-وزګارتيا وزګار او وزګارتيا: وزګار او وزګارتيا د کار د اصطلاح څخه مشتق شوي مفهومونه دي . په عمومي ډول وزګارتيا د کار نه لرونکي او وزګارتيا د ژوندانه د سپر ي کولو لپاره د شعل د نه شتون حالت په مانا دي. وزګارتيا له يوي خوا د کارونو د نه ميندلو حالت دي، له بلي خوا د اقتصادي سياسي لاملونو له مخي د شته کارونو د لاسه ورکولو د حالت په توګه هم پيژندل کيږي . د شخص له نظره وزګازتيا د توان او غوښتني مطابق د دوامداره عايد تامينونکي کار د نه ميندلو حالت دي . د ټولني له نظره وزګارتيا د توليد ډيري قيمتي سرچيني (کاري قوي) د يوي برخي نه کارول او خالي ضايع کيدل دي. هغه څوک وزګار ګڼل کيږي چي ۱- هغوي چي کار نه لري ۲- فعال وي او د کار په لټه کي اوسي . د کلاسيک اقتصاد له مخي وزګارتيا په يو هيواد کي د کارګري قوي او استخدام د کچو ترمنځ د رامنځته کيدونکي توپير پ توګه پيژندل کيږي . په تيوريک لحاظ وزګارتيا دکار عرضي او د کار تقاضا ترمنځ نابرابري پيدا کيدل او د کار د عرضي په مقابل کي د کار د تقاضا کموالي دي . د يادولو وړ ده چي د کار د عرضي او تقاضا ترمنځ د عددي توازن په حالت کي هم د وزګارتيا ستونزه رامنځته کيږي . ددي حالت عمده لامل د کيفيت له اړخه د کار د عرضي او تقاضا مطابقت نه کول دي . د کار بازار ته عرضه کار بايد يوازي د کار د تقاضا مقدار سره نه بلکي د کيفيت له نظره هم مطابقت وکړي . ځيني اقتصاد پوهان وزګارتيا د شته مزد په حدودو کي د کار قوي د عرضي د زياتوالي په توګه پيژني . هغه څوک چي د مزد سره موافقه لري ، د کار کولو توانايي او غوښتنه لري ولي مناسب کار نه شي ميندلي وزګار ګڼل کيږي . د يو چا د وزګار شميرلو په موخه په يو وخت د لاندي شرطونو شتون لازم دي: الف - فزيکي توګه د کار د توانايي درلودل . ب - د کار کولو غوښتنه درلودل. ج - د کار کولو لپاره تياريدل. د - د استعداد مطابق او عايد راوړنکي يو کار نه پيدا کيدل. هغه څوک چي د ناروغتيا او فزيکي ناتوانۍ له امله کار کولو ته اماده نه اوسي او يا هم په خپله غوښتنه سره د کارکولو اراده ونه لري وزګارو کي نه شميرل کيږي . د کار نړيوال سازمان د يو کس د وزګار شميرلو لپاره دري خصوصيتونه جلا کړي . د کار نه درلوذل د کار لټول د کارپيل کولو ته تياريدل په معلومه دوره کي د اقتصادي فعال ټولو نفوسو هغه برخه چي د پورته ذکر شويو دري خصوصيتونو درلودونکي او معلوم عمر لرونکي اوسي ، د کار نړيوال لخوا د وزګار په توګه د منلو وړ دي . دوره او عمر په بيلو هيوادنو کي توپير کوي . د وزکارتيا لاملونه الف- اقتصادي لاملونه ۱-د پانګي کمبود: پانګه د توليد د عواملو څخه يو مهم لامل دي او د کار محل د پانګي شتوالي سره اړيکه پيدا کوي. د پانګي محدودوالي په استخدام کي نيمکړتيا رامنځته کوي او د وزګارتيا لامل کيږي . په پرمخيتيايي هيوادونو کي وزګارتيا اکثره د پانګي د کمبود نتيجه ګڼل کيږي . دي هيوادونو کي د سړي سر عايد اندازه ټيټه ده او د سپما کولو امکانات کم دي چي د پانګي اچوني سبب وګرځي . پرمختيايي هيوادونو کي ځيني ضروري او تخصصي رشتو کي د کار عرضه کمه ده او په مقابل کي غير تخصصي برخو کي د کار عرضه زياته ده ولي تقاضا ورته کمه ده . ۲-د لګښت محدودوالي: د وزګازتيا يو بل لامل د لګښت محدودوالي دي دي.