د بشري حقونو څار

د بشري حقونو د څار ادارې (ایچ آر ‌ډبلیو) مرکزي دفتر په نیویارک ښار کې دی او یوه نړیواله نادولتي اداره ده، دا  اداره د بشري حقونو په تړاو څېړنې کوي او د بشري حقوقو ملاتړې اداره ده. دا هغه ګروپ دی چې حکومتونه، تګلارې جوړوونکي، شرکتونه او د بشري حقونو انفرادي سرغړوونکي تر فشار لاندې راولي، څو ناوړه ګټه اخیستونکي تورن کړي او بشري حقونو ته درناوی ولري. د بشري حقوقو د څار اداره تر ډېره د ماشومانو، کډوالو، مهاجرینو او سیاسي بندیانو استازیتوب کوي.[۱]

په ۱۹۹۷ز کال کې د بشري حقونو د څار سازمان د سولې د نوبل په جایزه کې د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي د نړیوال کمپاین د بنسټګر غړي په توګه شریکه کړه او د کال د کلستر ماینونو د بندیز په تړون کې یې په ۲۰۰۸ز کال کې مهمه ونډه واخیسته.[۲]

په ۲۰۱۱ ز کال کې د دغه سازمان کلني لګښتونه ۵۰٫۶ میلیونه ډالر، په ۲۰۱۴ز کال کې ۶۹٫۲ میلیونه ډالر او په ۲۰۱۷ز کال کې ۷۵٫۵ میلیونه ډالر وو. [۳][۴][۵]

تاریخ سمول

په ۱۹۷۸ز کال کې د بشري حقونو د څار اداره، د هیلسینکي واچ په نامه د خصوصي امریکایي نادولتي موسسو په توګه د رابرټ ایل برنسټین جیري لیبر او آریه نییر پرمټ جوړه شوې وه، څو د هلسینکي تړونونو پرمټ د هغه وخت د شوروي اتحاد د پيروۍ څارنه وکړي. هیلسنکي واچ په عام ډول د رسنیو له پوښښ او له تګلارې جوړونکو سره مستقیمه تبادله کوله او له دې لارې یې د ناوړه حکومتونو د «نوم ورکولو او شرمولو» له طریقې کار واخیست. هلسنکي واچ د شوروي اتحاد او د هغه د اروپایي شریکانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونې په تړاو د نړیوال څراغ په روښانولو سره وايي، چې دې کار د سیمې له ډیموکراتیکو بدلونونو سره د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستیو کې مرسته وکړه.[۶][۷][۸]

په ۱۹۸۱ز کال کې د امریکا څار په داسې حال کې رامنځته شو، چې مرکزي امریکا د خونړۍ کورنۍ جګړې له خوا ځپل کېده. د امریکا څار د ډېرو حقیقتونو د موندنو پر بنسټ نه یوازې دا چې د حکومتي ځواکونو له خوا یې د پام وړ سرغړونو ته ځواب ورکړ، بلکې د سرغړوونکو ډلو د جنګي جرمونو د څېړلو او افشا کولو په موخه یې نړیوال بشردوستانه قانون هم پلی کړ. په اغېزمن شوو هېوادونو کې یې خپلې اندېښنې څرګندې کړې، پر دې سربېره یې د ناوړه رژیمونو په پوځي او سیاسي ملاتړ کې د بهرنیو حکومتونو په تېره بیا د امریکا ونډه هم وارزوله.

د اسیا څار په (۱۹۸۵ز کال)، د افریقا څار (۱۹۸۸ز کال) او د منځني ختیځ څار په ۱۹۸۹ز کال کې تاسیس شول، دا څارډلې د «څارونکې کمېټې» په شمېر کې ورزیاتې شوې. دا ټولې ډلې په ۱۹۸۸ز کال کې په دې موخه سره تر یوه چتر لاندې یوځای شوې، چې د بشري حقونو د څار اداره رامنځته کړي.[۹][۱۰]

