توخي د غلجيو پښتنو په ټو لنيز گروپ کې يوه مشهوره قبيله ده٠ د پښتني رواياتو او شجرو پر بنسټ تو خی د هو تک بابا(٦٦١-٧٤٠ هجري قمري) ورور، دبارو زوی، د تو لر لمسی او دغلجي کړ وسی دی، چې دتو خي قبيله دده په نا مه مشهوره ده٠ (١) د تو خو قبيلې د هو تکو تر عروج وړاندې د غلجيو پښتنو په ټو لنيز گروپ کې لو مړ نی مقام او ځای در لود او سلطان ملخی تو خی چې د هند د مغو لي امپر اتور اورنگزيب عا لمگير(1068-1118هجري) معا صر و، د تو خو د قبيلې ډير مشهور مشر او سردار تير شوی دی ٠ (٢) نو موړی د مير ويس خان بابا دمور نازو انا پلارو٠ د تو خو سيمه د کند هار ولايت لمر خا ته ته په ٨٥ ميله وا ټن کې مو قعيت لري چې په کلات غلجا يي سره مشهوره ده او د تو خو صدر مقا م گڼل کيږي٠ تو خي د تر نک د رود پر څنډو د پل سنگي نه نيولې تر شيباره پورې استو گنه لري ٠(٣) مشهور انگرېز مؤرخ مو نټ سټوارټ الفنسټن په خپل کتاب(An Account of The kingdom of Caubul) کې چې د افغا نستان د علو مو اکا ډمۍ د پښتو څيړ نو د نړ يوال مر کز له خوا د کابل سلطنت دبيان تر عنوان لاندې په پښتو ژبه تر جمه شوی دی، په هغه و خت کې د تو خو دقبيلي شمير ١٢ زره کو رنۍ ښو دلي دي،په دا سي حال کې چې دحيات افغاني د تا ريخ ليکوال ډپټي محمد حيات خان ١٤٤ کلونه وړاندې د تو خو شمير ١٥ زره کو رنۍ ښو دلي دي٠ د زابل ولايت دار غنداب د وادۍ په شمالي بر خه کې چې د هزاره گا نو د سيمې تر څنگ پر ته ده او هم د ميزان سيمه د تو خو په ولکه کې ده٠ همداراز يو شمير تو خي د ناوې د وادۍ په جنو بي او ښکتنۍ بر خه کې استو گنه لري ،پاتي يې په شيبار، هلتاغ،ار غنداب، باغر،دای چو پان،جلدک، کاکړ، نو بهار،کلات، شاه جوی، شملزي او شينکي کې ميشته دي٠

د تو خو د قبيلې ښا خو نه :

د تو خو قبيله په لا ند نيو ښا خو نو ويشلې شوې ده: ر همند،ايوبزي،حسن زي، رستم خيل، پو پل خيل،مغدود خيل،يو نس خيل،با ټا خيل، بسو خيل،باميو خيل، اکازي، محمد زي، شملزي،جلالزي،با بکر زي، ميرا نزي، جعفر زي، پيروزي، پير خيل، کشيا ڼي،نتوزي، مو سی خيل،حسن خيل، عا شو زي، سوري زي،سيد خيل، عر اقي،برانخيل، خو يداد خيل،نظر خيل، شکي خيل، ما مي خيل، عليشير زي، انه زي، مټه خانخيل،کا لو خيل،فقير زي، ببري، مو سی زي،شاه حسن خيل،سيکاک،ادم زي، هو تکزي، اقر بي زي، پيرکزي،عيسی زي، بر هان خيل، پا تو زي، کر مو نخيل، پيروي خيل، حسن خيل، خان خيل، بارکزي، عمر خيل، الي زي ، مين خيل، مغلزي، نو ر الد ين زي، هوازي، ختي زي،فيروز خيل، د عوت خيل، بهرام خيل،سيان زي،ناز خيل،بهلول خيل او نا جو خيل

په بيلا بيلو ولا يتو نو کې ددوی د استو گنې سيمې او شمير په لا ندې ډول دی :

الف- دزابل په ولايت کې : ١- ددغه ولايت په مر کز کې ٢٠ زر ه تنه ٢- د شاه جوی په و لسوالۍ کې ٣٠ تنه ٣-د ار غنداب په ولسوالۍ کې ٢٢ زره تنه ٤-د شينکۍ په ولسوالۍ کې ٦ نيم زره تنه ٥-د شملز يو په و لسوالۍ کې ٣٢ زره تنه ٦- د ميزان په و لسوالۍ کې ٥٠٠٠ زره تنه

