خپلواک مارکسیزم

خپلواکي، چې د خپلواک مارکسیزم او خپلواکه کار پالنې په نمونو هم پېژندل کېږی، د کیڼ اړخی سیاسی او ټولنیز خوځښت د سرمایه دارۍ د نظریې خلاف ده، چې لومړی ځل په ۱۹۶۰مه لسیزه کې د نظری سیستم په توګه په ایټالیا کې د کار ګریزم څخه را څرګنده شوه، خو بیا د مارکسیستۍ او انار شیستۍ پوهانو تر اثر لاندې راغله. په ۱۹۷۰ مه ز لسیزه کې د ایټالوي دې کیڼ اړخه خوځښتونو نامی او د انتونیو نیګر په ګډون د یو شمېر نورو شنونکو را څرګندېدل، هغوی چې په ۱۹۶۹ ز کال کې Potere Operaio "ګارګرځواک" او همدا ډول د ماریو ټرونټی، پاولو ویرنو او فرانکو "بیفو" براردي په تائسیساتو کې مرسته کړې وه. [۱][۲][۳][۲]

جورج کاتسیافیکاس د خپلواکو کرکتونو د لنډیز په توګه وايي: "د مرکزی پرېکړو او د عصری بنسټونو د حاکمیت د جوړښتونو په وړاندې، خپلواک ټولنیز غورځنګ خلک نېغ په نېغه په هغو پرېکړو کې ښکېلوی چې د دوی په ورځنی ژوند اغېزه کوي، د ډیموکراسۍ پراختیا او د افرادو سره مرستته کوی چې د سیاسی جوړښتونو او بهرنیو چلندونو له اغېزو څخه ځان وژغوری". په دې کې د سیاسی ګوندونو څخه د ټولنیزو خوځښتونو د خپلواکۍ غوښتنه شامله ده، په انقلابی لید کې چې د ظالم \ دولتی سوسیالیزم او معاصر نمایشی ډموکراسۍ دواړو لپاره د عمل سیاسي بدیل را منځته کولو هڅه کوی.[۴][۵][۶]

خپلواکۍ په آلمانی او هالنډي خپلواکانو باندې اغېزه وکړه، دنړیوال ټولنیز غوځنګ مرکز او د نننۍ آیټالیا، فرانسې او تر یوې اندازې په انګلیسی ژبو هېوادونو کې نفوذ لری. هغه کسان چې ځانونه د خپلواکۍ غوښتونکي بولي، اوس له مارکسیستانو څخه انارکیستانو ته اوښتي.[۷]

رېښه سمول

د خپلواکۍ اصطلاح له دوو یونانی کلمو (αὐτο "خپل" او νόμος "قانون" څخه جوړه شوې چې "خپل ځان ته خپل آیین" معنا ورکوی.

د خپلواکۍ معنا د جلا والی په معنا نه ده. په داسې حال کې چې خپلواکی د ټولنې څخه جلا یوه ظالم ژوند ته اشاره کوی، مګر خپلواکی په ټولنه کې د خپل حاکمیت په درشل کې د ژوند په معنا ده. که څه هم د خپلواکۍ مفکوره د پخوانیو یونانیانو لپاره پردۍ وه، دا مفهوم په غیر مستقیم ډول د ارستو له خوا تایید شوی، چا چې زیاته کړه: " یواځې وحشی حیوانات او الله کولی شی خپلواک او له ټولنې جلا ژوند وکړی، په داسې حال کې چې روڼ آندې کانټ بیا خپلواکي په خپل آند ( Sapere aude "د پوهې جرئت") تعریف کړي.

