باورمندتیا


باورمندتیا کې د یوې سرچینې یا پیغام دواړه هغه عیني او ذهني اړخونه شامل دي، چې پيغام یا سرچینه د منلو وړ ګرځوي. د اعتبار مخینه د ارسطو «ریتوریک – بلاغت» تیوري ته ورګرځي. د ارسطو په اند، «بلاغت» د هر حالت لپاره د اغېزناکې، قانع‌کوونکې او هڅوونکې لارې لټولو وړتیا ده. هغه د قناعت‌ورکونې معنی په درې ډلو ووېشله: اېتوس (د سرچینې باورمندتیا)، پېتوس (اړینې پاروونکې یا هڅوونکې غوښتنې) او لوګوس (د یوې ادعا ملاتړ کوونکی منطق)؛ چې د هغه په باور، د یوه پیغام د اخېستونکي (اورېدونکي) تر اغېزې لاندې راوستنې وړتیا لري. د ارسطو په وینا، د «اېتوس» ګړنه د ویناوال له شخصیت سره تړاو لري. د ویناوال هڅه دا ده ترڅو د منلو وړ وبرېښي. په حقیقت کې، د یوه ویناګر اخلاق یوه قانع‌کوونکې ستراتیژي ده چې د ویناوال له‌خوا «اورېدونکو ته د یوه باور تلقین کولو» په موخه کارول کېږي. باورمندتیا دوه لومړنۍ سترې مولفې لري: د باور وړتوب او تخصص، چې دواړه یې عیني او ذهني اړخونه لري. باور وړتوب تر ډېر بریده د ذهني اړخ پر ستنو ولاړ دی، خو کېدای شي د رامنځ‌ته شوي اعتبار په څېر عیني څنډو ته هم وغځېږي. تخصص هم کېدای شي – په ورته توګه – ذهني وبلل شي، خو بیا هم د سرچینې یا پيغام عیني ځانګړنې په کې راتلای شي (د بېلګې په توګه: باورلیکونه او د منښت یا معلوماتو کیفیت). د باورمندتیا فرعي مولفې د سرچینې خوځون (کاریزما) او فزیکي جذابیت بلل کېږي. [۱]

رسنیزه او آنلاین باورمندتیا د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمایي راهیسې په یوې مهمې موضوع بدله شوې ده، دا ځکه چې وېب په تدریجي توګه د معلوماتو یوه سرچینه ګرځېدلې ده. د کالېفورنیا سانتا باربارا په پوهنتون کې د باورمندتیا او ګڼیالي (ډيجیتلي) رسنیو پروژه په دغه برخه کې وروستي روان فعالیتونه په ډاګه کوي، چې د ګڼیالي رسنیو، ځوانانو او باورمندتیا وروستۍ ارزونې په‌کې شاملې دي. سربېره پر دې، ستنفورد پوهنتون کې د هڅنیزې ټکنالوجۍ لابراتوار د وېب باورمندتیا څېړلې، د آنلاین باورمندتیا سترې برخې یې په ګوته، او د «باورمندتوب څخه تعبیر تیوري – Prominence–Interpretation Theory» په نامه تیوري یې وړاندې کړې ده [دا تیوري بیانوي چې وګړي د وېب‌سایټونو باورمندتیا څنګه ارزوي؛ یا په بله وینا، باورمندتیا ته د کومو معیارونو له دریڅې څخه ګوري. د دې تیوري د څرګندونې پر بنسټ، کاروونکي د باورمندتیا یوې ټولیزې ارزونې ته د رسېدو په موخه، د یوه وېب‌سایټ منځپانګې ته په پاملرنې سره بېلابېلې برخې یې ګوري].[۲][۳][۴]

په ژورنالیزم او مطبوعاتو کې سمول

د مسلکي خبریالانو د ټولنې د «اخلاقو کوډ» له مخې، د یوه خبریال باورمندتیا د مسلکي صداقت پر بنسټ ولاړه ده. د یوه ژورنالیست لومړنی ستر مکلفیت «صادق پاتې کېدل» دي.[۵]

