د بنسټیزو حجراتو په واسطه درملنه

د بنسټیزو حجراتو په واسطه درملنه (د حجراتو پیوند) د یوې ناروغۍ یا هم یو لړ شرایطو لپاره له بنسټیزو حجراتو ګټنه ده. په ۲۰۱۶ زکال کې د دغې درملنې یوازنی ډول د وینې جوړوونکو حجراتو یا د هډوکو د مغز پیوند و. دغه پیوند په معمول ډول د هډوکي له مغز څخه په کار اخیستو ترسره کېده او ځینې مهال د نامه د غوټۍ له وینې هم په کې ګټنه کېدله. په دې سربېره څېړنې روانې دي چې د اعصابو د له منځه وړونکو یو شمېر ناروغیو او د شکرې او زړه د ناروغیو په برخه کې د بنسټیزو حجراتو پر مټ له درمنلې کار واخیستل شي. [۱][۲][۳]

د بنسټیزو حجراتو په واسطه درمنله وروسته له هغې د بحث وړ موضوع وګرځېده، کله چې پوهانو د نطفې د بنسټیزو حجراتو د جلا کولو  او کرلو پرمټ وکولای شول، د حجراتو سوماتیک لېږد ترسره او له هغو څخه یې د پیاوړو القایي سلولونو د جوړولو په برخه کې ګټنه وکړه. دغه بحثونه تر ډېره د جنین د سقط او د انساني ورته والي د رامنځته کېدو ته اړوند کېدل. په دې سربېره د نامه په غوټۍ کې د راغونډې وینې پر مټ درمنلې ته بازارموندنه هم بحث پارونکې وه.

ګټه اخیستنه سمول

د مغزي زوال په برخه کې سمول

د مغزي زوال په برخه کې په حیواني ماډلونو باندې د پارکینسون د ناروغۍ، سکلروز جانبي امیوتروفیک او الزایمر ناروغیو اړوند د بنسټیزو حجراتو د اغېز په اړه څېړنې ترسره شوې دي. لومړنۍ څېړنې په څوګوني سکلروز ترسره شوې چې په ۲۰۲۰ زکال کې د دویم پړاو ازمویښتي څېړنې د مصنوعي درملنې سره په پرتله د بنسټیزو حجراتو په میزانشیمل درملنه کې پام وړ لاسته راوړنې وموندلې. د ۲۰۲۱ زکال په جنوري میاشت کې FDA د پارکینسون ناروغۍ له امله د له منځه تللو مغزي حجراتو د بېرته رامنخته کولو په موخه د بنسټیزو حجراتو څخه د ګټڼې ازمویښتي درملنه تائید کړه.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

سالم مغز بنسټیز مغزي حجرات لري چې د عمومي بنسټیزو حجراتو د شمېر ساتلو په موخه شتون لري او نور حجرات زېږوي. په سالمو لابراتواري حیواناتو کې د حجراتو زېږونکې حجرې په مغز کې دننه حرکت کوي او او د بوی د حس (د شامې حس) نیورونونه خوندي ساتي. د دې راپور ورکړل شوی چې په عصبي اختلال باندې د اخته بالغوموږکانو په موډلونو کې د درملو په مرسته د اندوژن حجراتو (چې تولید یې د حجرې د ننه موادو څخه کېږي) فعال کول د هغوی د مغزي خوندیتوب او د چلن د ښه کېدو لامل ګرځي.[۱۲][۱۳][۱۴]

نخاعي او مغزي زیان سمول

مغزي سکته یا د مغزو تروماتیک زیان د حجراتو د مړینې لامل ګرځي چې په مغزو کې د نیورونونو (عصبي حجراتو) او الیګودندروسیټ په واسطه مشخصه کېږي. د نخاع د زیانونو په برخه کې د بنسټیزو حجراتو څخه د ګټنې کلینکي او حیواني څېړنې ترسره شوې دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سنډرومي کمزورتیا سمول

