د تجدید وړ انرژي

د تجدید وړ انرژي هغه انرژي ده چې د تجدید وړ سرچینو څخه چې په طبیعي ډول د وخت په تېرېدو سره بېرته ذخیره کېږي، لاس ته راځي. په دې کې د لمر وړانګې، باد، باران، جذر او مد، څپې او د ځمکې د سطحې د تودوخې سرچینې ګډون لري. د تجدید وړ انرژي د فوسیل سوند موادو چې مصرف یې د بېرته ذخیره کولو په پرتله خورا ګړندي دی، برعکس ده. که څه هم د تجدید وړ انرژی ډېرې سرچینې دوامداره دي خو ځینې لنډ مهاله دي. د بېلګې په توګه، د کتلوي ژوند ځېنې سرچېنې د روانې ګتې اخیستنې د کچې په پرتله د پایښت وړ نه ګڼل کېږي.[۱][۲][۳]

د تجدید وړ انرژي ډېری په څلورو مهمو برخو کې انرژي چمتو کوي: د برېښنا تولید، د هوا او اوبو تودول او یخول، ترانسپورت او کلیوالي (خپلواکه) د انرژي چوپړتیاوې . د انسانانو د انرژي نړیوال مصرف نږدې ۲۰٪  د تجدید وړ انرژی ده چې تقریباٌ ۳۰٪  بریښنا په کې شامله ده. د انرژي د مصرف نږدې ۸٪ دودیزه د کتلوي ژوند انرژي ده، خو دا کچه مخ په کمېدو ده. له ۴٪ څخه زیات د انرژي مصرف د عصري تجدید وړ سرچینو څخه، لکه د سولر په وسیله د اوبو تودول، ترلاسه کېږي او له ۶٪ څخه ډېره برېښنا څخه لاس ته راځي.  [۴][۵][۶]

د نړۍ په کچه له ۱۰ میلیون څخه زیاد کاري فرصوتونه د تجدید وړ انرژۍ په صنعت پورې تړلې دي، چې لمریز فوتوولتایک د دې ترمنځ د تجدید وړ ترټولو لوی د ګمارونکی دی. د د تجدید وړ انرژی سیستمونه په چټکۍ سره ډېر اغېزمن او ارزانه کېږي او د انرژی په ټول مصرف کې یې ونډه مخ په زیاتېدو ده، ځکه د نړۍ په کچه د نوې نصب شوې برېښنا ظرفیت لویه کچه د تجدید وړ د انرژي دی. فوټوولتایک سولر یا د ساحل باد په ډېرو هېوادونو کې تر ټولو ارزانه نوې جوړه شوې برېښنا ده.[۷][۸]

اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېری هېوادونه  د تجدید وړ انرژي لري چې د دوی د انرژي له ۲۰٪ څخه ډېره برخه چمتو کوي. او اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېر هېوادونه د تجدید وړ انرژیو څخه خپله نیمایي برېښنا تولیدوي. داسې اټکل کېږي چې د د تجدید وړ انرژۍ ملي بازارونه به په راتلونکې لسیزه او له هغه وروسته په لویه کچه ودې ته دوام ورکړي. اوس مهال یو څو هېوادونه د تجدید وړ انرژي په کارولو سره خپله ټوله برېښنا تولیدوي او ډېر نور هېوادونه په اند کې لري چې په راتلونکې کې ۱۰۰٪ د تجدید وړ انرژۍ کچې ته ورسېږۍ. د تجدید وړ انرژۍ سرچینې په پراخه جغرافیایي ساحو کې شتون لري، خو برعکس د فوسیلي سوند مواد په محدود شمېر هېوادونو کې غونډ دي. د تجدید وړ انرژي او د انرژۍ د اغېزمنتیا د تکنالوژیو کارول، په پراخه کچه د انرژي د خوندیتوب، د اقلیم د بدلون د کموالي او د اقتصادي ګټو لامل شوی دی، خو د تجدید وړ انرژی د فوسیل سوند د سلګونو بېلیون ډالرو مالي مرستو یا سبسایدي له خوا له خنډ سره مخ شوې ده. د عامه افکارو په نړیوالو سروې ګانو کې د تجدید وړ سرچینو لکه د لمریزې برېښنا او د بادي برېښنا د رواجولو لپاره قوي ملاتړ شتون لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

