اېټاليا سوسيال جمهوريت

1943-1945 کلونو ترمنځ په شمالي اېټالیا کې د جرمني لاسپوسی دولت
(له د ايټاليا سوسيال جمهوريت نه مخ گرځېدلی)

د ايټالیا سوسيال جمهوریت ( په ايټالوي ژبه کې ريپبلیکا سوسسیل ایټا لینا Repubblica Sociale Italiana) چې د ۱۹۴۳ زېږدیز کال د دسمبر له مېاشتې دمخه د ايټا لیا د ملي جمهوري دولت په نامه خوډېری وخت د سالو Salò (په ايټالوي ژبه کې ريپبلیکا دي سالو Repubblica di Salò ) د جمهوریت په نامه یادېده، دجرمني یو لاسپوڅی دولت وه چې په محدوده  کچه په رسميت پېژندل شوی وه او د دویمې نړېوالې جګړې په وروستۍو کې رامنځ ته شو او د ۱۹۴۳ زېږديزکال د سپتمبر د جرمني له خوا د ايټالیا داشغال څخه د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د مې ترمېاشتې په ايټاليا  کې د جرمنې ځواکونو تر تسلیمېدو پورې یې دوام وکړ. دجرمني له خوا د دې هېواد اشغال د جرمني او د ايټاليا سوسيال جمهوریت په وړاندې پراخ ملي مقاومت وهڅاوه او د کورنۍ جګړې لامل شو.   

د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ايټالیا د هغه فاشيستي دولت  دویمه او وروستۍ بڼه وه چې مشري یې بنيتو موسوليني Benito Mussolini او د هغه سلطنتي ضد جمهوري فاشيستي ګوند کوله. نوي جوړ شوي دولت خپله پلازمېنه روم اعلان کړ خو په نارسمي ډول یې په سالو Salò ( یو نارسمي نوم) کې چې بریسيا Brescia ته نژدې د ګاردا په غدیرLake Garda کې یوه ښارګوټي کې پروت دی او د موسوليني اود هغه د بهرنېو چارو وزارت دفترونو ځای وه تمرکز ورکړ. د ايټا ليا سوسيال جمهوریت خپله واکمني د ايټاليا په مرکزې او شمالي برخو ټینګه کړه خو د دې کنترول د پاېښت لپاره یې په پراخه توګه په جرمني ځواکونو تکېه کوله.

د ۱۹۴۳ زېږدیز کال په جولای مياشت کې، له هغه وروسته چې متفقینو ايټالوي ځواکونه له شمالي افريقا واېستل او وروسته یې د دریم ویکتور امانووېل Victor Emmanuel III په ملاتړ په سيسيلي Sicily د فاشیزم په ستره شورا یرغل وکړ، موسولیني ته یې ماته ورکړه او هغه یې ژوندی یې ونیو. نوي حکومت له متفقو زبرځواکونو سره په پټه د سولې خبرې پیل کړې. کله چې دسپتمبر په ۸ د کاسیبا یل Cassibile اوربند اعلان شو نو نازي جرمني چمتو اوپه چټکۍ سره یې لاسوهنه پیل کړه. جرمني ځواکونو د ایټاليا د شمال د نیمایي برخې کنترول ترلاسه ، موسوليني یې خوشې او هغه یې د جرمنې له لورې اشغال شوې سیمې ته راووست ترڅو هلته یو مریی رژيم جوړکړي. د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ۱۹۴۳ زيږدیز کال د سپتمبر په ۲۳ اعلان شو. که څه هم د ايټالېا سوسيال جمهوریت د ايټالېا د پنینسولا Italian Peninsula په ډیرې برخې د تسلط دعوه کوله خو د دې دولت تسلط په پراخه کچه یوازې د هېواد ترکمې شوې برخې وغځید. د ايټاليا سوسيال جمهوريت یوازې د محورې قدرتونو او د هغوی دلاسپوڅو دولتونو څخه دپلوماتیکه پیژندنه ترلاسه کړد فنلند او ویچي فرانس   Vichy France  هېوادونو که څه هم د جرمنې په کړۍ کې شامل هېوادونه وه د ايټاليا سوسيال جمهوریت په رسميت ونه پېژانده. د ارجنتاین، پرتګال او هسپانیا سره نارسمې او دسوداګریزو استاذو له لارې له سويس سره  اړيکې ټينګې شوې.  واتيکان سيټی Vatican City هېواد هم د ايټاليا سوسيال جمهوریت په رسميت ونه پېژانده. [۱][۲]

