د افغانستان موسیقی
د افغانستان موسيقي د کلاسيکي موسيقۍ، ولسي موسيقۍ او نوې مشهورې موسيقۍ له ډېرو ډولونو نه جوړه ده. افغانستان د ساز او سرود يو شتمن ميراث لري. د پارسي غاړو، هندي موسيقۍ جوړښتونو اصولو او له توکميزو ډلو د غږونو، لکه: د پښتنو، تاجیکانو او هزاره ګانو بڼې لري. د موسيقۍ وسايلو کې يې هم هندي تبله او هم د اوږدې غاړې عود کارول کېږي. د افغانستان کلاسيکه موسيقي د هندوستاني کلاسيکي موسيقې سره ډېره نژدې اړيکه لري، په داسې حال کې چې شعرونه يې تر ډېره بريده د کلاسليکې پارسي شاعرۍ نه اخستل شوي دي، لکه: د مولانا بلخي (رومي) او په مرکزي اسيا کې د اصلي اوسېدونکو ايراني روايتونه. د افغانستان په ډېره برخه کې په دوديز ډول اشعار په دري (پارسي) او پښتو کې دي. ګڼ توکميز ښار کابل، د اوږدې مودې لپاره کلتوري مرکز و، خو بهرنيانو غوښتل چې د هرات پر ښار ډېر تمرکز ولري، کوم چې د هغو روايتونو کوربه دی، کوم چې د نور هېواد په پرتله ايراني موسيقۍ ته ډېر نژدی دی. [۱][۲]
تاريخچه
سمولولسي او دوديزه موسيقي
سمولمذهبي موسيقي
سمولله موسيقۍ نه د افغانانو مفهوم تر ډېره بريده په وسايلو پورې تړلی دی، په همدې بنسټ له کومو مذهبي سندرو سره چې وسايل نه وي ملګري، هغه موسيقي نه بلل کېږي. د قرأن کريم تلاوت يو له هغو مهمو مذهبي اجرأاتو نه دی چې د موسيقۍ الات ورسره نه وي، لکه چې د صوفيانو د وجد د ذکر په مراسمو کې هغه سندرې وايي چې نعت يې بولي او د شیعه ګانو ځانله او ډله یيزو سندرو طريقه، لکه: مرثيه، منقساط، نوحه او روضه کارول. د کابل چشتيه صوفي ډله يوه استثنا لري او هغه دا چې: دوی د رباب، تبلې او هارمونيم په څېر وسايل، په خپلو عبادتونو کې کاروي، دې موسيقۍ ته تاتي وايي (يعنې د روح غذا). [۳]
هېوادپاله موسيقي
سمولد افغانستان لپاره ډېرې هېوادپاله سندرې جوړې شوې دي. يوه تر ټولو غوره سندره يې «دا زموږ زيبا وطن» ده (په پښتو ژبه کې)، چې استاد اولمير د ۱۹۷۰ز په لسيزې کې ويلې ده. يوه بله مشهوره سندره يې «وطن» ده چې عبدالوهاب مددي په پارسي ژبه کې ويلې ده. په ۱۹۸۰ز کال کې ثبت شوې دا سندره، د يوناني سندرې (انتونيس) یوه نمونه وړاندې کوي، چې ميکيس تيودوراکيس جوړه کړې ده. لومړۍ کرښه يې چې وايي: «وطن عشق تو افتخارم» ژباړه يې ده چې «زما هېواده، ستا مينه زما لپاره وياړ دی». د دې سندرې لحن له ملي سرود سره ډېر ورته والی لري.[۴]
کلاسيکل
سمولپه افغانسان کې يو دود نه، بلکې ډېر سندريز دودونه او ډولونه شته. دا جلا جلا دودونه او ډولونه د پېړېو په تېرېدو سره د ټولنو د لوړ توکميز، ژبني، سيمه ييز، مذهبي او طبقاتي مختلف غوراوي پر بنسټ منځ ته راغلي دي. د افغانستان موسيقي په ډېرو لارو ډلبندي کېدای شي. که څه هم دا عامه ده چې افغان موسيقي په ژبنۍ او سيمه ييزه ليکه ووېشل شي (د بېلګې په ډول، پښتو، پارسي، لوګري، شمالي او داسې نور)، خو زياته تخنيکي مناسبه ډلبندي به دا وي چې، د افغانستان د موسيقۍ د بېلا بېلو ډولونو توپير يوازې او يوازې د دوی د موسيقۍ د سبک پر بنسټ وشي. په همدې بنسټ افغان موسيقي په څلورو مرکزي ډلو وېشل کېدای شي: هندي کلاسيکي، محلي (ولسي او سيمه ييز سبک)، لويديځ او نور سبکونه چې په افغانستان پورې تړلي او بې ساري دي (په ځآنګړي ډول هغه چې پارسي خبرې کوونکو سندرغاړو خپل کړي دي) چې دې ته په ساده ډول، افغان موسيقي وايي.
