بایکاټ چې په پښتو کې ورته پرېکون ویل کېږي، په نولسمه پېړۍ کې آیرلنډي بزگرانو او د مځکې اجاره دارانو د پروټسټانټ مذهبو انگرېز ملاکانو په خلاف مبارزه کوله. ځمکه والو د باغي بزگرانو او اجاره دارنو د شړلو اراده وکړه. آیرلنډیانو له دې اقدام سره مخالفت کې ( د مځکې اتحادیه) جوړه کړه او ويي پتېیله چې هر بزگر یا اجاره دار وشاړه نو په مقابل کې به دوې ټول له نوموړي سره ملاک سره رابطه غوڅوي. له دې فیصلې وروسته هغه لومړنی انگرېز ملاک چې د خپلې مځکې کرونکې يې وشړل، کپټین بایکاټ و. بزگرانو له دې ملاک سره رابطه غوڅه کړه او اوس د بایکاټ کلیمه د همکارۍ د نه کولو لپاره په پراخه پیمانه استعمالېږي.

سرچینه سمول

  • د تاریخ ننداری کتاب څخه