خبرې اترې:امام بخاري

دې سترمحدث،وتلي امام داحوالو،مناقبواواثارپه اړه خبرې دومره زياتي دي چي دهغوټول اړخونه راسپړل تروس وتلې خبره ده ،ځکه دايو بې ساحله سمندردی چي ورڅخه تېرېدل که ناشوني نه وي نوسخت خوهرومرودي،له همدې کبله دهغه رحمه الله لنډژوندليک،مناقب اواثارپه ساده او اسانه طريقه رااخلو. دامام بخاري رحمه الله نوم اونسب : دده رحمه الله نوم محمدبن اسماعيل بن ابراهيم بن المغيره بن بردزبه الجعفی البخاري دی .کنيت يې ابوعبدالله،د صحيح البخاري ليکوال اوپه تاريخ اوتفسير کي هم ښه نوم لري . لوړجديې بردزبه دی،حافظ ابن حجر رحمه الله دفتح الباري په مقدمه ص ۴۷۷ کي دباپه زور،دراء په غړوندي،ددال په زېر،دزاء په غړوندي چي وروسته ترې زوردرلودونکې باء اوترهغه وروسته هاده،ليکلي دي، همدايې مشهورشکل دی ځينويې بل شکل هم بيان کړی . برزدپه فارسي کي دبخاری داوسېدونکوپه اصطلاح کروندګرته ويل کيږي،دی فارسي زبانه مجوسي ؤچي همدايې دخپل پلاردين ؤاوپرهمدې وفات شوخومغیره د بخارا دوالي، يمان جعفي په هڅومسلمان شونوهمده ته يې نسبت وشو،اوپه جعفي يادشودادهغه چادمذهب پربنا چي وايي کوم څوک چي ديوچاپه لاس مسلمان شي ولاء يې هم دهغه ده اونسبت يې هم هغه ته کيږي،له همدې کبله امام بخاري رحمه الله هم په امام ابوعبدالله الجعفي سره ياديږي . دابراهيم بن مغيره په اړه علماؤاوتاريخ پوهانوڅه نه دي ويلي،دهغه داحوالوپه اړه چوپ دي،حافظ ابن حجررحمه الله هم دفتح الباري په مقدمه کي داخبره ذکرکړې ده . خودامام بخاري رحمه الله پلاراسماعيل له هغوعلماؤڅخه ؤچي علم يې له عمل سره يوځای کړی ؤنوموړی دښې حافظې اوښې پوهي څښتن ؤ. ابن حبان رحمه الله په خپل کتاب الثقات کي دڅلورمې طبقې سړی بللی،له امام مالک رحمه الله اوحمادبن زيد رحمه الله څخه يې احاديث روايت کړي،له ابن مبارک رحمه الله سره يې روغبړکړی اوروايت يي ورڅخه کړی دی . له احمدبن جعفر، نصربن علي اونوروڅخه يې هم احاديث روايت کړي دي . ښه شتمن اومتقي شخص ؤ،دمرګ پروخت يې ويلي ؤ زه په خپله شتمني کي شکمن درهم نه وينم،دامام محمدرحمه الله دشاګرد امام ابوحفص کبيرملګری،دوست اودمرګ پر وخت وصي ؤ. دامام بخاري رحمه الله زوکړه اوټاټوبی : امام عبدالله البخاری رحمه الله د۱۹۴ هـ دشوال پر۱۳ دجمعې ترلمانځه وروسته دبخارا په ښارکي دې نړۍ ته سترګې وغړولې . بخاریٰ دمنځنۍ اسيامشهوراوپېژندل شوی ښاردی چي په پخواني ماوراء النهر(اوسني ازبکستان) کي واقع دی . داښاردفقهاؤ،سترومحدثينواوفاضلانومرکزاومعدن ؤ. په دې ښارکي په دومره ګڼ شمېرفقهاء ،محدثين او فاضلان تېرشوي چي دهغوئ ټولويادول امکان نه لري او داهرچاته څرګنده ده . دامام بخاري رحمه الله روزنه،زده کړه اولومړنۍ سماع پلاريې اسماعيل دده په ماشومتوب کي وفات شو،نو روزنه يې خپلې مورپرغاړه واخيسته . محمددخپلې مورپه تربيه کي په خپل ښارکي لوی شو. قرآن کريم اولومړنۍ زده کړې يې په ښوونځي کي وکړې ، دلومړنيوزده کړوتربشپړولووروسته له ښوونځي نه فارغ شو.داوخت يې عمر۱۰ کاله ؤ. څرنګه چي له ښوونځي فارغ شونودخپل ښارمحدثينوته به دحديث اورېدولپاره ورتلی اوله امام داخلي رحمه الله څخه يې دحديثوپه زده کړه پيل وکړ. يوه ورځ دامام داخلي رحمه الله په درس کي ناست ؤ،هغه شاګردانوته حديث بيان کړل اوويې ويل : سفيان عن ابی الزبيرعن ابراهيم،نوبخاري ورته وويل : ابوالزبيرله ابراهيم څخه روايت نه دی کړی،نوداخلي خوشکه ورته وکړه اودده خبرې ته يې پام ونه کړ. بخاري رحمه الله ورته وويل : خپل ليکل شوی کتاب دي که درسره وي وګوره،کورته ولاړاو هغه يې وکوت،چي راستون شوويې ويل : هلکه! صحيح صورت يې څه ډول دی؟ ده ورته وويل :دازبیربن عدی عن ابراهيم دی،نوقلم يې ورواخيست اوخپل کتاب يې تصحيح کړ،اوورته ويې ويل : رښتيادي وويل . نوخلک ددې نوي ځوان ياداوحافظې ته حيران شول اوبخاري په هغه وخت کي ديوولسوکالوؤ. الله  امام بخاري ته غيرمعمولي حافظه وربخښلې وه، له ماشومتوب څخه يې له حديثوسره مينه وه،په ۱۶ کلنۍ کي يې دابن مبارک رحمه الله اووکيع دحدیثوکتابونه ياد کړي ؤله خپلې موراومشرورواحمدسره دحج په نيت مکې مکرمې ته ولاړ،موراومشروروريې بيرته بخارا ته راستانه شول خوامام بخاري رحمه الله دحديثودزده کړې لپاره په مکه کي پاتي شو،دحرمينواونورومشايخوڅخه يې حديث اونوراسلامي علوم زده کړل،هلته يې دوه کاله تېرکړل،په مدينه منوره کي يې درسول اکرم  دروضې خواته په سپوږميزوشپوکي دقضاياالصحابة والتابعين په نوم یوکتاب اويوتاريخ وليکه،هغه مهال د۱۸ کاله ؤتر دې وروسته بخارا ته راستون شو. دحدیثونــــــودزده کـــــــړې لپـــــاره دامام بخــاري رحمه الله سفرونــــه او دهغـــــه استادان : تـــــــردې وروسته امــــــام بخاري رحمه الله دحديثونو اونبوي علومودزده کړې لپاره په سفرونوپيل وکړ،په دې لړکي ګڼو اسلامي هيوادونواوښارونوته ولاړچي ديادونې وړيې شام ،بلخ،مصر،جزيره اونوردي،يوازي بصرې ته څلورځله ولاړ څــوکاله يې په حجازکي تېرکړل اوڅو څو وارې يې کوفې او بغدادته هـــــم سـرورښکاره کړ. ددې سفرونوپرمهال له ډېرو ستـــونـــزو،کـړاؤنو اوسختيوسره هم مخ شوخوداټول يې په ډېــــرزغــم اوصبر سره وګالل،په دې لارکي چي له هرڅومره ناخوالو سره لاس اوګرېوان شو ټول يې په ورين تندي وزغمل . پـــــه دې ســــره يې دالله  له دربارنه دثواب اواجرهيله درلوده،تــــردې چي دهمــدې مشکلاتودزغملوپه پايله کي دخلکـــولپـاره ترقيامته امام اوپيشواشو.همدارازد الله  اوخلکوپه منځ کي مقبول اومحبوب شو. الهي آيت دی : انه من يتق ويصبرفان الله لايضيع اجرالمحسنين ژباړه : بې شکه څـــوک چي تقوی وکړي اوصبرولري،نوپه تحقيق سره الله  دنيکوخلکواجرنه ضائع کوي . پـــــرده دي الله  رحمــت وکړي،دهغه ګناهونه دي معاف کړي اوپه فردوس جنت کي دې ورته هستوګنځای ورکړي . ده رحمه الله دوخت له وتليومحدثينوڅخه احاديث زده کړل، له ستروحديث پوهانوڅخه يې وليکل اوهرښارته چي دی ورغلی ؤدروايت له مشهوروعلماؤڅخه يې روايتونه نقل کړل،پرګڼ شمېـــــــــراستادانواودبېلابيلو طبقوپرعلماؤيې سبقـــــونه ولــــوستل خـــوشمېريې دومره ډېردی چي دتعدادبيانــول يې يوسخت کاردی،دفتح الباري دمقدمې په ۴۷۹ صفحه اودکوکب الداري په ۱۱ صفحه کي په خپله دامام بخاري رحمه الله وينانقل شوې ده: ماله ۱۰۸۰هغوکسانوڅخه زده کــــړه کــړې چي يوازي حديث پوهان ؤ، حافظ ابن حجر رحمه الله دامام بخاري رحمه الله استادان دخپل کتاب فتح الباري په مقدمه کي پنځوطبقو ته ويشلي اوپه همدغوکي يې حصر کړي دي . (فتح الباری ص ۴۷۹) همدارازحافظ عیني په عمدة القاري اوعلامه ذهبي په سيراعلاء النبلاء (۱۳ / ۳۹۶) کي هم دغوطبقوته تقسيم کړي دي . اوشيخ سبحان محمود رحمه الله په خپلودې الفاظو کي داطبقات په لنډډول بيان کړي دي . (۱) لومړۍ طبقه : هغه ده چي ده ته يې له ستروتابعينو څخه احاديث روايت کړي لکه :محمدبن عبدالله الانصاري هغــــه لـــــه حميدڅخه روايت کړی،ابن ابراهيم اوابن عاصم النبيل دوئ دواړوله يزيدبن ابی عبيدڅخه روايت کړي، عبيـــدالله بـــــن مــــوسی،ده له اسمــــاعيل بن ابی خالدڅخه روايت کړی اوابن نعيم چي له اعمش اونوروڅخه يې روايت کړی . داټول ددوئ استادان دي اوسترتابعين دي . (۲) دويمه طبقه : هغه