خبرې اترې:وېنسټون چرچل

وینسټون چرچیل چي دبرطانیې مشهوره لیکوال، سیاست مدار اود دویمي نړیوالي جګړې ستر لوبغاړی بلل کیږي په 1874 زیږدیز کال کي دنومبر دمیاشتي پر 30 تاریخ وزېږېدی . دچرچیل پلار رانډولف چرچیل نومېدی چي یو نامتو سیاسي شخص وو او مور یې دیو امریکایي ملیونر لور وه . چرچیل تر ټولو لمړﺉ دهارو ښوونځۍ ته ولاړی او وروسته یې دسنډهرسټ په سلطنتي مرکز کي زدکړي وکړې . نوموړی په 1895 زیږدیز کال کي دبرطانیې فوځ ته داخل سو اوپه 1898 زیږدیز کي یې دسوډان په جګړه کي دیو افسر په توګه دنده ترسره کړه . ترفوځي دندي څوکاله وروسته چرچیل په 1900 زیږدیز کي پارلمان ته ولاړی اوهلته یې دمحافظه کاره ګوند سره کار پیل کړ خوڅه عمر وروسته یې دغه ګوند پرېښود اولیبرال ګوند ته یې ځان داخل کړ . تردې څوکاله وروسته کله چي دویمه نړیواله جګړه پیل سوه چرچیل په 1440 زیږدیز کال کي دانګلستان لمړﺉ وزیر وټاکل سو اودهټلر په وړاندي یې له امریکا او متحدینو سره ائتلاف وکړ . ترپنځه کاله وزارت وروسته چرچیل بیرته له دندي څخه ایسته سو خوپه 1451 زیږدیز کال کي یوځل بیا لمړي وزارت ته راوګرځېدی اوتر 1455 زیږدیز پوري یې دغه دنده پرمخ یووړه . تر دویم ځل وزارت وروسته چرچیل بیرته پارلمان ته ولاړی او دژوند ترپایه هلته پاته سو څوچي اخر د1965 زیږدیز کال دجنوري پر24 تاریخ د90 کلونو په عمر مړ سو . دانګلستان ملکې دنوموړي پر مړینه ستر مراسم ترسره کړه او درې ورځي یې د چرچیل جسد نندارې ته ایښی وو .

و "وېنسټون چرچل" مخ ته وروګرځي.