برېښنايي بايسيکل

يو برېښنايي بايسيکل (چې e-bike, eBike او داسې نور يې هم بولي) د موټر (موټر محرک يا ماشين) لرونکی بايسيکل دی، په کوم کې چې برېښنايي ماشين لګول شوی وي چې په مخکې وړلو (پر مخ بيونه) کې يې مرسته کوي. په ټوله نړۍ کې د برېښنايي بايسيکل ګڼ ډولونه موجود دي، عموماً په دوه پراخه کتګوريو کې وېشل کېدای شي چې هغه دا دي: هغه بايسيکلونه چې سپور شخص د پښو له ځواک سره مرسته کوي (يعنې پيډل لرونکي) او هغه بايسيکلونه چې د تيلوماشين پکې وي، موټرسايکل ډوله فعاليت پکې زيات شوی وي. دواړه دا وړتيا لري چې د سپرلۍ له خوا پيډل ووهل شي او په همدې بنسټ دا برېښنايي موترسايکلونه نه دي. برېښنايي بايسيکلونه د چارج کېدو وړ بټرۍ لري او عموماً د موټر د ځواک لرونکي دي چې په يو ساعت کې له ۲۵ څخه تر ۳۲ کيلو متره (په يو ساعت کې له ۱۶ څخه تر ۲۰ ميله پورې) تګ کولای شي. د لوړ توان ډولونه يې ډېر ځله کولای شي چې په يو ساعت کې له ۴۵ کيلو متره (په يو ساعت کې تر ۲۸ ميله) پورې سفر وکړي. په ځينو بازارونو کې، لکه تر ۲۰۱۳ز کال پورې په المان کې، دوی زیات مقبولیت تر لاسه کړی او له دوديزو بايسلکونو څخه يو څخه د بازار ونډې اخلی، په داسې حال چې په نورو بازارونو کې، لکه تر ۲۰۱۰ز کال پورې په چين کې، دوی د فوسيلي سون توکو په مټ چلېدونکو ماشيني او کوچنيو موټرسايکلونو ځای نيسي.[۱][۲][۳]

د سيمه ييزو قوانينو پر بنسټ، ډيری برېښنايي بايسيکلونه (لکه د پيډل والا) له قانوني نظره د ماشيني پيډل والا او موټرسايکونو پر ځای د سايکلونو په توګه ډلبندي شوي دي. دا دوی د ډېرو پياوړو دوه اربو لرونکو موټرو د سند تر لاسه کولو او چلولو په اړوند د ډېرو سختو قوانينونو څخه مستثنی کوي، کوم چې عموماً د برېښنايي موټرسايکلونو په څېر ډلبندي شوي دي. برېښنايي سايکلونه همدا راز په جلا ډول تعريفېدای شي او له هغوی سره د جلا برېښنايي سايکلونو د قوانينو تر مخې چلند کېدای شي. د انګلستان په قانون کې دې د EAPC په نوم يا د برېښنا په مټ مرسته شوي پيډل لرونکي سايکل په نوم ياديږي، د اروپايي اتحاديې په قوانينو کې بيا EPAC يا د برېښنايي ځواک په مټ مرسته شوی سايکل په نوم يادېږي.[۴]

برېښنايي سايکلونه د برېښنايي ماشين ځواک درلودونکي بڼې موټر لرونکي بايسکلونه دي، کوم چې د نولسمې پېړۍ له وروستيو راهيسې کارېږي. د بايسيکل شريکولو ځيني سيستمونه له دې څخه کار اخلي.[۵]

تاريخ سمول

د ۱۸۹۰ز لسيزې په اوږدو کې، د برېښنايي بايسيکلونو ګڼ حق امتيازونه په متحده ايالاتو کې ثبت شوي وو. د بېلګې په ډول، د ۱۹۸۵ز کال د ديسمبر په يو دېرشمه نېټه، «اوګډن بولټن جونير» ته د بټرۍ په ځواک د چليدونکي بايسيکل ۵۵۲۲۷۱ شمېره حق امتياز ورکړل شوی و، چې «د ۶ پول برش او کميوټيټر ډايريکټ کرنټ (DC) هب موتر يې په وروستۍ اربه کې نصب شوی و». په هغې ګېرونه نه وو او موټر له ۱۰ ولټه بټرۍ څخه ت ۱۰۰ ايمپير (A) پورې تر لاسه کولای شو.[۶]

