حاجي دوست محمد کندهارى

خواجه حاجي دوست محمد کندهارى د نولسمې پېړۍ يو افغان صوفي وو.

مخينه سمول

دوست محمد کندهاری د افغانستان په کندهار ولايت کي وزېږېد، لومړنۍ زده كړي يې په کندهار ولايت کې ترسره کړې، په ځوانۍ کې يې د هند له ستر نقشبندي عالم غلام علي دهلوي سره په مدينه منوره کې وليدل. هغه وويل چې د غلام علي روحاني انرژي (فيض) دومره قوي ده چي دده د ناراحتۍ سبب شوې ده؛ هندوستان ته په بيرته راگرځېدلو هغه ډېر خوشال وو. غلام علي مخکې له دې چي دوست محمد د هغه مريد شي وفات شو، نو دوست محمد د هغه له ځايناستي ابو سعيد مجددي رامپوري نه وظيفه واخيستله. 

د خپل شيخ سره د ١٤ مياشتو تېرولو وروسته حاجي دوست محمدپه کندهار کي د احمد سعيد خليفه شو.په دې وخت کي د انګرېزانو غلام شاه شجاع د افغانستان پاچا وو، دوست محمد مجبوره شو ترڅو هيواد پرېږدي. احمد سعيد هغه ته لارښوونه وکړه چي په داسي ځاى کي استوګنه غوره کړي چي هلته په دواړو پښتو او پنجابي ژبه خبري کېږي. ددې لارښووني په تعقيب دوست محمد ديره اسماعيل خان ته نږدې د موسازئ شريف په کلي کي استوګنه غوره کړه.

وفات او ځاى ناستى سمول

د دوست محمد ځاى ناستى خواجه محمد عثمان داماني وو، چاته چي ده د نقشبنديه، مجدديه، چشتيه، معصوميه، مظهريه، قاديريه، سهرورديه، کوبراويه، شتريه، مداريه، قلندريه او نورو تصوفي طريقو کي د وظيفې ورکولو اجازت کړى وو.

حاجي دوست محمد د ١٢٨٤ ه ق کال د شوال په ٢٢(١٧د فبروري ١٨٦٨) وفات شو، او د دېره اسماعيل خان په موسى زئ شريفه کي خاورو ته وسپارل شو.

د تصوف سلسله  سمول

حاجي دوست محمد د تصوف د مجددي طريقې سره تړاو درلود کوم چي د نقشبنديه طريقې مهمه څانګه ده، دى د يوولسمي پېړۍ د مجدد شيخ احمد سرهندي په واسطه له دې طريقې سره وصل کېږي.دا سلسله په لاندي ډول ده.

خواجه دوست محمد کندهارى.

شيخ احمد سعيد فاروقي مجددي.
شيخ ابو سعيد فاروقی مجددي.
شاه غلام علي دهلوي.
ميرزا مظهر جان جانان.
سید نور محمد باديوني.
حافظ محمد محسن.
محمد سيف الدین فاروقی مجددي.
محمد معصوم سرهندي.
شيخ احمد فاروقي سرهندي.
شيخ محمد باقي بلال.
شيخ محمد امكنگي.
له دي نه وروسته تر محمد صلى الله عليه وسلم پوری د مجدد الف ثاني رحمة الله عليه له سلسلي سره مطابق 

  د هغه خلفاء سمول

خواجه محمد عثمان داماني 

مولانا رحيم بخش پنجابي
مولانا امان الله هراتى
مولانا احمد
مولانا محمد عادل
مولانا نظام الدين