پروفایل سمول

د بشري حقونو د څار اداره (ایچ ار ډبلیو) د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې (یو ډي ایچ ار) پر اساس له هغه څه نه د سرغړونې مخالفت کوي چې د یو ډي ایچ ار په وینا ورته اساسي بشري حقونه ویل کېږي. په دې کې د جنسي لېوالتیا پر بنسټ تبعیض او د اعدام سزاوې نغښتې دي. ایچ ار ډبلیو د اساسي بشري حقونو د اړوندو ازادیو لکه د مذهب او د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړ کوي. ایچ ار ډبلیو په عام ډول د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي په موخه پر حکومتونو او د هغوی پر تګلارې جوړوونکو د فشار راوړلو هڅه کوي، ترڅو پر هغو حکومتونو له خپل نفوذه کار واخلي چې بشري حقونه ماتوي او له دې لارې ډېرو پیاوړو حکومتونو ته قناعت ورکوي.[۱۱][۱۲]

د بشري حقونو څار د بشري حقونو له نړیوالو نورمونو نه د سرغړونې په اړه څېړنیز راپورونه خپروي، هر هغه څه د بشري حقونو نورمونه ګڼل کېږي، چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې له مخې تنظیم شوي او په نړیواله کچه منل شوي دي. ناوړې ګټې اخیستنې ته د نړیوالو د پام راړولو او د اصلاحاتو په موخه په حکومتونو او نړیوالو سازمانونو د فشار راوړلو لپاره دا راپورونه بنسټ بلل کېږي. څېړونکي له دې ډیپلوماسۍ کار اخلي، د شکمنو حالاتو پلټنه کوي او په دې توګه د حقیقت موندنې دنده ترسره کوي، د خلکو او اشخاصو په اړه فایلونه جوړوي، له قربیانو سره اړیکه نیسې، دوی ته په نازکو حالاتو کې اړین امنیت برابروي او په مناسب وخت کې په سیمه ‌يیزو او نړیوالو رسنیو کې د دوی حالاتو ته پوښښ ورکوي. ټولنیز او جنسیتي تبعیض، شکنجې، له ماشومانو نه پوځي ګټه اخیستنه، سیاسي فساد، په جنایي عدلي سیسټمونو کې ناوړه ګټه اخیستنه او د سقط قانوني کول هغه موضوعات دي، چې د بشري حقونو د څار سازمان یې په خپلو راپورونو کې رانغاړي. ایچ ار ډبلیو په دې وروستیو کې په یمن کې د جګړې له قوانینو او نړیوالو بشردوستانه قوانینو نه بېلابېلې سرغړونې مستندې کړې دي او په اړه یې راپور ورکړی دی. [۱۳]

همداراز د بشري حقونو د څار اداره په ټوله نړۍ کې د هغو لیکوالو ملاتړ کوي، چې د خپل کار له امله ځورول کېږي او مالي مرستو ته اړتیا لري. د هیلمن / هیمټ مرستې هغه دي، چې د ډرامه لیکونکي لیلیان هیلمن د املاکو له خوا د هغې په نوم له رامنځته شوو فنډونو نه برابرېږي او د هغې د ډېرې مودې ملګري او ناول لیکونکي ډیشیل هیمټ په وسیله یې مالي ملاتړ کېږي. دا چې د هیلمن/هیمټ مرستې له یوې خوا مالي دي، پر دې سربېره دا مرسته هم کوي، چې د هغو فعالینو په اړه نړیوال پوهاوی لوړ کړي، چې د بشري حقونو په دفاع کې چوپه خوله پاتې شوي دي.[۱۴]

د بشري حقونو د څار اداره هر کال په ټوله نړۍ کې زړورو او د رهبرۍ مهارت لرونکو فعالانو ته د بشري حقونو د مدافعانو جایزه ورکوي. د جایزې ګټونکي هغه څوک وي، چې د بشري حقونو د سرغړونو په څېړنه او افشا کولو کې له ایچ ار ډبلیو سره نږدې کار کوي.[۱۵][۱۶]

له شپږو نړیوالو نادولتي موسسو نه یوه یې د بشري حقونو د څار موسسه وه چې په ۱۹۹۸ز کال کې یې د سرتېرو په توګه د ماشومانو د کارونې د مخنیوي په موخه ائتلاف رامنځته کړ. دا د ځمکنیو ماینونو د مخنیوي په برخه کې د نړیوال کمپاین ګډه څوکۍ هم ده او د مدني ټولنې د ډلو نړیوال ائتلاف دی، چې په بریالیتوب سره یې د اوټاوا د تړون د معرفي کولو لپاره لابي وکړه. د اوټاوا تړون هغه تړون دی چې خلک د پرسونل ضد د ځمکنیو ماینونو له کارولو ایساروي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

