خبرې اترې:شين

زما چې څومره علم دی شين مونږ پښتو کې green ته وايو، سکائي بلو لپاره اسماني رنگی وودي يا اسماني رنگی ابي لفظ استعماليږي۔--عثمان خان||خبرې اترې 21:42, 23 مارچ 2016 (UTC)

کندهار خواته هم «green» ته شین ویل کېږی! مثلا: شین فصل، واښه شنه کېږی! او داسي نور. خو سکایی بلو ته اسمانی رنګ ویل کېږي، خو یوه سندره ما پخوا اوریدلی و چې ویل یې چې: شین اسمان زری زری... :) نو نه پوهېږم چې سم به یې کوم وی.--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 21:59, 23 مارچ 2016 (UTC)
سندره او محاوره اکثر په غيرحقيقي معنو کې ليکل کېږي، لکه مثال په توگه خلک اکثر وايي هغه ماشوم د سپوږمئ په شان سپين دی، اصل کې خو دا حقيقت نه وي ، که ماشوم ډېر هم سپين شي خو داسي خو نه وي چې د سپوږمئ پشان سپين شي ، مونږ ورسره سپوږمئ مثال ځکه استعمالوو چې د هغه کس ښائست د څه حده پورې بيان کړو۔ يا يو بل مثال دا چې اکثر مونږ د يو کمزوری کس په اړه خبره کوو نو زمونږ په سيمو کې يوه محاوره استعماليږي وايي هغه کس سم وچ لرگی دی، ظاهري خبره ده د انسان او د لرگي د ځمکې او اسمان فرق دی :) خو خلک د هغه کس او لرگی مماثلت کوي ځکه چې هغه کس ډېر وچ يا کمزوری وي۔ همدارنګې اسمان شين دی، دا يوه محاوره ده او په غيرحقيقي معنو کې ده--عثمان خان||خبرې اترې 00:00, 24 مارچ 2016 (UTC)
و "شين" مخ ته وروګرځي.