دوه کاله وروسته، په ۱۸۹۷ز کال کې، د بوسټن «هوسيا ډبليو. ليبي» يو برېښنايي بايسيلکل اختراع کړ (د متحده ايالاتو د حق امتياز شمېره يې ۵۹۶۲۷۲ وه) کوم چې د دوه برېښنايي موټرونو په واسطه چلېدو. دا موټر د «کرينکسيټ ايسکل» په مرکز کې طرحه شوی و. دا نمونه وروسته د ۱۹۹۰ز لسيزې په وروستيو کې «جاينټ لافري اي بايکس» له خوا دويم ځلي اختراع او د هغې تقليد يې وکړ.[۷]

تر ۱۸۹۸ز کال پورې د وروستنۍ اربې په مټ چليدونکی برېښنايي بايسيکل، په کوم کې چې د اربې د بهرنۍ څنډې د چلولو د يو کمربند استعمال کېدو، د «ميتيو جی. سټيفنر» په حق امتياز جوړ شو. همدا راز، په ۱۸۹۹ز کال کې د «جان شنيف» له خوا د متحده ايالاتو په ۶۲۷۰۶۶ شمېره حق امتياز په ثبت سره د وروستنۍ اربې په سولېدو سره د تاويدونکې اربې په طرز يو برېښنايي بايسيکل انځور وړاندې کړ. د «شنيف» ايجاد وروسته يو ځل بيا و ارزول شو او په ۱۹۶۹ز کال کې د « G.A. Wood Jr» له خوا پراختيا ورکړل شوه، نوموړي په متحده ايالاتو کې د ۳۴۳۱۹۹۴ شمېرې په حق امتياز ثبت کړی و. د (Wood) په اله کې ۴ د بخاري اسپ موټر کارول شوي وو؛ کوم چې د يو لړ ګيرونو په مټ سره نښتي وو.[۸][۹]

د ۱۹۹۰ز لسيزې په وروستيو کې د څرخونکې قوې سينسرونه او ځواک اداره کوونکي جوړ شول. د بېلګې په ډول، د جاپان «Takada Yutky » په ۱۹۹۷ز کال کې د دا ډول الې لپاره د امتياز حق ثبت کړ. په ۱۹۹۲ز کال کې، «Vector Services Limited » د «زايک» په نوم يو برېښنايي بايسيکل وړاندې او وپلوره. دې بايسيکل «NiCd» بټرۍ درلودې، کومې چې په يو جوړ شوي چوکاټ کې جوړې شوې وې او ۸۵۰ ګرامه مستقل مقناطيسي موټر يې درلود. د «زايک» سره سره، په ۱۹۹۲ز کال کې، په سختۍ سره کوم سوداګريز برېښنايي بايسيکل موجود و.[۱۰]

ياماها، د موټر جوړولو يو ستر شرکت په ۱۹۸۹ز کال کې د برېښنايي بايسيکل يوه ابتدايي نمونه جوړه کړه او په ۱۹۹۳ز کال کې يې د پيډل له مرستې څخه برخمن سيستم جوړ کړ.[۱۱]

له ۱۹۹۳ څخه تر ۲۰۰۴ز کال پورې په توليد کې د اټکل تر مخې ۳۵٪ زياتوالی راغی. د دې برعکس، د «ګارټنر» تر مخې، په ۱۹۹۵ز کال کې، د عادي بايسيکل توليد د ۱۰۷ ميليونه واحدونو خپلې لوړې څوکې څخه کم شو.

