زموږ پښت پو هان ( نسب پيژندونکي) د بابي يا بابيانو قبيله د پښتنو د غر غښت د ټو لنيز گروپ پورې تړي. د پښتني شجرو له مخې بابي څلور زامن درلودل چې ميرزی، سرو، عزرائيل او کتوزی نو ميدل چې ميرزی په شلو خيلو، يحيی زيو او حيدرزيو او کتوزي په ياسين زيو، ادريس زيو او صايب زيو با ندې ويشل شوي دي. د تا ريخ حيات افغا ني په قول چې د مخزن افغاني نه يې روايت کړی دی وايي چې بابي په پيل کې په خپلو څلورو زا منو با ندې د څلورو سپيڅلو او مقر بو پر ښتو(ملائکو) نومونه ايښي وو ، چې نورو پښتنو هغه ملامت کړاو هغه هم د هغوی نو مو نه بدل کړل، خو يوازې د عزرا ئيل نوم په خپل پخواني حالت تر او سه هم پاتي دی.

بابيان په کند هار .کندز، کلات نصير خان او د سهيلي پښتو نخوا په بوري، چمن او د کوئيټې په شا بو نو مي کلي کې مېشته دي.د پاکستان دسنده ايالت په مر کز کر اچۍ کې هم يو شمير با بيان استو گنه لري. همداراز د هندو ستان دگجرات ايالت په جو ناگړه کې هم بابيان استو گنه لري او د1747 ميلادي کال نه تر 1948ميلادي کا ل پوري با بيانو د جو ناگړه په سيمه کې يو پښتني ر ياست درلود. ډپټي حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې په اردو ژبه کښل شوی او وروسته په انگريزي او بيا په کابل کې په پښتو تر جمه او چاپ شوی دی دبابي پښتنو په اړوند داسي ليکلي دي:" بابيان په کند هار او کلات نصير خان کې ډير با همته سو داگران دي او د خپل غوره سلوک اونرم چال چلند په و جه د ښه ژو ند څښتنان او اکثره يې شتمن دي.همداراز ددغې قبيلې خلک په ميړانه کې هم ښه شهرت لري".

دبابيانو دستور کټ مټ نورو گاونډي پښتني قبيلو ته ورته دی. د روسي نا متو اتنو گر افر ستا نيشفسکي داتنو گرا فيکو معلو ما تو پر بنسټ د شلمې پيړۍ په لو مړۍ نيما يي کې دبابيانو شمير په افغا نستان او سهيلي پښتو نخواکې ٨٥ زره تنه ښودل شوې دی.بابيان ډير ښه شا عران، ليکو الان او هنر مندان لري.په او سني وخت کې لطيف جان بابی د پښتو خوږ ژبې سندر غاړی دی. د هندوستان د جو نا گړه د پجود د سيمي نواب او د هندي، اردو او گجراتي ژبو مشهور شاعر عما دالدين خان بابي چې په رسوا مظلوم سره هم متخلص و دروان ٢..٨ ميلادي کال داپريل په ٢٤ نيټه يې له دې فا ني نړۍ نه ستر گي پټې کړې. همداراز د هند دسينما فلمي اداکاره پروين بابي١٩٤٩-٢..٥ ميلادي هم بابي پښتنه او د جو نا گړه د بابي پټانانو(پښتنو) په کو رنۍ پورې يې اړه در لوده.

د هندوستان د گجر ات ايالت د جونا گړه دسيمي

  • بابي نوابان:

د جو ناگړه سيمه چې د هند دگجرات په ايالت کې مو قعيت لري يوه تا ريخي او پخوانۍ سيمه ده چې د سنسکرت په پخوانيو او زړو متو نو کې يې ذکر او يا دونه شوې ده.په دغه ښار کې ډيرې لر غو ني کلا گاني او تا ريخي ودانۍ شته چې د معمارۍ د هنر له مخې د ډير اهميت وړ گڼل کيږي. پر دغې سيمې باندې مو ريانو، سلونکيانو، مغولو، افغا نا نو او انگريزانو واکمني چلولې ده، خو دلته زموږ د بحث مو ضوع هغه پښتا نه با بيان دي چې پر دغه سيمه يې تقريبا ٢.. کلونه واک درلود. د پښتنو بابي نوا بانو د جملې نه لا نديني نوابان در پيژنو. بايد وويل شي چې دغو بابي نو ابانو ته خانجي هم وايې ، ځکه چې هند يان په مجموع کې افغانان او په تيره بيا پښتانه يا پټها نان ته خان صا حب او خا نجي هم وايي.