مالي ملاتړ او خدمتونه سمول

ایچ ار ډبلیو د ۲۰۰۸ز کال د جون په پای کې د مالي کار لپاره په عامه ډالۍ کې نږدې ۴۴ میلیونه امریکایي ډالر ترلاسه  کړي. د بشري حقونو د څار سازمان په ۲۰۰۹ز کال کې ویلي چې کابو ۷۵٪ مالي مرستې له شمالي امریکا ، ۲۵٪  له لوېدیځې اروپا او له ۱٪ نه کمې مرستې له نورې نړۍ نه ترلاسه کوي.[۲۱][۲۲]

ایچ ار ډبلیو د ۲۰۰۸ز کال د مالي ارزونې له مخې راپور ورکوي چې د دولتونو هېڅ مستقیم یا نامستقیم مالي ملاتړ نه مني او د خصوصي اشخاصو او بنسټونو له لارې تمویلېږي.[۲۳]

په ۲۰۱۰ز کال کې د پرانیستې ټولنې د بنسټونو تمویلوونکي او بشر دوست جورج سوروس اعلان وکړ چې هوډ لري په لسو کلونو کې به ایچ ار ډبلیو ته ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته ورکوي، چې د نړۍ په کچه خپلې مرستې نورې هم ډېرې کړي « د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره» نوموړي وویل « زما په اند باید سازمان ته د کم امریکايي او ډېر د نړیوال سازمان په نظر وګورو. نوموړي خپلو خبرو ته دوام ورکړ، د بشري حقونو څار یو اغېزناک سازمان دی، چې زه یې ملاتړی یم. بشري حقونه زموږ لوی ارمانونه تعقیبوي، چې د پرانیستې ټولنې په زړه کې دي». دا مرسته د ۱۲۰ کسانو له خوا د ۳۰۰ عملیاتي کارکوونکو د بشري حقونو د څار سازمان ډېروي. د سازمان په تاریخ کې دا مرسته تر ټولو لویه مرسته وه.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

خيريه نيويګيټر په ټوله کې د بشري حقونو څار ته د ۲۰۱۸ز کال د دروو ستورو درجه ورکړه. د ۲۰۱۵ز کال له دریوو ستورو نه یې د ۲۰۱۶ز کال تر جون پورې مالي درجه تر ټولو لوړو څلورو درجو ته پورته شوه. د غوره سوداګرۍ ادارې وویل چې د خیریه حساب ورکولو په موخه د بشري حقونو څار خپلو معیارونو ته رسېږي.[۲۸][۲۹]

خپرونې سمول

د بشري حقونو د څار اداره د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو راپورونه خپروي او یو کلن نړیوال راپور لیکي. په دې راپور کې  د نړۍ په کچه د بشري حقونو وضعیت ته یوه کتنه کېږي. دا راپور له ۲۰۰۶ز کال راهیسې د اووو کیسو د مطبعې له خوا خپرېږي. اوسنی ټوک، چې د ۲۰۲۰ز کال د نړۍ راپور دی، د ۲۰۲۰ ز کال په جنورۍ کې خپور شو او د ۲۰۱۹ز کال پېښې وړاندې کوي.  د ۲۰۲۰ز کال د نړۍ په راپور کې، په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د کړنو په اړه د ایچ ار ډبلیو ۳۰مه کلنۍ بیاکتنه، کابو په ۱۰۰ هېوادونو کې د بشري حقونو چلندونه او لېوالتیاوې او د ایچ ار ډبلیو د اجرایوي رییس کینیت روت یوه تعارفي مقاله «بشري حقونو ته د چین نړیوال ګواښ» راغلې دي. د بشري حقونو د څار ډلې د ۱۹۹۴ز کال د روانډا د نسل وژنې، د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت او د پراخوالي او ځوانانو ته د غوښتنلیک له امله د متحده ایالاتو د جنسي تیریو د ثبتونو په څېر موضوعاتو په اړه پراخ راپور وکړی دی. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې سمول

