د انسان غاښ

د انسان غاښونه په میخانیکي ډول د خوراکي موادو په غوڅولو او میده کولو سره هغه تیرولو او همدارنګه هضم کېدلو ته چمتو کوي. انسانان څلور ډوله غاښونه لري چې ثنایا (مخکني)، نیشي، پرومولر (میده کوونکي کوچني) او مولر یا میده کوونکي غاښونه دي چې هر یو ځانګړې دنده لري. ثنایا یا مخکني غاښونه خوراکي توکي غوڅوي، نیشي یې بیا ټوټه کوي او پرومولر او میده کوونکي یې هم بیا میده کوي. د غاښونو ریښې په پورتنۍ او لاندنۍ ژامو کې خښې شوې او د یوې غشا په واسطه پوښل شوې. غاښونه له څو ډوله لوړ کثافت/تراکم لرونکو او کلکو انساجو څخه جوړ شوي.

انسانان هم د ډېری تي لرونکو ژوندیو موجوداتو په څېر دوه ځلې غاښونه راوزي. د لومړي ځل غاښونو ته «لومړني غاښونه» د «ماشومتوب غاښونه» یا «د شیدو غاښونه» ویل کېږي چې په معمول ډول شل غاښونه کېږي. د شیدو غاښونه تر ډېره پورې په شپږ میاشتنۍ کې راوزي او کېدای شي د ماشوم لپاره ځورونکي وي او یا هم درد له ځانه سره ولري. له دې سره یو شمېر ماشومان د زیږون پر مهال له یو یا څو غاښونو لرلو سره تولد کېږي چې هغو ته بیا د «زیږون غاښونه» ویل کېږي.

اناتومي سمول

د غاښونو اناتومي د اناتومي هغه څانګه ده چې د غاښونو جوړښت ته ځانګړې کېږي. دغه څانګه د غاښونو وده، ډول او طبقه بندي تر مطالعې لاندې نیسي. په داسې حال کې چې د غاښونو ترمنځ اړیکه (د پورتنیو او لاندنیو غاښونو ترمنځ) ورته نه اړوندېږي. له دې سره د غاښونو اناتومي د طبقه بندۍ له علومو څخه ده چې د غاښونو نومونه او جوړښت تر مطالعې لاندې نیسي. دغه معلومات د غاښونو د ډاکټرانو لپاره عملي ګټې لري او هغوی ته دا وړتیا وربخښي څو په اسانۍ سره وکولای شي د درمنلې پر مهال غاښونه او د هغو جوړښتونه توصیف کړي. [۱][۲][۳][۴]

انسانان په معمول ډول ۲۰ لومړني (د شیدو یا د ماشومتوب) غاښونه او ۳۲ دایمي (د بلوغ) غاښونه لري. غاښونه د ثنایا، نیش لرونکو، پرمولر او مولر یا میده کوونکو په توګه طبقه بندي کېږي. ثنایا غاښونه تر ډېره پورې د خوړو د غوڅولو، نیشي بیا د هغو د ټوټه کولو او پروملر او مولر د میده کولو لپاره کارول کېږي.

ډیری غاښونه د پېژندل کېدو وړ ځانګړنې لري چې هغه له نورو څخه جلا کوي. دغه ډول د نښه کولو سیسټم یو ځانګړي غاښ ته د اشاره کولو په موخه شتون لري. له دغو سیسټمونو څخه درې مشهور یې FDI World Dental Federation notation (ISO 3950)، Universal Numbering System او Palmer notation دي. د FDI سیسټم په نړیواله توګه کارول کېږي، Universal بیا یوازې په متحده ایالاتو کې شتون لري په داسې حال کې چې پخوانی پالمر سیسټم تر اوسه هم په بریتانیا کې خپل کارونکي لري.