د ايټاليا سوسيال جمهوریت د ۱۹۴۵ زيږدیز کال د اپریل په ۲۵ د دې جمهوريت له جوړېدو نولس میاشتې وروسته سقوط شو. دا ورځ په ايټاليا کې د خپلواکۍ د ورځې په نامه نومول شوې ده. په دې ورځ کې په ايټاليا کې د متفقینود وروستې یرغل لپاره دهڅو ترڅنګ د وطنپالانو پاڅون وکولای شو چې جرمنیان له نژدې ټولې ايټالیا څخه وباسي. د اپرېل په ۲۷ ايټالوي وطنپالو موسوليني، دهغه میرمن کلارا پېتاکسي (Clara Petacci)  ، څوتنه وزیران اوفاشیستان چې دتيښتې هڅه یې کوله ونیول. هغوی موسولیني اود موسولیني دمیرمنې (Clara Petacci)  په ګډون ډیری اسیران ووژل. د مې دمياشتې په لومړۍ په ايټاليا کې د جرمنې ځواکونو تر تسلیمۍ ېوه ورځ وروسته، د ايټاليا دفاع وزیر رودولفو ګریزیاني Rodolfo Graziani ټول هغه څه چې د ايټاليا له سوسيال جمهوریت څخه پاتې وه تسلیم کړل.

د پېدایښت قرينه سمول

د فاشيستانو لویې شورا د موسوليني په وړاندې د نه باور رایه ورکړه او د ۱۹۴۰ زيږدیز کال د جون په میاشت کې جګړې ته د ايټاليا د ورګډېدلو په پیل کې د یولړنظامي ماتو لکه د روم بمبارد، دافریقایي مستعمرو له لاسه ورکول او په سیسیلي Sicily او د سويلي ايټالوي پنینسولا Peninsula باندې د متفقینو یرغلونو د موسولیني واک کم کړ.

په سبا یې پاچا دریم ویکتورایمانوېل Victor Emmanuel III موسوليني له دندې ګوښه او د هغه د نیولو امر یې ورکړ او په ځاي یې مارشال پیترو بادوګلیو Marshal Pietro Badoglio د لومړي وزیر په توګه وټاکه. په دې وخت کې سلطنتي حکومت، د فاشیست حکومت یو شمېر غړو او په ټوله کې د ايټاليا خلکو د جګړې لپاره له بې ګټې هڅو چې ايټالیا یې نازې جرمني ته د انقیاد او سرښکته کولو خواته بیوله ستومانه شوي وه. د ناکامه شوې جګړې  لپاره د موسولیني هڅې د هېواد په دننه اوبهر کې د بې پاېښته اتل ( دروم دقېصر لقب هم دی) په توګه شرمېدلی پریښوده. نوي حکومت له متفقو ځواکونو سره پټې خبرې پېل کړې اود ايټالیا  د تسلیمولولپاره یې چمتووالی ونیو. د تسلیمۍ دې خبروکې له بادوګلیو Badoglio څخه له محوري ائتلاف د وتلو ژمنه ترلاسه شوه.   [۳]

په داسې حال کې چې جرمنيانو د ایټاليا په سياست کې نوی وضعیت په رسمیت وپیژانده، نو هغوی ايټاليا ته د خپل دفاعي ځواک  د خورا غوره واحدونو استولو له لارې لاسوهنه پیل کړه. د دې لاسوهنې یوه موخه داوه چې دمتفقینو د پرمختګ په مقابل کې مقاومت وشی او بله موخه یې داوه چې د ايټاليا له لورې د وړاندوینې شوې ژمنه ماتیدو په وړاندې مقاومت ترسره شي. په داسې حال کې چې بادوګلیو Badoglio جرمني او محوري ځواکونوپه وړاندې خپلې ژمنې ته دوام ورکاوه، د ايټاليا د حکومت جاسوسان د متفقینو له لوري اشغال شوي سیسیلي Sicily په کاسیبیل Cassibile سیمه کې د اوربند په اړه هوکړه لاسلیکولو لپاره چمتو کیدل چې د سپتمبر په دریمه دا هوکړه وروستۍ شوه.  