د موټرو امريکايي نوميالي « Lee Iacocca» په ۱۹۹۷ز کال کې د « EV Global motors» بنسټ کېښود، دا يو شرکت دی چې د برېښنايي بايسيکل نمونې تولیدوي او نوم يې « E-bike SX» دی او دا يوه له لومړيو هڅو څخه وه چې په متحده ايالاتو کې برېښنايي بايسيکلونه مشهور کړي.[۱۲]

ځينې ارزانه برېښنايي بايسيکلونه  سرپو غټې تيزابي بيټرۍ کاروي، په داسې حال کې چې نويو ماډلونو کې په عموم ډول NiMH, NiCd او /يا Li-ion بيټرۍ کارول شوي دي، کومې چې سپکې او د کمې وړتيا لرونکۍ بټرۍ دي. په هر حال، په فعاليت کې مختلف وي، د وروستۍ بټرۍ په قسمونو کې په واټن او چټکتيا کې اضافه والی راځي.

تر ۲۰۰۱ز کال پورې برېښنايي بايسيکلونه، د انرژۍ بايسيکلونه، د پيډل بايسيکلونه چې د پيډل په مرسته چليږي او د انرژۍ په مرسته چليدونکي بايسيکلونو اصطلاحات عام ډول د برېښنايي بايسيکلونو لپاره کارول شوي دي. د «برېښنايي موټربايسيکل» يا د «برېښنايي موټربايسيکل» اصطلاحات ډېرو پياوړو ماډلونو ته اشاره کوي، کوم چې په يو ساعت کې تر اتيا کيلو متره (۵۰ ميله) واټن پورې سفر کولای شي.

په يوه دوه عنصره متوازي موټري شوي بايسيکل کې، لکه په ۱۸۹۷ز کال کې د « Hosea W. Libbey» له خوا ايجاد شوي چې مخکې يې يادونه وشوه، انساني او د موټرو ځواکونه له ميخانيکي اړخه يو له بل سره جوړه شوي دي، يا د بېخ په مرستندوی کې، يا په وروستۍ اربه کې يا په مخکينۍ اربه کې، په داسې حال کې چې په يوه (ميخانيکي) لړۍ په دوه عنصره سايکل کې، انساني او د موټر ځواکونه د جلا جلا مرستې له لارې سره يو ځای شوي دي. په يو (برېښنايي) لړۍ دوه عنصره سايکل کې، بشري ځواک په برېښنا بدل شوی دی او نېغ په نېغه په موټر کې داخل شوی دی او عموماً اضافي برېښنا د يوې بټرۍ څخه ورته پوره کړای شوې ده.

تر ۲۰۰۷ز کال پورې، ګومان کېدو چې د ډېرو چينايي ښارونو په سرکونو چلېدونکي ټول د دوه اربو والا موټرونه له لس څخه تر شل سلنه پورې برېښنايي سايکلونو تشکيلوي. يو عام واحد اته ساعتونو ته اړتيا لري چې بټرۍ يې چارج شي، کوم چې له ۲۵ څخه تر ۳۰ ميله (له ۴۰ تر ۴۸ کيلو متره) پورې اندازه وړاندې کوي چې په يو ساعت کې د ۲۰ کيلو متره په رفتار مزل وکړي.[۱۳][۱۴]

انواع سمول

د برېښنايي بايسيکلونو ډلبندي د هغې طاقت ته په کتنې سره کېږي، کوم طاقت چې د هغې برېښنايي موټر او کنترول سيستم وړاندې کوي، دا معنا چې له موټر څخه طاقت کله او څه ډول په عمل کې راوړل شوی دی. همدا راز د برېښنايي سايکلونو ډلبندي له دې امله هم پېچلې ده چې ډېری تعريفونه د قانوني دلايلو پر بنسټ دي چې کوم څه بايسيکل دی او کوم څه «موپيډ» (موپيډ چې پيډل او موټر دواړه ولري) دی يا کوم څه موټرسايکل دی. په همدې ډول، د دې برېښنايي بايسيکلونو ډلبندي په ټولو هېوادونو او سيمه ييزه دايره کې ډېره مختلفه وي.

