د ایسټر(سپېڅلي اختر) پاڅون

د ایسټر پاڅون (په آیرلنډي: Éirí Amach na Cásca) چې د ایسټر بغاوت په نوم هم یادېږي، د ۱۹۱۶ کال د اپرېل د ایسټر اونۍ په ترڅ کې په آیرلنډ کې وسله واله بغاوت ؤ. دا پاڅون د آیرلنډ جمهوريت ِغوښتونکو له لوری د آیرلنډ خپلواک جمهوریت رامنځته کولو په موخه د برېتانوي واکمنۍ پر خلاف په لاره واچول شو، په داسي حال کې چې برېتانیه په لومړۍ نړیواله جګړه کې بوخته وه. دا په آیرلنډ کې د ۱۷۹۸ کال له بغاوت او د آیرلنډ د انقلابي دورې له لومړۍ وسله والې نښتې راهیسې ترټولو مهم پاڅون ؤ. د ۱۹۱۶ کال له مې څخه د پاڅون شپاړل مشران اعدام شول. د اعدامونو ماهیت او وروستنيو سیاسي پرمختګونو، په نهایت کې د آلنډ خپلواکۍ لپاره د خلکو ملاتړ په زیاتوالي کې مرسته وکړه.   [۱]

یاد پاڅون چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولۍ (Irish Republican Brotherhood) اووه کسیزې نظامي شورا له لوری تنظیم شوی ؤ، د ایسټر په دوشنبه، د ۱۹۱۶ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه پیل شو او شپږ ورځې یې دوام وکړ. د آیرلندي رضاکارانو ځواک غړي، چې د ښوونخۍ ښوونکي او د آیرلنډي ژبې فعال پاټریک پیرس يې مشري کوله، د جیمز کونولي په مشرۍ د آیرلنډ اوسېدونکو کوچنی سازمان او د آیرلنډ ښځو شورا څخه ۲۰۰ ښځې سره یوځای شول او په ډوبلین کې یې مهمې ستراتیژیکي ودانۍ ونیولې او د آیرلنډ جمهوریت یې اعلان کړ. د برتانیې پوځ زرگونه کمکي سرتېري او همدارنګه توپخانې او توپچي بېړۍ راوغوښتې. د ښار مرکز ته په لاره کوڅو کې جګړه روانه وه او په دې ځای کې باغیانو د برېتانيې پرمختګ سوکه کړ او زیاته مرګ ژوبله یې واړوه . د ډوبلین په نورو ځایونو کې زیاتره نښه ویشونکې او د اوږد واټن وسلو جګړې وې. د باغیانو اصلي ځایونه په تدریجي ډول چاپېر او په توپونو سره وویشتل شول. د آیرلنډ په نورو برخو کې انفرادي بریدونه پېښ شول؛ د رضاکارانو مشر ایون مکنیل د پاڅون د مخنیوي د هڅې لپاره د فسخې یو حکم صادر کړی ؤ، چې د راټول شوو باغیانو په شمېر کې یې زیات کموالی راوست.[۲]

برېتانوي پوځ په ډېرو زیاتو او درنو وسلو سره د د پاڅون مخه ونیوله. پیرس د اپرېل په ۲۹ د شنبې په ورځ د بې قید او شرط تسلیمېدا سره موافقه وکړه، که څه هم د لنډې مودې لپاره تیک پرک نښتو دوام درلود. د تسلیمېدا وروسته، هېواد د نظامي حکومت تر واک لاندې پاتې شو. شاوخوا ۳۵۰۰ کسان د برېتانویانو له خوا بندیان شول او له دې بندیانو څخه ۱۸۰۰ کسان د برېتانیې بندکمپونو یا بندخونو ته واستول شول. د پاڅون زیاتره مشران له نظامي محکمو وروسته اعدام شول. یاد پاڅون د فزیکي ځواک جمهوریت پالنه بېرته د آیرلنډ سیاست لومړۍ کرښې ته واستله، چې نږدې پنځوس کاله د مشروطه ملتپالنې تر ولکې لاندې وه. د پاڅون په وړاندې د برتانوي غبرګون سره مخالفت د عامه افکارو په بدلون کې او د خپلواکۍ په لور حرکت سره مرسته وکړه، لکه څنګه چې دآیرلنډ د ۱۹۱۸ کال د ډسمبر په ټاکنو کې څرګنده شوه، چې د سین فین ګوند په کې ګټونکی شو او لومړي لومړۍ شورا (First Dáil) جوړه و خپلواکي یې اعلان کړه.  