د ګَلوپ (Gallup)  د نظرپوښتنو له مخې، پر ډله‌ییزو رسنیو باندې د امریکاییانو باور له ۲۰۰۷ راهیسې د هر کال په تېرېدو سره په پرله‌پسې توګه کم شوی.[۶]

په ۲۰۱۳ کې د «خلکو او مطبوعاتو لپاره د پېو (Pew) څېړنیز مرکز» له‌خوا د ترسره شوې سروې موندنې ښیي چې د ګڼ‌شمېر خبري سازمانونو لپاره د باورمندتیا کچه تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلې ده.[۷]

«څرنګه چې اورېدونکي پر دودیزو خبري رسنیو باندې خپل باور له لاسه ورکوي، ډېري نور بیا هیله‌من دي چې انټرنټ به ژورنالیزم له دغه کړکېچ څخه رابهر کړي».[۸]

د انټرنټ پراخه کارونه، د خبریالانو هڅونې د لا باوري کېدلو په موخه ګړندۍ کړې دي. د دې لامل دا دی چې د خبرونو چمتو کولو سیالی زیاته شوه او مخاطبان وتوانېدل ترڅو خپله د خوښې‌وړ رسنۍ د آنلاین سرچینو له لارې غوره کړي. انټرنټ هر مخاطب لپاره د خبرونو د ریپورټ کولو فرصت برابر کړ. خبریالان، د باورمندتیا او د لیکنو د لوستونکو زیاتولو ترڅنګ، اړ دي ترڅو عیني، دقیق، موثق او د باور وړ اوسي.

د باورمندتیا درې اړخونه دا دي: څرګندوالی (لیکنه په څومره اسانۍ سره د پوهېدو وړ ده)، سموالی (معلومات څومره سم مستند شوي دي)، اعتبار (معلومات تر کومې کچې د باور وړ دي).[۹]

په اکاډمیک چاپېریال کې سمول

د ښوونکو په اړه د زده‌کوونکو درک خورا اهمیت او ګڼ‌شمېر احتمالي پایلي لري. د ښوونکي باورمندتیا، چې «د یوې سرچینې د باور وړتوب کچې ته د مخاطب د لیدلوري» له لارې تعریفېږي، درې اړخونه لري: وړتیا، شخصیت او پاملرنه. وړتیا، په یوه سکالو کې د ښوونکي پر پوهې او تخصص باندې تمرکز کوي. شخصیت د هغه «ښه‌والی» (د بېلګې په توګه: صداقت او اعتبار) څرګندوي. پاملرنه بیا پر دې تمرکز کوي چې ایا ښوونکی د زده‌کوونو د هوساینې او یا وضعیت په اړه اندېښنه یا خواخوږی څرګندوي او که نه. که څه هم کېدای شي یو ښوونکی له دغو ځانګړتیاوو څخه یوه یا دوه ځانګړتیاوې ولري، خو تر ټولو غوره او د درناوي‌وړ ښوونکی درې واړه ځانګړتیاوې له ځانه ښکاره کوي. د اټکېنسن او کوپر له‌خوا ترسره شوې څېړنه په ډاګه کوي چې د اعتماد وړ او باوري ښوونکو له‌خوا روزل شوي زده‌کوونکي د دې لامل ګرځي ترڅو ښوونکو ته خورا ژمن او وفاداره پاتې شي. [۱۰][۱۱][۱۲]

په ټولیزه توګه، هغه ښوونکي چې د باور وړ ګڼل کېږي، په اغېزمنو ښوونیزو وړتیاوو سمبال دي. هغه ښوونکی چې له ځانه وړتیا، شخصیت، او یا پاملرنه ښکاره کوي، د بېلابېلو اغېزمنو ارتباطي ښوونیزو ځانګړتیاوو خاوند دی (د بېلګې په توګه: د مباحثې او استدلال وړتیا، شفاهي او غیرشفاهي تلوار، د اړیکې لټون، قاطعیت او غبرګون). سربېره پر دې، د باور وړ ښوونکو لپاره اړینه ده ترڅو لفظي شخړو کې ښکیل نه‌شي او داسې چلند ونه‌کړي چې د زده‌کوونکي د ښوونیز بهیر پر وړاندې خنډ وګرځي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