پداسې حال کې چې د تجدید وړ انرژۍ ډېرې پروژې په لوړه کچه دي، د تجدید وړ تکنالوژي د کلیو او د لرې پرتو سیمو او د مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم غوړه ګڼل کېږي چې هلته انرژي د بشري پراختیا لپاره ډېره اړینه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د تجدید وړ انرژۍ ډېری تکنالوژی د برېښنا چوپړتیاوې چمتو کوي، نو له دې امله ډېری د تجدید وړ انرژي له پېچلي برېښنایي سیستم سره مل ده چې ډېرې ګټې لري، لکه: برېښنا په تودوخې بدلېدلای شي، په لوړه اغېزمنتیا په میخانیکي انرژي بدلېدلای شي او د مصرف په وخت کې پاکه ده. سربېره پردې، د تجدید وړ انرژی په واسطه برېښنایې کول ډېر اغېزمن دی او له همدې امله د انرژۍ په لومړنیو اړتیاو کې د پام وړ کمښت راځي. چین په ۲۰۲۱ کال کې د تجدید وړ برېښنا په برخه کې نږدي نیم زیاتوالي درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کتنه سمول

د تجدید وړ انرژی په جریان کې طبیعي پېښې لکه لمر، باد، جزر او مد، د بوټي وده او د ځمکې د سطحې تودوخه شامل دي، لکه څنګه چې د انرژی نړیوال آژانس داسې وایي:[۲۳]

د تجدید وړ انرژي د طبیعي بهیر څخه لاسته راځي چې په دوامداره توګه بېرته ‌ذخیره کېږي. دا انرژي په مستقیم ډول په مختلفو بڼو کې د لمر یا د ځمکې دننه له تولید شوې تودوخې څخه ترلاسه کېږي. په دې تعریف کې برېښنا او د لمر، باد، سمندر، د اوبو برېښنا، کتلوي ژوند، د ځمکې د تودخې سرچینې، او د ژوندیو موجودات څخه ترلاسه شوي تېل، اوهایدروجن چې د د تجدید وړ سرچینو څخه ترلاسه کېږي، شامل دي.

د انرژۍ د نورو سرچینو په پرتله چې په محدود شمېر هېوادونو کې متمرکزې دي، د تجدید وړ انرژۍ سرچینې او د انرژۍ د اغېزمنتیا لپاره په پراخو جغرافیایي سیمو کې د پام وړ فرصتونه شته دي. د تجدید وړ انرژۍ چټکه کارونه او د انرژۍ اغېزمنتیا او د انرژی د سرچینو تخنیکي تنوع به د انرژی د تامین او اقتصادي ګټو لامل شي. دا به د چاپېریال ککړتیا، لکه د هوا ککړتیا، هم کمه کړي چې د فوسیل سوند موادو د سوځولو له امله رامنځ ته کېږي او عامه روغتیا به ښه کړي، د ککړتیا له امله د وخت څخه مخکې مړینې به کمې کړي او د روغتیا اړوند لګښتونه به ټیټ کړي چې کېدای شي په کال کې ترېلیون ډالرو ته ورسېږي. د کاربن د کمولو (دیکاربنایزشن) ستراتیژیو ډېرو تحلیلونو موندلې چې د روغتیا کمي ګټې کولی شي د دې ستراتیژیو د پلي کولو لګښتونه په براخه کچه جبران کړي. د تجدید وړ انرژۍ سرچینې چې خپله انرژي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له لمر څخه ترلاسه کوي لکه هایدرو او باد، تمه کیږي چې د نږدې نورو ۱ ملیارد کلونو لپاره د بشریت لپاره انرژي چمتو کړي چې ویل کېږي پدې پړاو کې د لمر د تودوخې د زیاتولي وړاندوینه شوی چې د ځمکې سطحه د مایع اوبو د شتون لپاره ډېره ګرموي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د اقلیم بدلون او د نړیوالې تودوخې اندېښنې، د تجدید وړ انرژۍ د ځینو تجهیزاتو لکه د بادي توربینونو او لمریزو تختو په لګښتونو کې دوامداره کمښت د تجدید وړ انرژیو د ډېر استعمال لامل شوی دی. د حکومت نوو لګښتونو، مقرراتو او پالیسيو د صنعت سره مرسته وکړه چې د نورو ډېرو سکتورونو په پرتله د نړیوال مالي بحران څخه په ښه توګه ووزي. د تجدید وړ انرژۍ د نړیوال آژانس په وینا، که څه هم  د ۲۰۱۹ کال راهیسې د انرژۍ په ترکیب کې د تجدید وړ انرژیو ټولیزه ونډه (د برېښنا، تودوخې او ترانسپورت په ګډون) باید شپږ چنده چټکه وده وکړي ترڅو، د صنعتي کېدو څخه د مخکې کچې په پرتله، د اوسنۍ پېړۍ په اوږدو کې د نړیوالې  تودوخې کچه په اوسط کې لوړوالی له ۲،۰ سانتی ګراد یا ۳،۶ فرانهایت څخه "په ښه توګه ټيټ" وساتي.[۳۲][۳۳][۳۴]

