جورج لیوس بورګېس

جورج فرانسیسکو ایسیدورو لیوس بورګېس اسېوېدو (په انګلیسي: Jorge Francisco Isidoro Luis Borges Acevedo ، /ˈbɔːrhɛs/؛ په هسپانوي: [ˈboɾxes]؛ زوکړه د ۱۸۹۹ز کال د اګست ۲۴مه ـــ مړینه د ۱۹۸۶ز کال د جون ۱۶مه) د لنډو کیسو لیکونکی، رساله لیکونکی، شاعر او ژباړن، او په هسپانوۍ ژبه او نړیوالو ادبیاتو کې یوه کلیدي څېره وه. د هغه ډېر مشهور کتابونه خیالي کیسې (Ficciones) او الف (El Aleph) چې په ۱۹۴۰مه لسیزه کې خپاره شوي دي، د لنډو کیسو مجموعې دي چې د خوبونو، معماوو، فیلسوفانو، کتابتونونو، هندارو، افسانوي لیکوالانو، او افسانه پوهنې په ګډون د ګډو موضوعاتو په واسطه سره تړلي دي. د بورګېس اثارو په فلسفي ادبیاتو، او فانتزي (د خیال پردازۍ او ماوراء الطبیعي جادویي هنر) ژانر کې ونډه لرلې ده، او د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په لاتین امریکايي ادبیاتو کې یې جادویي حقیقت پال (magic realist) خوځښت تر اغېزې لاندې راوستلی دی. د هغه وروستني اشعار د سپینوزا، کامویس او ویرګیل په څېر د کلتوري څېرو په ژبه باندې خبرې کوي.[۲۱][۲۲][۲۳]

جورج لیوس بورګېس
(هسپانوي: Jorge Luis Borges د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جورج لیوس بورګېس
جورج لیوس بورګېس

د شخص معلومات
زیږون نوم (هسپانوي: Jorge Francisco Isidoro Luis Borges Acevedo د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۴ اگسټ ۱۸۹۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
بوئنوس آيرز [۱۵][۱۶][۱۷]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 14 جون 1986 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژینو [۱۵][۱۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سکرين ليکوال
ليکوال [۱۲]
شاعر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه هسپاني   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي
انگليسي
آلماني ژبه
هسپاني [۱۹][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر جوزف کونراد
ادګار آلن پو
اپلاتون
روډیارډ کیپلېنګ
اچ.جي. وېلز
لوئیس کارول
جېمز جویس
هومر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
جورج لیوس بورګېس
جورج لیوس بورګېس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بورګېس چې په بوینس آیرس (Buenos Aires) کې زیږېدلی و، وروسته په ۱۹۱۴ز کال کې له خپلې کورنۍ سره سویس ته کډه شو، چېرته یې چې د جنیو کالج ولوست. کورنۍ یې د هسپانیا په ګډون په اروپا کې په پراخه توګه سفرونه وکړل. بورګېس په ۱۹۲۱ز کال کې ارجنتاین ته له راستندېدو سره سملاسي، په سوریالېستي ادبي ژورنالونو کې د خپلو شعرونو او رسالو تالیف پیل کړ. هغه همدارنګه د یو کتابتون د مسئول او عامه لکچر ورکوونکي په توګه هم کار کړی دی. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې، د ملي عامه کتابتون د مشر په توګه او د بوینس آیرس په پوهنتون کې د انګلیسي ژبې د پروفیسور په توګه وګمال شو. نوموړی په ۵۵ کلنۍ کې په پوره توګه ړوند شو. څېړونکو وړاندیز کړی دی چې د هغه مخ پر ودې ړوندوالي له هغه سره مرسته کړې ده تر څو د تخیل له لارې نوښتګر ادبي سمبولونه رامنځته کړي. د هغه اثار  په ۱۹۶۰مه لسیزه کې په متحده ایالاتو او اروپا کې په پراخه توګه خپاره شول. بورګېس پخپله په څو ژبو باندې حاکم و.

