اچ. پي لفکرفت

هاوارډ فیلیپس لفکرفت (د ۱۸۹۰ کال د اګست له ۲۰ – د ۱۹۳۷ کال د مارچ تر ۱۵) د مرموزو، علمي، خیالي او ډاروونکو تخیلاتو یو امریکایی لیکوال و. هغه د کتولو مایتوس (خارق العاده کتولو کیسې) په را منځ ته کولو کې شهرت لري.

اچ. پي لفکرفت
(انګلیسي: Howard Phillips Lovecraft د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اچ. پي لفکرفت
اچ. پي لفکرفت

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ اگسټ ۱۸۹۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
مړینه 15 مارچ 1937 (47 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر
خبريال
ليکوال [۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۴][۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ادګار آلن پو   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اچ. پي لفکرفت
اچ. پي لفکرفت

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لفکرفت چې د روډ ټاپو په پروایډنس، کې یې نړۍ ته سترکې پرانیستې، د خپل ژوند ډېره برخه په نیوانګلنډ کې تېره کړه. په ۱۸۹۳ کال کې د رواني ناروغی له امله د خپل پلار له بستر کېدو وروسته، نوموړي په ​​​​بډایه بڼه تر هغه ژوند وکړ چې د نیکه له مړینې وروسته یې د کورنۍ شتمني تیت او مصرف شوه. لفکرفت بیا د خپلې مور سره په لږو مالي امکاناتو ژوند تېراوه، تر هغه چې نوموړې هم په ۱۹۱۹ کال د رواني ناروغۍ له امله بستر شوه. هغه د متحده آماتو مطبوعاتي ټولنې لپاره مقالې لیکل پیل کړل او په ۱۹۱۳ کال کې یې د پولپ مجلې (د عامه وګړو لپاره ناولونه) ته یو نیوکه کوونکی لیک ولیک چې په پایله کې په عام فهمه تخیلي لیکنو کې د نوموړي د ښکېلتیا لامل شو. هغه د تخیلي افکارو په ټولنه کې فعال شو او څو عام فهمه کېسې یې خپرې شوې. لفکرفت نیویارک ښار ته لاړ او په ۱۹۲۴ کال کې یې له سونیا ګرین سره واده وکړ او وروسته د لفکرفت د حلقې په نوم لیکوالانو د یوې پراخې ډلې مرکزي غړی شو. دوی نوموړی د مرموزو کیسو مجلې ته معرفي کړ، چې دا د هغه ترټولو مشهور خپرونکی شو. په نیویارک کې د لفکرفت ژوند د نوموړي په ​​رواني حالت او مالي شرایطو اغېزه وکړه. په ۱۹۲۶ کال کې نوموړی پروایډنس ته راستون شو او ځینې خپل خورا مشهور اثار، لکه د کتلو غږ (The Call of Cthulhu)، د جنون په غرونو کې، د انسموت په سر سیوری، او بې وخته سیوری، یې تالیف کړل. نوموړی ۱۱ کاله تر هغه د لیکوال په توګه فعال پاتې شو، چې په ۴۶ کلنۍ کې د کولمو سرطان له امله مړ شو.

د لفکرفت ادبي لیکنو ټولګه د دنیا پالنې (کاسمیزم) په لیدلورې را څرخېده، چې په ورته وخت کې د نوموړي شخصي فلسفه او د هغه د تخیل او افسانو اصلي موضوع وه. کاسمیزم وایي چې انسانیت د دنیا یوه بې ارزښته برخه ده او په هر وخت کې له مینځه وړل کېدای شي. هغه په ​​خپلو کیسو کې د خیال او ساینسي تخیل عناصر شامل کړل او د انسان محورۍ کمزورتیا یې وړاندې کړه. دا د پوهې په اړه د نا مطمئن لیدلوري سره تړلی و. د هغه آثار په پراخه کچه د نیو انګلنډ په تخیلي بڼه کې کې ترتیب شوي. تمدني زوال هم د نوموړي په کارونو کې ستره ونډه لوبولې، ځکه چې هغه باور درلود چې لوېدیځ د نوموړي په ​​ژوند په اوږدو کې د زوال په حال کې و. د لفکرفت لومړني سیاسي لیدلوری محافظه کار او دودیز و. د دې ترڅنګ، هغه په خپل پوخ عمر کې یو لړ نژاد پاله لیدلوري درلودل. له ستر ناورین ورسته، لفکرفت سوسیالیست شو، نور په دې باور نه و چې یوه محض اشرافیت به نور د نړۍ شرایط غوروه او عادلانه کړي.