څرنګه چې د یوه ښوونکي وړتیا د هغه پر ترلاسه شوي تخصص باندې ولاړه ده، د ښوونکي شخصیت او پاملرنه بیا د ښوونکو له هغو خپلمنځي ارتباطي چلندونو سره اړیکه لري چې د زده‌کوونکي له‌خوا ارزول کېږي. کله چې یو باوري ښوونکی معلومات شریک کړي، زده‌کوونکي له درسي موادو سره لا زیات تړاو احساسوي او معلومات یې په ذهن کې په ښه توګه پاتې کېږي. د مطالعاتو له مخې، کله چې یو ښوونکی شخصیتي ځانګړتیاوې (د بېلګې په توګه: مهرباني، ښه خوی او ښه‌والی) او پاملرنه (خواخوږي، درک او زړه‌سواندي) له ځانه ښیي، زده‌کوونکي یې په غبرګون کې لا ستر ورته ځانګړتیاوې ښکاره کوي.[۱۸]

هغه ښوونکي چې د ټولګي دننه او یا دباندې له زده‌کوونکو سره په اړیکې کې اوسېدلو له اړخه اندېښنه لري، کېدای شي وغواړي چې د اړیکې ټینګولو په موخه د ټولګي دننه د زده‌کوونکو له خوښې سره سم خپل پر اړوند لوبېدونکي رول او د اړیکو ټینګولو پر چلند باندې له سره غور وکړي. هغه ښوونکي چې د زده‌کوونکو له‌خوا د خپلې وړتیا، شخصیت او پاملرنې ارزونې ته لېوال دي، کېدای شي داسې لارې چارې وازمایي چې د ټولګي دننه کوم ارتباطي چلندونه دغه ارزونې لا پیاوړې کوي. هغوی کولای شي چې خپل ځان وارزوي، بېرته خپلو لکچرونو ته مراجعه وکړي، د سمسټر په پای کې د زده‌کوونکو له‌خوا ورکړل شوې نُمرې وګوري او له خپلو ملګرو څخه د مشورې او روزنې غوښتنه وکړي. د دغو کړنو په پایله کې به ښوونکي ومومي چې زده‌کوونکي لا خوښ او هغو سره د اړیکې ټینګولو لېوالتیا لري.[۱۹]

په ساینس کې سمول

علمي باورمندتیا د هغه پراخ ډګر په توګه پېژندل کېږي چې په کې ساینس، په ټولیزه توګه، د نړۍ په هکله د موثقو معلوماتو سرچینه بلل شوې ده. دغه کړنه، په محدود ډول، د یوه ساینس‌پوه فردي فعالیت او یا د یوې څېړنې د باورمندتیا د ارزونې په توګه هم د کارولو وړ ده. دلته دغه ګړنه ښیي چې اړوند فعالیت تر کوم بریده علمي اصولو (لکه: علمي میټود) سره مل دی. د «هم‌پوړي بیاکتنه» او وروسته بیا د «علمي لیکنو» د یوې برخې په توګه خپرېدل میټوډونه په ساینس کې د ارزونې په موخه په پراخه توګه کارول کېږي. بله تګلاره یې د یوې کارپوه ډلې له‌خوا د یوې لیکنې ډله‌ییزه (مشارکتي) ارزونه ده، دغه بهیر کېدای شي د هغو لیکنو په څېر، چې د «کوکرېن بنسټ» یا د «اقلیم بدلون په اړه نړیوال پلاوي» له‌خوا خپرې شوې دي، له ګڼ‌شمېر بیاکتنو سره مل وي. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچینې سمول