کوچني لمریزو فوتو ولتایک سیستمونه د ۲۰۱۱ کال راهیسې څو مېلیونو کورنیو ته برېښنا چمتو کوي او مایکرو-هایدرو (کوچني بندونه) چې په کوچنیو شبکو کې تنظیم شوي ډېرو کورنیو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي. له ۴۴ مېلیون څخه زیاتې کورنۍ د کورنيو حیواناتو له موادو څخه له جوړ شوی بایوګاز د رڼا او یا د پخلي لپاره کاروي او له ۱۶۶ مېلیون څخه زیاتې کورنۍ د عضوي مواد د پخلي د نوي نسل له ډېر اغیزمنو منقلونو څخه کار اخلي. بانکي مون د ملګرو ملتونو اتم سرمنشي وویل چې د تجدید وړ انرژي د دې وړتیا لري چې تر ټولو بې وزله هېوادونه د سوکالۍ نوو کچو ته ورسوي. په ملي کچه په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۳۰ هېوادونه اوس د تجدید وړ انرژي لري چې د ۲۰٪ څخه ډېره انرژي عرضه کوي. اټکل کېږي چې د تجدید وړ انرژي ملي بازارونه به په راتلونکې لسیزه کې او له هغې وروسته قوي ودې ته دوام ورکړي، شاوخوا ۱۲۰ هېوادونه د تجدید وړ انرژۍ د اوږد مهاله ونډې لپاره بېلابېل سیاسي اهداف لري، چې له دې ډلې د اروپایي اتحادیې لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې د ټولې تولید شوې برېښنا یو ۲۰٪ هدف دی. ځینې هېوادونه تر ‍۱۰۰٪  پورې د تجدید وړ انرژیو د پالیسی ډېر لوړ اوږد مهاله اهداف لري. د اروپا څخه بهر، د ۲۰ یا ډېرو نورو هېوادونو مختلفو ډلو د ۲۰۲۰-۲۰۳۰ په موده کې د تجدید وړ انرژي له ۱۰٪ څخه تر ۵۰٪ پورې ونډه په نښه کوي.[۳۵][۱۶][۳۶]

د تجدید وړ انرژي ډېری په څلورو برخو کې د معمولي سوند موادو ځای نیسي: د برېښنا تولید، د ګرمو اوبو یا فضا تودېدل، ترانسپورت، او د(خپلواکې)  کلیوالي انرژۍ چوپړتیاوې: [۶]