  • د کندهار په ولا يت کې :
  • د کند هار ولايت په مر کز کې ١١ زره تنه
  • د شاه ولي کو ټ په ولسو الۍ کې ٧ زره تنه
  • د ار غنداب په ولسوالۍ کې ٥٠٠٠ زره تنه
  • د ارز گان په و لايت کې:

په دغه و لايت کې هم ډير شمير تو خي استو گنه لري، خو د شمير په اړوند مې کو م معلو مات ر لا سه نه کړل٠

د- د نيمروز په ولايت کې: ددغه ولايت د کنگ په ولسوالۍ کې کې هم يو شمير تو خي استو گنه لري چې شمير يې د ٣٠٠٠ زره تنو په شا او خوا کې ښو دل شوي دي٠ د هرات ولايت په بيلا بيلو ولسواليو کې هم يو شمير تو خي استو گنه لري٠ د حيات افغاني د مؤ لف په قول د تو خو يوه محله د کابل په ده افغا نا نو کې هم شته٠ د امير عبد الر حمن خان د واکمنۍ په وخت کې تو خو ډيره شديده ضر به وليده او يو شمير يې دخپلې سېمې نه د افغا نستان نورو بر خو ته تبعيد شول.٠ تو خو دتا ريخ په او ږدو کې د ښکيلاکگرو ځو اکو نو پر خلاف له ويا ړه ډکې مبا رزې کړي دي٠ د مغو لي تيري کوونکو، صفوي ير غلگرو، انگر يزي ښکيلاکگرو او روسي ناتار پر خلاف ددوی د وياړه ډکې مبا رزې ز مو ږ د هيواد د تا ريخ ځلانده با بو نه دي چې موږ پرې وياړو٠

د تو خو د قبيلې نو ميالي :

١- سلطان ملخی تو خی : سلطان ملخی تو خی د هند دمغولي واکمن عالمگير اورنگزيب( ١٠٦٨-١١١٨ هجري) معا صر و٠ نو موړی د مير ويس خان هو تکي د مور نازو انا پلار و٠ ده ته د غلزيو د قبيلې مشري ور په غاړه وه ٠ ده د جلدک په حدودو کې د گرم اب وادي او ځمکي د ابد الي قبا يلو د مشر خداداد سلطان سره د غلز يو او ابد اليو تر مينځ پو له وټا کله او نو موړې ځمکې يې ددواړو اړ خو نو تر مينځ وويشلي چې تر او سه هم دغه ويش معتبر دی٠ سلطان ملخی تو خی په هغه جگړې کې چې د انځر گي او سر خ سنگ تر مينځ وشوه ووژل شو او دده تر مړ ينې ورو سته دده زوی حاجي عادل او د هغه زوی بايي خان د قبيلې مشري کو له او پر کلات او ملحقا تو يې واک ټينگ و٠ دوی دکلات او چغتران په کلاوو کې چې د تر نک پر غا ړه ول او سيدل ، چې ور وسته با ئي خان هم ووژل شو٠ تر هغه وروسته د علي خان زوی شاه عالم خان چې دسلطان ملخی وراره و او د هغه زوی خو شال خان هم تر يوې مودې پورې دتو خيو دقبيلې مشري کوله، چې ددې کو رنۍ ور وستي کسان اشرف خان او الهيار خان دي چې د خو شال خان زامن ول چې اشرف خان د لوی احمد شا ه بابا له خوا د کلات نه د غز ني تر سيمو پورې حکمران ټا کل شوی و او پر هند با ندې د بريد پر وخت هم د احمد شا ه با با ملگری و٠ د تيمور شاه په وخت کې د اشرف خان زوی امو خان د غلجيو حکمران و٠

٢- ملا باز تو خی: د پټې خز انې د مؤلف محمد هو تک په قول ملا باز تو خی د اتغر د سيمې او سيد ونکی و چې د غه سيمه د زابل ولايت دمر کز کلات جنوب ختيزې بر خې ته پر ته ده٠ نو موړی په شعر کې استادو او غزلې او ربا عۍ لري٠ محمد هو تک نو موړی خپل همراز بللی دی٠ نو موړې خپلې زده کړې په هند وستان کې کړې وې او په فقه، منطق او حکمت کې تکړه و او خپلو شا گر دانو ته به يې در سو نه ورکول٠