ده چي ده ته يې له ټيټ رتبه تابعينو څخه روايت کـړی وي لکه :آدم بن ابی اياس،ابی مسهر عبد الاعلی بن مسهر،سعيدبن ابی مريم،ایوب بن سلیمان اود دوئ په شان نور. (۳) درېيمه طبقه : هغه دي چي له تابعينوسره يې نه دي ليدلي،بلکه له ستـــــروتبع تابعينوڅخه يې اخـــذکړی لکه : سليمان بن حرب،قتيبه بن سعيد،نعيم بن حماد،علی بن المديني،يحی بن معين،سترفيقه احمدبن حنبل،اسحق بن راهويه،ابوبکربن ابی شَيبه،عثمان بن ابی شَيبه اوددوئ په څېرنورو اوپه دې طبقه کي امام مسلم رحمه الله هم له امام بخاري رحمه الله سره دروايت په نقل کي شريک دی . (یعنـــــي لکه څرنګه چي امام بخاري رحمه الله له دې طبقې څخه روايت کړی،همــــدارازامام مسلم رحمه الله هم ورڅخه روايت کړی دى،ژباړن) . (۴) څلـــــورمــــه طبقـه : دحديثوپه طلب اوزده کړه کي دده ملګري اوانډيوالان،خوهغوئ ترده لږ وړاندي دده له ځينو استـــــادانـــوڅخه زده کړې لکه :محمدبن يحی الذهلی،ابی حاتم الرازي،عبدبن حميداوددوئ امثال . ده رحمه الله له دې کســانوڅخه هغه څه اخذکړي چي ده هغواستادانوته لاس رسی نه درلوداويابه داسي موادؤچي چي له بل چاسره به نه موندل کېدل . (۵) پنځمه طبقه : دده خادمان اوشاګردان دي لکه :عبدبن ابی العــــاص الخــوارزمي،حافظ ابوعيسی ترمذي،حافظ ابـــــوعبـــدالــــرحمن النســــائي اوددوئ امثال . امام بخاري رحمه الله له دې کسانوڅخه هم کم شمېرشيان روايت کړي اوده چي له امام وکيع رحمه الله څخه کوم روايت کړی ؤهغه يې عملی کړی ؤ،وکيع رحمه الله وايي : لايکون الرجل عالماحتی يحدث عمن فوقه،وعمن هومثله، وعمن هودونه . ژباړه : يوکس ترهغوسم عالم نه دی ترڅوچي له مشرانو، همزولواوکشرانوڅخه روايت ونه کړي . دامام بخاری رحمه الله شاګردان : لــــــه امــام بخاري رحمه الله څخه ګڼ شمېرعلماؤ او فقهاؤزده کړه کړې اوګڼ شمېرمحدثينو احاديث ورڅخه روايت کړي دده ديـــــوشــاګردالفربري رحمه الله وينادفتح الباری په مقدمه (ص ۴۹۱) کـــــي حافظ ابن حجر رحمه الله نقل کړې ده وايي : له امام بخــــاري رحمه الله څخه جــــامــــع صحيح البخاری۹۰زره کسانواورېدلې ده .دده دشاګردانو شمېردومره زيات دی چي بيان يــــې يو ناشونی کاردی اود ډيرويادونه يې هم نه له دې ځای سره مناسبه ده اونه هم ممکنه ده.دلته به يې موږيوازي دهغوډېرومشهـــــورو شـــاګــردانويادونه وکړودده سترستر شاګردان چي دعلامه (پوهاند)په نومونويادشوي دادي:حافظ ابوالحسين مسلم بن الحجاج نيشاپوري،حـافظ ابوعيســـی تــرمذي دجامع ترمذی مؤلف،حافظ ابوذرعه،ابوحاتــــم رازي، ابــــوعبـدالرحمن نسائي دسنن نسائي مؤلف، منصـــــوربن احمدبزدوي،ابوعبدالله الفربري دصحيح بخاري راوي، ابـــوعبدالله المحاملي،حافظ ابن خزيمه اومحمدبن نصر المروزي . له خپل ټاټوبي څخه دامام بخاري بېلتون او مړينه کله چي امام بخاري دخپل عمرپه وروستيوکي له نيشاپور څخه د۲۵۵ هـ کال په اخيرکي خپل ټاټوبي بخارا ته ستون شو،نودهرکلي لپاره يې ګڼ شمېرعام اوخاص وګړي راووتل ، ديوې سترې قافلې اوکاروان په شکل کي يې روان کړ،له ښاره څــــوميله لـــرې يې دهغه لپــــاره د خيموکمپ جوړکړنودی يوڅه وخت همالته په بخاراکي هستوګن شوخلکوته به يې په خپل مسجدکي احاديث بيانول،بيادده اودبخارا دوالي ترمنځ کړکېچ اوزړه بداوي پيداشو،هغه دی له بخارا څخه وتلو ته اړکړ،نوامام بخاري رحمه الله هم له خپل ښارڅخه په وتلو مجبورشواووالي اودهغه ملاتړوته يې ښيراوکړه . وروستـــه امــام بخاري خــرتنک کلي ته ولاړ دا دسمرقند دخلکوترواک لاندي يوه سيمه ده،هلته له خپلوقريبانوسره ميشت شو،يوڅه وخت همالته