د ابو څخه د انرژۍ تر لاسه کول (د اوبو د ځواک په مټ ځينې کارونه کول)


د اوبو انرژي، چې د اوبو د ځواک (طاقت) په نوم هم پېژندل کېږي، په دې موخه د راغورځېدونکو يا په تېزۍ سره بهېدونکو اوبو کارول دي چې برېښنا ځينې توليد شي يا د ماشينونو د چلولو لپاره انرژي ورڅخه تر لاسه شي. دا د اوبو د سرچينې د جاذبي د وړتيا يا خوځنده انرژۍ په مټ تر لاسه کېږي، څو انرژي توليد کړي. د اوبو ځواک د پايدارې انرژۍ د توليد يوه طريقه ده.[۱]

له لرغونو زمانو راهيسې، د اوبو له ژرندو (ارهټونو) څخه پيدا کېدونکې د اوبو انرژي د نوې کېدو وړ انرژۍ د سرچينې په توګه د اوبه خور او ماشيني وسايلو د استعمال لپاره کارول شوې ده، لکه ژرندې، د اره کولو کارخونې، د اوبدلو کارخونې، لوی څټکونه، د لنګر جرثقيلونه، داخلي پورته کوونکی او د کاني ډبرو کارخونې. «ټرومپ»، کوم چې له راغورځېدونکو اوبو څخه ډبله هوا توليدوي، کله کله د دې لپاره کارول کېږي چې په لرې ځای کې نورو ماشينونو ته انرژي مهيا کړي.[۲][۳]

اوسمهال د اوبو انرژي په بنسټيز ډول د اوبو په مټ د برېښنا د توليد د ځواک په توګه کارول کېږي او دا د انرژۍ د زېرمه کولو نظام د نيمايي په توګه هم استعماليږي، کوم چې د پمپ شوې زېرمې له اوبو توليد شوې برېښنا په نوم پېژندل کېږي.

د اوبو ځواک د فاضله موادو د سون توکو يو د پام وړ بديل دی، ځکه چې کاربن ډای اکسايډ يا نور هوا ککړونکي نه توليدوي او په پرتليز ډول د طاقت (برېښنا) یوه باثباته سرچينه برابروي. له دې سره سره، اقتصادي، ټولنيز او چاپيرياليز جانبي عوارض لري او د اوبو پوره اندازې ځواک لرونکې انرژۍ ته اړتيا لري، لکه سمندر يا يو لوړ جهيل (ناور). د نړيوال بانک په څېر نړيوالې ادارې د اوبو ځواک ته د اقتصادي پرمختګ د کم کاربن د وسيلې په سترګه ګوري.[۴][۵]

تاريخسمول

شواهد څرګندوي چې د اوبو طاقت د اصولو تاريخ تر لرغوني يوناني مدنيت پورې رسېږي. نور شواهد ښيي چې د اوبو څرخ په خپلواک ډول د همدې پړاو په شا او خوا کې په چين کې جوړ شوی دی. د اوبو د څرخ او د اوبو د ژرندې د شواهدو تاريخ په څلورمه مخزېږديزه پېړۍ کې د لرغوني نژدې ختيځ سيمې ته رسېږي. سربېره پر دې، شواهد ښيي چې د اوبه خور د ماشينونو لپاره د اوبو د طاقت د کارولو تاريخ تر لرغونو مدنيتونو پورې رسېږي، لکه سومر او بابلونيا. مطالعو ښودلې ده چې د اوبو څرخ د اوبو د ځواک د کارولو ابتدايي بڼه وه او  دا به يا د انسانانو يا ژويو له خوا چلېدل.[۶][۷][۸]

