توماس اډیسون

توماس الوا اډیسون (د ۱۸۴۷ کال د فبرورۍ ۱۱مه - د ۱۹۳۱ز  کال د اکتوبر ۱۸مه) یو امریکايی مخترع او سوداګر و چې تر ټولو لوی امریکايی مخترع بلل کېږي. ده د برېښنا د تولید، ټولیزو اړیکو، غږ ثبتولو او متحرکو انځورونو په برخه کې ډېر وسایل جوړ کړي. دغه اختراعات چې فونوګراف [د غږ ثبتولو او بېرته اورولو وسیله]، د متحرک تصویر کمره او د برېښنا د ګروپ لومړنۍ بڼه په کې شامل دي، پر معاصره صنعتي نړۍ یې پراخ اغېز کړی. دی لومړنی مخترع و، چې د اختراع په پروسو کې یې د منظم علم اصول وکارول، ډله‌ییز کار یې وکړ او له ډېرو څېړونکو او کارکوونکو سره یې همکاري وکړه. همدا راز ده د صنعتي څېړنو لومړنی لابراتوار جوړ کړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

توماس اډیسون
(انګلیسي: Thomas Edison)
(انګلیسي: Thomas Alva Edison)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
توماس اډیسون
توماس اډیسون

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Thomas Alva Edison د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۱ فبروري ۱۸۴۷[۲][۳][۴][۵][۱][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مړینه 18 اکتوبر 1931 (84 کاله)[۱۲][۲][۳][۴][۵][۱][۶][۷][۸][۹][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سکرين ليکوال [۱۳]
سوداگر
فزيک پوه [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴][۱][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه اختراع [۱۶]
تشبُث [۱]
برېښنايي انجنيري [۱]
انجينري   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس اډیسون
توماس اډیسون

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اډیسون د امریکا په منځني لویدیځ کې لوی شوی. د خپل کار په لومړیو کې يې د تلګراف د چلوونکي (اپرېټور) په توګه کار کاوه، چې ده ته یې د ځينو لومړنیو اختراعاتو الهام ورکړ. په ۱۸۷۶ ز کال کې یې د نیو جرسي په مینلو پارک کې خپل لومړنی لابراتوار جوړ کړ، چې هلته یې ډېری لومړني اختراعات مخ پر وده شول. وروسته یې د فلوریډا په فورټ مېیرز کې د دوو سوداګرو «هنري فورډ» او «هاروي فایرسټن» په همکارۍ یو نباتي لابراتوار جوړ کړ، دغه راز یې د نیوجرسي په وېسټ اورېنج کې هم د «بلک ماریا» په نامه یو لابراتوار جوړ کړ، چې د نړۍ لومړنۍ فېلمي سټوډیو شوه. دی یو بریالی مخترع و، چې په امریکا او نوره نړۍ کې ۱۰۹۳ اختراعات د ده په نامه ثبت شوي دي. اډیسون دوه ځلې واده کړی و او د شپږو بچیانو پلار و. په ۱۹۳۱ ز کال کې د شکر ناروغۍ له امله مړ شو.[۲۳]

د ژوند لومړي وختونه سمول

توماس اډیسون په ۱۸۴۷ ز کال کې د اوهایو په میلان کې وزیږېد، خو په ۱۸۵۴ ز کال کې یې کورنۍ د میشیګان پورټ هورون ته کډه وکړه او دی هم هلته لوی شو. دی د ساموېل اوګډن اډیسون جونیور (د نوا سکوټیا په مارشال‌ټاون کې په ۱۸۰۴ ز کال کې زېږېدلی او په ۱۸۹۶ز  کې مړ شو) او نانسي متیوس الیوټ (چې د نیویارک ایالت په چینانګو سیمه کې په ۱۸۱۰ کې زېږېدلې او په ۱۸۷۱ز  کې مړه شوې) اووم او وروستی اولاد دی. د پلار له طرفه یې کورنۍ په اصل کې هالنډي ‌توکمه وه، کورنی نوم یې «اډیسون» و. نیکه یې جان اډیسون په ۱۷۸۴ ز کال کې له نوا سکوټیا څخه نیو جرسي ته وتښتېد، پلار یې د انټاریو ویانا ته کډه وکړه او د ۱۸۳۷ ز کال په پاڅون کې تر ښکېلېدو وروسته وتښتېد.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

اډیسون لیک  - لوست او حساب له خپلې مور څخه،  چې مخکې د ښوونځي ښوونکې وه، زده کړل. دی یوازې څو میاشتې ښوونځي ته لاړ. له دې سره سره، د ژوندلیکونو یوه لیکوال، هغه یو کنجاو هلک بللی، چې ډېری شیان یې د مطالعې له لارې زده کړي وو. په ماشومتوب کې یې له تکنالوژۍ سره مینه پیدا شوه او په کور کې به یې ساعتونه ساعتونه وخت پر ازمایښتي کارونو تېراوه. [۳۰][۳۱]