  1. "Frequently Asked Questions". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في January 4, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "History". www.hrw.org. April 21, 2015. مؤرشف من الأصل في May 8, 2017. د لاسرسي‌نېټه May 8, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Financial Statements, Year Ended June 30, 2011" (PDF). Human Rights Watch. مؤرشف (PDF) من الأصل في June 17, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 26, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Financial Statements, Year Ended June 30, 2014" (PDF). Human Rights Watch. مؤرشف (PDF) من الأصل في August 17, 2016. د لاسرسي‌نېټه August 3, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Annual Report 2017" (PDF). Human Rights Watch. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 2, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په October 19, 2009 باندې). Rights Watchdog, Lost in the Mideast.
  7. "A Talk by Aryeh Neier, Co-Founder of Human Rights Watch, President of the Open Society Foundations". Harvard University. April 16, 2012. مؤرشف من الأصل في May 26, 2018. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Our History". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في January 18, 2012. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Our History". Human Rights Watch (HRW.org). مؤرشف من الأصل في February 6, 2014. د لاسرسي‌نېټه February 28, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Chauhan, Yamini "Human Rights Watch". Encyclopædia Britannica.  
  11. Historical Dictionary of Human Rights and Humanitarian Organizations; Edited by Thomas E. Doyle, Robert F. Gorman, Edward S. Mihalkanin; Rowman & Littlefield, 2016; Pg. 137-138
  12. "Frequently Asked Questions". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في January 4, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Roth, Kenneth (October 2021). "World Report 2021:Yemen". HRW. مؤرشف من الأصل في January 13, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 27, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hellman-Hammett Grants Archived October 4, 2000, at the Wayback Machine., Human Rights Watch
  15. "Five Activists Win Human Rights Watch Awards". Human Rights Watch. September 15, 2008. مؤرشف من الأصل في March 10, 2013. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Human Rights Watch". SocialSciences.in. د اصلي آرشيف څخه پر September 15, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Frequently Asked Questions". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في January 4, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 21, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Who We Are". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في July 24, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . Israel bans Human Right Watch worker, accuses group of peddling.... U.S..
  20. "National Security in a Turbulent World - Yale Law School". law.yale.edu. مؤرشف من الأصل في December 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Human Rights Watch Visit to Saudi Arabia". Human Rights Watch. July 17, 2009. مؤرشف من الأصل في July 22, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Financial Statements. Year Ended June 30, 2008" (PDF). Human Rights Watch. مؤرشف (PDF) من الأصل في July 14, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Financials". Human Rights Watch. September 22, 2008. مؤرشف من الأصل في February 16, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "George Soros to Give $100 Million to Human Rights Watch". Human Rights Watch. September 7, 2010. مؤرشف من الأصل في July 15, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Colum Lynch (په September 12, 2010 باندې). With $100 million Soros gift, Human Rights Watch looks to expand global reach.
  26. "Financial Statements, Year Ended June 30, 2011 (See page 16 for the Open Society Foundation's contribution)" (PDF). مؤرشف (PDF) من الأصل في March 5, 2016. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Pilkington, Ed (September 7, 2010). "George Soros gives $100 million to Human Rights Watch". The Guardian. مؤرشف من الأصل في June 16, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 18, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "BBB Wise Giving Alliance Seal Confirmation Page". January 27, 2017. د اصلي آرشيف څخه پر January 27, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 9, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Charity Navigator - Rating for Human Rights Watch". Charity Navigator (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في May 10, 2019. د لاسرسي‌نېټه May 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Publications". Human Rights Watch. مؤرشف من الأصل في July 29, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Previous World Reports. Human Rights Watch. January 12, 2009. مؤرشف من الأصل في July 30, 2009. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. World Report 2020: Human Rights Trends Around the Globe. Human Rights Watch. Human Rights Watch. November 25, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. World Report 2020. November 25, 2019. مؤرشف من الأصل في January 21, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Rwandan genocide report Archived October 31, 2010, at the Wayback Machine.,Human Rights Watch
  35. Congo report Archived September 9, 2010, at the Wayback Machine., Human Rights Watch
  36. "No Easy Answers: Sex Offender Laws in the US". Human Rights Watch. September 12, 2007. مؤرشف من الأصل في April 11, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Raised on the Registry: The Irreparable Harm of Placing Children on Sex Offender Registries in the US". Human Rights Watch. May 1, 2013. مؤرشف من الأصل في July 29, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 8, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)