د امریکا د متحده ایالاتو له خوا بهرنۍ لاسوهنې

د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د خپل تاریخ په اوږدو کې په بهرنیو هېوادونو کې په بې شمېره لاسوهنو کې ښکېل پاتې دی. د امریکا متحده ایالات له ۱۷۷۶ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په نږدې ۴۰۰ پوځي لاسوهنو کې ښکېل و، چې د دې شمېرې نیمايي یې له ۱۹۵۰ کال راهیسې وي او څه باندې ۲۵ سلنه یې له سړې جګړې وروسته دوره کې راځي. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنۍ لاسوهنې عمومي موخې د اقتصادي فرصتونو، ټولنیز خوندیتوب، د امریکا د اتباعو او دپلوماتانو د ساتنې، ځمکنۍ پراختیا، رژیم بدلونې، ملت جوړونې او د نړیوال قانون د تنفیذ په اړه دي.[۱]

د امریکا د متحده ایالاتو په بهرنۍ تګلاره کې دوه حاکمې ایډیالوژۍ شته – لاسوهنه، چې په بهرنیو هېوادونو کې پوځي او سیاسي لاسوهنه هڅوي او ګوښه توب چې بیا دا دواړه ردوي.[۲]

په نولسمه پېړۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو د لاسوهنې ریښې رامنځته شوي، چې په هغه وخت کې زیاتره په ارام سمندر او د هسپانیا تر کنترول لاندې لاتیني امریکا کې د اقتصادي فرصتونو په اړه و، چې ورسره جوخت یې د مونرو دوکتورین تعقیباوه چې ښودل یې د امریکا متحده ایالات په لویدیځه نیمه کره کې د اروپا د استعمار پر وړاندې د مقاومت د سیاست په لټه کې دی. په ۲۰مه پېړۍ کې د امریکا متحده ایالات په دوو نړیوالو جګړو کې له خپلو متحدینو سره یو ځای ښکېل شو چې په ترڅ کې یې امریکايي ځواکونو د خپلو متحدینو تر څنګ په نړیوالو جګړو کې د جاپان د سترواکۍ او د نازي جرمني او د هغوی د نورو متحدینو پر وړاندې وجنګیدل. د دویمې نړیوالې جګړې پایلې بیا د دې لامل شوې چې بهرنۍ تګلاره یې په نړیواله کچه د کمونیزم د پراختیا د مخنیوي په موخه پر کنټرول باندې را وګرځي. سړه جګړه د ټرومن، ایزنهاور، کینیډي، کارټر او ریګان د ډکتورینو له مخې د دې لامل شوه چې متحده ایالات د شوروي د لاسپوڅو رژیمونو پر وړاندې په نړیواله کچه په جاسوسۍ، د رژیم په بدلون، نیابتي جګړو او نورو پټو فعالیتونو کې ښکېل واوسي.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کال کې نسکور شو، نو د امریکا متحده ایالات د نړۍ د یوازیني زبرځواک په توګه پاتې شو او په دې سره یې په افریقا، ختیځه اروپا او منځني ختیځ کې خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړ. په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونو نه وروسته، د بوش ادارې د «ترهګرۍ پر وړاندې جګړه» پیل کړه چې په دې کې د امریکا متحده ایالاتو د بېلابېلو افراطي ډلو لکه القاعدې او اسلامي دولت پر وړاندې په ګڼو هېوادونو کې مبارزه پیل کړه. د بوش د جګړې مخنیوونکي دوکتورین په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان او ۲۰۰۳ کال کې پر عراق باندې د امریکا د برید شاهد و. سربېره پر دې، امریکا په افریقا او اسیا کې خپل پوځی شتون ته د خپل بهرني کورنۍ دفاع د تګلارې د اصلاح له مخې پراختیا ورکړه. د اوباما ادارې په ۲۰۱۲ کال کې د «اسیا د ختیځ محور» ستراتیژي باندې خپل ټول فکر را ټول کړ تر څو وکولای شي له منځني ختیځ څخه په ختیه اسیا کې د چین د پراختیا مخه ونیسي، کوم چې د ټرمپ او بایډن پر وختونو کې هم دا ستراتیژي تعقیب شوه.

د امریکا د متحده ایالات سمندري ځواک په بهرنیو قلمرونو کې د سمندري غلا ضد فعالیتونو پر وړاندې مبارزه کې اوږده مخینه لري، چې له بربري جګړو نیولې بیا د نن ورځې د سومالیايي سمندري غلو سره مبارزه او نورو سیمو کې یې فعالیت تر سره کړی.