اډیسون په ۱۲ کلنۍ کې د اورېدو له ستونزې سره مخامخ شو د کوڼ والي لامل یې په ماشومتوب کې سره تبه او د غوږ د منځنۍ برخې تکراري عفونت بلل شوی، چې درملنه یې نه وه شوې. وروسته يې بیا د خپل کوڼ ‌والي د لامل په اړه تخیلي کیسې جوړې کړې. دا چې یو غوږ یې په بشپړ ډول کوڼ و او بل غوږ یې په سختۍ اورېدل، ویل کېږي چې اډیسون به د سر په کوپړۍ کې د غږیزو څپو د جذب لپاره په لرګي خوله لګوله او غاښونو ته به یې فشار ورکاوه، چې په دې توګه یې موسیقۍ یا پیانو ته غوږ نیوه. کله چې اډیسون لوی شو، په دې باور شو چې کوڼ ‌والی د حواسو تیت کېدو د مخنیوي او پر کار د تمرکز لامل کېږي. اوسني تاریخ‌ پوهان او طبي متخصصین وايي چې:  کېدای شي، هغه به د کم پامۍ  او ډېر فعالیت ناروغي (ADHD) لرله.[۳۲][۳۳][۳۴]

اډیسون د خپل کار په لومړیو کې « د علم او هنرد پرمختګ لپاره د کوپر نیون کالج» د کیمیا په یوه کورس کې نوم‌لیکنه وکړه، تر څو له چارلز بټچلور سره د نوي تلګراف پر یوه سیستم خپل کار لا ښه کړي. داسې ښکاري چې دا د لوړو زده‌کړو په یوه مؤسسه کې د کورس لپاره د اډیسون یوازنۍ نوم‌ لیکنه ده.[۳۵][۳۶][۳۷]

د کار لومړي وختونه سمول

اډيسون له پورټ هورون څخه ډيټرویټ ته په تلونکو اور‌‌ګاډو کې د خوږو اوبو، ورځپاڼو او سابه په پلورلو سره خپل کار پیل کړ. تر ۱۳ کلنۍ پورې یې د اونۍ ۵۰ ډالره ګټه کوله، چې ډېری برخه یې د برېښنايي او کیمیاوي ازمایښتونو د وسایلو په اخیستو لګوله. دی هغه مهال د تلګراف اپرېټور شو، چې د جیمي مکینزي په نامه درې کلن هلک یې د رېل‌ګاډي له کتارسره له لګېدو وژغوره. د جیمي پلار «جي یو مکینزي» چې د تم‌ځای مامور و، ډېر خوشحاله و چې اډیسون یې د تلګراف د اپرېټور په توګه روزلی و. له پارټ هوران څخه لرې د اډیسون لومړۍ تلګرافي دنده، په ګرنډ ټرنک اورګاډي  کې د اوټاریو په سټراټفورډ جنکشن کې وه. دی یو وار د یوه نږدې ټکر له امله پړ هم وبلل شو. همدا راز، د دندې تر پرېښودو پورې یې، د اور‌ګاډي په اړه کیمیاوي ازمویښتونه او د څرنګوالي ارزونې  مطالعه کړې. [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

اډيسون پر سړک د ورځپاڼو د پلورلو انحصاري حق ترلاسه کړ، د څلورو مرستیالانو په مرسته یې (Grand Trunk Heral) ورځپاڼه ټایپ او چاپ کړه او له خپلو مقالو سره یې وپلورله. دا د اډيسون د کار پنځونې د اوږد مهال پیل و، ځکه چې د یوه سوداګر په توګه یې خپلې وړتیاوې وپېژندلې. په پای کې  د اډیسون کار پنځونې، د شاوخوا ۱۴ شرکتونو په جوړېدو کې بنسټیز اغېز درلود، چې له دې ډلې یو «جنرل الکتریک» شرکت دی، چې لا هم په نړۍ کې یو لوی عامه سهامي شرکت بلل کېږي.[۴۲][۴۳][۴۴]

اډیسون په ۱۸۶۶ ز کال کې د ۱۹ کلنۍ په عمر د کنتاکي لویزویل ته لاړ، هلته یې د ویسټرن یونین د کارکوونکي په توګه د اسوشیټډ پریس دفتر د خبر په برخه کې کار وکړ. اډیسون د شپې په شفټ کې د کار غوښتنه وکړه، دغه کار ده ته موکه ورکړه چې د خپلې خوښې دوو کارونو «لوستلو» او «ازمایښت» ته لا ډېر وخت ولري.   په راوروسته کې یې دا وروستۍ مشغولا یا ازمویښتونه د شته دندې په بیه تمام شول؛ ځکه په ۱۸۶۷ ز کال کې یې یوه شپه پر سرب‌لرونکې تېزابي بېټرۍ کار کاوه، چې د بېټرۍ سلفوریک اسید پر ځمکه ترې تویې شول، دغه تېزاب یې د چت له  دړو څخه لاندې د رئیس مېز ته لاړل. په سبا سهار یې اډیسون له دفتره ویوست.[۴۵]

