دوولسم پاپ پیوس

دوولسم پاپ پیوس (په ایټالوي: Pio XII)، د زیږېدنې د وخت نوم ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي (ایټالوي تلفظ: [euˈdʒɛːnjo maˈriːa dʒuˈzɛppe dʒoˈvanni paˈtʃɛlli]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د مارچ ۲ مه نېټه— مړینه د ۱۹۵۸ز کال د اکتوبر ۹ مه نېټه)، د ۱۹۳۹ز کال د مارچ له ۲ مې نېټې څخه په ۱۹۵۸ز کال کې تر مرګه پورې د کاتولیک کلیسا مشر او د واټیکان ښار ټولواک و. د پاپ اعظم په مقام تر ګومارل کېدو مخکې یې، د ځانګړو کلیسایي چارو د وزارت د وزیر، د المان سفیر پاپ او د واټیکان د کاردینال وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې، چې د یاد مقام د ماموریت په وخت کې یې د اروپایي او لاتیني امریکا ملتونو سره د تړونونو کولو لپاره کار وکړ، لکه د المان سترواکۍ سره د رایچسکانکورډاټ (Reichskonkordat) تړون.   [۲۱]

دوولسم پاپ پیوس
(لاطینی: Pius PP. XII د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دوولسم پاپ پیوس
دوولسم پاپ پیوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Eugenio Maria Giuseppe Giovanni Pacelli د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲ مارچ ۱۸۷۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
روم [۱۰][۱۱][۱۳][۱۲]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 9 اکتوبر 1958 (82 کاله)[۱۴][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۹ اکتوبر ۱۹۵۸)
د اېټاليا سلطنت (۲ مارچ ۱۸۷۶–۱۸ جون ۱۹۴۶)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا [۱۵]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
کارډينال [۱۶]   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واک اخيستنه
۱۶ ډيسمبر ۱۹۲۹ 
پاپ [۱۷][۸][۱۱] (260  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۲ مارچ ۱۹۳۹  – ۹ اکتوبر ۱۹۵۸ 
پاپ یوولسم پیوس  
پاپ درویشتم ژان  
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه
آلماني ژبه
لاتين ژبه [۱۸]
انگليسي [۱۹]
پرتګالي ژبه [۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
دوولسم پاپ پیوس
دوولسم پاپ پیوس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

په داسې حال کې چې واټیکان د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې بې طرفه و، رایچسکانکورډاټ او د هغه د کاتولیک کلیسا مشري، د عمومي سکوت د ادعاوو او د یهودیانو د برخلیک په اړه د بې پروایۍ په خاطر د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بحث او مناقشې موضوع پاتې شوه. پیوس د جګړې په بهیر کې د نازیانو لخوا د قرباني شوو سره د مرستې لپاره له دیپلوماسۍ کار واخیست او د یهودیانو او نورو سره د محتاطانه مرستې لپاره یې د کلیسا د اداره کولو له لارې، د سلهاوو زرو انسانانو ژوند وژغورلو. پیوس د المان د مقاومت سره اړیکې برقراره وساتلې او د متحدینو سره یې اطلاعات شریکول. سربېره پر دې، متحدو ځواکونو د هغه د ټولوژنې عمومي غندنه ناکافي وبلله، دا په داسې حال کې وه چې نازیانو هغه د متحدینو ملاتړی ګڼه، چې دې امر د هغه د واټیکان د بې طرفۍ پالیسي رسوا کړه. له جګړې وروسته، هغه د محور [متفقینو] او محور-پیروه ملتونو په باره کې د نرمۍ د سیاست په ګډون، د سولې او روغې جوړې ملاتړ وکړ.[سرچینې ته اړتیا لري] [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نوموړي د خپل پادریتوب په دوره کې د کمونېزم خلاف یو فرمان صادر کړ، په دې فرمان کې پیوس هغه کاتولیکان چې په کمونیستي نظریه یې عقیده درلوده له مسیحیت وتلي او مرتد (apostates ) بللي وو. په ختیځ بلاک کې کاتولیک کلیسا شدید ازار او اذیت او کاتولیک روحانیونو ډله ییز تبعید تجربه کړ. هغه په خپل مسیحي اساسي قانون (Munificentissimus Deus.) کې د مریم د عروج د مسیحي عقیدې په استناد په څرګند ډول د خپل پادریتوب د عصمت دعوه کړې وه. د ټیټې درجې پادریانو ته د هغه ۴۱ لیکونه د مایسټیسي کارپوریس (Mystici corporis)، چې موضوع یې د کلیسا او مسیحیانو اړیکه وه؛ میډیاټور دي (Mediator Dei)، د عباداتو د اصلاح په اړه او هیومیني جینسریسي (Humani generis) چې نوموړي په کې د الهیاتو متخصصینو ته لارښوونه کړې وه، دا چې انساني جسم ښایي له ابتدایي بڼې څخه اوسنۍ هغې ته تکامل کړی وي روا وګڼي او د پادریانو د ښوونو سره توافق وکړي، شاملوي. هغه په ۱۹۴۶ز کال کې د کاردینالانو د کالج (د لوړ رتبه کاتولیک مقاماتو شورا چې پاپ ته مشوره ورکوي او د هغه ځای ناستی انتخابوي) څخه ایټالوي اکثریت حذف کړ.     [۲۶]