په ۱۹۶۱ز کال کې، نوموړی هغه وخت په نړیواله کچه د پام وړ وګرځېد چې د فورمېنټور جایزه یې تر لاسه کړه، کومه یې چې د ساموئیل بېکېټ سره شریکه کړه. په ۱۹۷۱ز کال کې، هغه د یورشلم یا بیت المقدس جایزه وګټله. نړیوال شهرت یې په ۱۹۶۰مه زېږدیزه لسیزه کې، په انګلیسي ژبه د هغه د موجودو اثارو، د لاتین امریکایي رونق په مرسته او د ګارسیا مارکوز د یوازېتوب د سلو کلونو د بریا له امله پیاوړی شو. هغه خپل وروستنی اثر، دسیسه جوړوونکي، د سویس جنیوا ښار ته وقف کړ. لیکوال او رساله لیکونکي جې.ام. کوېتزي (J. M. Coetzee) د هغه په اړه ویلي دي چې: "هغه د خیالي کیسو په ژبه کې له بل هر چا څخه ډېر نوښت راوستلی دی، او په دې توګه یې د هسپانوي-امریکایي ناول لیکونکو یوه د پام وړ نسل لپاره لاره پرانیستې ده"[۲۴][۲۵][۲۶]

ژوند او حرفه سمول

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې سمول

جورج فرانسیسکو ایسودورو لیوس بورګېس اسېوېدو د منځنۍ طبقې په یوه با سواده  کورنۍ کې د ۱۸۹۹ز کال د اګست په ۲۴مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. کورنۍ یې په هوسا شرایطو کې ژوند کاوه اما دومره بډایه نه وه چې د بوینس آیرس د ښار په مرکز کې و اوسېږي نو له همدې امله یاده کورنۍ په پالېرمو کې چې هغه وخت یو نسبتاً بې وزله ګاونډ و، مېشته وه. د بورګېس مور، لیونور اسېوېو سوارېز له یوې دودیزې یوروګوایۍ کورنۍ کریولو (هسپانوۍ) رېښې څخه وه. د هغې کورنۍ د سوېلي امریکا په اروپایي مېشتېدنو او د ارجنتاین د ازادۍ په جګړه کې په لوړه کچه ونډه درلوده، او دې به کله ناکله د یادې کورنۍ د اتلولۍ د مبارزو یادودونه کوله. [۲۷][۲۸]

د هغه د ۱۹۲۹ز کال په کتاب، کوادرنو سان مارتین کې، د "اېسېدورو اسېوېدو" په نامه شعر شامل دی چې پکې د هغه د نیکه، ایسیدورو دې اسېوېدو لاپریدا، چې د بوینس آیرس د اردو یو سرتېری و، ستاینه کوي. اسېوېدو لاپريدا چې د ارجنتاین د یو حقوقي وکیل او سیاستوال فرانسیسکو نارسیسو دې لاپېدرا (Francisco Narciso de Laprida) له اولادونو څخه دی، په ۱۸۵۹ز کال کې یې د سېپېدا (Cepeda) او په ۱۸۶۱ز کال کې یې د پاون (Pavón) او په ۱۸۸۰ز کال کې یې د لاس کورالېس (Los Corrales) په جنګونو کې برخه اخیستې ده. اسېوېدو لاپېدرا په سږو کې د وینې د احتقان د ستونزې له امله په هغه کور کې چې لمسی یې جورج لیوس بورګېس پکې زیږېدلی و، ومړ.

د انتونیو اندرادې په واسطه د یوې مطالعې پر بنسټ، جورج لیوس بورګېس له پرتګالي نسل څخه و: د بورګېس غور نیکه، فرانسیسکو، په ۱۷۷۰ز کال کې په پرتګال کې زیږېدلی و، او مخکې له دې چې ارجنتاین ته مهاجرت وکړي، او هلته له کارمېن لافینور سره واده وکړي، د هېواد په شمال کې په تورې دې مونکوروو (Torre de Moncorvo) کې اوسېده.