نظریه سمول

د مارکسیزم د نورو ډولونو برعکس، خپلواکه مارکسیزم د کارګرې طبقې په وړتیا ټینګار کوي، چې د دولت، سوداګریزو اتحادیو یا سیاسی ګوندونو څخه خپلواکه پانګوال نظام بدلونونو ته مجبور کړی. خپلواکي د نورو مارکسیستانو په پرتله د ګوند سیاسي سازمان سره لږ اندېښمن دی، له دودیزو سازماني جوړښتونو پرته په خپل تنظیم شوي عمل تمرکز کوي. خپلواکه مارکسیزم په دې توګه یوه

"له  ښکته نه پورته" نظریه ده: دا نظریه هغو کړنو ته پام کوی چې خپلواکه پوهان يې د پانګوال پالنې په وړاندې د ورځنۍ کارګرې ډلې د مقاومت په توګه ګوري، لکه: غیر حاضری، ورو کار کول، د کار په درشل کې ټولینزې کړنې، وران کاری او نورې ورانکارې کړنې.

د نورو مارکسیستانو په څېر، خپلواکه پوهان طبقاتي مبارزې ته د مرکزي اهمیت په سترګه ګوري. په هرحال، خپلواکي د نورو مارکسیستانو په پرتله د کارګرې طبقې پراخ تعریف لري: همدارنګه د مزد لاسته راوړونکي کارګران (دواړه سپین او نیلي رنګه)، خپلواکان (زده کوونکي، وزګار، کور جوړوونکي او نور) هم په دې کټګورۍ کې شامل دي، څوک چې په دودیز ډول د اتحادیې له هر ډول استازولۍ څخه محروم دي.

پخوانیو پوهانو،لکه: ماریو ترونټي، انتونیو نیګري، سرجیو بولونا او پاولو ویرنو د "غیر مادي" او "ټولنیز کار" مفکورې رامینځته کړې چې ټولې ټولنې ته یې د کار مارکسیزم (کار پالنې) مفکورې ته پراختیا ورکړه. دوی وړاندیز وکړ چې د عصري ټولنې شتمني د هغه ډله ییز کار پایله ده چې حساب نه ورکوی او یوازې لږ څه د مزدورانو لپاره د معاشونو په بڼه وېشل کېږی. نورو ایټالوي خپلواکو پوهانو؛ په ځانګړې توګه عدالت غوښتونکو، لکه ماریروسا دلا کوسټا او سلویا فیدریسي هم د عدالت غوښتنې په اهمیت او د سرمایه دارې ټولنې لپاره د غیر معاش ورکوونکي ښځینه کار په ارزښت  ټینګار وکړ. مایکل ریان، د غورځنګ یو عالم لیکي:

خپلواکی، د یوه خوځښت او یوې نظریې په توګه، د دې مفکورې سره مخالفت کوي چې پانګوال پالنه یو غیر منطقي سیسټم دی چې د پلان کولو له لارې منطقي کېدی شي.، دا د کارګرانو نظر په غاړه لري، د دوی فعالیت ته د انقلابي تیندکونو څخه دتیریدو په توګه امتیاز ورکوي، ځکه چې دا چاره یوازې کولای شي، کمونیستي ټولنه جوړه کړي. اقتصاد په بشپړه توګه د سیاستپه توګه لیدل کیږي. اقتصادي اړیکي د طبقو تر منځ د ځواک مستقیمې سیاسي اړیکې دي او دا د ټولنیزو کارکوونکو په اقتصادي ډلبندۍ کې دي، چې د سیاسي بدلون لپاره نوښت شتون لري، نه د ګوند په څېرپه جلا سیاسي بڼه کې.[۸]

