اېتوپیا سترواکي

د اېتوپیا ټولواکي (په ګعز ژبه: (መንግሥተ ኢትዮጵያ، په لاتیني ژبه کې: Mängəstä Ityop'p'ya، چې ادبي ژباړه یې 'د اېتوپیا حکومت')، چې پخوا هم د اباسینیا په نوم پیژندل شوی ؤ (په ساده ډول د اباسینیا چې له عربي الحبشې کلیمې څخه مشتق شوی دی) لکه اېتوپیا (/ˌiːθiˈoʊpiə/؛ په امهاری او ټیګرینیا ژبه کې: ኢትዮጵያ ʾĪtyōṗṗyā ، اورومو کې: Itoophiyaa، په صومالیایي کې:  Itoobiya،په اَفر ژبه کې: Itiyoophiyaa  هغه سترواکي وه چې په تاریخي لحاظ د اوسنۍ اېتوپیا څخه تر اریتریا پورې قلمرو کې غځېدلې وه. په ۱۸۹۶ز کال کې، له نوموړې سترواکۍ سره د اورومیا او اوګاډین په ګډون نورې سیمې هم یو ځای شوې او په ۱۹۵۲ز کال کې له اریتریا سره په یو ځای کېدو د خپلې پراختیا عروج ته ورسېده. دا سترواکي له شاوخوا ۱۲۷۰ز کال څخه د یکونو املاک (Yekuno Amlak) له خوا د سلیماني سلسلې (Solomonic dynasty) په تاسیس سره پیل او تر ۱۹۷۴ز کال پورې یې تر هغه وخته پورې دوام وکړ چې سترواک هایله سلاسل د دِرګ ملېشو له لوري د کودتا په واسطه راوپرځول شو. نوموړې سترواکي د خپل پایښت په زیاته دوره کې د افریقا په ښکر (African Horn) کې د مخالفو طاقتونو له خوا محاصره وه؛ په هر حال، په دې وتوانېده چې د خپل عیسویت د لرغونې بڼې (اورتودوکس تېواهېدو) پر بنسټ یوې ټولواکۍ ته وده ورکړي او ساتنه ترې وکړي. [۱][۲]

نوموړې سترواکي په ۱۲۷۰ ز کال کې د سلیمان نبي علیه السلام سلسلې ته د یو منسوب سلطنت د پاچا یوکونو املاک لخوا، چې ادعا یې کړې وه چې په شجره کې وروستي اکسومي پاچا او په پای کې د په انجیل کې ذکر شوي لومړي منیلیک او د سباء ملکې (لومړی منیلیک د روایاتو پر بنا د سلیمان علیه السلام او ملکې بلقیس زوی و) ته رسېږي، تاسیس شوې، نوموړې سترواکي د زاګوې سلسلې د اګاو خلکو د پاچاهۍ ځای ناستې وه. سره له دې چې یاده سترواکي په لومړیو کې یوه وړوکې او له سیاسي لحاظه بې ثباته اداره وه، اما د لومړي امدا سیون (۱۳۴۴-۱۳۱۴ز کلونو) او لومړي یشاق (لومړي یحیی) (۱۴۲۹-۱۴۱۴ز کلونو) تر مشرۍ لاندې یې په صلیبی جنګونو کې د د پام وړ پرمختګونه وکړای شول، او لږې مودې لپاره د افریقا د ښکر تر ټولو واکمن ځواک شو. په هر حال، د دویم سلطان جمال الدین په واسطه د یحیی واکمني تر ګواښ لاندې وه چې دا ګواښنه په پایله کې د یحیی د وژل کېدو لامل شوه. اېتوپیا د زارا یعقوب (۱۴۶۸-۱۴۳۴ز کال) د واکمنۍ پر مهال، د هادیه سلطنت تر نیواک لاندې راوست او هادیه شهزادګۍ چې اسیره شوې وه، مسیحیت ته په اوښتو سره له زارا یعقوب سره واده وکړ. د شاوخوا سیمو مسلمانانو او د عدل ټولواکۍ د واده دغه برنامه محکومه کړه او په وار وار یې په اېتوپیا باندې حملې وکړې چې په پایله کې د امام محفوظ تر مشرۍ لاندې بریالي شول. د لبنا دانګل سترواک له خوا د امام محفوظ ځپنې او ماتې د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې د عادل امام احمد ګران جهاد ته لاره هواره کړه، چې نوموړي په ۱۵۴۳ز کال کې یواځې هغه وخت ماتې وخوړه چې پر وړاندې یې له پرتګالیانو څخه مرسته وغوښتل شوه. سترواکي چې ډېره کمزورې شوې وه، زیاتره سوېلي سیمې یې د اورومو مهاجرتونو له کبله له لاسه ووتې. [مرجع ته اړتیا لري]  په شمال لوري کې، چېرته چې اوس اریتریا واقع ده، اېتوپیا وتوانېده چې د عثمانيانو د حملو هڅې په شا وتمبوي، که څه هم د هغوی پر وړاندې یې په دې مقابله کې یې سرې بحیرې ته خپل لاسرسي وبایله.[۳][۴][۵][۶][۷]

