د اقلیم غورځنګ

د اقلیم غورځنګ یو نړیوال ټولنیز خوځښت دی. دغه خوځښت غواړي پر حکومتونو او صنعتونو فشار راوړي تر څو د اقلیمي بدلون لاملونو او اغېزو ته د حل‌لارو د لټولو لپاره اقدامات وکړي. غیر انتفاعي چاپېریالي سازمانونه د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستیو او د ۱۹۹۰یمې لسیزې په لومړیو کې په مهمو اقلیمي فعالیتونو کې ښکېل دي، ځکه چې دوی د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ کنوانسیون (UNFCCC) د نفوذ په لټه کې دي. اقلیمي فعالیتونه د وخت په تېرېدو سره ډېر برجسته شوي دي. په ۲۰۰۹ کال کې د کوپن هاګن د سرمشریزې په جریان کې او بیا په ۲۰۱۶ کال کې د پاریس تړون تر لاسلیک کولو وروسته ډېر چټک شو دي.[۱][۲]

دا غورځنګ په دې وروستیو کې د ډله‌يیز خوځښت او لویو احتجاجي اقدماتو له امله پېژندل شوی دی چې په ۲۰۱۴ کال کې د اقلیم په اړه د خلکو لاریون، په ۲۰۱۷ کال کې د نړیوال اقلیم په اړه لاریون او د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې د اقلیم په اړه احتجاج یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د ځوانانو فعالیت او مشارکت چې په ۲۰۱۹ کې د «ګریټا ټنبرګ» له‌خوا پیل شو، د دغه غورځنګ په وده کې مهم رول لوبولی دی.[۳]

تاریخچه سمول

د اقلیمي بدلون اړوند فعالیتونه د ۱۹۸۰یمې لسیزې په وروستیو کې پیل شول او دا هغه مهال و چې د چاپېریال ساتنې لوی سازمانونه د اقلیم په اړه په بحثونو کې ښکېل شول چې یوه بېلګه یې د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ کنوانسیون دی. په داسې حال کې چې د چاپېریال ساتنې سازمانونه مخکې په کورنۍ کچه فعال وو، دوی په نړیواله کچه په کمپاینونو کې مشارکت پیل کړ. د اقلیمي بدلون تر ټولو لوی نړیوال ایتلاف د اقلیم د اقدام شبکه ده چې په ۱۹۹۲ کال کې جوړه شوه. د دې شبکې لوی غړي ګرین پیس، ډبلیو.ډبلیو.اېف، اکسفام او د ځمکې ملګري په نامه نړیوال سازمانونه دي. اوسنی اقلیمي عدالت او د اقلیمي عدالت اقدام دوه لوی ایتلافونه دي چې په ۲۰۰۹ کال کې د کوپن هاګن تر سرمشریزې مخکې رامنځته شول.[۴][۵]

په ۲۰۰۹ کال کې د کوپن هاګن خوځښت سمول

په ۲۰۰۹ کال کې په کوپن هاګن کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون کنفرانس د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ د کنوانسیون لومړۍ غونډه وه چې په کې د اقلیم غورځنګ د خپل خوځښت ځواک په لویه کچه څرګند کړ. د جینیفر هیډن په وینا د اقلیمي بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کاري چوکاټ له کنوانسیون سره د راجستر شویو نویو غیر دولتي مؤسسو شمېر په ۲۰۰۹ کې د کوپن هاګن سرمشریزې په سر کې ډېر شوی دی. د ۴۰۰۰۰ او ۱۰۰۰۰۰ تر منځ خلکو د ډسمبر په ۱۲مه نېټه په کوپن هاګن کې د اقلیم په اړه د نړیوالې هوکړې غوښتنه وکړه. فعالیت له کوپن هاګن بهر و او په ورته وخت کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۵۴۰۰ لاریونونه وشول.[۶][۷]

فعالیتونه سمول

په ۲۰۱۴ کال کې د اقلیم لپاره د خلکو لاریون سمول

د اقلیمي بدلون غورځنګ د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشتې په ۲۱مه نېټه خپله لویه غونډه وکړه او دا هغه مهال و چې دغه غورځنګ د اقلیم لپاره د خلکو د لاریون په جریان کې په نیویارک کې ۴۰۰۰۰۰ فعالان راټول کړل (په نورو ښارونو کې څو زره نور هم وو). دا لاریون د خلکو د اقلیم غورځنګ له‌خوا تنظیم شوی و تر څو په ۲۰۱۴ کال کې د ملګرو ملتونو د اقلیم د سرمشریزې لپاره له راټولو شویو نړیوالو مشرانو څخه د اقلیم په اړه د اقدام غوښتنه وکړي.[۸][۹]

