بوکر ټي واشنګټن

بوکر ټالیافیرو واشنګټن (د ۱۸۵۶ کال د اپریل ۵مه – د ۱۹۱۵ ز کال د نومبر ۱۴مه) یو امریکایی روزونکی، لیکوال، ویناوال او د متحدو ایالتونو د ګڼو ولسمشرانو سلاکار و. ښاغلی واشنګټن د ۱۸۹۰ او ۱۹۱۵ ز کلونو تر منځ د افریقايي‌الاصله امریکايي ټولنې مخور مشر او د اوسنیو تور پوستانو یو مخکښ عالم و. واشنګټن د امریکا د تور پوستو مشرانو له وروستي نسل نه و چې د غلامۍ په حالت کې وزېږېد او د پخوانیو غلامانو او د هغوی د بچیانو پر رسا غږ بدل شو. دوی په سويلي ایالتونو کې تر بیا رغونې وروسته د نولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له حقونو محروم او د «جېم کرو» د تبعیضي قوانینو په وضع کېدو سره تر ظلم لاندې وو.[۱۴][۱۵]

بوکر ټي واشنګټن
بوکر ټي واشنګټن
بوکر ټي واشنګټن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Booker Taliaferro Washington د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ اپرېل ۱۸۵۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
مړینه 14 نومبر 1915 (59 کاله)[۱][۲][۳][۴][۸][۵][۶][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د زړه ناروغي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۹]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۷][۱۰]
سوداگر
سياستوال [۱۱][۷]
د بشري حقوقو فعال
ښوونکی [۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲][۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بوکر ټي واشنګټن
بوکر ټي واشنګټن

واشنګټن د افریقايي‌الاصله امریکایانو د کاروبارونو پلوی او د تور پوستانو د تجارت د ملي اتحادیې له بنسټګرانو نه و. کله چې په ۱۸۹۵ ز کال کې په سویل کې «لېنچ قانون» اوج ته ورسېد، واشنګټن یوه وینا وکړه چې د «اتلانتا د جوړجاړي» په نامه پېژندل کېده او په ملي کچه مشهوره وه. واشنګټن د دې پر ځای چې په سويل کې په مستقیم ډول د «جېم کرو» نژادي تبعیض او د تور پوستو رای ورکوونکو محرومیت وګواښوي، د زده‌کړو او کار موندنې له لارې يې د تور پوستانو پرمختګ غوښت. [۱۶]

په شمال کې د «ډو بویس» په مشرۍ تور پوستو فعالانو په لومړي سر کې د اتلانتا د جوړجاړي ملاتړ وکړ، خو وروسته بیا مخالف شول او پرېکړه یې وکړه چې سیاسي بدلون ته د کار لپاره د رنګین پوستانو د پرمختګ ملي ټولنه جوړه کړي. دوی په محدود بریالیتوب سره هڅه وکړه، د تور پوستانو د ټولنې مشرۍ ته د واشنګټن سیاسي کار له ګواښونو سره مخامخ کړي، خو هغه په شمال کې د سپین پوستو متحدانو تر منځ پراخې شبکې جوړې کړې. د واشنګټن تر مړینې څو لسیزې وروسته په ۱۹۵۰مو ز کلونو کې د مدني حقونو غورځنګ تر نورو فعاله او پرمختللې تګلاره پیل کړه، دا تګلاره په سويل کې د خلکو د نویو ادارو پر بنسټ ولاړه وه، دغه ادارې د نژادي برابرۍ کانګرېس، له تاوتریخوالي پرته د زده‌کوونکو د همغږۍ کمېټه او د سويلي مسیحیانو د مشرۍ کنفراس و.[۱۷]

د مدني حقونو په ټولنه کې د «بوکر» میراث د بحث وړ و. که څه هم ده به ویل چې اوږدمهالې ستره موخه یې د سوېل مېشتو افریقايي الاصله امریکايي وګړو حقونه ترلاسه کول دي، خو تر مړینې وروسته له دې امله ډېرې نیوکې پرې وشوې چې ګواکي له سپين پوستانو سره یې سازش کړی و. بل لیدلوری چې د شلمې پېړۍ په وروستیو کې رامنځته شو، وايي چې له ۲۰۱۰ ز کال وروسته ډېرو څېړنو «د واشنګنټن د لاسته راوړنو، میراث او مشرۍ ننګه او ستاینه کړې ده». [۱۸][۱۹]