په ۱۹۵۸ز کال کې د پاپ پیوس تر مرګ وروسته، دیارلسم جان د هغه ځایناستی شو. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه، د واټیکان د دویمې شورا د وروستۍ غونډې د تقدیس کولو په بهیر، د شپږم پاول لخوا د پاکانو په ډله کې د هغه شمېرل کېدلو دلیل اعلان کړ. نوموړی په ۱۹۹۰ز کال کې د دویم جان پاول لخوا د خدای بنده (په انګلیسي: Servant of God، په کاتولیک کلیسا کې، یو لقب دی چې خدای ج ته د یو فرد د ډېر نږدې والي د تعریف کولو لپاره هغه ته ورکول کېږي) لقب ورکړل شو او د ۲۰۰۹ز کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه  شپاړسم بنډیټ د پاپ پیوس په سپېڅلتیا (Venerable ) اعتراف وکړ.[۲۷]

د ژوند لومړني وختونه سمول

ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي د روم په یوې افراطي کاتولیک تقوا لرونکې کورنۍ کې چې د پادريتوب سره یې د اړیکو مخینه درلوده ("بلک نوبېلیټي" [د رومي اشرافو کورنۍ دي])، د لینټ (د مسحیانو روژه) په دویمه ورځ، د ۱۸۷۶ز کال د مارچ په ۲ مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د فیلیپو پاسېلي (زوکړه ۱۸۳۷ز کال — مړینه ۱۹۱۶ز کال) او ویرجینیا (کورنی نوم یې ګریزیوسي و) (زوکړه ۱۸۴۴ز کال — مړینه ۱۹۲۰ز کال) زوی و. د هغه نیکه مېرکانټونیو پاسېلي د پادریانو د مالیې مرستیال وزیر و او بیا د نهم پاپ پیوس د پادريتوب په دوره کې له ۱۸۵۱ز کال څخه تر ۱۸۷۰ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی و او په ۱۸۶۱ز کال کې یې د واټیکان ورځپاڼې ایل'اوزیرویټور په تاسیسولو کې مرسته وکړه. د هغه د کاکا زوی ایرنسټو پاسېلي د دیارلسم پاپ لیو د مالي چارو کلیدي مشاور و؛ د هغه پلار، د مقدس فرانسیس د راهبانو د فرقې غړی، فیلیپو پاسېلي د رومي کاتولیک محکمې رییس و او د هغه ورور فرانسیسکو پاسېلي کاتولیک مذهبي وکیل او د یوولسم پاپ پیوس حقوقي مشاور و، چې په دې رول کې هغه په ۱۹۲۹ز کال کې د بینیتو موسولیني سره د لېټرن تړون مذاکرات وکړل چې د روم لانجې ته یې د پای ټکی کېښود.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

