اپوزيسيون په فرانسوي ژبه مخالفت يا مخالفانو ته وايي چې په پراخه معنا کې د هغو ټولنو، گوندونو، ډلو او کسانو د هغو هڅو ټولگې ته وايي چې د سياسي، اقتصادي او ټولنيز واک درلودونکو د واک په مخالف اړخ يا د پارلماني لارې په کارولو او يا هم د نورو لارو د کارولو په وسيله تعقيبيږي. په محدوده معنا اپوزيسيون د هغې ډلې نوم دى چې د پارلماني حکومت په نظامونو کې د اساسي قانون له مخې د هغې رسميت پېژندل شوى او په پارلمان کې يوه ډله رامنځته کوي چې له حکومت سره تړاو نلري او نه يې هم ملاتړ کوي خو بيا هم ځان اساسي قانون ته ژمن گڼي. پارلماني اپوزيسيون د هغو شرايطو له مخې چې اساسي قانون ورته غوره کړي د پارلمان په غونډو کې په خبرو او بحثونو کې ونډه اخلي او د حکومت پر کار نېغه څارنه کوي او دغه راز عمومي افکار په جريان کې اچوي. د اپوزيسيون مهمه دنده داده چې ټاکونکو ته د ټاکنې بل امکان په لاس ورکوي، چې پدې سره د ښې ټاکنې زمينه برابروي، دا ډول اپوزيسيون د انگلستان، فرانسې او سويډن غوندې په دوديز ليبرال هېوادونو کې په پارلماني نظامونو کې شته دى چې معمولاً پکې دوه اصلي گوندونه په نوبت سره د حاکم او اپوزيسيون رول په غاړه اخلي. په يوگونديز نظام کې اپوزيسيون رسمي او قانوني وجود نلري، پدې ډول نظامونو کې د دولت او اصلي گوند هر ډول مخالفت د اساسي قانون او عمومي نظم خلاف گڼل کېږي. په امريکا متحدو ايالتونو کې د رياست جمهوري نظام د شتون له امله په پارلمان کې د يوه لاس ډېرى اړين ندى او د گوندونو نامتمرکزوالي د يوه لاس فراکسيون جوړول ناشوني کړي دي او له همدې امله دى چې په امريکا کې اپوزيسيون د اساسي قانون د اړوند ارگانونو په توگه نشته او په دغه هېواد د کې د فراکسيوني يوه لاس کار د نشتوالي له امله په اساسي مسايلو کې د اپوزيسيون د شتون خبره نشي کېداى. د جمهوري رياست نظام دا امکان برابروي چې پارلماني ډېرى د يوه گوند وي او ولسمشر له بل گوند څخه غوره شي او دا دواړه له يو بل سره همکاري هم وکړي او دا چاره څو ځله پدې هېواد کې پېښه شوې ده. لومړنى سياسي اپوزيسيون په اتلسمه پېړۍ کې په انگلستان کې په دوه ډلو (ويگ او توري) سره رامنځته شو چې له ټولنيز نظره يې په منشا کې اساسي اختلاف نه درلود او په ډېرو برخو کې يې غږ يو شان وو، د واکمن او مخالف گوند په توگه د يوه او بل ځاى ته تگ ډېرى د شحصي سياسي نظر د اختلاف له امله وو نه د سياسي کلي معنا له مخې. په يوه بشپړ پارلماني نظام کې اپوزيسيون هغه دندې ترسره کوي چې د تفکيک قوا د کلاسيکې نظريې له مخې پارلمان ته په پام کې نيول شوې دي. اپوزيسيون په مجريه ځواک د څارنې لپاره تر ټولو اغيزمنه وسيله گڼل کېږي.

سرچینې سمول