په ډېر لږ مقیاس کې په ۶۰ کلونو یا له هغو زیات عمر لرونکو کسانو څېړنه ترسره شوې چې ښيي له ځوانو سالمو حجراتو ورکوونکو څخه د هغوی د وریدونو د ننه په مزانشیمي حجراتو سره درملنې د هغوی په فزیکي چلن کې د پام وړ پرمختګ رامنځته کړی. د مزانشیمي بنسټیزو حجراتو له خوا د التهاب چاپېر کول، د هغو له کمښت سره مرسته کوي او د دې لامل کېږي چې د ماتېدو اغېزې معکوسې شي.

زړه سمول

د زړه په ناروغیو اخته کسانو کې هم د بنسټیزو حجراتو په واسطه د درملنې څېړنه ترسره شوې. د بودو – اکهارد ستراوئر کار د سلګونو واقعي کمیو له امله بې اعتباره وښوول شو. ګڼ شمېر کلنیکي ازموینې ښيي چې په لویانو کې د بنسټیزو حجراتو په مرسته درملنه بې ګواښه او اغېزمنه ده؛ د دغې چارې د واقعي شواهدو په موخه یوازې د څو څېړنو راپور ورکړل شوی. د بنسټیزو حجراتو د پیوند یو شمېر لومړنیو کلنیکي ازموینې ښوولې چې د هډوکي د مغز د بنسټیزو حجراتو په واسطه درملنې د زړه په فعالیت کولو کې ډېر لږ ښه توب رامنځته کوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د میوکارډ انفرکشن د درملنې په موخه د بنسټیزو سلولونو په مرسته درملنه کې په معمول ډول د هډوکود مغز له اتولوګ حجراتو ګټنه کېږي، خو یو شمېر نورې بالغې بنسټیزې حجرې هم شتون لري چې کېدای شي ترې ګټنه وشي، لکه له وازدې څخه ترکیبي بنسټیز حجرات. [۲۵]

د ښه کېدو معمول میکانېزمونه دا دي: [۲۶]

  • د زړه د عضلې د حجراتو تولید
  • د وینې د نوو رګونو د ودې تحریک د زړه د زیانمن شوو جوړښتونو د بیارغونې په موخه
  • د ودې د فکتورونو ترشح

نقد( نیوکې) سمول

په ۲۰۱۳ زکال کې د بطن په عملکرد باندې د هډوکي د مغز د بنسټیزو اوټولوګوس حجراتو څېړنې له «سلګونو» نیوکو سره مخ وې. منتقدین یې راپور ورکوي چې ښکاري له ۴۸ راپورونو څخه یوازې پنځه یې د ګټنې وړ و او نور ډېری موارد په تصادفي توګه د رد کولو په مقابل کې د منلو وړ و چې په دغو راپورونو کې هماغه یوې ازموینې هم له یو بل سره تناقض درلود. د بنسټیزو ځانګړونو او وروستیو پایلو لرونکي یوه جوړه راپورونه په ترتیب سره په دوه نشریو کې د یوې تصادفي ازموینې په توګه چې په ۵۷۸ ناروغانو ترسره شوې وه؛ د یوې لید وړ ۳۹۱ کسیزې مشاهدې په توګه نشر شول. نورو راپورونو په وګړیزو څانګو کې د منفي معیار (ناشوني توب) انحراف ته اړتیا لرله او همدارنګه یې کسري موضوعات او د NYHA منفي څانګې لرلې. په ټولیز ډول په دغو راپورونو کې د بنسټیزو حجراتو د شمېر په پرتله د وګړو شمېر زیات ښوول شوی و هغه چې د روغتونونو په لابراتوارونو کې یې د ازموینې راپور ورکړل شوی و. هغه علمي پوهنتوني څېړنه چې په ۲۰۱۲ زکال کې له راپور ورکولو پرته وتړل شوه د ۲۰۱۳ زکال په جولای میاشت کې بېرته پیل شوه. [۲۷][۲۸]