له استعمار وروسته دوره

سمول

په ۱۹مه پېړۍ کې د امریکا متحده ایالات له یوه ګوښه شوي هېواد څخه په اتلانتیک او ارام سمندر کې له استعمار وروسته عصر کې پر یوه سیمه ییز ځواک باندې بدل شو.

په ۱۹مه پېړۍ کې له بربریانو سره لومړۍ او دویمه جګړه د امریکا هغه بهرنۍ جګړې وي چې له خپلواک کېدو وروسته یې تر سره کړي دي. د افریقا په شمال کې د بربري هېوادونو پر وړاندې جګړې د دې لپاره وشوې تر څو د مدیتراني په سمندر کې د امریکا د بیرغ لرونکو بېړیو پر وړاندې د سمندري غلو غلاوو ته د پای ټکی کېږدي، لکه څرنګه چې دې ته ورته جګړه د فرانسې له جمهوریت سره شوی و.[۳]

د امریکايي ډلو له خوا په خصوصي توګه د لایبریا بنسټ کېښودل شو، چې زیاتره د امریکا د استعماري ټولنې له خوا ترې ملاتړ وشو، خو بیا هم دې هېواد د امریکا د دولت غیررسمي ملاتړ او همکاري له ځانه سره درلوده.[۴]

په ۱۹مه پېړۍ کې لاندې د پام وړ لاسوهنې تر سره شوې دي:

  • ۱۸۱۱: د امریکا د متحده ایالاتو فدرال استازی ژول رابرټس پاینسیټ چیلي ته را ورسېد تر څو د هسپانوي سترواکۍ پر وړاندې جګړه کې د چیلي د انقلابیانو وضعیت وارزوي، چې په دې سره په چیلي کې د امریکا لومړۍ لاسوهنه وه.
  • له ۱۸۴۶ تر ۱۸۴۸ کال پورې: د مکسیکو-امریکا د جګړې پر مهال، مکسیکو او امریکا پر تکزاس، کالیفورنیا او هغه څه چې نن د امریکا سویل لویدیځ ورته ویل کېږي خو د مکسیکو برخه نه وه، جګړې وکړي. د دغې جګړې په ترڅ کې، د امریکا وسله وال پوځ پر مکسیکو برید وکړ او د دې هېواد ځینې برخې لکه ویراکروز او مکسیکو سیټي یې ونیول.
  • ۱۸۵۴: کموډور مټیو پري د کاناګاوا کنوانسیون په اړه مذاکره وکړه، چې په عملي توګه یې د جاپان د پېړیو ګوښه توب ته د پای ټکی کېښود او د دې هېواد مخ یې له لویدیځ سره سوداګري او ډپلوماسي ته پرانیست. متحده ایالاتو په ۱۸۹۹ کال کې د پرانیستو دروازو سیاست پر مخ یووړ چې چین ته یي د برابر لاسرسي او د چین اداري  او ځمکنۍ بشپړتیا څخه یې ملاتړ تضمین کاوه.[۵][۶]
  • ۱۸۷۱: وروسته له هغه چې د امریکا یوه وسله واله سوداګریزه بېړۍ، جنرال شیرمن په ۱۸۶۶ کال کې غوښتل چې له دې ګوښه شوي پاچاهي سره سوداګریزې اړیکې جوړې کړي، پرې برید وشو او وروسته د امریکا متحده ایالاتو کوریا ته یو اعزامي پوځ ولېږه تر څو د دې بېړۍ سرنوشت معلوم کړي. له کمین وروسته دغه ۶۵۰ کسیز امریکايي ځواک پر کوریایانو برید وکړ څه باندې ۲۰۰ کوریايي سرتېرې یي ور ووژل او ګڼ شمېر کلاوې یې ترې ونیولي.[۷]
  • ۱۸۹۸: د امریکا او هسپانویانو لنډه خو پرېکنده جګړه د دې لامل شوه چې امریکا په سمندر او وچه کې د هسپانوي سلطنت پر وړاندې بریاووې خپلې کړي. د امریکا د متحده ایالاتو پوځ په اصل کې له داوطلبانو او د دولتی ملیشه اي واحدونو جوړ و، چې د هسپانیا تر کنټرول لاندې کیوبا بادې یې برید وکړ او هغه یې ونیو او وروسته یې بېرته خپلواکي ورکړه. د سولې د تړون په لاسلیک کولو سره هسپانیا په پیورټو ریکو، ګوام او فلیپین کې خپلې مستعمرې امریکا ته پرېښودي. د امریکا سمندري ځواک هلته او په هاوايي کې د ډبرو د سکرو ځایونه جوړ کړل.[۸][۹]