سرچینۍ سمول

  1. Ellabban, Omar; Abu-Rub, Haitham; Blaabjerg, Frede (2014). "Renewable energy resources: Current status, future prospects and their enabling technology". Renewable and Sustainable Energy Reviews. 39: 748–764 [749]. doi:10.1016/j.rser.2014.07.113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Timperly, Jocelyn (23 February 2017). "Biomass subsidies 'not fit for purpose', says Chatham House". Carbon Brief Ltd © 2020 - Company No. 07222041. مؤرشف من الأصل في ۰۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Harvey, Chelsea; Heikkinen, Niina (23 March 2018). "Congress Says Biomass Is Carbon Neutral but Scientists Disagree - Using wood as fuel source could actually increase CO2 emissions". Scientific American. مؤرشف من الأصل في ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Renewable Power – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. REN21 Renewables Global Status Report 2021.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ REN21 Renewables Global Status Report 2010.
  7. کينډۍ:Cite report
  8. "Renewable Energy Now Accounts for a Third of Global Power Capacity". irena.org (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۲ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "12 Countries Leading the Way in Renewable Energy". Click Energy. مؤرشف من الأصل في ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Renewable Electricity Capacity And Generation Statistics June 2018". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Renewable Electricity Capacity And Generation Statistics June 2018". مؤرشف من الأصل في ۲۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sensiba, Jennifer (2021-10-28). "Some Good News: 10 Countries Generate Almost 100% Renewable Electricity". CleanTechnica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. International Energy Agency (2012). "Energy Technology Perspectives 2012". مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Timperley, Jocelyn (2021-10-20). "Why fossil fuel subsidies are so hard to kill". Nature (په انګلیسي ژبه کي). 598 (7881): 403–405. Bibcode:2021Natur.598..403T. doi:10.1038/d41586-021-02847-2. PMID 34671143 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). S2CID 239052649 Check |s2cid= value (مساعدة). مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sütterlin, B.; Siegrist, Michael (2017). "Public acceptance of renewable energy technologies from an abstract versus concrete perspective and the positive imagery of solar power". Energy Policy. 106: 356–366. doi:10.1016/j.enpol.2017.03.061. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ REN21 Renewables Global Futures Report 2017.
  17. Alazraque-Cherni, Judith (1 April 2008). "Renewable Energy for Rural Sustainability in Developing Countries". Bulletin of Science, Technology & Society (په انګلیسي ژبه کي). 28 (2): 105–114. doi:10.1177/0270467607313956. S2CID 67817602. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. World Energy Assessment (2001). Renewable energy technologies Archived 9 June 2007 at the Wayback Machine., p. 221.
  19. Armaroli, Nicola; Balzani, Vincenzo (2011). "Towards an electricity-powered world". Energy and Environmental Science. 4 (9): 3193–3222. doi:10.1039/c1ee01249e. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Armaroli, Nicola; Balzani, Vincenzo (2016). "Solar Electricity and Solar Fuels: Status and Perspectives in the Context of the Energy Transition". Chemistry – A European Journal. 22 (1): 32–57. doi:10.1002/chem.201503580. PMID 26584653. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Volker Quaschning, Regenerative Energiesysteme. Technologie – Berechnung – Simulation. 8th. Edition. Hanser (Munich) 2013, p. 49.
  22. "Renewables – Global Energy Review 2021 – Analysis". IEA (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. IEA (2002). IEA. Renewable Energy... ... into the Mainstream (PDF). IEA. د کتاب پاڼې 9. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. International Energy Agency (2012). "Energy Technology Perspectives 2012". مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jacobson, Mark Z.; et al. (2015). "100% clean and renewable wind, water, and sunlight (WWS) all-sector energy roadmaps for the 50 United States". Energy and Environmental Science. 8 (7): 2093–2117. doi:10.1039/C5EE01283J. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Scovronick, Noah; Budolfson, Mark; Dennig, Francis; Errickson, Frank; Fleurbaey, Marc; Peng, Wei; Socolow, Robert H.; Spears, Dean; Wagner, Fabian (2019-05-07). "The impact of human health co-benefits on evaluations of global climate policy". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 10 (1): 2095. Bibcode:2019NatCo..10.2095S. doi:10.1038/s41467-019-09499-x. ISSN 2041-1723. PMC 6504956. PMID 31064982. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Gallagher CL, Holloway T (2020). "Integrating Air Quality and Public Health Benefits in U.S. Decarbonization Strategies". Front Public Health. 8: 563358. doi:10.3389/fpubh.2020.563358. PMC 7717953 تأكد من صحة قيمة |pmc= (مساعدة). PMID 33330312 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Luderer, Gunnar; Pehl, Michaja; Arvesen, Anders; Gibon, Thomas; Bodirsky, Benjamin L.; de Boer, Harmen Sytze; Fricko, Oliver; Hejazi, Mohamad; Humpenöder, Florian; Iyer, Gokul; Mima, Silvana (2019-11-19). "Environmental co-benefits and adverse side-effects of alternative power sector decarbonization strategies". Nature Communications (په انګلیسي ژبه کي). 10 (1): 5229. Bibcode:2019NatCo..10.5229L. doi:10.1038/s41467-019-13067-8. ISSN 2041-1723. PMC 6864079. PMID 31745077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Schröder, K.-P.; Smith, R.C. (2008). "Distant future of the Sun and Earth revisited". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 386 (1): 155–163. arXiv:0801.4031. Bibcode:2008MNRAS.386..155S. doi:10.1111/j.1365-2966.2008.13022.x. S2CID 10073988. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. . Hope dims that Earth will survive Sun's death. New Scientist.
  31. (په 21 February 2000 باندې). Date set for desert Earth. BBC News.
  32. "Global Trends in Sustainable Energy Investment 2007: Analysis of Trends and Issues in the Financing of Renewable Energy and Energy Efficiency in OECD and Developing Countries" (PDF). unep.org. United Nations Environment Programme. 2007. د کتاب پاڼې 3. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Clean Edge (2009). Clean Energy Trends 2009 Archived 18 March 2009 at the Wayback Machine. pp. 1–4.
  34. "Global energy transformation: A roadmap to 2050 (2019 edition)". /publications/2019/Apr/Global-energy-transformation-A-roadmap-to-2050-2019Edition (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۸ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Leone, Steve (25 August 2011). "U.N. Secretary-General: Renewables Can End Energy Poverty". Renewable Energy World. مؤرشف من الأصل في ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. REN21 Renewables Global Status Report 2011، ص. 14.