د سپتمبر په اتمه بادوګلیو Badoglioله متفقینو سره د ايټالیا له لورې د یوه اوربند اعلان وکړ( که څه هم د دې اوربند نوم دجګړې پریښول وه خو شرایط یې غیرمشروطه تسلیمۍ سره یو شان وه). جرمني فهرر آدولف هتلرFührer Adolf Hitler او د هغه ملګرو چي ډېرپخوا له مذاکراتو خبر وه په چټګۍ سره افدام وکړ او جرمني ځواکونو ته یې د شمالي او مرکزي ايټاليا د نیولو امروکړ. جرمنیانو ايټالوي ځواکونه بې وسلې او د ايټالوي پوځ ټول تجهیزات اووسایل یې ونیول. جرمنیانود فرانسې په جنوب ختیځه سیمه کې د ايټاليا له خوا اشغال شوې سیمه ونیوله اوپه هغه ځای کې میشت ايټالوي پوځیان یې اړ کړل چې هغه سیمه پريږدي. ايټالوي وسله والو ځواکونو ته د جرمنیانو په وړاندې د مقاومت په اړه روښانه امر ورکړل شوی نه وه نو له همدې امله د جرمنيانو د اشغال په وړاندې مقاومت تيت او پرک  او لږ اغېزمن وه. پاچا ویکتور ایمانوېل Victor Emmanuel د جرمنیانو په وړاندې د دریدو هڅه ونه کړه بلکې له خپلوانو سره د ائتلافي ځواکونو کرښو خوندي ځای ته وتښتېد.  

د ايټالیا نوي حکومت موسوليني چې د اسارت په حالت کې وه او د هغه د خلاصون لپاره هره هڅه ناکامیدله له یوه ځای بل ځای ته لیږداوه. له دې سره سره، جرمنیانو هغه د ګران ساسو Gran Sasso د سیمې په کمپو اېپرېتور Campo Imperatoreهوټل کې وموند. د سپتمبر په دولسمه موسولیني د جرمنيانو له خوا د عملیاتو په ترڅ کې چې د اېس اېس اوبرستربانفهرر اوتو سکورزیني SS-Obersturmbannführer Otto Skorzeny) in له خوا رهبري کیده د ابروزو Abruzzo په غروکې خوشې شو. له خوشې کیدو وروسته باوریا Bavaria ته ولیږدول شو. د هغه خلاصون اودهغه ملاتړ راټولول چې هغه لاتراوسه په ايټالوي خلکو کې درلوده د دې لامل شو چې په جرمني پورې یو پېېلی فاشیست ايټالوي دولت رامنځ ته شي. [۴]

بهرنۍ اړیکي سمول

د نازي جرمني له لوري جوړول سمول

د ګران ساسو Gran Sasso په سیمه تریرغل او د موسوليني ترخلاصون درې ورځې وروسته، موسولیني هتلر سره د لیدنې لپاره د هغه مرکزي دفتر ته چې د ختیځې پروسیا په راستنبرګ Rastenburg‍ کې پروت وه ولیږدول شو. په داسې حال کې چې د موسوليني روغتيايي حالت ښه نه وه او غوښتل يې چې تقاعد واخلي هتلر له هغه وغوښتل چې ايټاليا ته لاړ او هلته د جرمني د دفاعي قواوو ترملاتړ لاندې یو فاشیست دولت جوړ کړي. موسوليني د جګړې له مسؤلیتونو نه د ستړیا او د بیا ځلې واک نه غوښتلو له امله د هتلر وړاندیز رد کړ، خوهتلر هغه ته وویل چې بدیله لاره به د جرمني  له لوري یو نظامي مدیریت وي چې له ايټالیې سره به یې چلند د اشغال شوو هیوادونو سره توپیر ونه لري. هتلر همدارنګه د میلان Milan، جینوآ Genoa، توریننلیس Turinunless ښارونو د ورانولو ګواښ هم وکړ. موسولیني مجبور شو چې د هتلر غوښتنې ومني او یو نوی فاشیستي حکومت جوړ کړي. [۵]

سرچينې سمول

  1. Shirer, William (1960). The Rise and Fall of the Third Reich. New York City: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-671-72868-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Dr Susan Zuccotti, Furio Colombo. The Italians and the Holocaust: Persecution, Rescue, and Survival. University of Nebraska Press paperback edition. University of Nebraska Press, 1996. P. 148.
  3. Wyke, Maria (2012). Caesar in the USA. Berkeley: University of California Press. د کتاب پاڼې 128. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520954274. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Di Michele, Vincenzo (2015). The Last Secret of Mussolini. Il Cerchio. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-8884744227. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Moseley, Ray (2004). Mussolini: The Last 600 Days of Il Duce. Taylor Trade. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-58979-095-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)