د خپل پاخه عمر په اوږدو، لفکرفت هېڅکله ونتوانېد چې د لیکوالي او اډیتور له لارې د عاید څخه د ځان ملاتړ کړي. په ​​حقیقت کې هغه د خپل ژوند په اوږدو کې مشهور نه و او له خپلې مړینې دمخه یوازې د عامفهمه ناولونو مجلو کې یې لکنې خپرېدې. د لفکرفت د کار علمي احیا په ۱۹۷۰ کلونو کې پیل شوه، او اوس د ۲۰ پېړۍ د خارق العاده ډارووونکو افسانو له نامتو لیکوالانو څخه شمېرل کېږي. زیات مستقیمې نخسې او فکري ځاسناستو نوموړی تعقیب کړ. د لفکرفت له نسخو یا اصلي آثارو څخه الهام اخیستونکي کارونه د کتولو مایتوس (Cthulhu Mythos) بنسټ جوړوي، چې د لفکرفت ځانګړتیاوې، طبعیت او اند کاروي.

ژوندلیک سمول

لومړی ژوند او د کورنۍ غمیزې سمول

لفکرفت د ۱۸۹۰ کال د اګست په ۲۰ د روډ ټاپو کې په پروایډنس سیمه کې په خپل پلرني کور کې وزیږېد. نوموړی د وینفیلډ سکاټ لفکرفت او سارا سوسن (د زیږون نوم فیلیپس) لفکرفت یوازینی ماشوم و. د سوسي کورنۍ د دوی د واده په وخت کې د پام وړ امکانات درلودل، ځکه چې پلار یې، ویپل وان برن فیلیپس، په سوداګرۍ کې بوخت و. د ۱۸۹۳ کال په اپریل میاشت کې، د شیکاګو په یوه هوټل کې د رواني پېښې وروسته، وینفیلډ په پروایډنس کې د بټلر روغتون کې بستر شو. د هغه طبي تاریخچه وايي چې هغه د خپلې بستر څخه وړاندې د یو کال لپاره "کله ناکله عجیب شیان ترسره کول او غږول". هغه کس چې د دې نښې راپور یې ورکړ نامعلوم دی. وینفیلډ په ۱۸۹۸ کال کې له مړینې وړاندې په بټلر کې پنځه کاله تېر کړل. د نوموړي د مړینې په اسنادو کې د مړینې لامل د عضلاتو خفیف عمومي فلج وړاندې شوی. دا اصطلاح د وروستي مرحلې د سیفیلیس باکټریا سره مترادف ده. د خپل ژوند په اوږدو کې، لفکرفت ټینګار کاوه چې پلار یې د بېخوبۍ او ډېر کار له امله فلج شو او د هغه تر مرګ پورې په همدې خبر ولاړ و. دا معلومه نده چې آیا لفکرفت یوازې د خپل پلار له ناروغۍ څخه ناخبره ساتل شوی و یا د هغه وروستي څرګندونې په قصدي ډول ګمراه کونکي وې. [۱۶]

د خپل پلار له بستر کېدو وروسته، لفکرفت په کورنۍ کور کې د خپلې مور، د خپلې مورنۍ ترور لیلیان او ایني او د خپلو مورني نیکه او انا، ویپل او روبي سره اوسېده. د کورنۍ د ملګرو په وینا، تڼکی لفکرفت په خپله مور، چې د سوسي په نوم یادېده، ډېر زیات ګران و هغه ته یې پاملرنه کوله او هېڅکله یې د هغه له نظره لرې نه پرېښوده. لفکرفت وروسته یادونه وکړه چې مور یې د پلار له ناروغۍ وروسته "د تل لپاره له غم سره مخ وه". ویپل په دې وخت کې لفکرفت ته د پلار پر ځای و، لفکرفت وایي چې نیکه مې "زما د ټولې نړۍ مرکز" شو. ویپل چې د سوداګرۍ د ادارې په موخه به یې ډېری وخت سفر کاوه، د ځوان لفکرفت سره، چې په دری کلنۍ کې، له وړاندې په لوستلو او لیکلو کې ماهر و، د لیک له لارې اړیکې ساتلې.

ویپل ځوان لفکرفت وهڅو چې د ادب، په ځانګړې توګه د کلاسیک ادب او انګلیسي شاعري ته ارزښت ورکړي. نوموړي په خپل زاړه عمر کې، ځوان اچ. پي. لفکرفت په لویه ولو کې مرسته وکړه او هغه ته یې نه یوازې په کلاسیک برخه کې زده کړې ورکړې، بلکې د "وزر لرونکو ډاروونکو" او "ژورو، ټیټو، زګېروی غږونو" اصلي مرموزې کیسې یې د خپل لمسي د تفرېح لپاره ترتیب کولې. د فیلیپس د مرموزو کیسو اصلي سرچینې نامعلومې دي. لفکرفت پخپله په دې اند و چې دوی د ګوتیک (ډاروونکو) ناول لیکونکو لکه این راډکلیف، متیو لېویس، او چارلس ماتورین څخه سرچینه اخیستې. په همدې وخت کې لفکرفت د خپلو لومړنیو ادبي اثرونو، لکه د لرغوني ماڼو قافیه، چې د ګوستاف دورې له لوري انځور شوی و، یو زره او یوه شپې، د افسانې دوران، چې د توماس بوفینچ له خوا لیکل شوی و او د شکل بدلون چې د اوویډ له لاس لیکل شوی و، تر اغېز لاندې راغی.  