عمومي کتنه سمول

واشنګټن د یوې افریقايي‌الاصله غلامې امریکايۍ «جېن» زوی دی. په ۱۸۵۶ ز کال کې په ویرجنیا کې د غلامۍ په حالت کې وزیږېد. له غلامۍ نه تر آزادېدو وروسته یې مور خپله کورنۍ سوېلي ویرجنیا ته بوتله، تر څو له خپل مېړه «واشنګټن فرګوسن» سره یوځای شي. «سويلي ویرجنیا» له «ویرجنیا» نه جلا شوې وه او د کورنۍ جګړې په جریان کې د یوه ازاد ایالت په توګه له اتحادیې سره یوځای شوه. بوکر ټي واشنګټن د یوه ځوان نارینه په توګه خپلې لارې ته د همپټون انستېتیوت (د تور پوستانو یو تاریخي کالج دی چې دا مهال همپټون پوهنتون نومېږي) له لارې دوام ورکړ او په وېلنډ سیمنري کالج (چې دا مهال د ویرجنیا یونین پوهنتون نومېږي) کې یې ګډون وکړ.[۲۰][۲۱]

واشنګنټن په ۱۸۸۱ ز کال کې په «الاباما» کې د ټسکېګي انستېتیوت لومړنی مشر وټاکل شو. دا انستېتیوت د تور پوستانو د لوړو زده‌کړو لپاره جوړ شوی و. ښاغلي واشنګنټن دغه کالج په بنسټیز ډول پراخ کړ او له درسي ټولګیو نیولې د خوب تر ځایه یې د ودانۍ په جوړولو کې له محصلانو مرسته وغوښته. په کالج کې کار د زده‌کوونکو د زده‌کړو لپاره بنسټیز بلل کېده. دوی یوه لویه کرونده لرله، تر څو د ګټې لپاره تکیه پرې وکړي، حیوانات وروزي او اړین محصولات وکري. واشنګټن د کالج پراخولو ته دوام ورکړ. دی په ۱۸۹۵ ز کال کې د اتلانتا د خبرو له امله چې د سیاستوالو او عامو خلکو پام یې ځان ته را جلب کړ، په ملي کچه مشهور شو. ښاغلی واشنګنټن د افریقايي‌الاصله امریکایانو پر رسا غږ بدل شو. د تور پوستانو په ډېرو ټولنو کې یې د ملاتړو یوه پراخه شبکه جوړه کړه، چې اصلي ملاتړي په کې تور پوستي وزیران، روزونکي او سوداګر وو. واشنګټن د تور پوستانو په سیاست کې واکمن رول ولوباوه او د سويل د تور پوستو ټولنو او لېبرال سپين پوستو (په ځانګړې توګه د شمالي د شتمنو سپین پوستو) تر منځ یې پراخ ملاتړ خپل کړ. ده په سیاست، بشرپالنه او زده‌کړو کې مهمو مشرانو ته لاسرسی پیدا کړ. د واشنګټن په هڅو کې له سپین پوستانو سره همکاري او د شتمنو بشر پالو د ملاتړ جلب شامل وو. واشنګټن ټینګار کاوه چې تور پوستانو ته د برابرو ټولنیزو حقونو د ترلاسه کولو لپاره تر ټولو باوري لاره د «صنعت، سپما، ځيرکۍ او ملکیت» ښودل دي.  [۲۲]