دا محدوديت که د عوايدو د کموالي او يا د سپما و کموالي نتيجه و اوسي په دواړو حالتونو کي توليداتو ته تقاضا کميږي او پانګي اچوني ته ميلان کي هم کموالي راځي . دا جريان د نيمګړي استخدام او يا وزګاتيا لامل ګرځي . ب- سياسي لاملونه د قوانينو نه جاکميت او د عملي کيدو څخه يي د څارني نشتوالي، د غير قانوني اقتصادي او مافيايي فعاليتونو مخه نه نيول، د ټولني غړو ته د کار د حقوقو تامين کوونکو قوانينو او ادارو نشتوالي او په دولتي او نورو ادارو کي د اداري فساد شتوالي د وزګاتيا د رامنځته کيدو د سياسي لاملونو څخه شميرل کيږي . ج-ټولنيز لاملونه د تعليم ، تربيي او تخصص د کچي ټيټوالي ، د نفوسو تراکم ، د سن ، جنس، نژاد او قوم توپير او او نور عمده ټولنيز لاملونو څخه دي چي په ټولنه کي د وزګارتيا لامل ګرځي. د وزګارتيا ډولونه وزګارتيا معمولاً په لاندې ډولونو وېشل کيږي: ۱: اصطکاکي وزګارتيا (Frictional unemployment) هغه وزګارتيا چې له يوې دندې څخه بلې دندې ته د توليد عواملو (معمولاً کارګرې قوې) د تبديليدو له امله رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه يو اتل په کابل کې په يوه شرکت کې دنده لري او د شرکت رييس غواړي نوموړي له کابل څخه کندهار ته تبديل کړي څو په کندهار کې خپلې دندې ته دوام ورکړي نو کندهار ته د اتل رسيدل او دندې پيل څو ورځې په برکې نيسي چې پدې موده کې اتل وزګار پاتې کېږي چې د وزګاره پاتې کېدلو دا موده د اصطکاکي وزګارتيا څخه عبارت دي. ۲: پټه وزګارتيا (Hidden unemployment) د توليد په پروسه کې د توليد د عواملو (معمولاً د کارګرې قوې) ترمنځ هغه حالت چې که چېرې يو يا څو کارګر د توليد د پروسې څخه ووېستل شي د توليد په مقدار کې کوم تغير (کموالي) رامنځته نشي نو د توليد په پروسه کې د کارګرې قوې په منځ کې دغه حالت ته پټه بېکاري ويل کېږي يعنې دا چې يو عمل چې دوه کارګر يې په عينې منابعو څخه په ګټه اخېستنې سره ترسره کولاي شي له دوه کارګرو څخه ډېر ورته استخدام شي. پټې وزګارتيا ته (Latent Unemployment) اصطلاح هم کارول کېږي چې د پټې وزګارتيا مانا ورکوي. ۴: موسمي وزګارتيا(Seasonal unemployment) د وزګارتيا هغه بڼه يا ډول چې په پايله کې يې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پايله کې د توليد ځينې عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې په توليد کې د برخه اخېستو اراده او وړتيا ولري وزګار پاتې کېږي. يا په