د ۲۰مې پېړۍ لومړۍ لسیزې په لاتیني امریکا کې د امریکا د حکومت د لاسوهنو شاهده وه، چې د روزولټ کورولاري او مونروی د ډکتورینو له مخې تنظیم کېدي. ولسمش ویلیام هاوارډ ټافټ، د ډالر ډپلوماسي د هغو امریکايي شرکتونو لپاره یوه لاره ګڼله چې په ورته وخت کې یې د ملي امنیت له موخې سره د مرستې لپاره کاراوه، یعنې د اروپايي ځواکونو د احتمالي مالي قدرت د تشې د ډکولو لپاره او هم دا چې ګټه پرې وکړي.[۱۰][۱۱]

  • ۱۸۹۸ تر ۱۹۳۵ کال پورې: د امریکا متحده ایالاتو په لاتینه امریکا کې ګڼې نورې وړې لاسوهنې هم وکړي، چې پایله یې په کیوبا، هونډوراس، پانامه (د های- بوناو-واریلا تړون او ایستمین کانال کمېسیون له لارې)، هایټي (۱۹۱۵-۱۹۳۵)، ډومینیکن جمهوریت (۱۹۱۶-۱۹۲۴) او نیکاراګوا (۱۹۱۲-۱۹۲۵) او (۱۹۲۶-۱۹۳۳) کې د امریکا په پوځي شتون سره پای ته ورسېده. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
    • ۱۹۰۱ کال: د پلاټ اصلاحیه، د امریکا او هسپانیا د جګړې نه وروسته د امریکا او د کیوبا جمهوریت تر منځ تړون لاسلیک کړ او عملاً یې کیوبا د امریکا تر تحت الحمایه لاندې راوسته. دا اصلاحیه د کیوبا په چارو کې د امریکا د لاسوهنې شرایط مشخصوي او د امریکا متحده ایالاتو ته اجازه ورکوي تر څو د خپلو سمندري اډو لپاره ځینې سیمي واخلي یا یي کرایه کړي لکه ګوانتامو خلیج.[۱۶]

سرچينې

سمول
  1. Kushi, Sidita; Toft, Monica Duffy (2022). "Introducing the Military Intervention Project: A New Dataset on US Military Interventions, 1776–2019". Journal of Conflict Resolution (in انګليسي). 67 (4): 752–779. doi:10.1177/00220027221117546. ISSN 0022-0027. S2CID 251479665.
  2. Wertheim, "Tomorrow The World," 2020, p4.
  3. John Pike. "Barbary Wars". globalsecurity.org.
  4. Flint, John E. The Cambridge History of Africa: from c.1790 to c.1870 Cambridge University Press (1976) pg 184-199
  5. "Perry & Opening of Japan". خوندي شوی له the original on 2011-08-05. بياځلي په 2011-08-04.
  6. "Open Door policy". Encyclopædia Britannica. 
  7. Roblin, Sebastien (2018-01-18). "In 1871, America 'Invaded' Korea. Here's What Happened". The National Interest (in انګليسي). بياځلي په 2021-04-14.
  8. William Braisted, United States Navy in the Pacific, 1897–1909 (2008)
  9. "The Philippines". Digital History. University of Houston. 22 مې 2011. خوندي شوی له the original on 25 اکتوبر 2011. بياځلي په 22 مې 2011. In December, Spain ceded the Philippines to the United States for $20 million.
  10. "Home - Theodore Roosevelt Association". theodoreroosevelt.org.
  11. "Dollar Diplomacy". americanforeignrelations.com.
  12. "Panama declares independence". HISTORY.com.
  13. Department Of State. The Office of Electronic Information, Bureau of Public Affairs (July 13, 2007). "U.S. Invasion and Occupation of Haiti, 1915-34". 2001-2009.state.gov.
  14. Lester D. Langley, The Banana Wars: United States Intervention in the Caribbean, 1898–1934 (2001)
  15. "Nicaragua timeline". BBC News. 9 November 2011.
  16. "Our Documents - Platt Amendment (1903)". ourdocuments.gov. April 9, 2021.