شمالي منتقدانو د واشنګټن پراخه او ځواکمنه اداره «د ټکسېګي ماشین» وبلله. تر ۱۹۰۹ز کال وروسته د NAACP مشرانو په ځانګړې توګه «ډبلیو.اي.بي. ډي بویس» پر واشنګټن نیوکې وکړې. دوی غوښتل چې د مدني حقونو د اجنډا لپاره باید د احتجاج پیاوړی غږ پورته شي، واشنګټن ورته وویل چې دا ډول مبارزه ښايي په ټولنه کې د تور پوستانو لپاره د لا ډېر ناورین لامل شي او له ملاتړو سپین پوستانو سره همکاري په اوږد مهال کې له پراخې نژاد پالنې سره د مبارزې یوازنۍ لاره ده. هماغه مهال ده په پټ ډول د مدني حقونو د اړوندو قضیو د قضايي دعوو لپاره بودیجه ورکړه، د نمونې په توګه: د هغو اساسي او سويلي قوانینو د ګګواښولو لپاره چې د پېړۍ له پیله یې تور پوستي په ټول سويل کې محروم کړي وو. هغه مهال افریقايي الاصله امریکایان تر ډېره له جمهوري غوښتونکي ګوند سره تړلي وو او واشنګټن د جمهوري غوښتونکو له ملي مشرانو سره نږدې اړیکې لرلې. ولسمشرانو «تیوډور روزلټ» او «ویلیام هاوارډ ټافټ» ډېری وخت له ده نه سیاسي مشورې غوښتې. [۲۳]

واشنګټن له ښوونې سره پر مرستې سربېره ۱۴ کتابونه هم ولیکل. د هغه ژوند لیک « Up from Slavery » چې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۱ ز کال کې خپور شو، لا هم په پراخه کچه لوستل کېږي. واشنګټن د لېږد په یوه ستونزمن پړاو کې د نژادونو تر منځ د کاري اړیکو د ښه‌والي لپاره ډېر څه وکړل. د ده کار له تور پوستانو سره د زده‌کړو، مالي ځواک او د متحدو ایالتونو پر حقوقي سیستم د پوهېدو لپاره ډېره مرسته وکړه. دغه کار تور پوستانو ته د مدني حقونو د غورځنګ رامنځته کولو او ملاتړ مهارتونه ور زده کړل چې له امله یې د شلمې پېړۍ په وروستو کې د مهمو فدرالي مدني حقونو قوانین تصویب شول. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ژوند لومړي وختونه سمول

د بوکر مور یوه افریقايي الاصله امریکايۍ غلامه وه او دی هم د غلامۍ په حالت کې د ویرجنیا په سويل لوېدیځ کې وزېږېد. ده ته د زېږون ورځ، میاشت او کال معلوم نه و (که څه هم تر مړینې وروسته یې شواهدو وښوده چې د ۱۸۵۶ ز کال د اپریل په ۵مه نېټه زېږېدلی). بوکر هېڅکله خپل پلار ونه‌پېژانده، که څه هم ویل کېږي چې سپین پوستی و او په ګاونډ کې یې اوسېده. دغه سړي د واشنګټن په ژوند کې هېڅ ډول عاطفي او مالي رول نه درلود. [۲۸][۲۹][۳۰]

واشنګټن د خپل ژوند له لومړیو کلونو راهیسې له کورني او دویم نوم پرته په «بوکر» مشهور و. مور، خپلوان، خویندې او وروڼه یې غلامان وو. ده وروسته ولیکل: [۳۱]

زما هېڅ نه په یاد کېږي چې ټوله کورنۍ پر یوه دسترخوان را ټوله وي، له خدایه مو برکت غوښتی وي او کورنۍ مو په متمدن ډول خواړه خوړلي وي. په ویرجنیا کې او وروسته ماشومانو ته د بې ژبو حیواناتو په څېر خواړه ورکول کېدل. دلته به یوه مړۍ ډوډۍ وه، هلته یوه ټوټه غوښه. کله به یو ګیلاس شیدې وې او کله به لږ کچالو.[۳۲][۳۳]