ساده ژبه: د وزګارتيا هغه ډول چې په اقتصاد کې د موسمي بدلون په پايله کې رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه: د ژمي په موسم کې په کابل کې تقريباً ټول ودانيز کارونه په ټپه درېږي، چې په پايله کې يې هغه وګړي، چې په ودانيزو چارو کې په فعاليت بوخت وي وزګار پاتې کېږي. ۵:تکنالوژيکي وزګارتيا(Technological unemployment) د وزګارتيا هغه بڼه چې د توليد په پروسه کې د کارګر پر ځاي له ماشين آلاتو څخه د ګټې اخېستنې په پايله کې رامنځته کېږي. 6: ارادي وزګارتيا(Voluntary unemployment) د وزګارتيا هغه ډول، چې پکې د توليد عوامل (په ځانګړي ډول کارګره قوه)، چې د کار کولو اراده او وړتيا ولري خو په خپله خوښه نه غواړي، چې د توکو او خدمتونو په توليد کې برخه واخلي. په ساده ژبه په کار کې لټي کوي او د نن کار سبا ته پرېږدي او پدې توګه وزګار پاتې کېږي. ۷: غير ارادي وزګارتيا (Involuntary unemployment) د وزګارتيا هغه ډول چې د توليد عوامل (معمولاً کارګره قوه)، چې د توکو او خدمتونو په توليد کې د برخه اخېستو اراده او وړتيا ولري؛ خو توليد ته د تقاضا د نه شتون له امله وزګار پاتې کېږي، چې د کاروباري دوران يا دايرې د کساد يا زوال په مرحله کې يوه اساسي ستونزه ګڼل کېږي. دوزګارتيا څخه زيږيدونکي ستونزي په ملي عايد کي کموالي : د کاري قوي کموالي او د کار د ساحي کموالي کڼي اقتصادي ستونزي ( ملي عايد او د وګړو سړي سر عايد کي کموالي ) رامنځته کوي په ټولو ساحو کي اقتصادي لاسته راوړني د کاري قوي او د توليد توکو پوري اړه لري ، البته د کاري قوي ګډون او ارزښت د توليد د توکو په تناسب ډير د پام وړ دي. کله چي کاري قوه له فعاليته پريوځي او کار ساحه ونه لري طبيعي خبره ده چي د صنعت ، کرني او سوداګرۍ د عوايدو کچه ټيتيږي او ملي عايد کميږي په همدي ترتيب کله چي انسان د کار کولو زمينه ونه لري ، لاسته راوړنه به هم نه لري . همدارنګه کله چي په يو هيواد کي سړي سر عايد کم شي ، فقر او غربت هغه هيواد په خپله ولکه کي نيسي. د اقتصادي امکاناتو څخه د معقولي ګټي اخيستني نشتوالي: يوه بله ستونزه چي بيکاري د دولتونو سره لاس او ګريوان کوي د اقتصادي زيرمو په ټپه دريدنه ده ، د بشري ټولنو تاريخ ددي واقعيت څرګندوي دي، چي کله انسان په اقتصاد منظمو کارونو باندي پيل وکړ نو د طبيعي سرچينو څخه معقوله او اقتصادي ګټه اخيسنته پيل شوه، د کرنيزو ځمکو، معادنونو او د ځمکي لاندي پانګه يي په دوران کي واچوله او ډير اقتصادي عوايد يي لاسته راوړل . په ننۍ نړۍ کي داسي هيوادونه هم شته ، چي د سرشاره طبيعي زيرمو او د اقتصادي فعاليتونو د شتوالي څخه برخمن دي، خو د کارموندني نشتوالي او د انسانانو په کار نه اچونه يي ددي لامل کرځيدلي چي نوموړي هيوادونه د خپلو پانګو څخه پرځاي او معقوله ګټه نه شي اخيستيي. ټولنيز انحرافات : بله اصلي ستونزه