اډیسون د اختراع لومړنی حق د برېښنايي رایې د ریکارډر یا ثبتوونکي لپاره ترلاسه کړ، چې د ۱۸۶۹ ز کال د جون میاشتې په لومړۍ نېټه ورکړل شو. دا چې د دې دستګاه لپاره غوښتنه کمه وه، څه موده وروسته نیویارک ښار ته لاړ. په لومړنیو کلونو کې يې «د فرانکلین لیونارډ پوپ» په نامه یو تلګرافر او مخترع روزونکی و، هغه بېوزلو ځوانانو ته اجازه ورکړه چې، د نیوجرسي په الیزابت کې د هغه په کور کې واوسېږي او کار وکړي، په داسې حال کې چې اډیسون په Gold Indicator شرکت کې له ساموېل لاوز سره کار کاوه. پوپ او اډیسون د ۱۸۶۹ ز په اکتوبر کې خپل شرکت جوړ کړ، چې د برېښنا د انجنیرانو او مخترعانو په توګه یې کار کاوه. اډیسون په ۱۸۷۴ ز کال کې، د یوه داسې څوګوني تلګراف د سیستم پر پراختیا پیل وکړ، چې په یوه وخت یې دوه پیغامونه لېږدولای شول.[۴۶][۴۷]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ https://www.biography.com/people/thomas-edison-9284349 — د نشر نېټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۸
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12407892h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6cz36st — subject named as: Thomas Edison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1630 — subject named as: Thomas Alva Edison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?246822 — subject named as: Thomas A. Edison — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/edison-thomas-alva — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Thomas Edison — سرليک: Edison, Thomas — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T2090191
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=edisont — subject named as: Thomas Edison
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=thomas;n=edison — subject named as: Thomas Edison
  10. Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/1738 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ https://cs.isabart.org/person/38097 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  12. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Эдисон Томас Алва — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  13. Letterboxd film ID: https://letterboxd.com/film/a-trip-to-mars/ — subject named as: A Trip to Mars
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12407892h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/103012451
  16. https://www.biography.com/people/thomas-edison-9284349
  17. (په September 15, 2016 باندې). The alphabet of success. The Economist.
  18. Sproule, Anna (2000). Thomas Alva Edison: The World's Greatest Inventor (الطبعة 1st U.S.). Woodbridge, CT: Blackbirch Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56711-331-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Hangout – Thomas Edison". state.nj.us. State of New Jersey. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Con Edison: A Brief History of Con Edison – electricity". Coned.com. January 1, 1998. د اصلي آرشيف څخه پر October 30, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 11, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The Wizard of Menlo Park". The Franklin Institute. د اصلي آرشيف څخه پر March 5, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په July 15, 2009 باندې). The Electrifying Edison. Time.
  23. Editors, History com. "Thomas Edison". HISTORY (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: نص إضافي: قائمة المؤلفون (link)
  24. Edison's Early Years
  25. "National Historic Landmarks Program (NHL)". Tps.cr.nps.gov. January 12, 1965. د اصلي آرشيف څخه پر August 8, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 31, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Thomas Edison's Inventive Life; by Joyce Bedi. Retrieved March 31, 2018
  27. The Yankee Road: Tracing the Journey of the New England Tribe that Created Modern America, Vol. 2: Domination. Wheatmark, Inc. March 7, 2018. د کتاب پاڼې 146. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62787-519-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Baldwin, Neal (1995). Edison: Inventing the Century. Hyperion. د کتاب پاڼي 3–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7868-6041-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Samuel and Nancy Elliott Edison - Thomas Edison National Historical Park (U.S. National Park Service)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Edison Biography". National Park Service. د لاسرسي‌نېټه May 28, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. The Near-Death Experience That Set Thomas Edison on the Road to Fame, Barbara Maranzani, March 5, 2020
  32. The medical mystery that helped make Thomas Edison an inventor, PBS October 22, 2018
  33. "Thomas Edison's Greatest Inventio". atlantic.com. October 13, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. The Near-Death Experience That Set Thomas Edison on the Road to Fame, Barbara Maranzani, March 5, 2020
  35. Conot, Robert (1979). Thomas A. Edison: A Streak of Luck. New York: Da Capo Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Topper, Robert Q. "Thomas Edison, Chemistry and Cooper Union". د لاسرسي‌نېټه March 5, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. Thomas Edison Is An Innovative Icon, And Here's Why, Odyssey, March 26, 2018
  38. Derek Thompson (2019). "Thomas Edison's Greatest Invention". The Atlantic. د لاسرسي‌نېټه October 17, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Baldwin, p. 37
  40. "Stratford's Railway Industry" (PDF). Visit Stratford. Stratford Tourism. 2010. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر March 7, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 6, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. کينډۍ:Cite CAB
  42. "GE emerges world's largest company: Forbes". Trading Markets.com. April 10, 2009. د اصلي آرشيف څخه پر August 5, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "GE emerges world's largest company: Forbes". The Indian Express. April 9, 2009. مؤرشف من الأصل في March 28, 2010. د لاسرسي‌نېټه February 7, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. کينډۍ:Cite CAB
  45. Baldwin, pp. 40–41
  46. The Edison Papers, Rutgers University. Retrieved March 20, 2007.
  47. "Life of Thomas Alva Edison", Inventing Entertainment: The Early Motion Pictures and Sound Recordings of the Edison Companies, Library of Congress.