د افغانستان د بيا رغونې وجهي صندوق

دافغانستان د بيارغونې وجهي صندوق د ۱۳۸۱ کال د وري په مياشت کې د افغان حکومت له متناوبو لگښتونو سره د بسپنه ورکوونکو د مالي مرستو د همغږۍ په موخه جوړ شو. دا صندوق اوسمهال د افغانستان د حکومت اصلي بودیجې( په .....مخ کې ملي بودیجه وگورﺉ) نه يواځې د معاشونو او لگښتونو په برخه کې بلکه د لومړيتوب لرونکو پروگرامونو لپاره چې موخه یې د هیواد د په پام کې نیولوشوو ملي پراختيايي موخو ته رسیدل دي، د مرستو د لېږد تر ټولو ارزښتناک ميکانيزم دی. د ۱۳۸۹ کال د لړم له مياشتې راهيسې د 30 مرستندويه هېوادونو له خوا له دې صندوق سره تر ۴.۵۲ ميليارډ ډالرو دمرستې ژمنې شوي دي. د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق د مديره کميټې غړي دا دي: نړيوال بانک (اداره کوونکی)؛ اسلامي پراختيايي بانک (IDB)، د آسيا پراختيايي بانک (ADB)، د افغانستان لپاره دملگرو ملتونو مرستندویه پلاوی (UNAMA) او د ملگرو ملتونو پراختيايي پروگرام (UNDP). د ۱۳۸۸ (۲۰۰۹-۲۰۱۰) کال په اوږدو کې وجهي صندوق د بسپنه ورکوونکو له مرستې څخه ۶۵۷ ميليون ډالره ترلاسه کړل. او په ۱۳۸۹ کال (۲۰۱۰-۲۰۱۱) کې دغه ژمنې ۸۹۰ ميليون ډالرو ته لوړې شوي. د دې صندوق له پرانیستلو څخه د ۱۳۸۹ کال د وږې تر میاشتې پورې ۲.۱ میلیون ډالره حکومت ته د بیرته راگرځیدونکو لگښتونو د بودیجې په توگه او ۱.۱۵ ملیون ډالره نور د پانگونې د پروژو لپاره ورکړل شوي دي. حکومت مرستندويان هڅوي څو د نادولتي سازمانونو او نورو فعالینو پر ځای د افغانستان د بيارغونې د وجهي صندوق له لارې خپلي مالي مرستې سمبالې کړي ،ځکه چې دغه صندوق د بيارغونې په بهيرکې د افغانانو د واک د زياتولو، د مرستو د همغږۍ او د څرک د معلومولو او د روڼوالي د زیاتولو يوه ښه وسيله گڼي. مرستندويان له صندوق سره د مرستې پرمهال کولای شي د حکومت ځانگړي پروژه یا پروگرام غوره کړي؛ دغه غوره توب د یوې ادارې د کلنۍ مرستې تر 50 سلنې پورې محدودیږي. د افغانستان دبيارغونې وجهي صندوق د گڼ شمیر ملي پراختيايي پروگرامونو لکه د ملي پيوستون پروگرام (NSP)، د بېړنۍ کارموندنې ملي پروگرام (NEEP)، د ښوونيز کیفیت د ودې پروژه (EQUIP)، د مخابراتو بېړنۍ پروژه، د افغانستان لپاره د کوچنیو پورونود پانگه اچونې د ملاتړ اداره (MISFA) او د کليو او ښارونو د اوبو رسولو او د روغتیا ساتنې له پروژو سره مالي مرسته کړې ده. په دې وروستيو کې د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق د مالي مرستو لور هغو پروژو ته چې د عدلي سکټور د ستراتیژۍ (JSR) برخه جوړوي او د ملکي خدمتونو د مدیریت د وړتیا د لوړولو پروگرام ته او همدارنگه په وزاتونو کې د وړتیا لرونکو افغانانو د گومارولو هڅو ته اړول شوی دی. د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق له دوهمې بهرنۍ بیا کتنې څخه وروسته چې د ۱۳۸۷ کال د زمري په میاشت کې بشپړه شوه د افغانستان د ملي پراختیايي ستراتیژۍ د لومړیتوبونو د پلي کولو د هڅونې په موخه په پروگرام پورې خورا اړوند، سکټور ته متمایل مالي میکانیزم پر لور یې بدلون وموند. د ۱۳۸۷ کال د لیندۍ په میاشت کې ددې صندوق بسپنه ورکوونکي او د افغانستان حکومت د افغانستان د بیا رغونې د وجهي صندوق د بیا گرځیدونکي لگښت په برخه کې د یو هڅوونکي پروگرام په رامینځ ته کیدو موافقه وکړه. د هڅوونکي پروگرام موخه د حکومت د سمون د اجندا ملاتړ او د مالي ثبات پر لور پرمختگ دی. د حکومت له بودیجې سره مالي مرستې د رښتینو کړنو پر بنسټ ورکول کیږي. د دغه صندوق لوی مرستندويان انگلستان، د امریکې او کاناډا هیوادونه دي. نور مرستندويان د 15 اروپايي هېوادونو په گډون، داروپا کميسيون، هند، ايران، ترکيې، استراليا او د خليج هېوادونه دي.