حجاج بن یوسف

اموي سردار او واکمن (۶۶۱-۷۱۴ ز)

ابو محمد حجاج بن یوسف بن الحکم بن ابی عقیل ثقفي (عربي: أبو محمد الحجاج بن يوسف بن الحكم بن أبي عقيل الثقفي); شاوخوا 661–714 ) چي په عامه توګه د حجاج بن یوسف په نوم هم پیژندل سوی دی، د اموي خلافت مشهوره چارواکۍ او والي وو. هغه خپل دولتي چوپړ د خلیفه عبدالملک په زمانه کي ترسره کړ، چي پر بنسټ یې د اموي واکمنۍ ریښې په عراق او شاوخوا سیمو کي زیاتي ټینګي سوې. حجاج د عبدالملک له زوی ولید سره هم دنده ترسره کړه، خو د پلار په څېر یې له ده سره چنداني تودې اړیکي نه درلودې او تر خپل مړیني پوري یې یو منزوي دوره تېره کړه.

حجاج بن يوسف
الحجاج بن يوسف الثقفي (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Ta'if (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ جون ۰۶۶۱ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱ جون ۰۷۱۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Wasit (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د عراق او ختیځ د والي په توګه حجاج پخپل وخت کي بنسټیز اصلاحات رامنځته کړه. په دې اصلاحاتو کي د سپینو زرو د درهمونو جوړونه، دولتي لیکدود له فارسي څخه عربي ته اړول او د قرآن کریم تورو ته عربي حرکتونه ورکول تر څو عجم ورباندي وپوهیږي د یادوني وړ دي. د کرنیزو محصولاتو د بیا راژوندي کولو او د مالیاتو د زیاتوالي لپاره حجاج عجم مسلمانان د کوفې او بصرې د لښکرګاه ښارونو څخه د دوی اصلي کلیو ته ولېږل او له هغوی څخه یې د غیر مسلمانو وګړو څخه د جزیې راټولولو کار واخیست. په 701 کي حجاج د سوریې څخه د ځواک په مرسته د کوفان د عرب امیر ابن اشعث په مشرۍ یو ډله ایز بغاوت مات کړ چي په لیکو کې یې د عرب پوځیانو ترڅنګ عام مسلمانان او د عراق مذهبي اشرافو هم شتون درلود.

حجاج یو ډیر تکړه خو په ورته وخت کي ډېر بې رحمه سیاستوال او سخت زړه انسان وو، او د همدغه بې رحمۍ له کبله یې لوی شمېر مسلمان وګړي تر تېغ کړه چي په هغوی کي یو هم مشهوره صحابي عبدالله بن زبیرؓ وو.