د افغانستان کالنۍ

په افغانستان کې د کالنۍ چاپولو سلسله په ١٣١١ کال کې د (سالنامه کابل) په خپريدو سره پيل شوه، چې بيا يې نوم په ١٣١٩ کال کې په (کابل کالنۍ) واوښت او په ١٣٣٠ کال کې افغانستان کالنۍ شوه. دې کالنۍ به هر کال د هېواد پېښې، د نړۍ پېښې، د دولتي دايرو اجراات او ترڅنگ يې مفيد او گټور اقتصادي، کلتوري، اجتماعي او معلوماتي مضمونونه خپرول او د هېواد د مهمو رجالو، تاريخي ځايونو او نورو عکسونه به يې درلودل، دا کالنۍ به هر کال د جشن په ورځو کې خپرېده. (سالنامه اقتصادي) يوه بله کالنۍ وه چې د تجارت د اطاقونو د انطباعاتو ادارې خپروله چې د ١٣٣٤ – ٢٩ – ٣٠ کلونو کې يې گڼې ليدلې شوې دي. د زيري ادبي جريدې هم په ١٣٥٦ کال کې د يوې کالنۍ د خپرولو تابيا وکړه چې چاپ شوې نسخې يې د ١٣٥٧ کال د غوايي د کودتا له کېدو سره په مطبعه کې توقيف شوې او بيا يې له لاسوهنو سره نشر کړه، چې ورپسې يې دوه کاله نور هم دوام وموند. په دې ترتيب د هېواد موقوتو خپرونو په پورتنيو بڼو خپلې دندې ترسره کولې.