له دې حقوقي پېچلتياو سره سره، د برېښنايي بايسيکلونو ډلبندي په بنسټيز ډول په دې ډول تر سره کېږي چې ايا د برېښنايي بايسيکل موټر د سپرلۍ مرسته په دې ډول کوي چې هغه د پايډل مرستې سيستم کاروي، يا په دې ډول سيستم سره چې د غوښتنې پر مهال ځواک مهيا کوي. د دې تعريفونه په لاندې ډول دي:

  • د پيډل له مرستې سره، برېښنايي موټر د پيډل وهلو په مټ منظم شوی دی. د پيډل مرسته هغه مهال د سپرلۍ هڅې زياتوي، کله چې سپرلۍ پيډل وهي. دا برېښنايي بايسکلونه – پيډيکل بلل کېږي – يو سينسر لري چې د پيډل وهلو چټکتيا، د پيډل وهلو ځواک يا دواړه معلوم کړي. د موتر د غېر فعالولو لپاره د برېيک د فعالولو احساس کېږي.
  • د غوښتنې پر مهال له ځواک سره، موتر د تروټل (يوه ماشيني وسيله ده) په مټ چالانيږي، عموماً په توله (د سايکل توله) کې نصب وي، لکه د ډېرو موټر سايکلونو او سکوټرونو.

په همدې بنسټ، په ډېر پراخه ډول، برېښنايي سايکلونه په لاندې ډول ډلبندي کېدای شي:

  • هغه برېښنايي سايکلونه چې یواځې د پيډل مرسته لري: يا پيډيليکس دي (قانوناً د بايسيکل په ډله کې دي) يا S-Pedelecs دي (عموماً ډېر ځله د موپيډ په توګه ډلبندي شوي دي)
    • پيډلي: يواځې د پيډل مرسته لري، موټر يې یواځې تر يوې ارامې، خو له اړتيا څخه ډېرې چټکتيا (عموماً په يو ساعت کې ۲۵ کيلو متره) پورې مرسته کوي، د موټر ځواک يې تر ۲۵۰ واټه پورې وي، عموماً په قانوني ډول په بايسيکل کې ډلبندي کېږي
    • S-Pedelecs: یواځې د پيډل مرسته لري، د موتر ځواک يې له ۲۵۰ واټه څخه زيات کېدای شي، مخکې تر دې چې موټر يې مرسته بنده کړي، کولای شي زياته چټکتيا تر لاسه کړي (لکه په يو ساعت کې ۴۵ کيلو متره)، کله کله په قانوني طور د موپيډ يا موټرسايکل په توګه ډلبندي کېدای شي.
  • برېښنايي بايسيکل د غوښتنې په صورت کې د طاقت او پيډل مرستې لرونکي
  • برېښنايي باسيکل يواځې د غوښتنې په صورت کې له طاقت سره: دا عموماً له پيډلي څخه زیات ځواکمن موټر لري، خو هر وخت نه، د دوی په ډله کې تر ټولو ځواکمن يې له قانوني اړخه د موپيډ يا موټرسايکلونو په توګه ډلبندي شوي دي

سرچينې سمول

  1. "Electric Bikes Now Constitute 10 Percent of German Market". EVworld.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. J. David Goodman (په 2010-01-31 باندې). An Electric Boost for Bicyclists.
  3. Kathy Chu (په 2010-02-12 باندې). Electric bikes face long road in U.S.. USA Today
  4. Association of Cycle Traders: Guide to e-bikes, retrieved May 1, 2022
  5. . It's not a bike, it's a bike-shaped Uber that says "JUMP".
  6. "Electrical bicycle". د لاسرسي‌نېټه Apr 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Electric bicycle". د لاسرسي‌نېټه Apr 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "schnepf". د لاسرسي‌نېټه Apr 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Electric drive for bicycles". د لاسرسي‌نېټه Apr 9, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Electric Bikes – Zike Bike Spares & Sales". Zikebike.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Best e Bike | Yamaha e Bikes". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 1997-09-21 باندې). INVESTING IT; A Bet on Electric Bikes, or at Least on Lee Iacocca.
  13. "Cheap and green, electric bikes are the rage in China" Archived 2013-01-12 at Archive.is, by Tim Johnson. Originally published 23 May 2007 by McClatchy Newspapers.
  14. "China's Cyclists Take Charge", By Peter Fairley. IEEE Spectrum, June 2005