بهرام خان خټک
بهرام خان خټک (زېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س = ۱۶۴۳ زېږيز) د خوشحال خان خټک هغه نااهله زوی و، چې د خپل ستر پلار په وړاندې پاڅېد او د خپلو شخصي غرض او خودخوانی دپاره يې د خپل پلار د ملي مبارزو په لاره خنډونه اچول.
بهرام د(زېږېدنه: ۱۰۵۳ هـ س = ۱۶۴۳ زېږيز) په لومړۍ خور زېږېدلی و، چې پلار يې دده د زېږېدو نېټه پر نېکمرغه نيولې وه او د زېږېدو کال يې د «بخت باباآمد» له جملې څخه راايستلی و، لکه چې ويلي يې دي:
دريا و الف ماه ربيع الاول | بهرام آمد بروی رخشنده چو ماه | |
تاريخش «بخت بابا آمد» | زين جمله شود جيم هزارو پنجاه |
خو له بده مرغه د بابا د بدبختۍ سبب شو، او چې خوشحال خان مړ کېده نو خپلو فرزندانو ته يې وصيت وکړ چې: که مو بهرام وړاندې وروستو په لاس کښېوزي مړ يې کړی، نيمايي يې د ما سر ته، نيمايي يې د ما پښتو ته وسېځۍ، هاله به د ما روح له تاسو خوشنود شي. بهرام له يوې خوا په خپله د قوم د سردارۍ او خانۍ لېونی و او له بلې خوا د هند مغولي حکمران مهابت خان د بهرام خان له دې خودخواهۍ څخه گټه وکړه او دی يې د خپل پلار خوشحال خان په وړاندې وپاراوه، نو ځکه بهرام هم د خپل پلار او هم د خپل ورور اشرف خان ځکه مخالف و، چې د خوشحال خان د بنديگرت په وخت د اولس سرداري اشرف خان ته سپارل شوې وه، او خوشحال خان هم هغه د مشرتوب وړ باله.
بهرام خان مهابت خان ته ورغی او هغه ته يې ډاډ ورکړ چې د خپل پلار پر خلاف د ده هر حکم ته چمتو دی او مهابت خان هم له خپلې خوا د مرستې ډاډ ورکړ. هغه و چې د ۱۰۸۳ ّهـ س. = ۱۶۷۳ ز. کال د ذيقعدې او مارچ په پای کې د خوشحال خان او بهرام خان تر مېنځ وړې وړې جگړې پيل شوې او همداراز د ۱۰۸۴ هـ س. = ۱۶۷۳ ز. کال په محرم کې بيا د پلار او زوی تر مېنڅ جنگونه وشول چې په دې جنگونو کې خوشحال خان بری وموند او ورپسې نو داسې ډېرې جگړې او شخړې د بهرام او د ده د پلار خوشحال خان تر مېنځ پېښې شوي دي چې تفصيل يې په خپله د خوشحال خان په کليات او د افضل خان خټک په تاريخ مرصع او د استاد دوست محمد کامل په خوشحال خان خټک سوانح حيات اور ادبي آثار پر تبصره کتاب کې راغلي دي. خو دلته يې د نمونې په توگه د خوشحال خان له کليات څخه د بهرام په باب څو کلمې شعرونه رااخلو، خوشحال وايي:
د بهرام له حاله څه وايم و چا ته | حال د خپل زويه ښکاره دی و بابا ته | |
هم فضول هم مزور هم مذبذب دی | هم يکرنگ وييل به نه کاندي و چا ته | |
په يوه ذره کې پاسه په اسمان شي | په يوه ذره کې ځي تحت الثرا ته | |
د خپل خوی په گرادبونو کې غوټه خوري | دا عادت به يې رد نشي تر مماته | |
تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه | سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه | |
هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې | هم خپل ځان لره بلا شوې بدفرجامه | |
تا طاهر د کم عقلۍ په جرگو مړ کړ | اوس فارغ شوې د طاهر له انتقامه | |
تا خپل ځان لره د مرگ رخه پيدا کړه | خېلخانه دې په بدخوي کړه بې آرامه | |
په دا هسې بدخويي بې بخته نه يې | چې لا نه يې د خوني هاتي تر زامه | |
مشر ورور دې په زندان کړ ته خاني کړې | دا خاني دې شه په ځان پورې حرامه | |
چې خاني ته دې هوس د زړه په زور کړ | لا ځايي وه ستا د زړه اندېښنه خامه | |
نور دې نوم د ما د زويو په شمار مه شه | د خوشحال خټک وينا په دا تمامه | |
بهرام ښځه دی بدرنگه | رنگارنگ زېور پرې پورې | |
که زېور ورځنې واخلې | نور به نه پېرې په تورې | |
که احمق په دولت ښه شي | که ترې ولاړ شي خود به گورې |