پاتي شودسمرقندله چارواکوڅخه يې هلته دورننوتلواجازه وغوښته ترڅو همالته ميشت شي . بياڅوورځې همالته پاتي شوچي دسمرقندله خواورته يو استازی راغی اوله ده نه يې وغوښتل چي له ده سره ولاړ شي،امام بخاري يې غوښتنه ومنله اودتلولپاره يې خپله سورلۍ چمتوکړه،موزې يې په پښوکړې کله چي يې دخپلې سورلۍ پرخواشل يوويشت ګامونه واخيستل ترڅوپرخپله سورلۍ سپورشي . په خپل بدن کي يې ضعف احساس کړ، څوک چي له ده سره ؤهغه ته يې وويل : ماکښته کـــړه،هغه هـم راکښته کړاواړخ یې ولګاوه،له دې سره سم دکـــوچنــــي اختــــراوهفتې په شپـه په دوه سوه شپږپنځوس (۲۵۶ هـ) کي وفات شو. دمرګ په خبرسره يې په ټوله اسلامي نړۍ کي دويراوغم يوه څپه خپره شوه او دنبوي احاديثو ددې ستوري په لوېدلوداسلامي نړۍ روښانه افق دتل لپاره تت شو. انالله وانااليه راجعون . کله چي سمرقنديان دده دمرګ په خبره خبرشول،نوډېر غمجن شول ،له سخت ويرسره مخ شول اوزيات شمېرعام وګړي،علماء،اميران اوحاکمان يې جنازې ته ورغلل،ګڼ شمېرخلک راغونډشول،ګڼه ګوڼه زياته شوه ان چي سيمه يې له ځايولو بې وسه شوه . له همدغه وخت څخه همداکلی په خرتنک سره ونومول شودشوال په ورځ دماپښین تــــرلمــــانځـــه وروستــه خاوروته وسپارل شو. دامام بخاري ټول عمرديارلس ورځې کم ۶۲ کاله ؤ. ځينو کسانويې دزوکړي تاريخ،ټول ژونداودوفات تاريخ په لاندينيودؤبيتونوکي راغونډکړی دى : کان البخاری حافظاً،ومحدثاً * جمع الصحيح مکمل التحرير ميلاده صدق،ومدة عمره ...* فيهاحميدوالقضی فی نـور دابجدپه حساب دصدق شمېر۱۹۴ کيږي .په دې کي دده د زوکړي تاريخ ته اشاره ده . دحميدشمېر۶۳ کيږي،په دې کي دده ټول عمراوژوندته اشاره ده اودنورټول شمېر۲۵۶ کيږي په دي کي دده دوفات تاريخ ته اشاره ده . رحمة الله تعالی عليه . دصحيح بخاري تصنيف اونوم : امام بخاري خپل داکتاب په " الجامع الصحيح المسند من حديث رسول الله  وسننه وايامه" سره ونوماوه حافظ ابن حجرهم دفتح الباري دمقدمې په ۸ صفحه کي داخبره ذکرکړې ده اوعلامه عيني دالمسندلفظ پرځای المختصر لفظ ذکرکړی دی . (عمدة القاری ۱ / ۵) په خپله له امام بخاري څخه روايت دی ،ده ويلي دي : ما الجامع په شپاړس کاله کي له شپږلکه احاديثوڅخه جوړ کړله ده څخه يوبل روايت هم دی، ده ويلي : ماداکتاب الجامع په مسجدالحرام کي تصنیف کړی،ترهغومې هیڅ حديث نه دی پکښي داخل کړی ترڅوچي مې استخاره اودوه رکعته لمونځ نه دی کړی اوپه صحت يې باوري شوی نه يم . حافظ ابن حجردفتح الباری دمقدمې په ۴۸۹ صفحه کي وايي : زما په اندددې روايت اوهغه روايت ترمنځ چي وړاندي تېرشو چي ده په ډېروښاروکي داکتاب تصنيف کړ ،موافقت دادی چي ده دکتاب تصنيف اودبابونوترتيب په مسجدالحرام کي شروع کړ،وروسته يې احاديث همالته له خپل اونورو ښارونوڅخه راټولول . دده داخبره هم ورباندي دلالت کوي، دی وايي : زه په دې ښارکي شپاړس کاله پاتي شوم . ځکه دادومره وخت یې ټول په مکه مکرمه کي نه دی تېرکړی . همدا رنګه علامه عيني دعمدة القاری په لومړي جلدص : ۵ کي هم همداخبره ذکرکړې ده . زه وايم : ددغوخبرولنډيز دادی چي ده الجامع په شپاړس کاله کي تصنيف کړی . دتصنيف پيل اودبابونوترتيب يې په مسجدالحرام کي کړی،دهرباب دعنوان ايښودولپاره به يې استخاره اودوه رکعته لمونځ کاوه . وروسته يې په هغه کي دګڼوځايونولکه : بخارا،شام، بصره،مصراونورو څخه احاديث راټول اوپکښي ځای پر ځای کړل چي د۱۶ کالوپه موده کی يې بشپړکړ. لکه دفتح الباري دمقدمې په ۴۸۷ صفحه کي چي حافظ دهغه يو قول نقل کړی : ډېر داسي حـــــديث شته چـــــي مــــابـه اورېدلي په بصره کي ؤاو ليکلـــي