د بالفور اعلامیه

د بالفور اعلامیه یوه عمومي اعلامیه وه چې په ۱۹۱۷ م کال کې د لومړۍ نړیوالي جګړې په جریان کې د برتانیا د حکومت لخوا خپاره شوه او په فلسطین کې د ( یهودانو لپاره د ملي کور) د جوړېدو او بیا د یوې عثماني سیمي چې لږ یهودي  اقلیت یې درلود لپاره ملاتړ وښود. دا اعلامیه په یو لیک کې د ۱۹۱۷ م کال د نومبر په دوهمه نېټه د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر ( ارتر بالفور )  لخوا د برتانیا د یهودانو ټولنې یو مشر ( لرد روتسچیلد ) ته ولېـږل شوه چې د ستري برتانیا او ایرلینډ د صهیونیسټ فدراسیون ته یې ولېـږدوي. د دې اعلامیې متن د ۱۹۱۷ م کال د نومبر په نهمه نېټه په مطبوعاتو کې خپور شو. 

د ۱۹۱۴ م کال د نومبر په میاشت کې پر عثماني امپراتورۍ د جګړې له اعلان وروسته، د برتانیا د جګړې کابینه په چټکۍ سره د فلسطین د راتلونکي په اړه په فکر کې شوه، همداراز د دوو میاشتو په موده کې د صهیونیسټ کابینې یو غړي ( هربراټ سمیل ) کابینې ته یو یاداشت ولېـږله او غوښتنه یې وکړه چې په پراخه جګړه کې د یهودانو د ملاتړ د راخپلولو لپاره د صهیونستانو د غوښتنو ملاتړ دې وشي. د ۱۹۱۵ م کال د اپریل په میاشت کې د برتانیا د لومړۍ وزیر ( ایچ. ایچ اسکویت ) لخوا یوه کمیټه جوړه شوه تر څو د فلسطین په شمول د عثماني امپراتورۍ په اړه خپله تګلاره وټاکئ. اسکویت، څوک چې په عثماني امپراتورۍ کې ترجګړې وروسته د اصلاحاتو پلوی و ، د ۱۹۱۶ م کال د ډسمبر په میاشت کې استعفا ورکړه، د هغه ځای ناستي ( ډیویډ لویډ جورج ) د امپراتورۍ د ویشل کېدو پلوی و. د برتانیا او صهیونستانو تر منځ لومړي مذاکرات د ۱۹۱۷  م کال د فبرورۍ په اوومه نېټه په یو کنفرانس کې وشول چې ښاغلي مارک سیکیث او د صهیونستانو مشرتابه هم پکې شامل و. ورپسې بحثونه د بالفور د غوښتنې لامل شول او د جون په ۱۹ نېټه ، روتسچیلد او چیم وایزمن د یوې عمومي اعلامیه متن تایید کړ. نور متنونو د برتانیا د کابینې لخوا د سمپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې د صهیونستانو او د صهیونستانو خلاف یهودانو څخه د نظریې په اخېستو سره وڅېړل شول خو د فلسطین د محلي نفوس څخه یې کوم استازی نه درلود.  

د ۱۹۱۷ م کال په ورستیو کې ، د بالفور تر اعلامیې پورې دا پراخه جګړه دريدلي وه ، او د برتانیا دوه متحدین پکې په پوره توګه ښکيل نه و. متحده ایالاتو ته تر اوسه کوم تلفات نه و رسیدلي، بل لور ته بیا روسیه د بلشویکانو سره د انقلاب په منځ کې وه چې د حکومت واک یې اخیسته. د ۱۹۱۷ م کال د اکټوبر په ۳۱ نېټه د بیرشهیبه د جګړې په واسطه په سویلي فلسطین کې اوربند مات شو . د  وروستۍ اعلامیې د خپرولو اجازه د اکټوبر میاشتې په ۳۱ نېټه ورکړل شوه، د کابینې پخواني بحث د متحدینو د جګړې د هڅو لپاره د نړۍ په کچه د یهوداي ټولنې ترمنځ د پروپاګند ګټي درک کړي وي.

د دې اعلامیې د سر په خبرو کې د یو لوی سیاسي قدرت لخوا د صهیونستانو لپاره د ملاتړ څرګندونه وشوه. د ( ملي کور ) اصطلاح په نړیوال قانون کې کوم ځای نه درلود او عموما ګونګه وه چې ایا د یهودي حکومت په اړه فکر شوی و. د فلسطین د پام وړ پولې مشخصي نه شوي، چې وروسته بیا د برتانیا حکومت دا تایید کړه چې په ( فلسطین کې ) اصطلاح دا معنا درلوده چې د یهودایانو ملي کور موخه دا نه وه چې ټول فلسطین دې تر پوښښ لاندې راولي. د اعلامیې دوهمه برخه بیا د دې سیاست د مخالفینو د قناعت د راجذبولو لپاره وه ، چا چې ادعا کړي وه چې دا کار به د فلسطین د محلي خلکو موقف کمزوری کړي چې په نړیواله توګه به د یهودانو پر خلاف مبارزې ته وده ورکړي او یهودیان به پخپله پلارنۍ خاوره پردی معرفی کړي.

په دې اعلاميه کې د فلسطین د عربو د مدني او مذهبي حقوقو په ساتنه ټینګار وشو. چا چې د محلي نفوس زیاته برخه جوړه کړي وه. او همدارنګه د فلسطین څخه بهر د یهودانو د ټولنو په سیاسي حالت او حقونو یې ټینګار کاوه. د برتانیا حکومت په ۱۹۳۹ م کال کې دا ومنله چې د سیمه ييزو وګړو نظریې باید په پام کې ونیول شي، او په ۲۰۱۷ م کال په دې پوه شول چې دا اعلامیه باید د فلسطیني عربو د حقوقو د ساتلو لپاره خپاره شوي وه.