د ۴۸۵ وژل شویو کسانو له جملې څخه ۲۶۰ تنه ملکي وګړي، ۱۴۳ تنه برېتانوي پوځيان او پولیس او ۸۲ تنه ایرلنډي یاغیان وو، همدارنګه  ۱۶ تنه یاغیان په پاڅون کې د خپلې ونډې له امله اعدام شول. له ۲۶۰۰ تنو څخه زیات کسان ټپیان شول. زیات شمېر ملکي وګړي د برېتانوي توپ خونو په ډزو کې ووژل یا ټپیان شول یا د یاغیانو سره غلط کړل شول . نور د برېتانويانو او یاغیانو ترمنځ د سختو نښتو په متقابلو ډزو کې بند پاتې وو.  توپ ویشتنو او له امله یې اورونو د مرکزي ډوبلین ځینې برخې وېجاړې کړې.  

پس منظرسمول

د ۱۸۰۰ کال اتحادیې قوانینو د لویې برېتانیې سلطنت او د آیرلنډ سلطنت د برېتانیې او آیرلنډ متحد سلطنت په توګه سره متحد کړل، آیرلنډ پارلمان لغوه کړ او آیرلنډ ته یې د برېتانیې په پارلمان کې استازیتوب ورکړ. زیاتره آیرلنډي ملتپالو له پیل څخه د اتحادیې او د کافي سیاسي استازیو د دوامداره نشتوالي، همدارنګه د آیرلنډ او آیرلنډ خلکو، ځانګړې توګه د آیرلنډ لویې لوږې سره د برېتانیې حکومت چلند سره مخالفت درلود. مخالفت بېلابېلې بڼې درلودل: د اساسي قانون له پلوه (د الغا‌ء ټولنه؛ د کورنۍ واکمنۍ اتحادیه)، ټولنیز (د آیرلنډ د کلیسا غیر رسمي کول؛ د ځمکې اتحادیه) او انقلابي (د ۱۸۴۸ کال بغاوت؛ د فینیانو پاڅون). د آیرلینډ د کورنۍ واکمنۍ غورځنګ د برېتانیې د ننه د آیرلنډ د ځانواکۍ په لټه کې ؤ. د چارلس سټیوارټ پارنیل په مشرۍ د آیرلنډ پارلماني ګوند بریالی شو چې په ۱۸۸۶ کال کې د برتانیې په پارلمان کې د کورنۍ واکمنۍ لومړی قانون وړاندې کړي، خو ناکام شو. د ۱۸۹۳ کال د کورنۍ واکمنۍ دوهم قانون د عوامو جرګې له خوا تصویب خو د اعیانو جرګې له لوري رد شو.   [۳][۴][۵]

د پارنیل له مړینې وروسته، ځوان او ډېر تندلاري ملتپالان له پارلماني سیاست څخه ناهیله شول او د جلاپالنې ډېر افراطي بڼو ته یې مخه کړه. د ګېلیک ورزشي ټولنه، د ډبلیو. بي. ییټس او اګسټا په مشرۍ د ګېلیک اتحادیه او کلتوري احیا‌ء، لېډي ګریګوري، همدارنګه د آرتور ګریفیت نوي سیاسي فکر چې په خپله ورځپاڼه سین فین (Sinn Féin) کې یې څرګند کړ او د ملي شورا او سین فین اتحادیه په څېر سازمانونه د دې لامل شول چې زیاتره آیرلنډي وګړي د خپلواک ګېلیک آیرلنډ مفکورې سره آشنا شي. ځینې وختونه دې کار ته اشارې لپاره د Sinn Féin عمومي اصطلاح کاورل کېده او برېتانوي چارواکو د جمهوريت غوښتونکو او پرمختللو ملتپالانو لپاره د جمعي نوم په توګه کاراوه.   [۶][۷][۸][۹]