په رومي سترواکۍ کې، د اوبو په ځواک چلېدونکې ژرندې په لومړۍ مخزېږديزه پېړۍ کې د «وټروويس» له خوا معرفي شوې وې. د «برابيګل» ژرندې چې په اوسنۍ فرانسه کې موقعيت لري، د اوبو شپاړس څرخونه درلودل چې په يوه ورځ کې اته ويشت ټنه غلې دانې پروسس کولای شي. په روم کې د اوبو څرخونه همدا راز د مرمرو د اره کولو لپاره هم کارول شوي دي، لکه د درېيمې پېړۍ د وروستيو د «هيراپوليس» د ارې کارخونه. دا ډول د ارې کارخونې د اوبو څرخ درلود چې دوه مار پېچ په پای کې سره تړلې ډنډې يې درلودې، څو دوه ارو ته طاقت ورکړي. دا همدا راز د شپږمې پېړۍ د ختيځې رومي د ارو په دوه ماشينونو کې هم ليدل شوي دي چې په ترتيب سره په «افيسس» او «ګيراسا» کې د کيندنو پر مهال موندل شوي دي. د دې رومي اوبو کارخونو د مارپېچ او نښلونکي ډنډې طريقه د اوبو د کارخونې تاويدونکی حرکت د ارې د پلونو حرکت په خطي حرکت بدل کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د هان واکمنې کورنۍ پر مهال (۲۰۲مخزېږديز – ۲۲۰ز) په چين کې د اوبو د ځواک په مټ کارېدونکو سترو څټکونو او بنيو (بنۍ) په اړه فکر کېدو چې د اوبو د لپکيو (ډولچو) په واسطه چلېدل. په هر حال، ځينې تاريخ پوهانو وړاندېز کړی چې د اوبو د څرخونو پر مټ چلېدل. دا له هغه وخته ده، له کومه چې دا اند وړاندې شوی چې د اوبو لپکۍ دومره ځواک نه لري چې د نغري لوړه بونۍ په حرکت راولي. په ډېرو متنونو کې د هان د اوبو د څرخونو تشريح شوې ده؛ په دوی کې ځینې يې تر ټولو پخواني «جيجيوپين» قاموس دی چې تر ۴۰ مخزېږديز پورې اړه لري، د «يانګ ژيونګ» متن د «فانګيان» په نوم پېژندل شوی چې د ۱۵ مخزېږديز اړوند دی، تر څنګ يې « Xin Lun» دي، کوم چې د ۲۰ز په شا اوخوا کې د « Huan Tan» له خوا ليکل شوي دي. دا هماغه مهال و، کله چې انجنير « Du Shi» (۳۱ مخزېږديز) د وسپنې څخه د اشکالو د جوړولو لپاره پر ميل لرونکي بنۍ د اوبو ځواک څخه کار اخستی.[۱۳][۱۴][۱۵]

د اوبو د طاقت د استعمال يوه بېلګه په ځمکه کې د کانونو د رګونو د پیدا کولو لپاره موندل کېږي. د ځمکې د کانونو د رګونو موندل د اوبو د هغه ځواک د څپو کارول دي، کومې اوبه چې د فلزي کاني ډبرو په را ايستلو کې له يو زېرمه ځای څخه خوشې کېږي. دا طريقه تر ټولو لومړی په «ويلز» کې له ۷۵ز کال راهيسې د «ډولاکوتي» سرو زرو په کانونو کې کارول شوې ده. دې طريقې ته وروسته په اسپانيه کې په کانونو کې لا وده ورکړل شوه، لکه د « Las Médulas» په کان کې. په ځمکه کې د کانونو د رګونو د رالوڅولو طريقه په منځنیو پېړیو او وروستیو پړاونو کې په برتانيه کې په پراخه کچه وکارول شوه، تر څو په دې ډول د سرپ او د قلعي کانونه راوباسي. وروسته په «هايډروليک» کان کيندنه کې جوړ شو، کله چې په نولسمه پېړۍ کې د کلفورنيا د سرو زرو د راايستلو په هلو ځلو کې کار ځینې واخيستل شو.[۱۶]