مړینه سمول

پر ډېرو سفرونو او ډېر کار سربېره واشنګټن د «ټسکېګي» د مدیر په توګه خپل کار ته دوام ورکړ. په ۱۹۱۵ز کال کې یې روغتیايي حالت په چټکۍ سره مخ پر ځوړ و. په نیویارک ښار کې ناروغ شو او دوو بېلابېلو ډاکترانو تشخیص کړ چې «برایټ» ناروغي لري، دا د پښتورګو التهاب دی چې دا مهال «نفرایټس ناروغي» بلل کېږي. واشنګټن وویل چې یوازې څو ورځې به ژوندی وي او غوښتل یې چې په ټسکېګي کې مړ شي. د ۱۹۱۵ ز کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه ټسکېګي ته ولاړ، له رسېدو څو ساعته وروسته د ۵۹ کلونو په عمر مړ شو. دوې ورځې وروسته یې د ټسکېګي انستېتیوت په کوچنۍ کلیسا کې د تدفین مراسم اجرا شول. په دغو مراسمو کې یې نږدې اته زره کسانو ګډون کړی و. دی همالته نږدې د ټسکېګي پوهنتون په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.[۳۴][۳۵][۳۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12034585m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Booker-T-Washington — subject named as: Booker T. Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w65h7hk1 — subject named as: Booker T. Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1073 — subject named as: Booker Taliaferro Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/washington-booker-t-taliaferro — subject named as: Booker T. (Taliaferro) Washington
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=washingtonb — subject named as: Booker T. Washington
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ https://cs.isabart.org/person/139839 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  8. subject named as: Booker T. Washington — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Washington, Booker T. (05 April 1856?–14 November 1915), educator and race leader — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1500737
  9. https://libris.kb.se/katalogisering/tr58d7lc14wg16p — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۰ مارچ ۲۰۰۹
  10. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — د نشر نېټه: ۱۴ جون ۲۰۱۹ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 3.0 Unported او GNU Free Documentation License
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12034585m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/23549539
  14. "Booker T. Washington". Encyclopedia Britannica. 
  15. "Washington, Booker T.". Gale Contextual Encyclopedia of American Literature 4. (2009). Gale. 1626–1630. 
  16. Pildes, Richard H. (July 13, 2000). "Democracy, Anti-Democracy, and the Canon". Constitutional Commentary (په انګلیسي ژبه کي). Rochester, NY. 17: 295–319. doi:10.2139/ssrn.224731. hdl:11299/168068. SSRN = 224731 224731. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Huggins, Nathan Irvin (2007). Harlem Renaissance (په انګلیسي ژبه کي). Oxford University Press. د کتاب پاڼي 19–20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-983902-5 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Bieze, Michael Scott; Gasman, Marybeth, المحررون (March 26, 2012). Booker T. Washington Rediscovered. Johns Hopkins University Press. د کتاب پاڼې 209. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4214-0470-7 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Dagbovie 2010، ص. 145.
  20. West, Michael Rudolph (2006). The Education of Booker T. Washington: American Democracy and the Idea of Race Relations. New York: Columbia University Press. د کتاب پاڼې 84. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780231130486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Booker T. Washington." in Contemporary Black Biography (vol. 4, Gale, 1993) online
  22. Norrell 2009، ص. 26.
  23. Abraham Aamidor, "'Cast down Your Bucket Where You Are': The Parallel Views of Booker T. Washington and Julius Rosenwald on the Road to Equality." Journal of the Illinois State Historical Society 99#1 (2006): 46-61 Online.
  24. Richard H. Pildes, Democracy, Anti-Democracy, and the Canon, Constitutional Commentary, vol. 17, 2000, pp. 13–14. Accessed March 10, 2008
  25. Norrell 2003.
  26. Meier 1957.
  27. Norrell 2009، صص. 4, 130.
  28. Louis R. Harlan writes, "BTW gave his age as nineteen in September 1874, which would suggest his birth in 1855 or late 1854.... As an adult, however, BTW believed he was born in 1857 or 1858. He celebrated his birthday on Easter, either because he had been told he was born in the spring, or simply in order to keep holidays to a minimum. After BTW's death, John H. Washington reported seeing BTW's birth date, April 5, 1856, in a Burroughs family bible. On this testimony, the Tuskegee trustees formally adopted that day as 'the exact date of his birth.' The trustees were understandably anxious to establish a time for celebrating the Founder's birthday, however, and apparently no one has seen this Bible since." Harlan, Louis R (1972), Booker T. Washington: volume 1: The Making of a Black Leader, 1856–1901, p. 325.
  29. Washington 1906، ص. 2.
  30. Washington 1906، ص. 1.
  31. Washington 1906، ص. 34.
  32. Washington 1906، صص. 19–21.
  33. Washington 1906، ص. 9.
  34. کينډۍ:Find a Grave
  35. "Booker T. Washington | Tuskegee University". www.tuskegee.edu. د لاسرسي‌نېټه February 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "The Death of Booker T. Washington" (PDF). Booker T. Washington National Monument (National Park Service). د لاسرسي‌نېټه April 5, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)