مــې په شام کي دي اوډېرداسي احاديث شته چي ما اورېدلي په شام کي اوليکلي په مصرکي دي . له ده څخه يو بل روايت هم دی چي وايي : په خپل دې کتاب کي مي هیڅ حديث ترهغونه دی داخل کړی ترڅوچي مې ترهغه وړاندي غسل اودوه رکعته لمونځ نه دی کړی . (مقدمة الفتح الباری ص ۴۸۹) رحمه الله تعالی رحمةً واسعةً،وجزاه عنا،وعن جميع المسلمين، ونفعنابعلمه،وکتابه. آمين . دالجامع الصحيح دليکلووجه : شأعبدالعزيزدهلوي په بستان العارفين کي ويلي دي : امام بخاري رحمه الله يوه ورځ دامام اسحاق بن راهويه په مجلس کي ناست ؤ دده ځينوملګرووويل کاش! يوچاپه احاديثوکي يوه وړوکی کتاب لیکلی وای چي يوازي صحيح احاديث پکښي راټول شوي وای اوخلکوبه په هغوعمل کاوه . له هماغې ورځې دامام بخاري رحمه الله په زړه کي داخيال پيداشوچي دی به په احاديثوکي يوکتاب ليکي،نويې له هغوشپږو لکو احاديثو چي له ده سره ؤپه چاڼ ياانتخاب شروع وکړه،په دې کتاب کي يې هغه احاديث داخل کړل چي په دې شپږو لکواحاديثوکي ترټولوډېرصحيح ؤاوځيني يې له دې وجې پرېښودل چي کتاب اوږدنه شي . زماپه انددالومړنی کتاب ؤچي صرف په صحيحوکي وليکل شو.عمدة القاري ۱ / ۵ ،تقريب النواوي ،فتح الملهم اونوروهم داخبره ذکرکړې ده . حافظ ابن حجر رحمه الله له دې پرته يوبل لامل هم په ګوته کړي،هغه داچي محمدبن سليمان بن الفارسي ويلي دي : ماله امام بخاري رحمه الله څخه واورېدل چي ويل يې : مارسول الله صلی الله عليه وسلم په داسي حال کي وليدلکه زه چي مخامخ ورته ولاړ يم،په لاسونــوکي مي پکه وه شيان ورڅخه شړم،نوماله ځينوخوب پوهانوڅخه پوښتنه وکړه،ويي ويل ته به له هغه څخه دروغ لرې کړې،همداسبب ؤچي ماددې کتاب ليکلوته ملا وتړله . (مقدمة الفتح ص ۷ ) والله اعلم بالصواب دصحيح البخاري مرتبه : حافظ ابن حجر رحمه الله ويلي دي چي دابوجعفر محمود بن عمروالعقيلي ويناده : کله چي امام بخاري رحمه الله کتاب الصحيـــح تصنيف کـــــــړ،نواحمدبن حنبل رحمه الله ،يحی بن معين ، علی بن المديني اونوروته يې وړاندي کړ،هغوئ يې ستاينه وکړه اوله څلورواحاديثوپرته يې نورټول احاديث صحيح وبلل . عقيلي رحمه الله وايي : په هغوڅلورواحاديثوکي هم دامام بخاري رحمه الله خبره سمه ده هغه احاديث صحيح دي . (مقدمة فتح الباری ص ۴۸۹) مسلمانوعلمــاؤ،مخکنيــواووروستنيواسلامي امامانو که دختيځ دي که دلویديځ، پردي اتفاق کړی چي ترقرآن کريم وروسته ترټولوکره اوصحيح دوه صحيحان دي،يعني صحيح البخاري اوصحيح مسلم اوجمهورپردې متفق دي چي په دوئ دؤکي ترټولوزيات کره صحيح البخاري ده . دا ترقرآن کريم وروسته ترټولوکتابونوډېرکره اومستند دی . دمسلمانانودطبقاتواومذهبونوله اختلاف سره سره ترقرآن کريم وروسته بل هيڅ کتاب ته دومره توجه اوپام نه دی کړی . هرڅوک چي فهم،غوږونه اوسترګې لري هغه په دې خبردي . زه په خپله دې وړوکي رساله کي غواړم دتبرک اونيک شګون له مخې ددې کتاب پرځانګړي مقام يوڅوخبرې وکړم که نه داکتاب خونه ستاينې ته اړتيالري اونه هم پېژندنې ته، ځکه شهرت يې په ټوله اسلامي نړۍ کي بلکه په ټول جهان کي خپوردی . حافظ عيني رحمه الله په عمدة القاري (۱ / ۵) کي ويلي دي : دختيځ اولويديځ علماؤپردې اتفاق کړی چي ترقرآن کريم وروسته له صحيح بخاري اوصحيح مسلم پرته بل ډېرصحيح کتاب نه شته،ځينوبياددوئ دؤپه خپل منځي توپيرکي صحيح مسلم ته ترجېح ورکړې،ځکه په مسلم کي وای تر بخاري ډيري ګټـــــې شته،ددې نظــــرله پلويانوڅخه يوهم المغاربة دی . نواوي ويلي دي : علماؤپردې اتفاق کړی چي په تصنيف شويوکتابونوکي ترټولوصحيح بخاري اوصحيح مسلم ډېر کره اومستنددي اوجمهورپه دې انددي