اسلامي سترواکي په پراخه سيمه خپره وه، په بنسټيز ډول په اسيا او افريقا او تر څنګ يې په شا اوخوا سيمو کې. د اسلامي زرين تاريخ او عرب کرنيز انقلاب پر مهال (اتمې څخه تر ديارلسمې پېړۍ) د اوبو ځواک څخه په پراخه کچه کار اخيستل کېدو او جوړ شوي دي. د سمندري ځواک لومړی استعمال د سترو هايډروليک کارخونو له مجتمعاتو سره منځ ته راغی. په دې سيمه کې د اوبو په مټ چلېدونکي صنعتي کارخونو يوه پراخه لړۍ استعمالېده، په کومو کې چې د اوبدلو کارخونې، د غلو دانو ژرندې، د کاغذ کارخونې، د غلو دانو غوبل کول، د اره کولو کارخونې، د بېړيو په مټ میده کوونکې کارخونې، د ميده کولو کارخونې، د وسپنې کارخونې، د بورې کارخونې او د اوړو کولو کارخونې شاملې وې. تر يوولسمې پېړۍ پورې، د ټولې اسلامي سترواکۍ په هر ايالت کې دا ډول صنعتي کارخونې فعالې وې، له الاندلس او شمالي افريقا څخه نيولې بیا تر منځني ختيځ او مرکزي اسيا پورې. مسلمانو انجنيرانو همدا راز د اوبو په ژرندو او اوبو پورته کولو ماشينونو کې ګيرونو (ګراريو) څخه په کار اخيستلو سره د اوبو د توربينونو څخه هم کار اخيستی. دوی همدا راز د اوبو د ځواک د سرچينې په توګه د اوبو د زېرمو په جوړولو کې هم مخکښ دي، د دې لپاره يې کارول چې د اوبو ژرندو او اوبو پورته کولو ماشينونو ته ځواک برابر کړي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سربېره پر دې، مسلمان ميخانيک انجنير الجزري (۱۱۳۶-۱۲۰۶) د «د ابتکاري ميخانيکي وسايلو علم» په نوم په خپل کتاب کې د پنځوسو وسايلو جوړښت تشریح کړی دی. ډيری دا وسايل د اوبو د ځواک په مټ چلېدل چې په هغې کې ساعتونه، د شرابو د مهيا کولو يوه وسيله او له سمندرونو يا جهيلونو څخه د اوبو د پورته کولو پنځه وسايل شامل دي، په دې کې درې يې د حيواناتو د ځواک پر مټ چلېږي، يو يې يا په اوبو يا په حيواناتو چلېدای شي. سربېره پر دې، په دې وسايلو کې يوه اوږده پټۍ شامله وه چې ډولچې پکې نښلول شوې وې، د غوا په زور چلېدونکې یوه سلواغه وه (د اوبه خور يوه اله چې کرین ته ورته وه) او يوه تلونکې راتلونکې اله وه چې ځوړند والونه يې درلودل.[۲۱]

په نولسمه پېړۍ کې، فرانسوي انجنير «بينويټ فورنيرون» د اوبه ييز ځواک لومړی توربين جوړ کړ. دا اله په ۱۸۹۵ز کال کې د «نياګرا فالس» په سوداګريز مرکز کې عملي کړای شوې وه او تر اوسه فعاله ده. د شلمې پېړۍ په لومړيو کې، انګريز انجنير «ولیام ارمسټرانګ» لومړی خصوصي بريښنايي ځواک مرکز جوړ او فعال کړ، کوم چې د انګلستان د «نارتهمبرلينډ» په «کرګسايډ» کې د هغه په کور کې واقع و. په ۱۷۵۳ز کال کې، فرانسوي انجنير «برنارډ فاريسټ ډي بيليډور» د « Architecture Hydraulique» په نوم خپل کتاب خپور کړ، کوم کې چې عمودي محور او افقي محور هايډرولک ماشینونه تشريح شوي وو.[۲۲][۲۳]

د صنعتي اوښتون مخ پر وده غوښتنې پرمختګ ته هم وده ورکړه. په برتانيه کې د صنعتي انقلاب په پيل کېدو سره، د اوبو ځواک د نويو اختراعاتو لپاره مرکزي سرچينه وه، لکه د «رچارډ ارک رايټ واټر فريم» لپاره. که څه هم د اوبو ځواک په ډېرو سترو کارخانو او توليد ځايونو کې د بخار ځواک ته هم لاره برابره کړه، بيا هم په اتلسمه او نولسمه پېړۍ کې د ډېرو کوچنیو کارونو لپاره کارېدلو، لکه د وسپنې ويلې کولو کوچنیو نغريو کې (د بېلګې په ډول، د ډيفي نغری) او د غلو دانو په ميده کولو کې، لکه کوم چې د «سينټ انتوني فالس» کې جوړ شوي، کوم چې د «مسيسيپي» په درياب کې له پنځوس فوټه (۱۵ متره) څخه راغورځېږي.[۲۴][۲۵]