وده سمول

د غاښونو وده یو پیچلی بهیر دی چې په ترڅ کې یې غاښونه له جنیني حجراتو څخه جوړېږي، وده کوي او په خوله کې راوزي. په داسې حال کې چې بېلابېل ژوندي موجودات غاښونه لري؛ خو وده یې تر ډېره پورې د انسان د غاښونو په څېر ده. د دې لپاره چې د انسان د غاښونو لپاره د خولې سالم محیط شتون ولري، مینا، عاج، سمنټوم او پریوډنټیم ټول باید د جنین د ودې په مراحلو کې مناسبه وده ولري. د شیدو غاښونه د جنین د شپږمې او اومې اونۍ پر مهال او دایمي غاښونه یې د شلمې اونۍ پر مهال په جوړېدو پیل کوي. که چېرې غاښونه په دغه مهال او یا هم دغه مهال ته په نږدې وخت کې په ودې پیل وه نه کړي؛ بیا نو غاښونه هېڅکله وده نشي کولای.[۵]

په پام وړ کچه څېړنې د غاښونو د ودې د پیلېدو په بهیرنو تمرکز لري. دا په پراخه کچه منل شوې چې د لومړني حلقوي قوس په بافت کې یو عامل شتون لري چې د غاښونو د ودې لپاره اړین دی. [۶]

د غاښونو راوتل سمول

په انسانانو کې د غاښونو د راوتلو بهیر د هغو د غاښونو د ودې بهیر دی چې غاښونه په خوله کې راوزي او د لیدو وړ ګرځي. اوسنۍ څېړنې ښيي چې پریوډنټال لیګمنټس د غاښونو په راوتلو کې مهم رول لري. د شیدو غاښونه له نږدې شپر میاشتني توب څخه تر ۲ کلنۍ پورې په خوله کې راوزي. دغه غاښونه هغه غاښونه دي چې یوازې تر شپږ کلنۍ پورې د انسان په خوله کې پاتې کېږي. دغه مهال بیا لومړني دایمي غاښونه راوزي. دغه پړاو چې په کې یو انسان د شیدو او دایمي غاښونو ترکیب یوځای لري د مختلط پړاو په توګه پېژندل کېږي. مختلط پړاو تر هغه مهاله دوام مومي چې وروستی د شیدو غاښ ولوېږي او پاتې دایمي غاښونه په خوله کې راووزي.

د غاښونو د راوتلو اړوند ګڼ شمېر نظریات شتون لري. یوه نظریه څرګندوي چې د غاښ وده کوونکې رېښه غاښ د خولې خواته ټېله کوي. بله نظریه چې د بالښتي نظریې (cushioned hammock) په توګه هم پېژندل کېږي د غاښونو د مایکروسکوپي مطالعې پایله ده چې تصور کېده یو لیګمنټ د ریښې په چاپېر کې شتون لري. وروسته معلومه شوه چې دغه لیګمنټ یوازې یو مصنوعی توکی و چې د سلایډونو د جوړلو پر مهال رامنځته شوی و. اوس مهال تر ټولو دود نظریه داده چې پیریوډنټال لګمنټونه د دغه بهیر اصلي محرکین دي.

د لومړنیو غاښونو د له لاسه ورکولو پیل د ښوونځي لپاره د چمتوالي په موخه د جسمي او اروايي معیارونو سره پیاوړې اړیکه لري. [۷][۸]

د غاښونه ساتنه سمول

د خولې حفظ الصحه سمول

د خولې او غاښونو حفظ الصحه د خولې د پاک ساتلو عمل دی چې له امله یې د غاښونو له تخریب، د ژامو له التهاب، پریوډنټال ناروغیو، د خولې له بد بوی او د غاښونو له نورو اختلالاتو څخه مخه نیول کېږي. په دغه چاره کې حرفوي او شخصي مراقبت شاملېږي. منظم پاک کول معمولا د غاښونو د ډاکټرانو او متخصصینو له خوا ترسره کېږي چې د غاښونو منګ لرې کوي او هم کېدای شي په سمه توګه د مسواک یا د غاښونو د تار په کارولو ترسره شي. د غاښونو په حرفوي پاک کولو کې له بېلابېلو وسایلو څخه کار اخیستل کېږي چې د غاښونو ترمنځ او په غاښونو باندې د منګ د له منځه وړو په موخه کارول کېږي.