د اقلیم لپاره د ښوونځیو اعتراضونه سمول

د اقلیم د بدلون لپاره د ښوونځيو اعتراض چې د اقلیم لپاره د ځوانانو اعتراض هم بلل کېږي او بېلابېل نور نومونه هم لري، د ښوونځيو د زده‌کونکو یو نړیوال حرکت دی چې د جمعې ورځې ټولګي پرېږدي تر څو په لاریونونو کې برخه واخلي او له سیاسي مشرانو څخه د اقلیمي بدلون او بیا نوې کېدونکې انرژۍ ته د فوسیل سون توکو د صنعت د انتقال د مخنیوي لپاره د اقدام غوښتنه وکړي.

تبلیغات او پراخ تنظیم هغه مهال پیل شو چې سویډنۍ زده کونکې «ګریټا ټنبرګ» د ۲۰۱۸ کال په اګست میاشت کې د سویډن د پارلمان مخې ته اعتراض وکړ چې په لاس کې یې پر یوه لوحه (د اقلیمي بدلون لپاره د ښوونځي اعتراض) لیکل شوي وو.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ میاشتې په ۱۵مه نېټه نړیوال اعتراضونه په ۱۲۵ هېوادونو کې پیل شول چې په ۲۲۰۰ اعتراضونو کې څه باندې یو میلیون معترضین راټول شول. د ۲۰۱۹ کال د مې میاشتې په ۲۴مه نېټه په دویم نړیوال اعتراض کې په ۱۵۰ هېوادونو کې ۱۶۰۰ لاریونونه وشول چې په سلګونو زره معترضین یې راجلب کړل. په مې میاشت کې لاریونونه د اروپا د ۲۰۱۹ کال له پارلماني ټاکنو سره برابر وو.

په ۲۰۱۹ کال کې د راتلونکي لپاره ‎نړیواله اونۍ په ۱۵۰ هېوادونو کې د ۴۵۰۰ اعتراضونو لړۍ وه چې د سپټمبر ۲۰مه نېټه او د جمعې ورځ، همدا راز د سپتمبر ۲۷مه د جمعې ورځ یې د تمرکز ورځې وې. د سپټمبر د ۲۰مې نېټې اعتراض چې احتمالاً د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی اقلیمي لاریونون دی، شاوخوا ۴ میلیون لاریون کونکي په کې راټول شول چې ډېری یې د ښوونځي زده کونکي وو او په جرمني کې دا شمېره ۱.۴ میلیونه وه. د سپټمبر په ٢٧مه نېټه په ټوله نړۍ کې شاوخوا دوه ميليونه کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه چې په ايټاليا کې څه باندې يو ميليون او په کاناډا کې څو سوه زره لاريون کوونکي وو.

په ۲۰۱۹ کال کې د اقلیم نړیوال اعتراض سمول

د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر میاشت کې د اقلیم په اړه اعتراضونه چې د راتلونکي لپاره د نړیوالې اونۍ په نامه هم پېژندل کېږي، د نړیوالو اعتراضونو او لاریونونو لړۍ وه چې اقلیمي بدلون ته یې د حل‌لارو موندلو لپاره د اقدام غوښتنه کوله. دا اعتراضونه د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشتې له ۲۰مې تر ۲۷مې نېټې روان وو. د اعتراضونو اصلي نېټه د سپټمبر ۲۰مه وه چې د ملګرو ملتونو د اقلیم له سرمشریزې څخه درې ورځې مخکې او د سپټمبر پر ۲۷مه وه. لاریونونه د ۱۵۰ هېوادونو په ۴۵۰۰ ځایونو کې وشول. دا پېښه د اقلیم د غورځنګ لپاره د ښوونځي د اعتراض یوه برخه ده چې د اقلیمي فعالې «ګریټا ټنبرګ» یې بنسټ اېښی دی. ګارډین راپور ورکړ چې شاوخوا ۶ میلیونه خلکو په دغو هڅو کې برخه اخیستې وه، خو د لاریونونو یوه بله تنظیموونکې ډله ادعا کوي چې ۷.۶ میلیونه خلکو په کې برخه اخیستې وه.