پداسې حال کې چې هېڅ داسې نښې نشته چې لفکرفت په ځانګړې توګه د خپلې انا رابي سره نږدې اړیکې درلودې، خو په ۱۸۹۶ کال کې د هغې مړینې په نوموړي باندې ژوره اغېزه درلوده. د هغه په ​​خپله قوله، دې پېښې د هغه کورنۍ "یو داسې خپګان ته واچوله چې هېڅکله په بشپړ له بېرته راپورته نه شوه". د هغه مور او ترور د ماتم لپاره تور کالي واغوستل چې هغه یې "ویراوه". دا هغه وخت و چې شاوخوا پنځه نیم کلن لفکرفت د وېروونکو خوبونو په لیدلو پیل وکړ چې وروسته یې په افسانوي لیکنو بنسټ شو. په ځانګړې توګه، هغه د هغه مخلوقاتو دا تکراري خوبونه لیدل چې هغه د "شپنیو څېرو" په نوم یاد کړل. نوموړی د دوی د ظاهرې بڼې ویاړ د ډورې د انځورونو اغېزې منسوب وګڼه، چې "زه به یې په فضا کې په چټک سرعت څرخولم، پداسې حال کې چې زه به یې په کرکه په سه شاخه سره ځورولم او مجبورولم." دېرش کاله وروسته به د لفکرفت په کېسو کې د شپنۍ څېرې راڅرګندې شوې.

د لفکرفت لومړني مشهور ادبي اثار په اوه کلنۍ کې لیکل شوي، او هغه شعرونه وو چې د اوډیسي او نورو یوناني-رومي افسانوي کیسې یې په نوې بڼه وړاندې کړې وې. لفکرفت وروسته لیکي چې نوموړی د ماشومتوب په اوږدو کې د خدایانو په یوناني-رومي معبد باندې متمرکز شو، او په لنډه توګه یې د الهیت ریښتیني بڼه ومنله، چې د هغه د عیسوي لارښوونو څخه مخکښ شوه. هغه په ​​پنځه کلنۍ کې یادونه وکړه چې سانتا کلاز نشته او په ځواب کې یې وپوښتل چې "ولې خدای د یوې افسانې په څېر نه دی؟" په اته کلنۍ کې، هغه د علومو، په ځانګړې توګه د ستورپوهنې او کیمیا سره ډېره لېواتیا ومونده. همدارنګه، نوموړي د اناتومي کتابونه هم وڅېړل چې د کورنۍ په کتابتون کې ساتل شوي وو، کوم هغه ته یې د انسان د زیږون ځانګړتیاوې وښوولې چې تر هغه وخته نوموړي ته نوې تشرېح شوې. په پایله کې، هغه وموندله چې دې "په حقیقت کې په دې موضوع کې زما لېوالتیا له منځه یوړه."  

د لفکرفت د وروستیو لیکونو پر بنسټ، په ۱۹۰۲ کال کې ستورپوهنه د نوموړي د جهان بینۍ لارښوونکې اغېزه شوه. هغه د جلاتینې چاپ د تګلارې پر مټ د ستورپوهنې د روډ ټاپو د ژورنال په خپرولو پیل وکړ. لفکرفت په مکرر ډول په ابتدایه ښوونځي کې ګډون کاوه او پرېښوده یې، ډېری وختونه یې د کورني ښوونکي سره پاتې کلونو لوستل، چې د روغتیایی اندېښنو له امله یو نا معلوم وخت له لاسه ورکړ. د هغه د هم ډلو لیکل شوي یادښتونه نوموړی د لاس په سر شخص په توګه ښیي، خو د هغو کسانو لپاره غوره شخص دی چې په هغه وخت او اس مهال کې د ستورپوهنې سره لېوالتیا لري او دوی ته بلنه ورکوي چې نړۍ د هغه د ارزښناکه ټیلسکوپ په واسطه وګوري. [۱۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913507k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118729241 — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rj598c — subject named as: H. P. Lovecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1188 — subject named as: H.P. Lovecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?165 — subject named as: H. P. Lovecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Howard Phillips Lovecraft — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/8525344f4dac4acbb0df18277d14f1fd — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ BD Gest' author ID: https://www.bedetheque.com/auteur-6810-BD-.html — subject named as: H.P. Lovecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lovecraft-howard-philipps — subject named as: Howard Philipps Lovecraft — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038601.xml — subject named as: Howard Phillips Lovecraft — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=howardphillipslovech — subject named as: H. P. Lovecraft
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=howard+phillips;n=lovecraft — subject named as: Howard Phillips Lovecraft
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/29885 — subject named as: Howard Phillips Lovecraft
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ https://cs.isabart.org/person/117639 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11913507k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/13003107
  16. Joshi 2010a، ص. 26.
  17. Joshi 2010a، ص. 84.