هغه د خپل ورور او خویندو جیوسفیانا او الیزابیتا سره یوځای د روم د مرکز په پېریون سیمه کې رالوی شو. وروسته له هغې چې کورنۍ یې په ۱۸۸۰ز کال کې ویا ویترینا ته وکوچېدله، هغه د پیازا فیامیتا د ډایوین پروینس د فرانسوي خویندو په صومعه کې ښوونځی پیل کړ. د نوموړي کورنۍ په چیسا نوا کلیسا کې عبادت کاوه. ایوجینیو او نورو ماشومانو په یاده کلیسا کې د لومړني رباني ماخوستن مراسم پرځای کړل او ایوجنیو له ۱۸۸۶ز کال څخه په یاده کلیسا کې د خادم په توګه کار کاوه. په ۱۸۸۶ز کال کې پیازا وینزیا ته نږدې، د پروفیسور جیوسیپ مېرچي په خصوصي ښوونځي کې داخل شو. په ۱۹۸۱ز کال کې د پاسېلي پلار، ایوجنیو، د لیسو اینیو کویرینو ویسکونټي انسټیټیوټ (Liceo Ennio Quirino Visconti Institute) ته، دا یو دولتي ښوونځی و، چې د روم د پریمیر جیسوایټ پوهنتون په کالیجیو رومانو کې یې موقعیت درلود، ولېږه.       [۳۲]

په ۱۸۹۴ز کال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر کې پاسېلي د روم په لرغونې دیني مدرسه، المو کالیجیو کاپرانیکا کې د الهیاتو زده کړې پیل کړې او د هم هغه کال به نومبر میاشت کې یې د فلسفې د زده کړې لپاره په جیسوایټ پونټیفیکل جورجین پوهنتون کې او د الهیاتو د زده کړې لپاره په پونټیفیکل اتینایوم ایس. اپولینېر کې نوم لیکنه وکړه. هغه همدارنګه د عصري ژبو او تاریخ د زده کړې لپاره د لاسپینزا په سټیټ پوهنتون کې نوم لیکنه کړې وه. په هر حال، د لومړي علمي کال په پای کې، د ۱۸۹۵ز کال په دوبي کې هغه کاپرانیکا او ګریګورین پوهنتون دواړه پرېښودل. د نوموړي د خور الیزابېتا په وینا دلیل یې د کاپرېنکا خواړه وو. د یو ځانګړي معافیت تر لاسه کولو وروسته، هغه خپلو زده کړو ته له کوره ادامه ورکړه او د یو خارجي زده کوونکي په توګه یې ډېرې دیني زده کړې له کوره حاصلې کړې. هغه په ۱۸۹۹ز کال کې په روحاني الهیاتو کې د یو لنډ تیزس او په لاتیني ژبه کې تقریري ازموینې په بنسټ د دوکتورا له سند سره، خپلې زده کړې بشپړې کړې.   [۳۳][۳۴][۳۵]

د کلیسا حرفه سمول

کشیش او مودسیګنور سمول

په داسې حال کې چې له روم څخه د پادري مقام ته ټول نوماندان د سینټ جان لاټران په کلیسا کې ټاکل کېدل، پاسېلي، د ۱۸۹۹ز کال د اپرېل په دویمه نېټه د عیسویانو د اختر-یکشنبې په ورځ، په یوازې توګه د روم د مرستیال ایمګر پاولو کاسیټا د یو کورني ملګري په کوچنۍ شخصي کلیسا کې پادري وټاکل شو. له تقرر لږ وروسته یې په سینټ'اپولینایر کې د کلیسایي قانون په برخه کې فوق لیسانس زده کړې پیل کړې. هغه خپل لومړی ماموریت په چیسا نووا کلیسا کې د کشیش د مرستیال په توګه ترسره کړ. په ۱۹۰۱ز کال کې د واټیکان د بهرنیو چارو وزارت یو فرعي دفتر، د ځانګړو کلیسایي چارو ډلې ته داخل شو.[۳۶][۳۷][۳۸]