سرچينېسمول

  1. Egré, Dominique; Milewski, Joseph (2002). "The diversity of hydropower projects". Energy Policy 30 (14): 1225–1230. doi:10.1016/S0301-4215(02)00083-6. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0301421502000836. 
  2. Hill, Donald (2013). A History of Engineering in Classical and Medieval Times. Routledge. د کتاب پاڼي 163–164. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317761570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Egré, Dominique; Milewski, Joseph (2002). "The diversity of hydropower projects". Energy Policy 30 (14): 1225–1230. doi:10.1016/S0301-4215(02)00083-6. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0301421502000836. 
  4. Bartle, Alison (2002). "Hydropower potential and development activities". Energy Policy 30 (14): 1231–1239. doi:10.1016/S0301-4215(02)00084-8. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0301421502000848. 
  5. Howard Schneider (په 8 May 2013 باندې). World Bank turns to hydropower to square development with climate change.
  6. Munoz-Hernandez, German Ardul; Mansoor, Sa'ad Petrous; Jones, Dewi Ieuan (2013). Modelling and Controlling Hydropower Plants. London: Springer London. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4471-2291-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Reynolds, Terry S. (1983). Stronger than a Hundred Men: A History of the Vertical Water Wheel. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-7248-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Breeze, Paul (2018). Hydropower. Cambridge, Massachusetts: Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-812906-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Oleson, John Peter (30 Jun 1984). Greek and Roman mechanical water-lifting devices: the history of a technology. Springer. د کتاب پاڼې 373. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-277-1693-5. کينډۍ:ASIN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Greene, Kevin (1990). "Perspectives on Roman technology". Oxford Journal of Archaeology 9 (2): 209–219. doi:10.1111/j.1468-0092.1990.tb00223.x. https://www.semanticscholar.org/paper/PERSPECTIVES-ON-ROMAN-TECHNOLOGY-Greene/042c5052b73e5deedf378d822686aa83fa3255f7. 
  11. Magnusson, Roberta J. (2002). Water Technology in the Middle Ages: Cities, Monasteries, and Waterworks after the Roman Empire. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0801866265. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Hill, Donald (2013). A History of Engineering in Classical and Medieval Times. Routledge. د کتاب پاڼي 163–164. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781317761570. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reynolds, Terry S. (1983). Stronger than a Hundred Men: A History of the Vertical Water Wheel. Baltimore: Johns Hopkins University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8018-7248-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Lucas, Adam (2006). Wind, Water, Work: Ancient and Medieval Milling Technology. Leiden: Brill. د کتاب پاڼې 55. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Needham, Joseph (1986). Science and Civilisation in China, Volume 4: Physics and Physical Technology, Part 2, Mechanical Engineering. Taipei: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 370. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-05803-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Nakamura, Tyler, K.; Singer, Michael Bliss; Gabet, Emmanuel J. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Remains of the 19th Century: Deep storage of contaminated hydraulic mining sediment along the Lower Yuba River, California"]. Elem Sci Anth 6 (1): 70. doi:10.1525/elementa.333. 
  17. Hoyland, Robert G. (2015). In God's Path: The Arab Conquests and the Creation of an Islamic Empire. Oxford: Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780199916368. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. al-Hassan, Ahmad Y. "Transfer Of Islamic Technology To The West, Part II: Transmission Of Islamic Engineering". History of Science and Technology in Islam. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ فبروري ۲۰۰۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lucas, Adam Robert (2005). "Indsutrial Milling in the Ancient and Medieval Worlds: A Survey of the Evidence for an Industrial Revolution in Medieval Europe". Technology and Culture 46 (1): 1–30. doi:10.1353/tech.2005.0026. https://www.jstor.org/stable/40060793. 
  20. al-Hassan, Ahmad Y. (1976). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Taqī-al-Dīn and Arabic Mechanical Engineering. With the Sublime Methods of Spiritual Machines. An Arabic Manuscript of the Sixteenth Century."]. Institute for the History of Arabic Science, University of Aleppo: 34–35. 
  21. Jones, Reginald Victor (1974). "The Book of Knowledge of Ingenious Mechanical Devices by Ibn al-Razzaz Al-Jazari (translated and annotated by Donald R Hill)". Physics Bulletin 25 (10): 474. doi:10.1088/0031-9112/25/10/040. https://iopscience.iop.org/article/10.1088/0031-9112/25/10/040. 
  22. "History of Hydropower". US Department of Energy. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۱۰ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Breeze, Paul (2018). Hydropower. Cambridge, Massachusetts: Academic Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-12-812906-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Hydroelectric Power". Water Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Perkin, Harold James (1969). The Origins of Modern English Society, 1780-1880. London: Routledge & Kegan Paul PLC. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780710045676. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)