  • ١- نواب بهادرخان بابي:

نواب بهادرخان د صلابت خان زوې، دصفدر خان لمسی او د جعفر خان کړ وسی دی .ويل کيږي چې ددوی کورنۍپه اصل کې له کند هاره د جو نا گړه سيمې ته تللي او هوري ميشته شوي دي. نواب بهادر خان با بی د هندوستان د مغو لي واکمنۍ په وخت کې د پو هې او ميړ نتوب په وجه د ديوان خطاب تر لا سه کړ او دگجرات په ايالت کې دوې سيمې ده ته د جا گير په تو گه ور کړل شوې.ده همداراز ده د احمد اباد د حا کمانو سره هم ډيرې ښې اړيکي در لودې ، همدا وجه وه چې دوی ورته د بيرم گام، بيجا پور او بار ها رچه سيمي د اجارې په تو گه ور کړې. نواب بهادر خان بابي د مهارا شټرا د پو نې د پيشوا سره هم دو ستانه اړيکې ټينگې کړې وېاو د پيشوا له خوا هم ده ته د سر بلند خان لقب ور کړل شوی و. د نواب بهادرخان بابي دنوابۍ په وخت کې يوبل بابي پښتون ته چې کمال الدين خان بابی نو ميد د بالاجي راؤ له خوا په گجرات کې د پيران پتن، بړنگر، بيس نگر، سمي، مينچور، تهراد، بيجا پور او کمرالو سيمي د جا گير په تو گه ور کړل شوې. په ١٨.٢ ميلادي کال هغه وخت چې پيلاجي نومي د جو نا گړه د نيو لو پريکړه وکړه، نو نواب بها در خان با بي دخپلې پو هې او تد بير په و جه د هغه سره سو له و کړه.نو موړی نواب په ١٨.٢ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه ستر گي پټي کړي.

  • ٢-نواب مها بت خان بابي:

نواب مهابت خان د نواب بهادر خان زوی دی او هغه وخت يې چې لا پلار نواب بهادر خان بابی ژوندی و نو ده ته يې د نوابې دنده او چارې ور سپارلې وې.دده دنوابۍ په وخت کې يو تن چې جگنات جهاله نو ميد او يوه اندازه پو ځي ځواک يې تر لاسه کړی و، دنواب مها بت خان په سيمه کې يې په لاس وهنو لاس پورې کړ، خو نواب مهابت خان نو موړی تنبيه او غو ږو نه يې ور تاو کړل، چې بيا وروسته جگنات نو می د پور بندر سيمي ته وتښتيد او دا هغه وخت وچې ا نگر يزانو د اوړيسا سيمه د نواب سراج الدوله نه نيولې وه او ابدالي احمد شاه بابا د مر هټه وو د ځو اکو نو سره په جگړې بو خت و. نواب مهابت خان په ١٨١٨ ميلادي کال کې د يوه تن له خوا چې ځان يې مسلمان عرب گا ڼه ونيول شو او داوپر کو ټ په کلاکې بندي شو، خو کله چې د نواب مهابت خان اکا، نواب کمال الدين خان بابي له دې پېښې خبر شو د پيران پټن له سيمې يې لښکرې راټولې کړې او پر مظفر خان باندې چې د نواب مهابت خان پر ځاې ټاکل شوی و بريد وکړ او نواب مهابت خان يې له بنده و ژغوره او د نواب صاحب د خور خا وند شها مت خان بابې چې د شيخ ميا يلاول سره بندي و د ديوان جي په مر سته خو شي کړ. نواب مهابت خان د خپلې نوابۍ په و خت کې ډيرې سيمې ونيولې چې د هغو د جملې نه د کو تيا نه تلاجه او د منگلور د کلاوو نيول دي. همداراز نواب مهابت خان هغه کسانو ته هم سزا ورکړه چې د ماليې د ور کو لو نه به يې سر غړ ونه کو له او دها لار جهالا، اراود او د کچ د سيمو د خلکو شتمنۍ به يې لو ټولې. نواب مها بت خان د ديوان جي په مر سته د بابر پاواړ په نا مه هغه لو ټمارې ډلې هم و ځپلي چې دنا گهر، کا تهياوار او لا ونگ پر سيمو يې بر يد ونه کول. نواب مهابت خان بابي د منگلور پر سيمې له دې کبله بريد وکړ چې د پټبن د پر گني خلکو ده ته شکايت وکړ چې د سو ترا پالارا د سيمې جا گير دار چاند پټني له لاسه پوزې ته راغلي دي، نو هماغه و چې نواب مهابت خان امر وکړ چې د سو ترا پالارا کلا دې فتحه شي او هما غه و چې د يوې ميا شتې په تر څ کې يې نو موړې کلا ونيوله، خو چاند پټني په عذر او زاريو لاس پورې کړ، وروسته يې نو موړې کلا ور خوشې کړه او چاند پټني د گورکهه مد هي سيمې ته و تښتيد. تر دې سو بې وروسته نواب مهابت خان بابي د اولکه دوارکان د کلا دنيو لو هوډ وکړ. دا داسي کلکه، پياوړې او پخه کلاوه چې تر اوسه پورې يې څوک په نيو لو نه و بر يالي شوي.نواب مهابت خان بابي د غه کلا په ډيرې ميړانې ونيوله او هغه شتمني او لوټ شوي ما لو نه چې د ځينو لوټمارانو له خوا دعر بو په سمندرگې اودمسقط په سواحلو کې دعر بو، سند هيانواو پر نگيانو نه لوټ شوي وو او په دې کلا کې مو جو دوو د نواب صا حب لاس ته ورغلل.تر دغې سو بې ورو سته نواب مهابت خان په ١٨٣١ ميلادي کال کې له دې فاني نړۍ نه دتل له پاره ستر گې پټې کړې. لنډه داچې دنواب مهابت خان د خپلې سپيڅلتيا او زړورتوب په وجه د ټو لو خلکو په زړونو کې ځای درلود.