د بهرنیو چارو وزیر وروستي مرستیال پیټرو ګاسپاري، پاسېلي ته "په ټوله اروپا کې د سیکولرېزم او لېبرالېزم د هجوم په وړاندې له کلیسا څخه د دفاع د اړتیا" د روښانولو په ترڅ کې د "واټیکان د بهرنیو چارو وزارت معادل" مقام په وړاندیز تاکید کړی و. پاسېلي د ګاسپاري په شعبه کې کار زده کونکی شاګرد " apprendist" شو. د یو رسمي راپور له مخې، نوموړی همدارنګه د ۱۹۰۱ز کال په جنوري کې په خپله د دیارلسم پاپ لیو لخوا، د واټیکان په استازولۍ د برتانیې د پادشاه اووم ایډوارډ ته ملکې وکتوریا د تسلیت ویلو لپاره انتخاب شو.   [۳۹][۴۰]

سرچينې سمول

  1. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11887285s — د نشر نېټه: ۱ نومبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6gb24zk — subject named as: Pope Pius XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8420 — subject named as: Pius XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1976346 — subject named as: Pope Pio XII — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pius-pius-xii — subject named as: Pius (Pius XII.) — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0051231.xml — subject named as: Pius XII — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=48323 — subject named as: Pio XII. — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/113/ — د نشر نېټه: ۱۳ فبروري ۲۰۲۱
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000071 — subject named as: Pius XII. — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11887285s — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۲۳ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ ۱۱٫۳ subject named as: Pius XII <papa> — SBN author ID: https://opac.sbn.it/nome/CFIV056918 — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۲۳ — سرليک: OPAC SBN
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ subject named as: PIO XII, papa — Treccani's Biographical Dictionary of Italian People ID: https://www.treccani.it/enciclopedia/papa-pio-xii_(Dizionario-Biografico) — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۲۳ — سرليک: Dizionario Biografico degli Italiani — د خپرولو نیټه: ۲۰۱۵
  13. Treccani's Dizionario di Storia ID: https://www.treccani.it/enciclopedia/pio-xii_(Dizionario-di-Storia) — subject named as: Pio XII — د نشر نېټه: ۲۲ جنوري ۲۰۲۳ — دوتنه: various authors — سمونګر: Institute of the Italian Encyclopaedia — سرليک: Dizionario di Storia — د خپرولو نیټه: ۲۰۱۱
  14. پیوستون : 118594753  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  15. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bpacelli.html — د نشر نېټه: ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۰ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  16. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bpacelli.html — د نشر نېټه: ۵ فبروري ۲۰۲۱ — سرليک: Catholic-Hierarchy.org — پیدا کوونکی: David Michael Cheney
  17. Catholic Hierarchy person ID: https://www.catholic-hierarchy.org/bishop/bpacelli.html
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/28576867
  19. https://www.youtube.com/watch?v=ig23sCY6CEU — د نشر نېټه: ۲۶ فبروري ۲۰۲۲
  20. https://www.youtube.com/watch?v=YOnERSmLlXQ — د نشر نېټه: ۱۴ مې ۲۰۲۳
  21. Joseph Bottum; David G. Dalin (2004). The Pius War: Responses to the Critics of Pius XII. Lexington Books. د کتاب پاڼي 224–27. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780739158883. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Gerard Noel, The Hound of Hitler, p. 3 Encyclopædia Britannica Online – Reflections on the Holocaust: Further Reading; web 26 April 2013
  23. Coppa, Frank J. (29 June 2006). "Pius XII: Assessment". Encyclopædia Britannica.  
  24. "L'oro di Pio XII". archive.is. 2013-04-13. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Roman Catholicism: the period of the world wars". Encyclopædia Britannica. (17 February 2016). 
  26. Encyclopedia of Catholicism by Frank K. Flinn, J. Gordon Melton; کينډۍ:ISBN, p. 267
  27. (په 19 December 2009 باندې). Pope John Paul II and Pope Pius XII move closer to sainthood. The Times.
  28. Pollard, 2005, p. 70
  29. Marchione, 2004, p. 1
  30. Gerard Noel, Pius XII:The Hound of Hitler, p. 5
  31. O'Brien, p. 1
  32. Paul O'Shea, A Cross Too Heavy, 2011, p. 79
  33. O'Shea, p. 81
  34. Cornwell, p. 22
  35. Cornwell, p. 23
  36. Noel, p. 9
  37. Marchione, 2000, p. 193
  38. O'Shea, p. 82
  39. Noel, p. 10
  40. Marchione, 2004, p. 9