چي د بيکارۍ له امله د بشري ټولنو سره لاس او ګريوان کيږي د ټولنيزو انحرافاتو څخه عبارت ده. څيړنو ښودلي بيکاري د ټولنيزو ستونزو لکه پر نشه يي توکو روږديدنه ، غلا ته لاس اچونه ، جنايت، اخلاقي فساد او نوري لسګونه ستونزي منځته راوړي . هغه وګړي چي جرمونو او جنايتونو ته لاس اچوي نو ناپوه او بيکاره وي ، بيکاري او ورځيني عايد نه درلودل يو له هغو بنسټيزو لاملونو څخه ګڼل کيږي ، چي انسان غلا کولو او نورو نامشروع لارو نه د پيسو پيداکولو ته اړ باسي. نن ورځ پوهان په دي اند دي ، چي د جرمونو او جنايتونو د کچي ټيټوالي لپاره بايد د ښووني ، کار او مناسب عايد موندني لپاره انسانانو ته لازمي بوختياوي پيدا شي . په افغانستان کي دوزګارتيا د لامنځه وړلو لاري چاري ۱.په اففانستان کي د  پايدار صلح شتون:- په اففانستان کي  پايدار صلح ته ضرورت شته ترسو يو قوي او خود کفا حکومت ولرو او وکولي شي چي په هر سکتور کي پرمختګ مينځ ته راوړي او زياتر اقتصادي سکتورونو کي د حد نه زيات پانګه اچونه وشي لکه توليدي فامريکي، سهامي شرکتونو او داسي نور... او بهرني سرمايه ګذاريو ته هم لاره هواره شي چي دي سره بهرني سياسي او اقتصادي اړيکي نور هم  دي سره پراخيږي او صادرات او وردات د اجناسو به په ډيره اساني سره صورت مومي  چي  په نتيجه کي دا ټول ددي باعث ګرځيږي چي باکيفيته توليد او ددنيا په ستنډرډ باندي د اجناسو توليدات به صورت ونيسي چي ددي په څنګ کي به زيات کاري ځواک ته ضرورت شته چي د اففانستان خپل خلک او نور بهرني خلک ته به د کار زمينه مسايد شي چي ددي سره به د دولت عايد هم لوړشي د بودجوي کسر نه به هم خلاص شي. ۲.په افغانستان کي د شته طبيعي منابعو څخه ښه استفاده :- که افغانستان هيواد  ته متوجي شو نو مختلف کانونه په کي  شتون لري لکه سره زر،سپين زر، زمرد، اوسپينه ،مس،نقره او داسي نور چي که دا په درست او صحيح شکل باندي استخراج شي او ددي عايد په يو اندازه باندي په مختلفو سکتورونو کي پانګه اچونه وشي لکه صنعتي فامريکو د خوراکي توکو، اصلحو،وسايطو او د برق د ډيمونو په جوړلو کي چي خوشبختانه مونږ ډير ښايسته او پرمنافعي سيندونه په افغانستان کي لرو چي په زرهاوو ميګا واټ برق توليدوي چي زمونږ توليدي فامريکو او عوامو ته برق ورکوي چي دي ته  ضرورت نه شته  د بهر ممالکو څخه برق وارد کړو بلکه به مونږ نورو مملکتونو ته به په زياته پيمانه برق ورګړو چي ددي په مقابل کي خلکو په واظيفو و ګمارل شي او  د افغانستان دولت ته به عايد راشي چي په نتيجه کي افغانستان د مصرفي هيواد څخه به په توليدي هيواد بدل شي. ۳.