د هېواد په کچه سمول

فرانسه سمول

په فرانسه کې مارکسیستي ډله Socialisme ou Barbarie "آزادی غوښتونکی سوسیالیستان" دي چې مشري یې فیلسوف کورنیلیس کاستوریادیس کوله، یوه له لومړنیو خپلواکو ډلو څخه بلل کیدای شي. سوسیالیزم او باربیري د متحده ایالاتو د موټرو په کار خونو کې د امریکایی جانسن - فورېست څېړنې ته متوجه شو او د رتبې او فایل کارګرانو مبارزو په اړه یې خپلې څېړنې ترسره کړې ، هغه مبارزې چې د اتحادیې یا ګوند مشرتابه په کې خپلواک وې. د جانسن - فورېست له کار سره موازي، سوسیالیزم او باربیري په شوروي اتحاد کې د کمونیستي رژیم په اړه سختې نیوکې وکړې، چې دا یې د "بیوروکراټیک پانګوال پالنې" بڼه ګڼله، نه د هغه سوسیالیزم چې ادعا یې کوله. فیلسوف ژان فرانسوا لیوټارډ هم د دغه غورځنګ یوه برخه وه. په هر حال، په (۱۹۷۲-۱۹۷۳ز کلونو) کې د فرانسوی اقتصاد پوه- یان مولیر- بوتانګ له خوا له ټونی نیګری سره نېغ په نېغه د اوپیرایزم ایټالوی غورځنګ نفوذ ته بیا کتنه احساس شوه. دا په (۱۹۷۴-۷۸ز) کلونو کې د کامارډز ګروپ "Camarades group " د رامنځته کېدو لامل شو چې په ورته نوم یې یوه مجله خپره کړه. له نورو سره سره، میولیر بوتانګ له pour des Nouveaux Espaces de Liberté (CINEL) د آزادۍ د پراختیا له خوځښت سره یو ځای شو چې دری کاله وړاندې د لیلیکس ګواتاری له خوا تاسسیس شوی و او له هغو ایټالیوی فعالینو سره  یې مرسته کړې چې په دهشت ګردی تورن او لږ تر لږه ۳۰۰کسه یې فرانسې ته تښتېدلي دي.

په 1977-78 ز کلونو کې د فرانسې د خپلواکۍ غورځنګ ځان په AGPA (Assemblée Parisienne des Groupes Autonomes، "د فرانسې د خپلواکو ډلو مجلس") کې تنظیم کړ. په دې کې د کاماریډز ډلګي په شمول چې مشري یې میولیر-بوتانګ کوله، ډېرو لارو چارو شتون درلود، د کمونیسټ لیبرټایر سازمان غړي، ځینې خلک ځانونه د باب نادولیک "خوراکي خپلواکۍ" اړوند بولی، مګر د کوڅو هوښیار خلک د ډلګي برخه ده. فرانسوي خپلواکان د سره پوځ د پخوانيو نیول شویو غړو ملاتړي دي. ژان پاول سارتر د RAF د بند په شرایطو کې هم لاسوهنه وکړه. د اورپکو ډلو مستقیم عمل په ۱۹۷۹ ز کال کې راڅرګند شو او د تاوتریخوالی ډېری مستقیمې کړنې یې ترسره کړې. د Action Directe د رینالټ د اجرائیوي رئیس جورج بیس او جنرال اوډران د وژنې مسؤلیت یې په غاړه واخیست. جورج بیس د یوروډیف د اټومي شرکت اجرائیوي رئیس و. د عمل لارښود په ۱۹۸۷ ز کال کې منحل شو.

په  ۱۹۸۰ یمه ز لسیزه کې، د خپلواکۍ غورځنګ په ایټالیا کې د دولت له خوا د اغېزمن تعقیب له امله د ژور بحران سره مخامخ شو او په آلمان کې د فرانسې په پرتله خورا پیاوړی و. د فرانسې په پرلتونو او ځینو بلواوو کې شتون درلود (د مثال په توګه په 1980 کې په پاریس کې د جوسیو کیمپس ته نږدې، یا په 1982 کې د ارډینس په څانګه کې د اټومي ضد مظاهرو پرمهال). له 1986 څخه تر 1994 پورې فرانسوي ډلې Comité des mal logés "د بې وزله کورنیو کمېټه" د کارګرانو لپاره د هستوګن ځایونو نه شتون ظالمانه وباله او دغندلو په پار یې د فرانسې د ملي ټولنیز هستوګنې ادارې ډېری ودانۍ ونیولې، دوی څو سوه وو او د ټولو خپلواکو ادارو په ملاتړ یې په ډیموکراتیک مجلس کې خپلې پریکړې وکړې. د پاریس ډلې، ډېری یې د زندان ضد ډله کې کار کاوه. په 1980 لسیزه کې، فرانسوي خپلواکانو د CAT Pages (۱۹۸۱-۸۲ز کلونه) لسیزې ، Rebelles ، Tout (۱۹۸۱-۹۳) لسیزې، (۱۹۸۲-۱۹۸۵ز کلونه) Molotov et Confetti په (۱۹۸۴) LesدFossoyeurs du Vieux Monde "دنړۍ زاړه قبرونه" (۱۹۸۴-۸۵) کې د  La Chôme  او په 1980 لسیزه کې، فرانسوي خپلواکانو د CAT Pages (۱۹۸۱-۸۲) لسیزې ، Rebelles ، Tout (۱۹۸۱-۹۳ ز کال ) لسیزې، (۱۹۸۲-۸۵ز کلونه) Molotov et Confetti په (۱۹۸۴) (1984) Les Fossoyeurs du Vieux Monde (۱۹۸۴-۸۵) کې د  La Chôme  او په (۱۹۷۸- ۱۹۸۹) لسیزو کې یې د Contre مجلې خپرې کړې. د فرانسې د خودمختاری غورځنګ د بې روزګاره او ګوښه شویو خلکو په مشرۍ په مبارزه کې شتون درلود