په ۲۰۱۴ زکال کې د بنسټیزو حجراتو په درملنې باندې یو متا انالېز (فراتحلیل) د زړه د ناروغیو لپاره د هډوکي د مغز له بنسټیزو حجراتو څخه په ګټنې د کلنیکي ازموینو په برخه کې یو لړ توپیرونه څرګند کړل چې دغو څېړنې له ګڼ شمېر اختلافاتو سربېره د اغېز د زیاتوالي څرګندويي کوله. بل متا انالېز چې د ۱۲ تصادفي ترسره شوو ازموینو د داخلي ډاټا پر بنسټ ترسره شو څرګنده کړه چې په بنسټیزو حجراتو باندې درملنې په لومړنیو وروستیو نقاطو کې د یو شمېر مواردو لکه د زړه د عملکرد په برخه کې د ښه توب په برخه کې هېڅ رول نه دی لرلی او هېڅ پام وړ ګټه نه لري. [۲۹][۳۰]

د TIME ازموینې چې د double-blind، placebo کنټرول شوي ازموینې له طرحې یې کار اخیست، دا پایله وښووله چې په هغو کسانو کې چې مایو کارډیل انفرکشن (myocardial infarction) یې درلود د «هډوکي د مغز د یو هستوي هجراتو تجویز د دوه کلونو په ترڅ کې د زړه د کیڼ بطن له اختلال سره مرسته نه ده کړې». په دې بنسټ BOOST-2 ازموینه چې د آلمان او ناروې په ۱۰ مرکزونو کې ترسره شوه، راپور یې ورکړ چې « له هستې لرونکو BMC ګانو څخه ګټنې په STEMI لرونکو او همدارنګه په نسبتا کم LVEF لرونکو ناروغانو کې کومه ګټه نه ده لرلې». له دې سربېره دغه ازموینه په هېڅ یو دویمي MRI سره وه نه ارزول شوه او دا پایله یې وړاندې کړه چې کرونري دننه د هډوکي د مغز د بنسټیزو حجراتو درمنله هېڅ عملي او کلنیکي ګټه نه لري. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

د وینې د حجراتو جوړل سمول

د انسان د خوندي ساتونکو حجراتو (immune-cell) دنده دا ده چې د انسان وجود ته اجازه ورکوي د انټي ژنونو د چټک منلو پر مهال له ځانه دفاع وکړي. خو له دې سره د بدن خوندي ساتونکی سیسټم د ناروغیو له زیږون څخه زیان منونکی دی؛ له دې امله چې دغه سیسټم د وجود د بشپړې دفاع رول پر غاړه لري زیان من کېدل یې د ټول ارګانېزم لپاره وژونکی دی. د وینې جوړونکو حجراتو ناروغۍ د پتالوژۍ په نامه تخصص تر عنوان لاندې د هماتوپتالوژۍ څانګې له مخې تشخیص او طبقه بندي کېږي. د خوندي ساتونکو حجراتو دنده دا ده چې د خارجي انټي ژنونو تشخیص کوي او د دغو خوندیتابه د ناروغیو په درملنه کې زیات چلنجونه رامنځ ته کوي. د پیوند د بریالیتوب په موخه باید د پیوند د ورکوونکي او اخیستونکي ترمنځ یو ډول والی شتون ولري.[۳۵]