چي په دوئ دووکي صحيح بخاري ډېرکره اومستنددی اوهم يې ترمسلم ګټه ډېره ده . علامه عثماني رحمه الله دفتح الملهم په ۲۶۸ صحفه کي له جزائري څخه په نقل ليکلي دي هغه وايي : پرمسلم دصحيح البخاري غوراوی يوه سپينه شوې خبره ده، ديوشمېروتلوناقدانوله څرګندونواواختياراتوڅخه هم داسي ښکاري . ډېروهمداخبره کړې اوهيچامخالفت ورسره نه دی کړی خوله ابوعلی نيشاپوري چي دالحاکم استاددی اوله ځينو لويديځوالوعلماؤڅخه داسي نقل شوی دی چي دمسلم ترجيح ترې ثابتيږي . اماله ابوعلي څخه ابومنده نقل کړی چي ویلي دي : ماتحت اديم السماء اصح من کتاب مسلم . تراسمان لاندي له صحیح مسلم څخه کره کتاب نه شته . داعبارة په دې کي صريح نه دی چي مسلم تربخاري هم کره دی،ځکه ددې معنی داده چي ترمسلم ښه کتاب نه شته اود داسي کتاب پرنفي دلالت نه کوي چی له مسلم سره په صحت کي برابروي . داخبره به هغه وخت صریحه وه که يې داسي ويلي وای : کتاب مسلم اصح کتاب تحت اديم السماء . مسلم تراسمان لاندي کره کتاب دی . حافظ ابن حجر رحمه الله دشرح نخبة په ۲۹ صفحه کي ويلي دي : له ځينولويديځوالوڅخه داسي نقل شوی چي پربخاري دمسلم فضيلت ورڅخه څرګنديږي،خوداخبره په اصل کي دهغه ښه سياق،غوره جوړښت اوترتيب ته متوجه ده په هغوئ کي هيچاداسي نه دي ويلي چي صحيح مسلم تر صحيح بخاري په اصحية کي غوره دی . پرصحيح مسلم دصحيح بخاري دغوراوي تراثبات وروسته يې ويلي دي : سره له دې چي علماء پردې يوه خوله دي چي امام بخاري رحمه الله په علمي درجه کي ډېر لوړؤ،دحديثوپه فن ترهغه ډېرپوه ؤ،مسلم دهغه شاګرد اوخريج دی،تل به يې له هغه استفاده کوله،تل به يې دهغه آثارپلټل،ان چي دار قطني ويلي دي : که امام بخاري رحمه الله نه وای،مسلم به نه راحت موندلی وای اونه به دې فن ته راغلی وای . زه وايم : په خپله امام مسلم رحمه الله دامام بخاري رحمه الله ډېر درناوی کاوه،هغه ته يې ډېردقدرپه سترګه کتل اوپرډېرو علماؤاومحدثينویې لوړاوسترګاڼه . دبخاري نسخې : لکه وړاندي چي مويادونه وکړه چي دامام بخاري شاګردان بې شمېره دي اوپه ځانګړي ډول له ده څخه دروايت کؤنکو شمېره په هرحال تر۹۰ زره کمه نه ده . له فربري څخه روايت دی چي له امام بخاري څخه داکتاب يعني صحيح البخاری ۹ لکه کسانواورېدلی دی خواوس له هغونه له ماپرته هيڅوک هم نه دي پاتي يعني ترنن له ماپرته دجامع الصحيح بخاري نسخې له هيچاسره هم نه شته،حافظ ابن حجردفتح الباري په مقدمه (ص ۴۹۱) کي ددې وجه دابيان کړې چي فربري دخپل علم پربناداخبره کړې ده،ځکه ترده وروسته هم داسي کسان پاتي ؤچی له امام بخاري څخه يې دجامع روايت کاوه لکه : ابوطلحه بن محمدبن علی بن ،همدارازعلامه قسطلاني ويلي دي : ترموږپوري دصحيح البخاري نسخې په لاندینيو څلوروروايتونوسره را رسېدلې دي : (۱) لومړۍ نسخه : دابوطلحه بن منصوربنم محمدبن علی بن قريبه البزدوی . (مړينه ۳۲۹ هـ) (۲) دويمه نسخه : دابراهيم بن معقل النسفی په روايت . (مړينه ۲۹۴ هـ) (۳) درېيمه نسخه : دحمادبن شاکرالنسفی په روایت (مړینه ۲۹۰ هـ) ځينودنسفي پرځای دنسوي لفظ ذکرکړی دی . (۴) څلورمه نسخه : دمحمدبن يوسف مطربن صالح بن بشرالفربري په روايت (مړینه ۳۲۰ هـ) خونن صحيح البخاري دهمده له روایت پرته دبل چاپه روايتونه نقل کيږي دابن اثيرپه جامع الاصول کي هم همداخبره شوې ده . داوخت دټولورواياتوبنسټ همدادده روايت جوړوي حافظ ابن حجردفتح الباري دمقدمې په ۴۹۱ کي ليکلي دي : په دې وخت اوتردې وړاندي زمانه کي چي کوم روايت پيوستون پيداکړی هغه دعلامه فربري روايت دی اوابن کثيردالبدايې په ۱۱/ ۳۱ کي ليکي چي دهمده روايت نن له يوبل څخه