د ۲۰۰۲ ز کال د جولای میاشتې له ۱۹ مې څخه تر ۲۸ مې نېټې پورې په اروپا او په ځانګړې توګه په اروپا کې د ننه د کډوالۍ ضد سیاست یو بې پولې کمپ جوړ شو. په 2003 ز کې، خپلواکان د فرانسې د سوسیالیست ګوند (PS) سره د یوې مظاهرې په ترڅ کې چې په سینټ ډینس (پاریس) کې د اروپا ټولنیز فورم په چوکاټ کې ترسره شوه، په شخړه کې راغلل. د ډسمبر په پای کې، په سلګونو بې کاره خلکو د بون مارچي سوپر مارکیټ کې د ځان سره مرسته وکړه، ترڅو وکولای شي ،د کرسمس لمانځنه وکړي (یوه کړنه  چې په فرانسوي کې د "autoréduction" (د قېمتونو) په نوم یادیږي) د فرانسې د فساد ضد پولیسو (CRS) په پلورنځي کې دننه د بېکاره خلکو سره فزیکي مخالفت وکړ. خپلواکانو د 2006 زکال د پسرلي په جریان کې د CPE پر ضد لاریونونه پیل کړل او بیا د 2007 ز کال له ولسمشریزو ټاکنو وروسته، کله چې نیکولاس سرکوزي وټاکل شو. د 2008 ز کال د نومبر په 11مه، د فرانسې پولیسو د پنځو هغو کسانو په شمول لس کسان ونیول، چې ترنیک ته څېرمه په غونډۍ کې په یوه فارم هاؤس کې ژوند کاوه، او دوی یې د TGV د سر لیکونو په تخریبولو سره د "ترهګرۍ تصدۍ" سره په تړاو تورن کړل. له لسو څخه نهه یې پریښودل شوي او یوازې جولین کوپات، تورن مشر، شاوخوا یو کال په توقیف کې پاتې شو، چې د پاریس د څارنوالۍ د دفتر له خوا د "تروریستي ډلې په لارښوونه" تورن شو.

سرچينې سمول

  1. Cuninghame, Patrick (December 2010). "Autonomism as a global social movement". WorkingUSA: The Journal of Labor and Society. 13: 451–464. ISSN 1089-7011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Katsiaficas 2006.
  3. El Kholti, Hedi; Lotringer, Sylvère; Marazzi, Christian (2007). Autonomia: post-political politics (الطبعة 2nd). Los Angeles: Semiotext(e). OCLC 159669900. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58435-053-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Katsiaficas 2006، ص. 7.
  5. Katsiaficas 2006، ص. 6.
  6. Katsiaficas 2006، ص. 8.
  7. "Autonomism: cutting the ground from under Marxism". libcom.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Negri, Antonio (1991). "Translators' Introductions Part II". Marx beyond Marx: Lessons on the Grundrisse. تُرجم بواسطة Ryan, Michael. New York: Autonomedia. د کتاب پاڼي xxx. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)