  • ٣-نواب حامدخان بابي:

نواب حامد خان بابي د نواب مها بت خان ځوی و.کله چې يې پلار وفات شو نو دی په جو ناگړه کې نه و او کله چې د خپل پلار له مړ ينې خبر شو نو ډير ژر يې ځان جو نا گړ ه ته را ورساوه .دده مور سبحان کنور نو ميد له او هغه وخت چې نو موړی د جو ناگړه د سيمې دنوبۍ پر گدۍ کښيناست نو ا ته کلن و. په دغه وخت کې يو شمير جا گيردارانو لکه عبدل خان بابي او مختارخان با بي د بغا وت جنډې پو رته کړې ، خو وروسته نواب حامد خان بابي پر هغوی پر يد وکړ او د بفتهلي پر کلا يې چې قبضه کړې وه هغه يې بير ته ځينې ونيو له. په دغه وخت کې د پو نې دپيشوا يو تن صوبدار چې امرت راؤ نو ميد د ماليې دراټو لولو په پلمه ددوی پر سيمې ير غل وکړ، خو وروسته ددوی تر مينځ سوله وشوه او امرت راؤ احمد اباد ته لاړ څو په هما غه ځای کې د يوه عرب له لاسه ووژل شو. تر هغه وروسته نواب حامد خان بابي د واگهر پر سيمې بريد وکړ او دنسوه کلا يې ونيو له او د ډيرو سو غا تونو او غنيمتو نو سره جو نا گړه ته ور ستون شو.همداراز نو مو ړی د امريلي کلا هم ونيوله او جيو راجي سالم ته يې ما تې ور کړه او شيخ ميا قا ضي نو مي چې د منگلور په سيمه کې يې د فساد اورونه بل کړي وو تنبيه کړ، خو وروسته نواب دهغه ټو لې گناوې وبخښلې. همداراز دنواب حا مد خان بابي د نوابۍ په وخت کې ديوړه، خا گيسري، دلواړهاو دادنه پياوړې کلا گانې هم فتحه شوې. نواب حامد خان بابی يو پراخ نظره انسان و. ده دټولو مذ هبو نو پيروانو او لارويانو ته درناوی کا وه او دهندوانو دهو لي او ديوالي په جشنونو کې به يې گډون کاوه. دنواب حامد خان بابي او دده د مخا لفينو تر مينځ ډيرې جگړې وشوې چې په دغو جگړو کې نواب حامد خان بابي ډيرې سوبي کړي دي چې ددغو سو بو په لړ کې د لا ندنيو کلا گا نو نيول شا مل دي.

دسوترا پاراه، کيسوج، ماليه او کو تيانه د کلاوو فتحه. نواب حامد خان بابي په ١٨٦٧ ميلادي کال کې وفات شو.ده ٣٦ کاله، درې ميا شتي او پنځه ورځې نوابي وکړه.دی يو غريب پا لونکی او دښو کړو وړو څښتن و. دسيمي خلک پرې ډير گران وو او تل به يې د هغوی مر ستې ته ور دانگل.

  • ٤- نواب بهادر خان بابی:

نو موړی دنواب حامد خان بابي زوې واو په ١٨٥١ کال کې دکنور بائي له بطنه و زيږيد.دي اتلس کلنو چې دجو ناگړه دسيمې دنوابۍ پر گدۍ کښيناست او دا هغه وخت وچې انگر يزان د امر يلې او کو ړي نار سيمې لاندې کړې وې.په ١٨٦٩ ميلادي کال کې په گجرات کې کاختي راغله ځکه چې بارانونه نه وو اوريدلي او ډير خلک دلوږې له لاسه مړه شول.همداراز په١٨٧٥ ميلادي کال کې په گجرات کې سخته زلزله وشوه چې ډير خلک پکې سټ او تبا ه شول.له بلې خوا انگرېزي پو ځونو خپل پر مختک ته ادا مه ورکوله، څو په ١٨٨٦ ميلادي کال يې بيلسن نومی انگريز د جونا گړه دسيمې نا ظم وټاکه.

نواب بهادر خان بابي په ١٨٩٦ ميلادي کال کې د٤٥ کلونو په عمر وفات شو. تر نواب بهادر خان بابي وروسته نواب محمد رسول خان بابي ١٨٩٢- ١٩١١ او ورپسي نواب محمد محبت خان١٩١١-١٩٤٨ پورې د جو ناگړه دسيمي پښتانه نوابان وو، چې د هند تر خپلواکۍ وروسته١٩٤٧ م پورې ددغې نوابۍ ټغر هم مخ په ټو ليدو شو.

سرچينې

  • ١-حيات ا فغاني، محمد حيات خان
  • ٢-پښتانه د تا ريخ په ر ڼا کې ، د سيد بها در شاه ظفر کاکا خيل تالبف.
  • ٣-پښتني قبيلي، لطيف ياد