بله نسته کندهارۍ

دا مېرمن د هلمند د زمينداور په گردي باغران کې اوسېدله د آغا محمد خان لور او د پښتو ژبې شاعره وه او د ۱۳۰۰ هجري سپوږميز کال په شاوخوا کې يې ژوند کاوه. په پېغلتوب کې له دُنيا تللې وه.

وايي چې د شلو کالو په عمر د «غيرې» کوتل ته په لرگو پسې ختلې وه او هلته له يوه پاڼه لوېدلې او مړه شوې وه.

ددې د يوه شعر څو بيته ما د يو سپين ږيري له خولې اورېدلی او يادداشت کړی او هغه دا دی:

کينډۍ:د شعر پای

سرچينه سمول

پښتنې مېرمنې - ۲۶ مخ - ليکوال ارواښاد بېنوا

بيا پر ما د بېلتانه راغله غمونه نن بيا چې يې کېښوول په زړه راته داغونه نن بيـا
ملالې زرکې گرځي چې په غرو کې پخپله خوښه الوځي شينلو کې
ما خو هم درسره واخله په چمبو کې چې وگورم د لويو غرو سرونه نن بيا