دې اعلامیې اوږدمهاله پیغامونه له ځان سره لرل. دې کار په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې په یهودي ټولنو کې له صهیونیزم څخه د خلکو ملاتړ زیات کړ ،او د فلسطیناینو لپاره  د برتانیا دغه فرمان یو امر وګرځیده. د فلسطین د جوړیدو اجباري سند چې وروسته بیا د اسرییل او فلسطین سیمي شوي ، د فلسطین او اسرییلو تر منځ د جګړې د یو اصلي لامل په توګه ګڼل کېـږي. او زیاتره وخت د نړۍ تر ټولو ستونزمنې جګړې په توګه بیانيـږي. جنجالونه په ځينو سیمو کې لا هم پاتې و لکه  ایا دا اعلامیه د برتانیا لخوا په لومړیو کې د مکهون ــ حسین په لیک چې کومې وعدې د مکې له شریف ( حسین بن علی ) سره شوي وي مخالفه ده او کنه .

تاریخچه سمول

په لومړیو کې د بريټانیا ملاتـړ سمول

د فلسطین په سیمو کې د یهودیانو د حضور د زیاتېدو لپاره د برتانیا لومړني سیاسي ملاتړ د جغرافیایي سیاست د محاسبې پر بنسټ و. دغه ملاتړ په ۱۸۴۰ م لسیزه کې پیل شو، او د عثماني بیلتون غوښتونکي والي ( د مصر محمد علي ) لخوا د فلسطین او سوریې د نیولو کېدو وروسته یې رهبرۍ لورډ پالمیرسټون کوله. د فرانسې نفوذ په فلسطین او منځني ختیځ کې هم وده وکړه ، او د کاتولیک ټولنو د ساتونکي په توګه رول یې مخ په وده پیل وکړ لکه څنګه چې د روسیې نفوذ په همدې سیمو کې د ختیځ ارټودوکس د ساتونکي په توګه زیات شو. چې دې کار برتانیا ته د نفوذ ساحه پرېنښوده، نو له دې امله اړتیا وه چې خپله د ( محافظات ) سیمه پیدا یا جوړه کړي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

دغه سیاسي فعالیت چې د مسیحي او انجیلي خواخوږۍ له مخې فلسطیني ځمکو ته ( یهودیانو راګرځېدل و ) د ځينو برتانیاوي اشرافو له خوا یې ملاتړ کېـده په ځانګړي توګه د لارډ شافټسبري لخوا . د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت په فعاله توګه  فلسطین ته د یهودانو د تګ ملاتړ کوو. د بېلګي په توګه چارلس هینري چارچيل په ۱۸۴۱ ـــ ۱۸۴۲ کلونه کې د برتانیا د یهودانو د ټولنې مشر ( موسیس مونتوفیرو ) ته ویناوي لېـږلي او نصیحتونه لېـږلي و.

دغه هڅې په بيـړه کې وي نو له همدې امله بریالي نشوي، د نولسمي پيړۍ په وروستیو دوو لسیزو کې د صهیونیزم د راڅرګندیدو په وخت کې په فلسطین کې یوازې ۲۴۰۰۰ یهودانو ژوند کاوه. د لومړۍ نړیوالي جګړې له امله چې په سیاسي جغرافیه کې بدلونونه رامنځ ته شوي و، هغه پخواني اټکلونه چې یو وخت له پامه غورځېدلي و، په منځني ختیځ او لېري ختیځ کې یو ځل بیا وڅېړل شول او د سیاسي ستراتيژۍ او لابي کولو وړ وګرځېدل.[۱][۷]

لومړني صهیونیزم سمول

صهیونیزم د نوولسمې پيړۍ په پای کې د یهودیت ضد او په اروپا کې د ملتپالني غوښتونکي خوځښتونو په غبرګون کې راښکاره شو . رومانتیک ملتپالنه په مرکزي او ختیځه اروپا کې د هاسکالا خوځښت يا ( د یهودانو روښانتیا ) ته لاره هواره کړي وه، او په يهودي ټولنه کې یې د هغو کسانو چا چې یهودیت د خپل دین په توګه منلي و او چا چې بیا د خپل ملت او قومیت په توګه پيژنده ویش رامنځته کړ. د روسیې په امپراتورۍ کې د ۱۸۸۱ څخه تر ۱۸۸۴ م کلونو پورې د يهودیت ضد ځپل د وروستني هویت د ودې لامل شو. او په نتیجه کې یې د ( هووي صهیون )  مخکښ سازمونونه رامنځته شول. د لیون پنسکیر کتاب خپريدل او فلسطین ته د یهودیانو د مهاجرت لومړۍ څپه د ( لومړنۍ عالیه ) په نوم یاده شوه.[۸][۹][۱۰][۸][۱۱]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Friedman 1973، ص. xxxii.
  2. Schölch 1992، ص. 41.
  3. Liebreich 2004، صص. 8–9.
  4. Stein 1961، صص. 5–9.
  5. Schölch 1992، ص. 44.
  6. Renton 2007، ص. 2.
  7. Cleveland او Bunton 2016، ص. 229.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ LeVine او Mossberg 2014، ص. 211.
  9. Rhett 2015، ص. 106.
  10. Cohen 1989، صص. 31–32.
  11. Cohen 1989، صص. 29–31.