د افغانستان د ولسمشر د دفتر رياست

د افغان ولسمشر د دفتر رياست يا دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر ریاست دنده لري چې په جمهوررئیس پورې اړونده ټول فعالیتونه په منظمه توگه برابر او تنظیم کړي. دغه دفتر دموقتې ادارې له جوړیدو راپه دیخوا په کار پیل وکړ خو په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال کې دجمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته دیو خپلواک بودجوي واحد په توگه دحکومت په اداري چوکاټ کې ومنل شو.

له ۲۰۰۲م.ز کال ـ ۲۰۱۱م. ز کاله رئيسان سمول

ښاغلو سید طیب جواد، محمد عمر داودزی ،جاوید لودین او محمد عمر داودزی په ترتیب سره ددغه دفتر درئیسانو په توگه دندې ترسره کړي دي.

اوس مهال ۲۰۱۲م. زېږديز کې رئيسان سمول

اوس مهال ښاغلی عبدلکریم خرم دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر درئیس په توگه دنده ترسره کوي.د دفتر ریاست درې مرستیالان لري ، چې هر یو ښاغلی » يوه اغلې حمیرالودین اعتمادی، محمدقاهر حیدری او ظاهرغوث د دې ریاست د مرستیالانو په توگه دنده ترسره کوي.

د افغان ولسمشر د دفتر رياست دغه لاندې نهه ریاستونه ترلاس لاندې لري: سمول

  1. ۱ـ دمطبوعاتو ریاست
  1. ۲ـ دتشریفاتو ریاست
  1. ۳ـ دپروگرامونو ریاست
  1. ۴ـ دپالیسۍ ریاست
  1. ۵ـ دکادرو پرسونل ریاست
  1. ۶ـ دمالی ریاست
  1. ۷ـ دارگ دخدماتو ریاست
  1. ۸ ـ دتهیی اوتدارکاتو ریاست
  1. ۹- دبیارغونې او ساتنې او څارنې ریاست

دمطبوعاتو ریاست: سمول

دغه دفتر دخبر، تولید، درسنیو دڅیړلو، ویپ پاڼې، له رسنیو سره داړیکو دټینگښت، ولایتي څانگه، آرشیف او اداري برخې لري چې دجمهوري ریاست دعالي مقام ددفتر ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي. دجمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر دنده لري، هر هغه څه چې دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهوررئیس په فعالیتونو پورې اړوندیږي،درسنیو له لارې دخلکو دخبرتیا په موخه ورسوياو دکورنیو او بهرنیو مهمو پیښو په اړه دجمهوررئیس لرلید بیان کړي او همداراز دهېواد او نړۍ دحالاتو په اړه عمومي افکار جمهوررئیس ته راولیږدوي.

دجمهوري ریاست دمطبوعاتي دفتر رئیس چې پردغې دندې سربیرهدجمهوررئیس دویاند په توگه هم دنده ترسره کوي، دوه مرستیالان لري.

ښاغلوډاکتر احمد یوسف نورستاني، سید فضل اکبر، جاوید لودینکریم رحمیي،همایون حمیدزاده او وحید عمر دموقتې ادارې له جوړیدو را په دیخوا دجمهوري ریاست دویاندویانو او دمطبوعاتي دفتر د رئیسانو په توگه دندې ترسره کړي دي.

اوس مهال وياند او مطبوعاتي رئيس سمول

ښاغلی ایمل فیضي دجمهوري ریاست ویاند او د مطبوعاتو درئیس په توگه دنده ترسره کوي

دتشریفاتو ریاست: سمول

دجمهوري ریاست دعالي مقام دتشریفاتو ریاست دټولو مراسمو، کتنو، دهېواد په دننه او بهر کې دجمهوررئیس میلمنو ته دهرکلي ویلو، ترتیب او تنظیم مسوولیت په غاړه لري.

دغه راز دسوغاتونو ډالۍ، دمیلمنو هرکلی، د میلمستیاو برابرول ددغه ریاست له ورځنیو دندو څخه گڼل کېږي.

دموقتې ادارې له جوړیدو راپه دیخوا ښاغلو عتیق الله عاطفمل، ولي منور او حامد اکرم په ترتیب سره ددغه دفتر درئیسانو په توگه دندې ترسره کړي دي.

دپروگرامونو ریاست: سمول

دغه ریاست دهېواد د جمهور رئیس دپروگرامونو او کتنو دترتیب او تنظیم مسوولیت په غاړه لري.

دغه اداره دنده لري چې دجمهوررئیس دکتنو جدول برابر او هغه مراسم چې له ارگ څخه دباندې ترسره کېږي او جمهور رئیس په هغه کې گډون کوي، وڅیړي.

همداراز دجمهور رئیس د ویناو د مهمو ټکو برابرول هم ددغه ریاست له دندو څخه شمېرل کېږي.

دغه اداره یو رئیس، دوه مرستیالان او ۱۵تنه کارکوونکي لري. پخوا ددې ریاست مشر ارشاد احمدی ؤ، اوس ښاغلی هدایت الله ذاهد د پروگرامونو ریاست د رئیس په تو گه دنده ترسره کوي.