د خصوصي سکتور پراخول او پياوړي کول :- د اففانستان حکومت بايد توجو د خصوصي سکتورونو په پراخولو او د هفوي د پياوړي کول د نړي په ستنډرد باتدي او ددي لپاره لاره بايد داخلي او خارجي پانګه والو ته مساعد کړي چي هفوي وکولي شي په ارامه او په کم مصرف باندي په مختلفو اُفتصادي ارثو کي پانګه اچونه وکړي چي ددي باعث ګرځيږي چي داففانستان توليدات به ددنيا په هر ګوت کي ډير په کمه قيمت سره ځان لپاره مارکيټ پيدا کړي،خلکو ته د کار زمينه برابريږي خلک خوشحاله ارامه د فقر او بدبختي څخه خلاصون  مومي او ددي سره ددولت عايد زياتيږي چي دولت د عامه خدماتو په ورکولو کي چټک ګيږي. ۴.د زراعت په سکتور کي پانګه چونه او ددولت توجه:- د اففانستان دولت خپل مکلفيت درک کړي او خپل توجو زيات نوموړي سکتور ته وکړي او تر ډير حده پانګه اچونه وکړي د نوي او پرمختللي تکنالو‌ژي راوړل افغانستان ته او د اصلاح شوي تخمونه،کود ورکول دهقانانو ته نور سرد خاني او داسي نور شيان چي زراعت په بخش کي اړين دي بايد ددوي په واک کي ورکړل شي او ددي تر څنګ د باغونو جوړول چي په دي کي هفه نيالګي بايد کينول شي چي په لږ وخت کي زيات ميوي ورنه حاصل شي او دنوي هفه موادو کشت کار بايد رواج شي چي د نني مارکيټ او بين المللي مارکيټونو ضرورت ورته شته او بايد د ّځنګلونو په جوړولو او ساتلو کي خاص پاملرنه وشي ځکه چي زراعت توليدات فامريکو ته خام مواد برابروي که زمونږ دغه سکتور ضعيف وي نو اهمه خبره ده چي زمونږ په صنعت او فامريکو باندي اثر ګذار دي نو ددي ټولو خبرو په نتيجه کي ويلي شو چي کله يو پياوړي زراعتي سيټم ولرو په اففانستان کي نو اهمه خبره ده چي کاري ځواک  کمارلو ته ضرورت شته ددغي سکتور په پرمخ بيولو کي چي مخکي ذکر شو چي دا هفه بي روزګار قشر د اففانستان وي او د ضرورت په وخت کي د نورو بهرني مملکتونو باتجربه اشخاص به هم صهم ونيسي. ۵.په دولتي سکتورنو کي د ادراي فساد نه شتون:- اداري فساد يو داسي وايروس دي چي د دولت ډول سکتورونه ضعيف کوي او د ښو خدمتونو په ورکولو کي پاتي راولي چي د ټولني د بدبختي او فقر باعث ګرځييږي چي د مملکت د اقتصادي جرياناتو او اقتصادي او سياسي پرمختک په مقابل ځنډونه اجاد کوي او ددي باعث کيدلي شي چي د زياتو مصارفاتو په شتون کي زياتره کاربارونه د تاوان سره مخامخ شي چي بالااخره د کاربارونو بندولو دپاره اړ کيږي چي ددي په واسطه ډير زيات ميشت خلک بيکاره اوبي روزګاره ګيږي چي به اففانستان کي د ډيرو کلونو راهيسي ددي غم نه زمونږ تجاران سر ټکوي او ډيرو يي کاربارونه پريښي او يا نور مملکتونو ته خپله سرمايه انتقال کړي  او دي ته ورته نورو ارسو کي البته د وضايفو په ګمارلو کي هم يو شمير زيات اداري فساد وجود لري چي حکومت ددي لپاره ځمينه مسايد کوي ترڅو ددولتي مامورين پر شته غير قانوني اعمالو لاس پوري کوي او خلک بي روزکاره، بدبختي او فقر سره مخامخ کوي نو که چيرته ددغو اعمالو نه ترسره کولو لپاره يوي پياوړي حکومت، پياوړي منجمنټ او پياوړي تفتيش وجود ولري نو سراحت باندي ويلي شوم چي به د افغانستان هيواد  په هيڅ سکتور کي به اداري فساد وجود ونه لري.