خيرالله خيالد۱۳۵۸هجری لمریز کال د غبرگولي په ۲ مه د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د حاجي زربادشاه په کاله کې سترگې وغړولې. نوموړى له اره د شېرزادو ولسوالۍ د کوديخېلو اوسېدونکى دى. خيال لومړنۍ زده کړې په پېښور کې د حضرت زبير بن عوام، متوسطه زده کړې په سيدجمال الدين او د ثانوي زدکړو برى ليک يې په ۱۳۷۶ لمريز کال له ابن سينا لېسې نه تر لاسه کړ او بيا د کانکور له لارې د ننگرهار طب ته بريالى شو چې په ۱۳۸۵ کې ترې بريالى را و وتو.

د خيال څو کاله کېږي چې شعر ليکى او تر دې دمه يې يوه کوچنۍ ټولگه شاعري کړې، خو له لامله يې دى خپله هم نه دى خبر چې څنگه يې دې ډگر ته مخه کړه، دى وايي: ((دا ذوق نه دى! دا سړى په يوه لاره نه په يوه لاره بيايي او بل له ډېرو مې اورېدلي دي چې شاعري يو الهي داد دى.))

نوموړى له شعر ليکلو نه شعر لوستلو سره ډېره مينه لري او د ژوند بې روزگاره شېبې په همدې تېروي چې په کلاسيکو شاعرانو کې يې د خوښې شاعران حميد مومند، کاظم خان شيدا، خوشال خټک او رحمان با با دى، دى يې په اړه وايي: ((لومړيو دوو يې ډېر نازکخياله او رنگينه شاعري کړې او د خوشال خټک رندانه طبعه مې خوښه ده او رحمان بابا خو هغه د خادم صاحب خبره تر شاعر پورته مقام لري.)) دى په اوسمهالو کې د کاروان او دروېش دراني شعرونه خوښوي، ځکه د ده په وينا د کاروان په هر شعر کې د لفظونو اوښان په رنگينيو بار دي او د دروېش د خيال نيلى په ډېره سادگۍ د شعر پر زمکه ځغلي. خيال کله ناکله سندرې هم اوري او د خوښې سندرغاړى يې سردارعلي ټکر او خداى بخلى رفيق شينوارى دى. چې د ده په وينا د دواړو د شعر انتخاب لوړ، کمپوز يې ښکلى او خداى پرې جادويي غږونه لورولي دي.

نومړى چاپ اثار نه لري او نه يې هم دومره ژر د چاپ اراده لري، ځکه دى په دې اند دى چې ډير وليکه، لږ چاپ کړه، خو غوره.