د بورګېس خپل پلار، جورج ګویلېرمو بورګېس هاسلم (زوکړه د ۱۸۷۴ز کال د فبروري ۲۴مه ـــ مړینه د ۱۹۳۸ز کال د فبروري ۱۴مه نېټه)، یو وکیل و او په ۱۹۲۱ز کال کې یې د اِل کادیلو ناول لیکلی و. بورګېس هاسلم له هسپانوي، پرتګالي او انګرېزي رېښې څخه په انترې ریوس کې زیږېدلی و، نوموړی د فرانسیسکو بورګېس لافینور، چې یو ډګروال و، او فرانسېس ان هاسلم، یوې انګرېزې مېرمنې زوی و. بورګېس هاسلم په کور کې په انګلیسي ژبې خبرو کولو سره را لوی شو. کورنۍ یې په مکرر ډول اروپا ته سفر کاوه. بورګېس له  لیونور اسېوېدو سوارېز سره په ۱۸۹۸ز کال کې واده وکړ او د هغوی د اولادونو په منځ کې نورا بورګېس چې نقاشه، او د جورج لیوس بورګېس خور وه، هم شامله وه.  [۲۹]

جورج بوګس په نهه کلنۍ کې، د اوسکار وېلډ اثر خوشحاله شهزاده هسپانوۍ ته وژباړه. چې په سیمه ییز ژورنال کې خپور شو، خو د بورګېس ملګرو داسې انګېرله چې د یادې ژباړې اصلي مولف د هغه پلار و. بورګېس هاسلم یو وکیل او د ارواپوهنې ښوونکی و، چې ادبي جذبات یې درلودل. بورګېس ویلي دي چې "پلار یې هڅه وکړه تر څو یو لیکوال شي، خو د ۱۹۲۱ز کال د اثر  اِل کادیلو سره سره، په خپلو هلو ځلو کې بریالی نه شو". جورج لیوس بورګېس لیکلي دي چې، "څرنګه چې زما د خلکو زیاتره برخه سرتېري وو او زه پوهېدم چې هېڅکله به یو سرتېری نه شم، نو له مخکې نه مې د شرم احساس کاوه، ځکه چې زه یو د جګړو سړی وم، بلکې پر ځای یې یو کتابي شخص وم. "[۳۰]

جورج لیوس بوګس تر ۱۱ کلنۍ پورې په خپل کور کې زده کړې کړې دي، هغه په دوه ژبو، هسپانوي او انګلیسي مسلط و، چې په ۱۲ کلنۍ کې یې د شکسپیر کتاب په انګلیسې باندې لوست. کورنۍ یې په یو لوی کور کې چې له زرو څخه د زیاتو انګلیسي کتابونو یو کتابتون یې درلود، اوسېده؛ بورګېس به وروسته یادونه کوله چې، "که له ما څخه مې د ژوند د تر ټولو غوره پېښې په اړه پوښتنه وشي نو زه به وایم چې هغه زما د پلار کتابتون دی. "[۳۱][۳۲]

پلار یې د سترګو د لید د له منځه تلو له کبله وکالت پرېښود، چې دې امر بالاخره د هغه زوی له ستونزو سره لاس او ګرېوان کړ. په ۱۹۱۴ز کال کې یې کورنۍ د سویس جنیوا ته کډه شوه، او راتلونکې لسیزه یې په اروپا کې تېره کړه. په جنیوا کې، د سترګو د یو متخصص په واسطه د بورګېس هاسلم درملنه وشوه، په داسې حال کې چې زوی او لور یې هلته ښوونځي ته ولاړل. جورج لیوس فرانسوي ژبه زده کړه، د توماس کارلایل اثر یې په انګلیسي کې ولوست او په جرمني ژبه یې د فلسفې لوستل پیل کړل. په ۱۹۱۷ز کال کې، کله چې هغه ۱۸ کلن و، له لیکوال ابرامویچ سره یې ولیدل، او له هغه سره یې یوه داسې ادبي ملګرتیا پیل کړه چې هغه د پاتې ژوند تر پایه پورې یې دوام وموند. هغه د خپلې بکلوریا سند په ۱۹۱۸ز کال کې د جنیو له کالج څخه تر لاسه کړ. د بورګېس کورنۍ د جګړې په بهیر کې په ارجنتاین کې د سیاسي نا کراریو له امله په سویس کې د پاتې کېدو پرېکړه وکړه. له لومړۍ نړیوالۍ جګړې څخه وروسته یې کورنۍ، په بېلابېلو ښارونو لکه لوګانو، بارسلونا، ماژورکا، سویلي (Seville) او مادرېد کې په اوسېدو سره درۍ کاله تېر کړل. هغوی تر ۱۹۲۱ز کال پورې په اروپا کې پاتې شول. [۳۳]