د یادو ګواښونو د جبرانولو په پار، اېتوپیا د لوېدیځ لور ته په پراختیا پیل وکړ، چې د تانا جهیل، او په بېګمدر کې د بېتا اسراییل ډېره برخه یې فتح کړل. د ۱۶۳۰ز لسیزې په اوږدو کې سترواک فاسیلایډز ګوندار د خپلې نوې پلازمېنې په توګه ونوماوه، چې دا د نوي زرین عصر "ګوندارین دور" پيل و. په یاده دوره کې نسبي سوله راغله، په بریالۍ توګه د اورومو نفوس تر د ټولواکۍ تر اثر لاندې راوستل شو، او کلتور وغوړېد. د سترواک دوهم الیاس په مړینه (۱۷۵۵ز کال) او په ځانګړې توګه د لومړي ایواس په مړینې سره (۱۷۶۹ز کال) دغه واکمني د غیر متمرکز کېدو خوا ته ولاړه چې یاده دوره  "د شهزاده ګانو د دورې" په نامه سره پېژندل کېږي. د شېوا سیمه بالفعل جلا شوه او خپلې بېلې ټولواکۍ ته یې ادامه ورکړه، د سترواک تر اداره لاندې سیمه ییزو جنګسالارانو د ځواک لپاره سیالۍ پیل کړې، حال دا چې د سترواک وضعیت په سختۍ سره له یو ګوډاګي څخه پورته بلل کېده. [مرجع ته اړتیا لري]

سترواک دوهم تېوودروس (له ۱۸۵۵-۱۸۶۸ز کال) دغه ناوړه حالت ته د پای ټکی کېښود، سترواکي یې بیا سره متحده کړه او په اباسینیا (اېتوپیا) باندې د برتانویانو له حملې او له خپلې مړینې څخه مخکې یې دغه سترواکي عصرې دورې ته ورسوله. د هغه ځای ناستی څلورم یوهانِس تر ډېره په جګړو کې ښکېل و او وروسته په ۱۸۸۹ز کال کې د ګالابات په جګړه کې له خپلې مړینې نه مخکې یې د مصریانو او مهدویانو (Mahdists) سره په جګړه کې بریایتوبونه تر لاسه کړل. سترواک دوهم منیلیک، چې اوس د اودېسه بابا په نوی تاسیس شوي ښار کې اوسېده، د خپل سلف د پراختیا پالیسۍ ته یې ادامه ورکړه او د زیات شمېر خلکو او ټولواکیو په تابع کولو سره یې چې د اوسنۍ لوېدیځې، سویلي او ختیځې اېتوپیا له اړوندو سیمو لکه کافا، وېلایتا، اوسا او صومالي هوان خلکو څخه عبارت دي، دغه پالیسي تکمیل کړه.

په دې توګه، هغه په ۱۸۹۸ز کال کې اېتوپیا ته نننۍ جغرافیایي بڼه ورکړه. نوموړی په شمال کې، له مخ په پراختیا اېټالیا سره مخامخ شو. منیلیک په ۱۸۹۶ز کال کې د واردو شویو عصري وسلو په کارولو سره اېټالیا ته د اډوا په جګړه کې په فیصله کوونکې ماتې سره، د اېتوپیا د خپلواکۍ ساتنه وکړه او د اېټالیا یې تر خپلې استعمار شوې اریتریا پورې منحصره کړه. [مرجع ته اړتیا لري]

له هغه وروسته، د موسیلیني اېټالوي سترواکۍ (Italian Empire) اېتوپیا ونیوله او په سویل ختیځ کې یې له ګاونډۍ اریتریا او اېټالوي صومالي لنډ مستعمرې سره په یو ځای کولو سره اېټالوي جنوبي افریقا یې تاسیس کړه. د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته، اېټالویان د برتانوي پوځیانو په مرسته له اېتوپیا څخه وایستل شول. سترواک له جلاوطنۍ څخه راستون شو، او دا هېواد د ملګرو ملتونو د بنسټ اېښودونکو هېوادونو څخه یو وګرځېد، او په ۱۹۶۲ز کال کې یې ارېتریا له ځان سره ضمیمه کړه. په هر ترتیب، د ۱۹۷۳ز کال وولو نومې قحطۍ، کورنۍ ناکرارۍ او په اریتریا کې د خپلواکۍ جګړې په ۱۹۷۴ز کال کې د دغې سترواکۍ راپرځېدو ته لاره هواره کړه.[مرجع ته اړتیا لري]