  1. Flanagin and Metzger (2008), Digital media and youth: Unparalleled opportunity and unprecedented responsibility. In M. Metzger, & A. Flanagin (Editors), Digitaingl media, youth, and credibility (pp. 5–28). Cambridge, MA: The MIT Press.
  2. Credibility.ucsb.edu Archived 7 May 2015 at the Wayback Machine.
  3. "Captology.stanford.eu". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Credibility.stanford.edu
  5. SPJ.org (see Preamble)
  6. Elizabeth Mendes (September 19, 2013). "In U.S., Trust in Media Recovers Slightly from All-Time Low". Gallup. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. The Pew Center for the People & the Press, “Amid Criticism, Support for Media’s ‘Watchdog’ Role Stands Out,” The Pew Center for the People & the Press, Aug. 8, 2013, http://www.people-press.org/2013/08/08/amid-criticism-supportfor-medias-watchdog-role-stands-out/[مړه لينکونه]
  8. HEFLIN, K. (2015). The Internet Is Not the Antidote. Journalism History, 41(3), 165-175.
  9. Mosier, N. R., & Ahlgren, A. (1981). Credibility of Precision Journalism. Journalism Quarterly, 58(3), 375-518.
  10. McCroskey, J. C. (1998). An introduction to communication in the classroom (2nd ed.).Acton, MA: Tapestry Press.
  11. Teven, J. J., & McCroskey, J. C. (1997). The relationship of perceived teacher caring with student learning and teacher evaluation. Communication Education, 46, 1-9.
  12. Frymier, A. B., & Thompson, C. A. (1992). Perceived teacher affinity-seeking in relation to perceived teacher credibility. Communication Education, 41, 388-399.
  13. Schrodt, P. (2003). Students' appraisals of instructors as a function of students' perceptions of instructors' aggressive communication. Communication Education, 52, 106-121.
  14. Johnson, S. D., & Miller, A. N. (2002). A cross-cultural study of immediacy, credibility, and learning in the U.S. and Kenya. Communication Education, 51, 280-292.
  15. Martin, M. M., Chesebro, J. L., & Mottet, T. P. (1997). Students' perceptions of instructors' socio-communicative style and the influence on instructor credibility and situational motivation. Communication Research Reports, 14, 431-44i0.
  16. Thweatt, K. S., & McCroskey, J. C. (1998). The impact of teacher immediacy and misbehaviors on teacher credibility. Communication Education, 47, 348-358.
  17. Martin, M. M., Weber, K., & Burant, P. A. (1997, April). Students' perceptions of a teacher's use of slang and verbal aggressiveness in a lecture: An experiment. Paper presented at the annual meeting of the Eastern Communication Association, Baltimore, MD.
  18. Myers, S. A. (2004). The Relationship between Perceived Instructor Credibility and College Student In-class and Out-of-class Communication. Communication Reports, 17(2), 129-137. doi:10.1080/08934210409389382
  19. Myers, S. A. (2004). The Relationship between Perceived Instructor Credibility and College Student In-class and Out-of-class Communication. Communication Reports, 17(2), 129-137. doi:10.1080/08934210409389382
  20. Agrawala, S. (1998). "Structural and Process History of the Intergovernmental Panel on Climate Change". Climatic Change. 39 (4): 621–642. doi:10.1023/A:1005312331477. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. What is a Cochrane review Archived 2012-01-16 at the Wayback Machine. The Cochrane Collaboration, Accessed 5 January 2009
  22. Bocking, Stephen (2004). Nature's experts: science, politics, and the environment. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 165. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8135-3398-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Alkin, Marvin C. (2004). Evaluation roots: tracing theorists' views and influences. Thousand Oaks, Calif: Sage. د کتاب پاڼې 134. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7619-2894-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bocking, Stephen (2004). Nature's experts: science, politics, and the environment. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. د کتاب پاڼې 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8135-3398-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. O'callaghan, F.V.; Jordan, N. (2003). "Postmodern values, attitudes and the use of complementary medicine". Complementary Therapies in Medicine. 11 (1): 28–32. doi:10.1016/S0965-2299(02)00109-7. PMID 12667972. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Brossard, Dominique; Nisbet, Matthew C. (2007). "Deference to Scientific Authority Among a Low Information Public: Understanding U.S. Opinion on Agricultural Biotechnology". International Journal of Public Opinion Research. 19 (1): 24. doi:10.1093/ijpor/edl003. ضع ملخصا. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)