په هغه وخت کې، بورګېس د ارتور سکوپنهاور لیکنې او د ګستاو مېرینک اثر ګوېلم (The Golem (1915)) کشف کړل، کوم چې د هغه په اثارو باندې اغېزناک تمام شول. بورګېس په هسپانیا کې، په اوانت ګرېد کې، چې د ماډرنېزم ضد، د ګویلاوم اپولینایر (Guillaume Apollinaire) او فیلیپو توماسو مارینیتي (Filippo Tommaso Marinetti) څخه الهام اخیستونکی او انځور پالانو ته نږدې یو افراطي محافظه کار غورځنګ و، ښکېل او د هغه یو غړی شو.[۳۴][۳۵]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6280 — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Todotango.com person ID: https://www.todotango.com/creadores/ficha/842/- — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?1125 — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ subject named as: Jorge Luis BORGES — NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?numauteur=855 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/borges-jorge-luis — subject named as: Jorge Luis Borges
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Store norske leksikon ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Jorge_Luis_Borges — subject named as: Jorge Luis Borges — سرليک: Store norske leksikon
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11892985q — subject named as: Jorge Luis Borges — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. subject named as: Jorge Luís Borges — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF10524
  9. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0011372.xml — subject named as: Jorge Luis Borges — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jorge+luis;n=borges — subject named as: Jorge Luis Borges
  11. Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/33599 — subject named as: Jorge Luis Borges
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ https://cs.isabart.org/person/4200 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=116994 — subject named as: Jorge Luis Borges — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000009658 — subject named as: Jorge Luis Borges — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ پیوستون : 118513532  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. پیوستون : 118513532  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Борхес Хорхе Луис — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. Guardian topic ID: https://www.theguardian.com/books/2008/jun/10/jorgeluisborges
  18. پیوستون : 11892985q  — د نشر نېټه: ۲۲ نومبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: BnF catalogue général — خپرونکی: Bibliothèque nationale de France
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11892985q — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6520675
  21. "Borges". Random House Webster's Unabridged Dictionary; accessed 1 April 2016.
  22. Theo L. D'Haen (1995) "Magical Realism and Postmodernism: Decentering Privileged Centers", in: Louis P. Zamora and Wendy B. Faris, Magical Realism: Theory, History and Community. Duhan and London, Duke University Press pp. 191–208.
  23. *کينډۍ:Cite video
  24. کينډۍ:In lang Masina, Lea. (2001) "Murilo Rubião, o mágico do conto". In: O pirotécnico Zacarias e outros contos escolhidos. Porto Alegre: L & PM, pg. 5.
  25. Borges on Life and Death, Interview by Amelia Barili.
  26. Coetzee, J.M. "Borges’ Dark Mirror", New York Review of Books, Volume 45, Number 16. 22 October 1998.
  27. Bell-Villada, Gene (1999). Borges and His Fiction. United States of America: University of Texas Press. د کتاب پاڼي 14. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-292-70877-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  29. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  30. Harold Bloom (2004) Jorge Luis Borges, Infobase Publishing. کينډۍ:ISBN
  31. Tóibín, Colm, "Don't abandon me", London Review of Books, 11 May 20061; retrieved 19 April 2009.
  32. Borges, Jorge Luis, "Autobiographical Notes", The New Yorker, 19 September 1970.
  33. Gene H. Bell-Villada, Borges and His Fiction: A Guide to His Mind and Art, University of Texas Press (1999), p. 16; کينډۍ:ISBN
  34. Wilson, Jason (2006). Jorge Luis Borges. London: Reaktion. د کتاب پاڼي 45–47. OCLC 65768057. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-86189-286-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Wilson, Jason (2006). Jorge Luis Borges. Reaktion Books. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-86189-286-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)