مرکزونو له معياري څرخ نه د باندې غورځوي او بيا د لويو وچو لاندې ډوبيږي. سمندري پوښ د قاره يي پوښ نه ګڼ دی او لامل يې د جوړښت توپير دی. سمندري پوښ ځکه ګڼ دی چې د قاره يي پوښ (فلسيک) په پرتله لږ ساليکون او زيات دروند عناصر (مافيک) لري. د دې ګڼوالي د ډلبندۍ په پايله کې، سمندري پوښ په عممي توګه د سمندر له سطحې ښکته پروت وي (د بېلګې په ډول د ارام سمندر ډئېری تخته)، په داسې حال کې چې قاره يي پوښ په ښه ډول د سمندر له سطحې نه پورته ځي.[۹]

سرچینې سمول

  1. University of the Witwatersrand (2019). "Drop of ancient seawater rewrites Earth's history: Research reveals that plate tectonics started on Earth 600 million years before what was believed earlier". ScienceDaily. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Little، Fowler او Coulson 1990.
  3. Read او Watson 1975.
  4. Scalera او Lavecchia 2006.
  5. Stern, Robert J. (2002). "Subduction zones". Reviews of Geophysics. 40 (4): 1012. Bibcode:2002RvGeo..40.1012S. doi:10.1029/2001RG000108. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Turcotte او Schubert 2002.
  7. Turcotte او Schubert 2002، ص. 5.
  8. Foulger 2010.
  9. Schmidt او Harbert 1998.