ټولنه او کلتور سمول

بازارموندنه او لګښتونه سمول

د ۱۹۹۰ مې ز لسیزې په وروستیو او د ۲۰۰۰ مې ز لسیزې په لومړیو کې د شرکتونو او روغتونونو لومړني موج شتون درلود چې د بنسټیزو حجراتو په واسطه یې درملنه وړاندې کوله، په داسې حال کې چې روغتیايي ادعاوې یې نه شوې ثابتولی او یا یې هم قانوني تائید له ځانه سره نه درلود. په ۲۰۱۲ زکال کې د روغتونونو او شرکتو دویم موج رامنځته شو چې معمولا په مخ پر ودې هېوادونو کې و چېرې چې لږ روغتیايي نظارت شتون درلود او د بنسټیزو حجراتو په واسطه درمنله یې د توریستي موډل په توګه وړاندې کوله. لکه د لومړي موج د شرکتونو او کمپنیو په توګه دوی هم ورته کلکې ادعا وې کولې خو ثابت کېدونې نه وې دغه ادعاوې په متحده ایالاتو، مکسیکو، تایلنډ، هند او سویلي افریقا کې د یو شمېر روغتونونو له خوا وشوې. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. Mahla RS (2016). "Stem cells application in regenerative medicine and disease threpeutics". International Journal of Cell Biology. 2016 (7): 1–24. doi:10.1155/2016/6940283. PMC 4969512. PMID 27516776. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Müller, Albrecht M.; Huppertz, Sascha; Henschler, Reinhard (July 2016). "Hematopoietic Stem Cells in Regenerative Medicine: Astray or on the Path?". Transfusion Medicine and Hemotherapy. 43 (4): 247–254. doi:10.1159/000447748. ISSN 1660-3796. PMC 5040947. PMID 27721700. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Lyon, Louisa (2018-10-01). "Stem cell therapies in neurology: the good, the bad and the unknown". Brain (په انګلیسي ژبه کي). 141 (10): e77. doi:10.1093/brain/awy221. ISSN 0006-8950. PMID 30202947. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Cell Basics: What are the potential uses of human stem cells and the obstacles that must be overcome before these potential uses will be realized? Archived 24 February 2017 at the Wayback Machine.. In Stem Cell Information World Wide Web site. Bethesda, MD: National Institutes of Health, U.S. Department of Health and Human Services, 2009. cited Sunday, 26 April 2009
  5. "Neural Stem Cells May Rescue Memory In Advanced Alzheimer's, Mouse Study Suggests". ScienceDaily. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Vastag B (April 2001). "Stem cells step closer to the clinic: paralysis partially reversed in rats with ALS-like disease". JAMA. 285 (13): 1691–1693. doi:10.1001/jama.285.13.1691. PMID 11277806. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rebeiro P, Moore J (2016). "The role of autologous haemopoietic stem cell transplantation in the treatment of autoimmune disorders". Intern Med J. 46 (1): 17–28. doi:10.1111/imj.12944. PMID 26524106. S2CID 23127508. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Results Reported from Case Studies of Stem Cell Transplantation in People with Relapsing and Progressive MS". National MS Society. January 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Abdallah, Ahmed N.; Shamaa, Ashraf A.; El-Tookhy, Omar S. (August 2019). "Evaluation of treatment of experimentally induced canine model of multiple sclerosis using laser activated non-expanded adipose derived stem cells". Research in Veterinary Science. 125: 71–81. doi:10.1016/j.rvsc.2019.05.016. ISSN 1532-2661. PMID 31152923. S2CID 173188033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Petrou, Panayiota; Kassis, Ibrahim; Levin, Netta; Paul, Friedemann; Backner, Yael; Benoliel, Tal; Oertel, Frederike Cosima; Scheel, Michael; Hallimi, Michelle; Yaghmour, Nour; Hur, Tamir Ben (2020-12-01). "Beneficial effects of autologous mesenchymal stem cell transplantation in active progressive multiple sclerosis". Brain. 143 (12): 3574–3588. doi:10.1093/brain/awaa333. ISSN 0006-8950. PMID 33253391 تأكد من صحة قيمة |pmid= (مساعدة). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Friday; January 15; 2021. "Upcoming Clinical Trial Will Test New Cell Therapy for Parkinson's Disease in Humans | Memorial Sloan Kettering Cancer Center". www.mskcc.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  12. Androutsellis-Theotokis A, Leker RR, Soldner F, et al. (August 2006). "Notch signalling regulates stem cell numbers in vitro and in vivo". Nature. 442 (7104): 823–826. Bibcode:2006Natur.442..823A. doi:10.1038/nature04940. PMID 16799564. S2CID 4372065. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Androutsellis-Theotokis A, Rueger MA, Park DM, et al. (August 2009). "Targeting neural precursors in the adult brain rescues injured dopamine neurons". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 106 (32): 13570–75. Bibcode:2009PNAS..10613570A. doi:10.1073/pnas.0905125106. PMC 2714762. PMID 19628689. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Androutsellis-Theotokis A, Rueger MA, Mkhikian H, Korb E, McKay RD (2008). "Signaling pathways controlling neural stem cells slow progressive brain disease". Cold Spring Harb. Symp. Quant. Biol. 73: 403–410. doi:10.1101/sqb.2008.73.018. PMID 19022746. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kang KS, Kim SW, Oh YH, et al. (2005). "A 37-year-old spinal cord-injured female patient, transplanted of multipotent stem cells from human UC blood, with improved sensory perception and mobility, both functionally and morphologically: a case study". Cytotherapy. 7 (4): 368–373. doi:10.1080/14653240500238160. PMID 16162459. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Team co-headed by researchers at Chosun University, Seoul National University, and the Seoul Cord Blood Bank Archived 1 May 2007 at the Wayback Machine. (SCB) Umbilical cord cells 'allow paralysed woman to walk' By Roger Highfield, Science Editor. Last Updated: 1:28AM GMT 30 November 2004
  17. Cummings BJ, Uchida N, Tamaki SJ, et al. (September 2005). "Human neural stem cells differentiate and promote locomotor recovery in spinal cord-injured mice". Proc. Natl. Acad. Sci. U.S.A. 102 (39): 14069–14074. Bibcode:2005PNAS..10214069C. doi:10.1073/pnas.0507063102. PMC 1216836. PMID 16172374. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Abdallah, Ahmed N.; Shamaa, Ashraf A.; El-Tookhy, Omar S. (August 2019). "Evaluation of treatment of experimentally induced canine model of multiple sclerosis using laser activated non-expanded adipose derived stem cells". Research in Veterinary Science. 125: 71–81. doi:10.1016/j.rvsc.2019.05.016. ISSN 1532-2661. PMID 31152923. S2CID 173188033. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ptaszek LM, Mansour M, Ruskin JN, Chien KR (2012). "Towards regenerative therapy for cardiac disease". The Lancet. 379 (9819): 933–942. doi:10.1016/s0140-6736(12)60075-0. PMID 22405796. S2CID 37798329. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Strauer, Bodo; Steinhoff G (September 2011). "10 years of intracoronary and intramyocardial bone marrow stem cell therapy of the heart: from the methodological origin to clinical practice". J Am Coll Cardiol. 58 (11): 1095–1104. doi:10.1016/j.jacc.2011.06.016. PMID 21884944. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Francis, DP; Mielewczik, M; Zargaran, D; Cole, GD (26 June 2013). "Autologous bone marrow-derived stem cell therapy in heart disease: Discrepancies and contradictions". International Journal of Cardiology. 168 (4): 3381–3403. doi:10.1016/j.ijcard.2013.04.152. PMID 23830344. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جولای ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  22. Schannwell CM, Kostering M, Zeus T, Brehm M, Erdmann G, Fleissner T, Yosef M, Kogler G, Wernet P, Strauer BE (2008). "Humane autologe Stammzelltransplantation zur Myokardregeneration bei dilatativer Kardiomyopathie (NYHA Stadium II bis III)" (PDF). Austrian Journal of Cardiology. 15 (1): 23–30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Kuswardhani R. A.; Soejitno A. (2011). "Bone marrow-derived stem cells as an adjunctive treatment for acute myocardial infarction: a systematic review and meta-analysis". Acta Medica Indonesiana. 43 (3): 168–177. PMID 21979282. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Malliaras K.; Kreke M.; Marban E. (2011). "The stuttering progress of cell therapy for heart disease". Clinical Pharmacology and Therapeutics. 90 (4): 532–541. doi:10.1038/clpt.2011.175. PMID 21900888. S2CID 28298536. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Paul A.; Srivastava S.; Chen G.; Shum-Tim D.; Prakash S. (2011). "Functional Assessment of Adipose Stem Cells for Xenotransplantation Using Myocardial Infarction Immunocompetent Models: Comparison with Bone Marrow Stem Cells". Cell Biochemistry and Biophysics. 67 (2): 263–273. doi:10.1007/s12013-011-9323-0. PMID 22205499. S2CID 15826985. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Cell Basics: What are the potential uses of human stem cells and the obstacles that must be overcome before these potential uses will be realized? Archived 24 February 2017 at the Wayback Machine.. In Stem Cell Information World Wide Web site. Bethesda, MD: National Institutes of Health, U.S. Department of Health and Human Services, 2009. cited Sunday, 26 April 2009
  27. (په 2013-07-04 باندې). A minefield of contradictions. Suddeutsche Zeitung
  28. Francis, Darrel P (Oct 2013). "Autologous bone marrow-derived stem cell therapy in heart disease: Discrepancies and contradictions". Int J Cardiol. 168 (4): 3381–3403. doi:10.1016/j.ijcard.2013.04.152. PMID 23830344. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Gyöngyösi, Mariann; Wojakowski, Wojciech; Lemarchand, Patricia; Lunde, Ketil; Tendera, Michal; Bartunek, Jozef; Marban, Eduardo; Assmus, Birgit; Henry, Timothy D.; Traverse, Jay H.; Moyé, Lemuel A.; Sürder, Daniel; Corti, Roberto; Huikuri, Heikki; Miettinen, Johanna; Wöhrle, Jochen; Obradovic, Slobodan; Roncalli, Jérome; Malliaras, Konstantinos; Pokushalov, Evgeny; Romanov, Alexander; Kastrup, Jens; Bergmann, Martin W.; Atsma, Douwe E.; Diederichsen, Axel; Edes, Istvan; Benedek, Imre; Benedek, Theodora; Pejkov, Hristo; Nyolczas, Noemi; Pavo, Noemi; Bergler-Klein, Jutta; Pavo, Imre J.; Sylven, Christer; Berti, Sergio; Navarese, Eliano P.; Maurer, Gerald (10 April 2015). "Meta-Analysis of Cell-based CaRdiac stUdiEs (ACCRUE) in Patients With Acute Myocardial Infarction Based on Individual Patient DataNovelty and Significance". Circulation Research (په انګلیسي ژبه کي). 116 (8): 1346–1360. doi:10.1161/CIRCRESAHA.116.304346. ISSN 0009-7330. PMC 4509791. PMID 25700037. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Nowbar, Alexandra N.; Mielewczik, Michael; Karavassilis, Maria; Dehbi, Hakim-Moulay; Shun-Shin, Matthew J.; Jones, Siana; Howard, James P.; Cole, Graham D.; Francis, Darrel P. (28 April 2014). "Discrepancies in autologous bone marrow stem cell trials and enhancement of ejection fraction (DAMASCENE): weighted regression and meta-analysis". BMJ (په انګلیسي ژبه کي). 348: g2688. doi:10.1136/bmj.g2688. ISSN 1756-1833. PMC 4002982. PMID 24778175. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Traverse, Jay H.; Henry, Timothy D.; Pepine, Carl J.; Willerson, James T.; Chugh, Atul; Yang, Phillip C.; Zhao, David X.M.; Ellis, Stephen G.; Forder, John R.; Perin, Emerson C.; Penn, Marc S.; Hatzopoulos, Antonis K.; Chambers, Jeffrey C.; Baran, Kenneth W.; Raveendran, Ganesh; Gee, Adrian P.; Taylor, Doris A.; Moyé, Lem; Ebert, Ray F.; Simari, Robert D. (2 February 2018). "TIME Trial: Effect of Timing of Stem Cell Delivery Following ST-Elevation Myocardial Infarction on the Recovery of Global and Regional Left Ventricular FunctionNovelty and Significance". Circulation Research. 122 (3): 479–488. doi:10.1161/CIRCRESAHA.117.311466. PMC 5805626. PMID 29208679. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Wollert, Kai C; Meyer, Gerd P; Müller-Ehmsen, Jochen; Tschöpe, Carsten; Bonarjee, Vernon; Larsen, Alf Inge; May, Andreas E; Empen, Klaus; Chorianopoulos, Emmanuel; Tebbe, Ulrich; Waltenberger, Johannes; Mahrholdt, Heiko; Ritter, Benedikta; Pirr, Jens; Fischer, Dieter; Korf-Klingebiel, Mortimer; Arseniev, Lubomir; Heuft, Hans-Gert; Brinchmann, Jan E; Messinger, Diethelm; Hertenstein, Bernd; Ganser, Arnold; Katus, Hugo A; Felix, Stephan B; Gawaz, Meinrad P; Dickstein, Kenneth; Schultheiss, Heinz-Peter; Ladage, Dennis; Greulich, Simon; Bauersachs, Johann (14 October 2017). "Intracoronary autologous bone marrow cell transfer after myocardial infarction: the BOOST-2 randomised placebo-controlled clinical trial". European Heart Journal. 38 (39): 2936–2943. doi:10.1093/eurheartj/ehx188. PMID 28431003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Bartunek, Jozef; Wojakowski, Wojtek (14 October 2017). "Intracoronary autologous bone marrow cell transfer after acute myocardial infarction: abort and refocus". European Heart Journal. 38 (39): 2944–2947. doi:10.1093/eurheartj/ehx300. PMID 28637251. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Gyöngyösi, Mariann; Lukovic, Dominika; Zlabinger, Katrin; Mandic, Ljubica; Winkler, Johannes; Gugerell, Alfred (1 January 2017). "Cardiac Stem Cell-based Regenerative Therapy for the Ischemic Injured Heart – a Short Update 2017". Journal of Cardiovascular Emergencies (په انګلیسي ژبه کي). 3 (2): 81–83. doi:10.1515/jce-2017-0009. ISSN 2457-5518. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. D'Souza A, Lee S, Zhu X, Pasquini M (September 2017). "Current Use and Trends in Hematopoietic Cell Transplantation in the United States". Biology of Blood and Marrow Transplantation. 23 (9): 1417–1421. doi:10.1016/j.bbmt.2017.05.035. PMC 5565685. PMID 28606646. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Enserink, M (14 July 2006). "Biomedicine. Selling the stem cell dream". Science. 313 (5784): 160–163. doi:10.1126/science.313.5784.160. PMID 16840673. S2CID 56728772. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) کينډۍ:Open access
  37. Sipp, D (2017). "The malignant niche: safe spaces for toxic stem cell marketing". NPJ Regenerative Medicine. 2: 33. doi:10.1038/s41536-017-0036-x. PMC 5736713. PMID 29302366. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په August 21, 2015 باندې). South Africa's struggle to control sham stem cell treatments. The Conversation.
  39. Turner, Leigh; Knoepfler, Paul (August 2016). "Selling Stem Cells in the USA: Assessing the Direct-to-Consumer Industry". Cell Stem Cell. 19 (2): 154–157. doi:10.1016/j.stem.2016.06.007. ISSN 1934-5909. PMID 27374789. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په November 14, 2018 باندې). FDA presses its campaign against rogue regenerative med players, cites StemGenex for illegal sales. Endpoints News.