د سپټمبر د ۲۰مې نېټې لاریونونه احتمالاً د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی اقلیمي اعتراضات وو. تنظیموونکو راپور ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د جرني د ۱.۴ میلیونه لاریونوالو په ګډون څه باندې ۴ میلیونه کسانو په دغو اعتراضاتو کې برخه اخیستې ده. په استرالیا کې د اټکل له مخې ۳۰۰۰۰۰ لاریون کوونکو برخه اخیستې وه، ۳۰۰۰۰۰ نور کسان د انګلستان په لاریونونو او شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ کسان په نیویارک کې له اعتراض کوونکو سره یوځای شول او نیویارک هغه ځای و چې ګریټا ټنبرګ وینا په کې وکړه. په ۴۰ هېوادونو کې څه باندې ۲۰۰۰ ساینس پوهانو ژمنه کړې چې د اعتراضونو ملاتړ به کوي.

د اعتراضونو دوهمه څپه د سپټمبر په ۲۷مه وه چې شاوخوا ۲ میلیونه کسانو په ۲۴۰۰ لاریونونو کې برخه واخیسته. په ايټاليا کې د يو ميليون او په نيوزيلنډ کې د ۱۷۰ زرو کسانو د اعتراضونو شمېرې خپرې شوې دي. په مونټریال کې چې ګریټا ټنبرګ خبرې په کې وکړې، د مونټریال ښوونځي بورډ د خپلو ۱۱۴۰۰۰ زده کونکو ټولګي لغوه کړل. په مونټریال کې د څو فدرالي ګوندونو د مشرانو په ګډون په سلګونو زره خلکو په لاریون کې برخه اخیستې وه.

مېتودونه سمول

د بیړني حالت اعلان سمول

د ۲۰۲۱ کال په نومبر میاشت کې ګریټا ټنبرګ له نورو اقلیمي فعالانو سره یوځای ملګرو ملتونو ته د غوښتنو لېږل پیل کړل چې د ۳ درجې نړیوال اقلیم بیړنی حالت اعلان کړي. په پایله کې یې باید یو نړیوال ټیم رامنځته شي چې په نړیواله کچه د اقلیم کړکېچ ته ځواب ووايي. ځواب باید لږ تر لږه د کوویډ-۱۹ وبا پر وړاندې د ځواب په څېر قوي وي.[۱۰]

د چاپېریال ساتنې عامه فعالیتونه سمول

دا ډول مدني فعالیت د سیسټمیک بدلون په لوري د یوې داسې لارې د رامنځته کولو لپاره مهم دی چې چاپېریال ته ګټه ورسوي. دا بدلون د حکومت د مشارکت له لارې د چاپېریال په اړه د پوهاوي د لا زیاتو پالیسیو او هغو هراړخیزو بدلونونو له لارې رامنځته کېدای شي چې د مهم چاپېریالي بدلون لپاره اړین وي. د چاپېریال د فعالانو له‌خوا د ملاتړ لپاره بېلابېلې ستراتیژۍ، اقدامات او سیستمونه کارول کېږي او په ځینو مواردو کې د چاپېریالي بدلونونو غوښتنه کوي. له دې سره سره داسې ستونزې موجودې دي چې دا ډول فعالیتونه یې ننګولي دي. دا ستونزې په برازیل، روسیه، هند او چین کې په چاپېریالي غورځنګونو کې د مساعدوالي او مشارکت احتمالي کمښت، د چاپېریال ساتنې لپاره د ښاریانو د بسیج او مشارکت خنډونه او او د چاپېریال ساتنې د غورځنګونو تر منځ په اهدافو کې توپیر دی.

سرچينې سمول

  1. Hadden, Jennifer (2015). Networks in Contention: The Divisive Politics of Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-08958-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Maher, Julie. "Fridays For Future: A Look Into A Climate Change Movement". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maher, Julie. "Fridays For Future: A Look Into A Climate Change Movement". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Hadden, Jennifer (2015). Networks in Contention: The Divisive Politics of Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-08958-7. Environmental activists first became interested in transnational coordination on climate issues in the late 1980s الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hadden, Jennifer (2015). Networks in Contention: The Divisive Politics of Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 45, 93–141. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-08958-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 13 December 2009 باندې). Climate activists condemn Copenhagen police tactics. BBC News.
  7. (په 26 October 2009 باندې). International day of demonstrations on climate change. CNN.
  8. (په September 21, 2014 باندې). Hundreds of Thousands Converge on New York to Demand Climate-Change Action. time.com
  9. "People's Climate March - Wrap up". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 10 November 2021 باندې). Youth activists petition UN to declare 'systemwide climate emergency'.