د کورنۍ واکمنۍ دریمه لایحه د برېتانیې د لیبرال صدراعظم اچ. اچ. اسکوېث له لوري په ۱۹۱۲ کال کې وړاندې شوه. د آیرلنډي اتحادپالانو، چې زیاتره پروتستان وو، د یادې لایحې مخالفت یې وکړ، ځکه دوی نه غوښتل چې د کاتولیکانو تر واک لاندې آیرلنډي حکومت ور باندې واکمني وکړي. دوی د سر اډوارډ کارسن او جیمز کریګ په مشرۍ د ۱۹۱۳ کال په جنوري کې د السټر رضاکار ځواک (Ulster Volunteers) یا (UVF) جوړ کړ. په ځواب کې آیرلنډي ملتپالو د ۱۹۱۳ کال په نومبر کې د آیرلنډ رضاکارانو یوه پوځیوزمه سیاله ډله، د آیرلنډ رضاکار ځواک جوړ کړ. د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولي د آیرلنډي رضاکارانو تر شا محرکه ځواک ؤ او هڅه یې وکړه چې تر کنټرول لاندې یې ونیسي.  مشر یې اییون مکنیل ؤ، چې د آیرلنډ جمهوریت غوښتونکې ورورولۍ غړی نه ؤ. د آیرلنډي رضاکارانو تعیین شوې موخه "د آیرلنډ د ټولو وګړو د ګډو حقونو او آزادیو خوندي کول او ساتل" وو. په دې کې د یو لړ سیاسي نظرونو خاوندان شامل وو او " د عقیدې، سیاست یا ټولنیزې ډلې تبعیض پرته د ټولو وړتیا لرونکو ایرلنډیانو" لپاره پرانیستی وو. بله وسله واله ډله، د آیرلنډ اسېدونکو سازمان د همغه کال د ډوبلین کار بندیز (Dublin Lock-out) په پایله کې د سوداګرۍ اتحادیه پالانو له لوري رامنځته شو. د برېتانوي پوځ افسرانو ګواښ وکړ چې که چېرې دوی ته د اسټر رضاکار ځواک پر وړاندې د اقدام امر وشي، نو استعفاء به ورکړي. کله چې د آیرلنډ رضاکارانو ډوبلین ته ټوپکونو قاچاق کاوه، د برېتانیې پوځ هڅه وکړه چې د دوی مخه ونیسي او د ملکيانو په یوه ډله یې ډزې وکړې. په ۱۹۱۴ کال کې، داسې برېښېد چې آیرلنډ د کورنۍ جګړې په درشل کې وي. د هغه کال په اګست کې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پیلېدو او د په هغې کې د آیرلنډ په ښکېلتیا سره یې مخنیوی وشو. سره له دې د ۱۹۱۴ کال د سپتمبر په ۱۸ د آیرلنډ د حکومت د ۱۹۱۴ کال قانون وضع شو او د قانون په کتاب کې ځای پرځای شو، خو د ځنډونې قانون (Suspensory Act) په ورته وخت کې تصویب شو، چې د آیرلنډ کورنۍ واکمني یې یو کال وځنډوله او دا واک موجود ؤ چې تر هغه وخته چې جګړې دوام درلود، د نورو شپږو میاشتو لپاره به ځنډول کېد. هغه وخت ډېر باور دا ؤ چې جګړه به د څو میاشتو څخه زیاته دوام ونه کړي. د ځنډونې قانون پر بنسټ د ۱۹۱۵ کال د سپتمبر په ۱۴ په شورا کې یو حکم صادر شو ترڅو د آیرلنډ حکومت قانون د ۱۹۱۶ کال د مارچ تر ۱۸ پورې وځنډوي. د ۱۹۱۶ کال د فبروري په ۲۹ یو بل حکم صادر شو چې قانون یې د نورو شپږو میاشتو لپاره وځنډاوه.   [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينېسمول

  1. "Department of the Taoiseach – Easter Rising". Taoiseach. مؤرشف من الأصل في ۲۵ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Leaders and Men of the Easter Rising: Dublin 1916 Archived 21 December 2019 at the Wayback Machine. Francis X. Martin 1967 p105
  3. MacDonagh, pp. 14–17
  4. Behrendt, Stephen C. (2010). British Women Poets and the Romantic Writing Community. Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼي 244–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801895081. مؤرشف من الأصل في ۲۱ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mansergh, Nicholas, The Irish Question 1840–1921, George Allen & Unwin, 1978, کينډۍ:ISBN p. 244
  6. MacDonagh, Oliver, pp. 72–74
  7. Feeney, p. 22
  8. Feeney, p. 37
  9. O'Leary, Brendan (2019). A Treatise on Northern Ireland, Volume I: Colonialism. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 320. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0199243341. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Those who set the stage" (PDF). The 1916 Rising: Personalities and Perspectives. National Library of Ireland. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۲۹ جولای ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Foy and Barton, pp. 7–8
  12. Macardle, pp. 90–92
  13. Townshend, p. 49
  14. Collins, M.E.. Sovereignty and partition, 1912–1949. Edco Publishing, 2004. pp. 32–33
  15. Townshend, pp. 59–60
  16. Hennessey, Thomas (1998), p. 76
  17. Jackson, Alvin: p. 164