٣-نور محمد غلجی : دی په اصل کې غلجی او په غلجيوکې تو خی و٠ پلار يې ملا يار محمد نو ميده٠ د پټې خزانې د مؤ لف په قول دی په عمر پوخ او اتيا کلن و او په پنجو ايي کې او سيد٠ د مير ويس نيکه مير منې او کو چنيانو ته يې ديني تد رېس کاوه٠ دی شا عر هم و او د نا فع المسلمين په نا مه يې يو کتاب هم کښلی و چې شر عي احکام پکې بيان شوي وو او دفقه او اخلا قو د معتبرو کتا بو نو نه گڼل کيده٠ ده په پنجوايي کې خپلو شا گر دانو ته مشکات شر يف،بخاري شر يف،هدايه، کنز، طر يقه محمد يه او نور کتا بو نه تد ريس کول٠ دده د شعر يوه نمو نه چې مخمس دی په دې ډول ده :

نه مؤ من ژوندی په دين يې زما ياره
نه فر ېاد ژړا کوه په څو کو کاره
استغفار تو به کوه د ځا د پاره
 ته هم ځان سا ته پناه غواړه له ناره
بيداري کړه په سهار کې زما دلداره

٤-نازو انا : نازو انا د مير ويس نيکه مور او دسلطان ملخی تو خي لوروه چې په ١٠٦١ هجري کال په تازي نو مي ځای کې زيږ يدلې ده٠ پلار يې سلطان ملخی تو خی په هغه وخت کې دغزني تر جلد که د غلز يو دقبيلو مشرو٠ نازو انا په کو چنيوالي کې دعلم او پو هي سره مينه در لوده٠ نازو انا په کو چنيوالي د پښتنو مير منو او عالمانو نه لو ست زده کړ٠ کله يې چې پلار د سور غره په جگړه کې ومړ او ورور يې عادل خان د خپل پلار دانتقام له پاره جنگ ته روان شو، نو نازو توره تر ملا وتړله او د نورو جنگياليو سره يې د کور او کلا سا تنه کو له٠ نازو انا ډيره ميلمه پاله پښتنه وه او هر کله به چې د مسا پرو قا فلې دوی سيمې ته راغلې نو ددوی د ډوډۍ بندو بست به يې کاوه او چا به چې کالي نه در لودل کالي او جا مي به يې ور کولې٠ نازو انا د ښالم خان هوتک ميرمن وه چې نو موړی د کرم خان زوی و٠ نازو ا نا څلور ز امن درلودل چې عبارت و له حاجي مير خانه( مير ويس نيکه) ، عبد العزيز خان،يحيي خان او عبد القادر خان٠ نازو انا عابده او صا لحه مير من وه او ټول عمر يې خپلو او لا دونو ته په او داسه شيدې ورکړې٠ هغه وخت چې مير ويس نيکه و زيږيد نو يوه شپه د پښتنو ستر ستانه بيټ نيکه يې په خوب کې وليد چې ورته وايې دا زوی ښه تر بيت کا، چې لوی شي ستر کا رونه به وکا او په حج د بيتالله به مشرف شي او له نسله به يې پيدا شي پا دشا هان چې دين به رو ښان کا په رښتيا هم چې نازو انا داسي زوی ور وزېږاوه چې دښمنان د وطن يې ورک کړل او دده له نسله واکمنان پيدا شول چې پر اصفهان با ندې يې واکمني کوله٠ نازو انا شا عره او دديوان خا ونده وه٠ ديوان يې دوه زره بيتو نه در لودل٠ دنازو انا دشعر بيلگه په لاندې ډول ده :

سحرگه وه ،دنر گس ليمه لا نده څاڅکی څا څکی يې له ستر گو څڅيده

ما ويل څه دي ښکله گله ولې ژاړې؟ ده ويل ژوند مې دی يوه خوله خنديده

همداراز د تو خيو نور نو ميالي چې دهيواد او دملي نو اميسو په سا تنه کې يې سر ښندنې کړي دي نو مو نه يې دادي: شهاب الدين خان تو خی، عبد الر حمن خان ،سلطا نمحمد خان،دو ست محمد خان،صمد خان،گل محمد خان، مير علم خان،مهتر مو سی خان،، عز يز خان،محمد شر يف خان او نور٠٠

سرچينې

  • ١- پټه خزانه، محمد هوتک بن داؤد،٩ مخ،د ١٣٣٩ کال چا پ، کا بل٠
  • ٢-تاريخ حيات افغاني، ٢٨٥ مخ، دپيښور چاپ،١٣٨٦ کال٠
  • ٣-هو تکي ها، عبد الرؤف بينوا، ٥-٦ مخونه،کابل ١٣٣٥ کال٠
  • ٤-شير رحمن دوړ، معلومات مختصر درباره اقوام وقبايل ولايات سر حدي کشور،٨٨ مخ ،کابل ٠
  • ٥-مونټ سټوارټ الفنسټن، دکابل سلطنت بيان،١٢٤-١٢٥ مخونه، دکا بل چاپ٠