د افغان-ایران ۱۹۷۲ز د اوبو تړون

په کال ۱۹۷۲ د افغان او ایران د اوبو تر مینځ قانونی او حقوقی تړون او د دوه هيوادو د اوبو تاريخچه

کله چی د دوه هیوادو تر مینځ په یوه مسله کی اصولی او قانونی تړون یا پریکړه په رسمی ډول شتون ولری بیا لانجه هغه وخت مینځ ته راځی چی یوه غاړه تړون تر پښو لاندی کړی بیا نقض کونکی جریمه کیږی. د ابو د نړیوالو اصولو پر بنسټ په هر هیواد کی چی اوبه یا سیند وی دا د هغه هیواد ملکیت محسوبیږی کله چی اوبه له یوه هیواد څخه دوهم هیواد ته بهیږی بیا هغه شمیر اوبه چی بل هیواد ته روانی وی هغه د هغه هیواد حق کیږی یعنی دا اوبه د دواړو هیوادو شریکی اوبه وی. که چیری د دوه هیوادو اوبه دریم هیواد ته ولاړی شی بیا اتومات دا اوبه نړیوالی کیږی خو که چیری د یوه هیواد اوبه دوهم هیواد ته ولاړی شی او بیا بیرته لمړی هیواد ته راوګرځی دا اوبه د لمړی هیواد حق محسوبیږی خو دوهم هیواد د ابو د اندازی او په هغه سیمه کی د مسیر په اندازه حق آبه هغه دوهم هیواد ته ورکول کیږی. افغانستان د ابو ستونزه اوس د مرغاب سیند له وجه کیدای شی ترکمنستان سره ولری ځکه پخوا د مرغاب سیند دلتا په پنجده کی وه چی هغه سیمه د افغانستان ملکیت وه همدا راز پخوا له هند سره د ابو خبره وه چی زمونږ اوبه اباسین سیند ته تللی خو ستونزه حل وه او بیا له ایران سره وروسته له امیر دوست محمد خان څخه د سیستان او د ابو ستونزه د هلمند هریرود سیند په هکله څو ځلی راپورته شوه ځکه هلمند سیند چی د بابا له غره څخه پیل کیږی ټولټال ۱۱۵۰ کیلو متره په اوږد والی چی د ارغنداب سیند هم ورسره یوځای کیږی تر سیستان جهیل پوری ځی بیا راتاویږی د مارګو دښتی څخه د نمیروز تاسوکی او ګوډ زره پوری حتی که اوبه طوفانی وی تر بلوچستان پوری هم ځی په د اوږدوالی یواځی ۲۷ کیلو متره د ایران سره شریکی کیږی. لمړی ځل په کال ۱۸۷۱م د انګریز یو افسر په نوم د ګولډاسمید چی سیستان یی زمونږ او د فارس تر مینځ تقسیم یا وویشه خو د سیستان جهیل یی فارس ته ورکړمکر نهر جوړول یی منع کړل. دوهم ځل په کال ۱۹۰۵ بیا د انګریز بل جنرال د مکمهن په نوم د لانجه د حل لپاره ولاړ خو نوموړی داسی پریکړه وکړه چی یواځی هغه اوبه چی سیستان سیمی ته ځی هغه د هغه سیمی د لګښت لپاره دی. دا لانجه بیا د محمد ظاهرشاه په وخت کی راپورته شوه ځکه مخکینی پریکړی استعمار ښکیلاک یا پردویو کړی وی خو داځل په قانونی او رسمی توګه په کال ۱۹۷۲ د مارچ په میاشت کی د افغان استازی لمړی وزیر محمد موسی شفیق او د ایران استازی نخست وزیر امیر عباس هویدا تر مینځ د اوبو د نړیوالو اصولو پر بنیاد داسی پریکړه وشوه چی ایران خپله حق آبه په هره ثانیه کی ۲۲ متر مکعب اوبه اخلی خو ظارشاه د ښه ګاونډیتوب په وجه څلور متر مکعب نوری هم ډیری کړلی چی ټولټال ۲۶ متر مکعب ته ورسیدلی. دا تړون حدودأ ۱۲ ماده لری چی په پنځمه ماده کی ویل شوی متباقی پر ټولو اوبو افغانستان هر ډول چی غواړی حق لری. خو خبره دا ده چی ایران لمړی یو نهر بیا وروسته څلور نهرونه چی ۵۵ متر مکعب اوبه په هر ثانیه او اوس نهه نهره خلاف د تړون جوړ کړی چی ۱۵۰ متر مکعب اوبه په هر ثانیه کی ذخیره کوی بل دا چی هغه اوبه چی دوباره نیمروز ته راتللی هغه یی هم تړلی ځکه دا اوبه تر زاهدان او کرمان پوری هم رسوی د واټرپمپونو سربیره زمونږ اوبه په ډالرونو پر کویت قطر او په دوبی هم پلوری او د کوهک په نوم یی د برښنا بند هم جوړ کړی چی همدا بریښنا زمونږ په نمیروز او هلمند ځینو سیمو هم پلوری بیا هم حسن روحانی ادعا کوی چی افغانستان دی بندونه نه جوړوی ولی چی مفتخور اموخته شوی دی. ملګرو مونږ ته پکار ده چی یو څاڅکی د اوبو په یوه څاڅکی تیل بدل کړو ځکه نن په نړی کی زمونږ اوبه زمونږ اتومی انرژی ده. څیړنه او لیکونکی عزیز معارج