هندي کلاسيک دود ډېر اغېزناک و. تر ۱۹۸۰ز کلونو پورې، په افغانستان کې د غوره هنرمندانو غوڅ اکثريت په هندي کلاسيک روايت کې روزنه تر لاسه کې وه. استاد سراهنګ، رحيم بخش، استاد ناشناس او ډېری نور سندرغاړي د دې سبک نوميالي پلويان وو. دې سبک په هندي راګا سبک د سندرو جوړولو او په غاړو سره د غزلو پر ويلو ټينګار کاوه چې د هندي کلاسيک او د دربار موسيقۍ سره ډېر ورته والی لري. د افغانستان کلاسيکي موسيقۍ ته «کلاسيک» وايي چې هم په کې د وسايلو غږول او هم په کې د اواز او نڅا راګونه شامل دي او هم په کې ترانې او غزلې. ډېری استادانو يا مسلکي موسيقارانو د شمالي هند کلاسيکه موسيقي په هندوستان کې زده کړې، له دوی نه ځينې يې هندي الاصله وو چې په ۱۸۶۰ز کلونو کې له هندوستان نه د کابل دربار ته راغلی وو. دوی له هند سره کلتوري او شخصي اړيکې ژوندۍ وساتلې – د شاګردۍ يا ودونو په مټ – دوی د موسيقۍ هندي اندونه او ويي کارول، د بېلګې يه ډول راګ (د غاړو يوه بڼه) او تال (د سور اوښتون). د افغانستان په کلاسيکو سندرغاړو کې مرحوم استاد محمد حسین سراهنګ (۱۹۲۴-۱۹۸۳) شامل دی، څوک چې د شمالي هندي کلاسيکې موسيقۍ د پټيالا ګرانا یو ماهر سندرغاړی و، په هندوستان او پاکستان کې د استاد باده غلام علي خان د هممهالي په توګه ډېر مشهور دی. د «پای اشک» په نوم د هغه د سندرې جوړښت، د هندي فلم «میری سايا» د سروکي سندرې په توګه کارول شوی و. د افغانستان په سويلي سيمو کې عبيدالله کندهاري ته د پښتو موسيقۍ د پاچا په سترګه کتل کېږي. هغه په ۱۹۸۰ز کلونو کې مړ شو، خو له هېواده بهر مېشت پښتانه، اوس هم د هغه له موسيقۍ خوند اخلي، په ځانګړي ډول په کندهار-کويټه سيمو کې ميشت پښتانه. نور کلاسليکي سندغاړي استاد قاسم، استاد رحيم بخش او استاد ناتو دي.[۵][۶]
دويمه ډله چې محلي (ولسي) موسيقي ده، له ډېرې تنوع نه برخمنه ده. دا ډله د ولسي او سيمه ييز سبک ډېر ډولونه لري چې له بهرني اغېز پرته اصلي بشپړتيا ته رسېدلې دي. په دې سبکونو کې قطغني، لوګري، قرصک او نور شامل دي. کوم چې په افغانستان کې د يوې سيمې يا يوې ژبنۍ ډلې ځانګړتيا ده. په دې ډله کې ځينې نوميالي هنرمندان: هماهنګ، بيلتون او داسې نور شامل وو. ځينې نور سندرغاړي چې د دې ژانر (نوږ) پورې اړوند نه وو، په قطغني، لوګري قرصک او داسې نورو سبکونو کې يې سندرې ثبت کړې دي. د دې هر يو بڼې خپله ډلبندي درلودله (دوی د هندي کلاسلیکو راګونو له مقياس نه ګټه نه پورته کوله، نه يې لويديځ د لوړې او کوچنۍ کچې له پيمانې کار اخيست) او تر ډېره بريده په کې ښې پېژندل شوې سندرې رانښتې وې، د چا د سندرو جوړښت او اشعار چې په بنسټيز ډول د پېړيو په اوږدو کې تکامل ته رسېدلي. که څه هم د دوی اعشار ژور وو، بيا هم ساده او د سترو پارسي او پښتو شعري دودونو له شعارانه پېچلتيا نه خالی وو.
په افغانستان کې تر ټولو مشهور موسيقي دودونه د پښتو (کوم چې په يو وخت کې هم تر ولسي او هم تر هندي کلاسيک دود پورې اړوند دي) او سوچه افغاني موسيقۍ سبک دی. د افغانستان سوچه موسيقي سبک، د افغان سندرغاړي احمد ظاهر له خوا مشهور شو. دا سبک په لومړي سر کې ډېری دري ژبي مينه وال لري، سره له دې چې له سيمه ييز او طبقاتي خنډونو نه هم پورته دی. دې سبک له ګڼو نورو دودونو نه، لکه: هندي، ايراني، منځني ختيځ او ولسي افغان دودونو نه يو څه پور کړي، خو طرزونه په داسې يوه غږ کې سره سکڼي چې يوازې تر افغانستان پورې خاص دي او د افغانانو د سندرې، شاعرۍ، سور او ارکستري خوند لري چې د افغانستان د دري ژبو له ذوق سره برابر دی. له ۱۹۷۰ز کلونو راهيسې د پارسي ژبو غوڅ اکثريت سندرغاړي تر دې ژانری (ډول) پورې اړه لري. له احمد ظاهر پرته، د دې سبک اوسنی بریالی پلوی فرهاد دریا دی، خو د دې موسيقي دود پنځوونکی يو بل افغان سندرغاړی دی چې عبدالرحيم ساربان نومېده. د سازبان سندرو، د فارسي ژبې د افغان موسيقۍ د غږ يوه ځانله نمونه جوړه کړه، کومه چې د اوسنۍ افغان موسيقۍ تر ټولو مشهور سبک له ځآنګړتيا نه برخمنه ده.
سرچینې
سمول- ↑ Simon Broughton, Mark Ellingham, Richard Trillo. (1999) "World Music: Latin & North America, Caribbean, India, Asia and Pacific" p.3 [۱]
- ↑ Doubleday, pg. 4
- ↑ Mikalina Archived 2005-11-04 at the Wayback Machine.
- ↑ War, Exile and the Music of Afghanistan: The Ethnographer’s Tale by John Baily
- ↑ Doubleday, pg. 3
- ↑ Mikalina Archived 2005-11-04 at the Wayback Machine.