د غاښونو د پاک کولو موخه د هغو شیانو له منځه وړل دي چې ډېری یې له باکتري ګانو جوړ شوي. د غاښونو متخصصین په ورځ کې د دوه ځله منظم د مسواک وهلو (سهار او ماښام یا وروسته له ډوډۍ) توصیه کوي چې له غاښونو څخه د منګ او نورو باکتریاو د لرې کولو په موخه دی. مسواک وهل کولای شي ډیری دغه له منځه یوسي خو یو شمېر یې د غاښونو ترمنځ پاتې کېږي. له همدې امله د غاښونو له تار څخه ګټنه د خولې د حفظ الصحې لپاره اړینه ده. د غاښونو له تار څخه سمه ګتنه د غاښونو ترمنځ توکي د ژامو تر کرښې پورې چېرې چې تر ډېره پیریوډنټال ناروغۍ رامنځته کېږي او د غاښونو د تخریب لامل ګرځي، له منځه وړي. [۹][۱۰]

برېښنايي برسونه د خولې د حفظ الصحې په ساتنه کې تر ډېره مرسته کوونکي تمامېږي. له معلومیت پرته یو روزل شوی کارونکی د لاسي برس څخه په معیاري ګټه اخیستنې او ښې انګېزې سره کولای شي د خولې او غاښونو د حفظ الصحې هغه معیار ته لاسرسی ومومي چې له یو سم برېښنايي برس څخه ترلاسه کېدلای شي، خو نه روزل شوي کارونکي په ډېر ندرت سره دغه ډول پایلو ته لاسرسی موندلی شي. ټول برېښنايي برسونه په یوه اندازه موثر نه دي او باید د ښه اثر په موخه له سم طراحي شوي برېښنايي برس څخه کار واخیستل شي. له دې سره برېښنايي برسونه د هغو کسانو سره مرسته کوي چې د غاښونو په پاکولو کې مهارت نه لري او له امله یې د خولې او غاښونو له ستونزو سره مخ دي. [۱۱]

محافظتي درملنه سمول

په فلوراید سره درملنه تر ډېره پورې د غاښونو د تخریب څخه د مخنیوي په موخه توصیه کېږي. په اوبو سره فلورایډېشن او یا هم د فلوراید بشپړونکي د غاښونو د تخریب د کمښت لامل ګرځي. فلوراید د غاښونو په مینا کې له هایدروکسي اپاتیت کریسټلونو سره په یوځای کېدو د غاښونو د تخریب مخه نیسي. ترکیبي فلوراید د غاښونو مینا د ډیمنرالایزشین پر وړاندې قوي کوي او له همدې امله د تخریب څخه مخنیوی کوي. موضوعي فلوراید لکه د غاښونو کریم یا د فلورایدو لرونکې د خولې مینځلو مایع د غاښونو د سطحې د خوندیتوب په موخه توصیه کېږي. ډېری د غاښونو ډاکټران د غاښونو په معمولي پاکونه کې د موضوعي فلوراید له محلول څخه د ګټنې سپارښتنه کوي. [۱۲][۱۳]

سرچينې سمول

  1. Clemente, Carmine (1987). Anatomy, a regional atlas of the human body. Baltimore: Urban & Schwarzenberg. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8067-0323-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Ash 2003, p. 6
  3. Cate 1998, p. 3
  4. Ash 2003, p. 9
  5. Cate 1998, p. 95
  6. Cate 1998, p. 81
  7. Kranich, Ernst-Michael (1990) "Anthropologie", in F. Bohnsack and E-M Kranich (eds.), Erziehungswissenschaft und Waldorfpädagogik, Reihe Pädagogik Beltz, Weinheim, p. 126, citing Frances Ilg and Louise Bates Ames (Gesell Institute), School Readiness, p. 236 ff
  8. Silvestro, JR (1977). "Second Dentition and School Readiness". New York State Dental Journal. 43 (3): 155–8. PMID 264640. ...the loss of the first deciduous tooth can serve as a definite indicator of a male child's readiness for reading and schoolwork الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Introduction to Dental Plaque Archived 2011-08-27 at the Wayback Machine.. Leeds Dental Institute.
  10. Oral Health Topics: Cleaning your teeth and gums. American Dental Association.
  11. Thumbs down for electric toothbrush, BBC News, January 21, 2003.
  12. Ross 2002, p. 453
  13. Cate 1998, p. 223