دپالیسۍ ریاست: سمول

دغه ریاست په کال ۱۳۸۶ لمريز کې نوی دعالی مقام ددفتر ریاست په چوکاټ کې جوړ شو ، دغه څانگه ددولت کاري دندې ، د پالیسۍ په هکله اسنادو ته لاس رسی ، دعملي کارونو ویش او د دولتي مالوماتو په برخه کې دتبادلې ملکاري په غاړه لري . دغه راز دغه ریاست ددولت دپالیسیو په هکله اطلاعاتی بانک جوړوي دغه راز دکارپېژندو دنظرونو اود عامو خلکو دنظرونو راټولول ددې ریاست دندې دي . صبغت الله سنجر له پیله تراوسه ددې ریاست مشري په غاړه لري.

دکادراو پرسونل ریاست: سمول

دغه ریاست دکارکوونکو داستخدام، معاشونو، ترفیع، تقاعد، تشکیل، حاضري او دجمهوري ریاست دکارکوونکو د ژوندلیکونو د ترتیب دنده په غاړه لري.

دغه ریاست همدارنگه دټولو کارکوونکيو دحقوقو داجرا او دلیکونو لیږد رالیږد په غاړه لري . دغه ریاست په لومړی سر کې داداری ریاست اوبیا وروسته په کال ۱۳۸۵ کې دکادر اوپرسونل ریاست په نامه یی نوم تعدیل شو.دغه ریاست یو ریئس، یو مرستیال پنځه امرینه او څوارلس تنه کارکوونکي لري.ښاغلی شجاع امل له پیله تراوسه ددی ریاست مشری په غاړه لری.

مالي ریاست: سمول

دغه ریاست د جمهور رېيس عالی مقام له مهمو ریاستونو څخه گڼل کیږی . دغه ریاست دپراخیتایی بودجې اوعادی بودجې دپلان ترتیب دبودجې لپاره دمصرفی کودنو ترتیب ، دبودجې له مصارفو نه کنترول ، دمالی رپوټونو جوړول په غاړه لری ، دغه راز دمالی وزارت ته دکلنی اومیاشتنی رپوټونو جوړول ، دمالی اسنادو بررسی اودثبتولو بهیر هم تعینوی ، په مالی اوحسابداری برخه کې دکارکونکو دمهارتونو لوړول ، اود ټولو معاملاتو دپړاوونو ترسره کول ادمحاسبې دپای ته رسولو دپلان جوړول په غاړه لری .

په موقته اداره کې ددغې څانگې دجوړیدونه تراوسه پوری ښاغلی عزیزالله صدیقي ددې ریاست مشري په غاړه لري .

دخدماتو ریاست : سمول

دغه اداره دجمهوري ریاست دکارکونکوو او دهغو میلمنو لپاره چې دجمهوررئیس دلیدو لپاره ارگ ته راځي دترانسپورتي او خدماتي وسایلو دبرابرولو دنده په غاړه لري، پر دې سربیره کارکونکوو او دهېواد دجمهوررئیس دمیلمنو لپاره دخوړو دپخولو او برابرولو دنده هم ترسره کوي. دموقتی دوری له پیله ښاغلو نادرخان ، حبیب الله او محمد نعیم صدیق په ترتیب سره ددې ریاست مشران و، او ښاغلی عیسی خان ددغه ریاست درییس په توگه دنده ترسره کوی.

دتهیې او تدارکاتو ریاست: سمول

ددغه ریاست دجوړیدو کال ۱۳۸۷ دی دجمهوري ریاست ټولې لوژستیکي چارې ددغې ادارې په غاړه دي. دغه اداره هڅه کوي چې دقرطاسیې او خوړو په شمول د جمهوررئیس ددفتر او دجمهوري ریاست دکارکوونکو ټول کورني او دفتري وسایل برابر کړي.

ښاغلی بشیر احمد قادري ددغه ریاست دکار له پیله تراوسه پوری ددغه ریاست درییس په توگه دنده ترسره کوی

دبیارغونې، ساتنې او څارنې ریاست: سمول

دجمهوري ریاست دټولې محوطې بیارغول، ساتنه اوڅارنه ددغې ادارې له دندو څخه گڼل کېږي. دغه ریاست دنده لري چې دارگ دبیارغونې پروگرام برابر او عملي یې کړي. پر دې سربیره دغه دفتر دنیالیگیو دکینولو ، اوبو کولو، دچمن دساتنې دودانیو دجوړولو دنده لری همدارنگه دارگ دانگړ او دنورو ودانیو اوقصرونو دساتنې اوپاکونې مسوولیت هم په غاړه لري.

ښاغلی انجنیرمحمد حسن نواب او احمد ولید هویدا ددغه ریاست درئیسانوپه توگه دنده ترسره کړیده. اوس مهال انجنیر شریف هاشم د دی ریاست د رئیس په توگه دنده ترسره کوی.

سرچينې سمول

د حامد کرزي شخصي پاڼه