نقليږي خوله فربري څخه بياګڼ شمېرراويانو روايات نقل کړي . تفصيـــل يې په ستروکتابونــــوکي دی همالته يې وګورئ . دصحيح البخاري دټولواحاديثوشمېر : امام نواوي په خپل لنډکتاب الارشادکي ليکلي دي : په بخاري کي له مکررواحاديثوسره دټولورواياتوشمېر اووه زره دوه سوه پنځه اويادی (۷۲۷۵) له مکرروپرته څلور زره دی . حافظ ابن حجردفتح الباری دمقدمې په ۴۶۵ صفحه کي ليکي : امام نواوي داخبره دابوالفضل بن طاهر دکتاب په نقل کړې ده،ده هرباب له هغه نه بللی بيايې ټول راغونډ کړي،وروسته چي بيانورپوهان راغلي هغوئ پرده دنيک ګومان له کبله دهمده لاره خپله کړې خوحافظ ابن حجر وروسته نوې لاره تعقيب کړې،دصحيح البخاري احادیث يې باب په باب شمېرلي،هغه يې ليکلي . بيايې ويلي دي : دصحيح البخاري ټول احاديث له مکررو، معلقاتواومسابعاتوپرته ترهغه چي ماليکلي اوپرې باوری شوی يم اووه زره درې سوه اووه نوي دي،نوحافظ دهغونوروپرشمېريوسلو دوه ويشت احادیث ورزیات کړي دي . ددواړوڅېړنوتوپيردادی چي دحافظ ابن حجرله تحقيق سره سم دهغوټول شمېر۷۳۹۷ کيږي خوله لومړي قول سره سم دټولوشمېر۷۲۷۵ کيږي نودابن حجرله تحقيق سره سم ۱۲۲ احادیث نورزیات شول داخودامام بخاري دمسندو احاديثوشمېره وه . دمعلقاتواومتابعاتوپه اړه حافظ ابن حجردفتح الباري دمقدمې په ۴۶۹ کي ویلي دي چي په کتاب کي دټولومعلقاتودشمېرپه اړه حافظ ابن حجردفتح الباري دمقدمې په ۴۶۹ کي ويلي دي چي په کتاب کي د ټولو معلقاتوشمېريوزردرې سوه اويوڅلوېښت دی اود متابعاتو اوتنهياتوشمېريې درې سوه يوڅلوېښت دی وروسته يې ويلي دي : نوپردې بنسټ په کتاب کي دټولورواياتوشمېر نهه زره دؤاتياکيږي (۹۰۸۲) خوزماپه اندپه دې ځای کي ابن حجر رحمه الله تېروتلی دی بلکه ټول شمېريې نهه زره نهه اويا کيږي (۹۰۷۹) دده خپل تحقيق دی . دصحيح البخاري شروحې : پخوانيواواوسنيوټولوعلماؤدې کتاب صحيح البخاري ته په هرډګريعني ددرس،تدريس،توضيح،تشرېح،تعليق، تخريج،لنډيز،چاپ اونوشتې په ډګرکي پوره خدمتونه کړي پردې کتاب ګڼ شمېرشروحې ليکل شوې،تلخيصات يې شوې،حاشيې اوتعليقات پرې شوې تقريباًشمېريي تر سلګونواوړي،دلته يې دلوستونکودګټې په خاطرديوڅو شروحويادونه کؤ : (۱) اعلاء السنن چي ابوسلیمان الخطابي ليکلې،دحافظ علاء الدين المعلطايي الحنفي شرحه، کوکب داري چي حافظ کرماني ليکلې،دحافظ قطب الدين حلبي حنفي شرحه،خوترټولوغوره شروحات يې يوه فتح الباري ده چي حافظ الدنياالمعروف بابن حجر العسقلاني ليکلې اوبله عمدة القاري ده چي حافظ بدرالدين عيني ليکلې ده،دابن حجرشرحه دعلامه عيني ترشرحې وړاندي ليکل شوې ده . علامه عيني دفتح الباري دليکوال په اجازه داشرحه هم ترلاسه کړې وه،کله چي يې په دې شرحه کي دهغه له خواپر احنافونيوکې ولیدلې نوعلامه عیني پرحافظ ابن حجر نيوکې وکړې،کله چي دعلامه عيني شرحه حافظ ابن حجر ته ورسېده نوددغونیوکوپه ځواب کي يې دانتقاص الاعتراض په نوم کتاب وليکه،په دې کتاب کي يې د علامه عيني ټولي نيوکې راغونډې کړې اوځينوته يې ځوابونه وويل خوځينوته يې لاځواب نه ؤويلی چي وفات شو. انالله وانا اليه راجعون . تردغودؤشرحووروسته چي هرڅومره شرحې شوې هغو ټولوله دغودؤنه ګټه اخيستې لکه دملامحمد يعقوب شرح خيرالجاری اودعلامه قسطلاني شرح . تردې ځايه مود الجامع الصحيح په اړه تفصيلي بحث وکړ اوس به ان شاء الله يوځل بيادهغه دمصنف په اړه سره بحث کوو . دامام بخاري (رحمة الله عليه) دژوندليک،سيرت اوشمائلو څوبيلګې : دلته به دهغه (رحمة الله عليه) ځيني هغه فضائل،اخلاق او شمائل راوړوچي حافظ ابن حجر(رحمة الله عليه) دفتح الباري دسريزې په ۴۷۹ ، ۴۸۰ او۴۸۱ صفحوکي ذکرکړې دي دی په دې اړه وايي : علامه وراقه (رحمة الله عليه) روايت کوي ماله امام بخاري (رحمة الله عليه) څخه اورېدلي دي چي ويل يې ماهيڅکله ديو شي داخيستلوسرپرستي نه ده کړې اونه مي خرڅ کړی دی مابه يوڅوک امرکړچي هغه به يوشی راته واخيست يوچا پوښتنه ترې وکړه چي ولي دي داسي کول؟ ده وويل : ځکه په دې کي هرومروزيادت،نقصان اوګډوډي رامنځ ته کيږي . رواق البخاري (رحمة الله عليه) وايي ماله ده څخه واورېدل ويل يې : زه ادم ابن ابی اياس ته ورغلم زماخوراک اولګښت يې وځنډاوه ان چي زه دځمکې دوښوخوړلوته مجبورشوم کله چي درې ورځې همداسي تيري شوې يوناپېژندوئ سړی راغی ماته يې يوه هميانۍ راکړه چي دنانيردی وايي هغه راته وويل زه هره مياشت پنځه سوه درهم ګټم بيايې خيراتوم کوم څه چي له الله جل جلاله سره دي هغه غوره اوتل پاتي دي . عبدالله ابن محمدالصيارفي وايي : زه دمحمدبن اسماعيل په کورکي وم نودده مينځه ورته راغله غوښتل يې کورته ننوزي خوهغه پرمشواڼۍ وښويده اوهغه يې واړوله ده ورته وويل څرنګه ځې؟ هغې ورته وويل : چي لارنه يې نو زه څرنګه لاړه شم؟ ده لاسونه وغوړول ځه ولاړه شه ازاده کړې مي يې؟ . يوچاپوښتنه ترې وکړه ای ابوعبدالله! داستاقهر وو؟ ده ځواب ورکړددې په کارماخپل ځان راضي کړ. رواق البخاري وايي : چي ماله امام بخاري (رحمة الله عليه) څخه واورېدل ويل يې : زه په اخرت کي دښمن نه لرم ماور ته وويل چي : ځيني خلک پرتانيوکه کوي اووايي چي ده په تاريخ کي دځينوخلکوغیبت کړی دی . دده وویل : چي هغه ځيني روایتونه دي چي ماروايت کړي دي له خپله ځانه مي نه دي نقل کړي . رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) ويلي دي : بأس اخ العشيرة همدارنګه هغه زياتوي چي له امام بخاري (رحمة الله عليه) څخه ماواورېدل ويل يې : له کومه وخته چي زه دغيبت په حرمت خبرشوی يم ماغيبت نه دی کړی . حافظ په خپل سندله ده څخه نقل کړی دی وايي : زه هيله لرم چي له الله جل جلاله سره به په داسي حال کي مخامخ شم چي له ماسره به دامحاسبه ونه کړي چي مادبل غيبت کړی دی هغه په يادشوي سندنقل کوي اووايي چي يوه ورځ هغه لمونځ کاوه لس ځله غالبوزې وچيچه کله چي له لمانځه خلاص شوويې ويل : تاسووګــــورئ داڅه شی دی چي زه يې په لمانځه کي په تکليف کړم که ګوروغالبوزه ده چي دی يې لس ځايه چیچلی دی خوده خپل لمونځ نه ووپرې ايښی . محمدبن ابی حاتم چي دده دپيسوساتونکی وووايي امام بخاري (رحمة الله عليه) ډېرلږخوراک کاوی له طالبانو سره یې ډېراحسان کاوه اوډېرزيات سخي وو. حاکم ابوعبدالله حکايت کوي کله چي به دروژې دمياشتې لومړۍ شپه شوه دده ملګري به ده ته ورغلل ده به لمونځ ورکړپه هررکعت کي به يې شل ايته لوستل په همدې ډول به يې قرآن کريم ختم کړده به له پېشلمي ترروژه ماتي به يې درېيمه يانيم قرآن کريم تلاوت کاوه اوترهرختم وروسته به يې مستجابه دعاکوله . علی بن محمدبن منصوروايي چي ماله خپل پلارڅخه اورېدلي دي چي ويل يې : موږدابوعبدالله البخاري په مجلس کي ناست وويوسړي له خپلې ږيري چيخله را واخيستله پرځمکه يې وغورزوله مامحمدبن اسماعيل وليدچي چيخله هغواوخلکوته به يې کتل کله چي دخلکو پام پربل لورشونولاس يې وروغزاوه هغه چيخله يې له ځمکې راپورته کړه په خپل لستوڼي کي يې واچوله کله چي له مسجدڅخه راووت هغه چيخله يې راوويسته پرځمکه يې وغورزوله ګواکي هغه مسجدله هغه څه ساته چي ږيره ترې ساتل کیږي . الله جل جلاله دي درحمت بارانونه پرې وکړي،جنت الفردوس ته دي داخل کړي اوداخرت په ورځ مودي الله جل جلاله ملاقات سره وکړي . آمین

و "امام بخاري" مخ ته وروګرځي.