تر ۱۹۷۴ز کال پورې اېتوپیا له دریو هغو هېوادونو څخه شمېرل کېده چې د ایران او جاپان په څنګ کې یې د خپل دولت د مشر لپاره د سترواک/امپراطور لقب کاراوه. په افریقا کې یې د سترواک لقب په کارولو کې له دوهم تر وروستي ځای درلود، ځکه چې له هغې څخه ورسته د لنډې مودې لپاره د مرکزي افریقا سترواکي رامنځته شوه، چې د لومړي بوکاسا تر مشرۍ لاندې د ۱۹۷۶ او ۱۹۷۹ز کلونو  ترمنځ حاکمه وه.[۸]

تاریخچه سمول

د دعمت او اکسوم ټولواکي سمول

لکه څرنګه چې له موندنو څخه ثبوت شوي دي، په اېتوپیا کې د انسان مېشتېدل له ډېر وخت راهیسې پیل شوي دي. [کومې موندنې؟ ] د کبرا ناګست(حماسي کیسې) په روایت، لومړي منیلیک په لسمه مخزېږده پیړۍ کې د اېتوپیا سترواکي تاسیس کړه. په څلورمه پیړۍ کې، د اکسوم د پاچا ایزانا په مشرۍ، نوموړې ټولواکۍ عیسویت د دولتي مذهب په توګه غوره کړ چې د اورتودوکس تېواهیدو (اېتوپیا ارتودوکس او اریتریا ارتودوکس) په فرقه اي کلیسا کې یې وده وکړه. بنا پر دې، یاده ټولواکي له لومړنیو عیسوي دولتونو څخه یو ګڼل کېږي.  [۹]

د ملکې ګودېت یا یودېت په واسطه د اکسوم له فتخې وروسته، داسې یوه دوره پیل شوه چې ځینې پوهان ورته د تورې دورې نوم ورکوي. د اېتوپیا د عرف او دود له مخې نوموړې مخکې له دې چې واک خپلې اولادې ته وسپاري د اکسومي سترواکۍ په پاتې شونو باندې یې د ۴۰ کالونو لپاره واکمني وکړه. د شووا ټولواکۍ په ۱۶۰۳ زیږېدیز کال کې د خپلې علیا حضرتې بدېت بنت مایا د مړینې کیسه بیان کړی ده.[۱۰]

مخزومي او زګوي کورنۍ سمول

په اېتوپیا کې تر ټولو لومړني اسلامي دولت د مخزومي کورنۍ له سلسلې سره تړاو درلود چې د ملکې بدېت ځای ناستی و، او پلازمېنه یې په واهل، هارارګي سيمه کې وه. یوه بله سلسله د زاګوې ټولواکي وه، چې پلازمېنه یې په ادافا کې وه، د اوسني عصر لالیبېلا ته نږدې د لاستا د غرونو په اوږدو کې راښکاره شوه.  زاګوې د اکسوم ارتودوکس عیسویت ژوندی وساته او په لالیبېلا کې د سېنټ جورج کلیسا په شان یې زیات شمېر په ډبرو کې حکاکي شوې کلیساګانې جوړې کړې. نوموړې سلسله بیا د یو نوي رژیم له خوا چې ځانونه یې پخوانیو اکسومي پاچاهانو ته منسوبول، رانسکوره شوه.  [۱۱][۱۲]

سرچينې سمول

  1. E. A. Wallis Budge (1 August 2014). A History of Ethiopia: Volume I: Nubia and Abyssinia. Routledge. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317649151. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hathaway, Jane (30 August 2018). The Chief Eunuch of the Ottoman Harem: From African Slave to Power-Broker. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 26. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107108295. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Burton, Richard. Ethiopian Borderlands. د کتاب پاڼې 58. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Erlikh, Hagai (2000). The Nile Histories, Cultures, Myths. Lynne Rienner Publishers. د کتاب پاڼې 41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781555876722. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hassen, Mohammed. Oromo of Ethiopia with special emphasis on the Gibe region (PDF). University of London. د کتاب پاڼې 22. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The Cambridge History of Africa, Volume 3. Cambridge University Press. 1975. د کتاب پاڼې 167. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521209816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Adal". Encyclopædia Britannica. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lentz, Harris M. (1994), Heads of States and Governments: A Worldwide Encyclopedia of Over 2,300 Leaders, 1945 through 1992, Jefferson, North Carolina: McFarland & Company, OCLC 30075961, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89950-926-6 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. کينډۍ:Harvp
  10. Oliver, Roland (1975). The Cambridge History of Africa, Volume 3. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 106. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521209816. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Braukhaper, Ulrich (2002). Islamic History and Culture in Southern Ethiopia: Collected Essays. LIT Verlag Münster. د کتاب پاڼې 21. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783825856717. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Harvp