ايتن الين (۱۷۳۸، د جنوري ۲۱ مه – ۱۷۸۹ ز، د  فبروري ۱۲مه) يو کروندګر، سوداګر، د ځمکو تجار، فيلسوف، ليکوال، د الاهياتو عالم، د امريکايي انقلاب د جګړې هېوادپال او سياستمدار و. هغه تر ډېره بريده د «ورمونت» د بنسټ اېښودلو او د انقلابي جګړې په لومړيو کې د «تيکوندروګا» د کلا د نيولو له امله زيات شهرت موندلی دی. هغه د ايرا الين ورور او د فرانسس الين پلار و.

ايتن الين
(انګلیسي: Ethan Allen د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ايتن الين
ايتن الين

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ جنوري ۱۷۳۸[۱] او ۱۰ جنوري ۱۷۳۸[۲]
مړینه 12 فبروري 1789 (51 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سوداگر
فیلسوف
ليکوال [۳]
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې اووه کلنه جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ايتن الين
ايتن الين

الین د کنکټيکټ په کليواله سيمه کې زېږېدلی و، د سرحدي سيمو په اړه روزل شوی و، خو د فلسفې په ګډون يې زده کړه هم کړې وه. په ۱۷۶۰ز مو کلونو کې هغه په نيو همپشاير کې د حکومت له خوا د قوالو په ورکړو کې لېوالتيا پيدا کړه، هلته يې ځمکې واخستې او د همدې ځمکې اړوند قانوني لانجو کې ښکېل شو. د قانوني ماتې له امله، «د شنه غره هلکان» په نوم ډلې د جوړېدو لامل وګرځېد، الین دا ډله د وېرې او شتمنيو د ويجاړۍ په عسکري عملياتو کې رهبري کړه، تر څو نيويارک ميشتي له ګرانټس څخه لرې کړي. هغه او د شنه غره هلکانو ډلې د انقلابي جګړې په لومړيو کې د دې کړنې نوښت په لاس کې واخيست او د تيکوندروګا کلا يې د ۱۷۷۵ز کال د مۍ په مياشت کې ونيوله. د ۱۷۷۵ز کال د سپتمبر په مياشت کې الين د مونترال د نيولو لپاره يوه ناکامه هڅه وکړه، خو پر دې مهال هغه د بریتانوي ځواکونو له خوا ونيول شو. هغه د شاهي سمندري ځواک په بېړیو کې بندي شو، لومړی په نيويارک کې په مشروط ډول خوشې شو او په پای کې په ۱۷۷۸ز کال کې د بنديانو د تبادلې په ترڅ کې خوشې شو.

له خوشې کېدو سره سم الین نيو همپشاير ګرانټس ته راستون شو، چې په ۱۷۷۷ز کال کې يې خپلواکي اعلان کړې وه او په دې سيمه کې يې بيا سياسي فعاليت پيل کړ. د نيويارک د هغو هڅو پر ضد يې مبارزه روانه وساتله، چې کوښښ يې کاوه د دې سيمې واک په لاس کې واخلي. الين په کانګريس کې د دې لپاره تبليغات وکړل، چې ورمونت ايالت په رسميت وپېژندل شي، هغه له بریتانويانو سره د يوه جلا بریتانوي ولايت په توګه د ورمونټ د بدلېدو پر سر لانجمنو مذاکراتو کې ګډون وکړ.

الين په جنګ کې د خپلو کارنامو روايت لیکلی دی، چې په نولسمه پېړۍ کې زيات لوستل شوي. هغه همدا راز د ورمونټ د جوړېدو د سياستونو اړوند فلسفي اسناد او رسالې لیکلي. د هغه په سوداګريزو چارو کې بريالي بزګري، په کانکټيکټ کې د اوسپنې لومړي کارونه او د ورمونټ په سيمه کې د ځمکې کاروبار شامل دي. الين او د هغه ورور ځمکې راونيولې، چې بيا د ورمونټ په برلينګټن بدلې شوې. هغه دوه ودونه کړي وو او اته بچيان يې درلودل.

د ژوند لومړي کلونه سمول

الين د کانکټيکټ مستعمرې په ليچفيلډ کې زېږېدلی و، د جوزف او ميري بيکر الين لومړی بچی و، مور او پلار يې دواړه انګريزي پيوريتان وو. له دې امله چې پلار يې د سترې بيدارۍ په اوږدو کې د مذهبي خپلواکۍ په هڅه کې و، دا کورنۍ د الين له زېږېدو ډېر ژر وروسته د کورنوال ښار ته وکوچېده. په هلکتوب کې الين کولای شول، د سپيڅلي کتاب څخه اقتباسات واخلي او د عبارتونو د معناګانو په اړه د بحث له امله مشهور و. هغه پنځه وروڼه لرل (هيمن، هيبر، ليوي، زيمري او ارا) او دوه خوېندې يې وې (لايډيا او لوسي). د هغه وروڼه هر يو ايرا او هيمن هم د ويرمونټ د تاريخ په لومړيو کې پياوړې څېرې وې.[۴][۵][۶][۷]

په ۱۷۴۰ز کلونو کې د کارنوال ښارګوټی سرحدي سيمه وه، خو په هغه وخت کې د الين عمر له شلو کلونو کم و، د دې سيمې د کوچنيو هستوګنځايونو ځای د لرګيو کورونو ونيو او دا سيمه په ښار د بدلېدو پر لور روانه شوه. جوزف الين په ۱۷۵۵ز کال کې د مرګ پر مهال ،په دې سيمه کې يو له شتمنو زميندارانو څخه و. هغه يوه بريالۍ کرونده پر مخ وړله او په ښار کې يې د ټاکونکي په توګه کار کړی و. په «ييل» پوهنځي کې د داخلې په موخه په نژدې ښار «سالزبري» کې يې د يوه مذهبي مشر تر څار لاندې زده کړې پيل کړې.[۸][۹]

لومړی واده او د ځوانۍ لومړي کلونه سمول

د پلار د مرګ له امله، الين زده کړو پرېښودو ته اړ شو. په ۱۷۵۷ز کال کې د فرانسې له خوا د وليام هنري د کلا د محاصرې په ځواب کې الين په خپله خوښه له مليشې سره يو ځای شو، خو کله چې دوی پر لاره وو، د دوی عسکري واحد ته د کلا د سقوط خبر ورسېد او دوی بېرته وګرځېدل. د فرانسې او هند جګړه، د راتلوکو څو کلونو لپاره وغځېده، خو الين په هېڅ پوځي فعاليت کې برخه نه لرله او اټکل کېږي چې، خپله کرونده يې وساتله. په ۱۷۶۲ز کال کې، هغه په سالزبري کې د اوسپنې د پخېدو د يو ځای نيمه څښتن شو. هغه همدا راز د ۱۷۶۲ز کال د جولای په مياشت کې د «راکسبري» د سيمې اوسېدونکې ميري براونسن سره واده وکړ، چې له هغه څخه اووه کاله مشره وه. دوی لومړی په کارنوال کې ځای پر ځای شول، خو بل کال د خپلې کوچنۍ لور لورين سره سالزبري ته وکوچېدل. دوی يو کوچنی کروندځای وپېره او د اوسپنې د کار پراختيا يې روانه وساتله. د اوسپنې د کارونو پراختيا، د الين لپاره په لوړه بيه تمامه شوه، هغه اړ شو چې د کارنيوال د شتمنۍ يوه برخه وپلوري، تر څو پيسې تر لاسه کړي او په پايله کې يې د کار خپله نيمه برخه ګټه په خپل ورور هيمن وپلورله. الين وروڼو د ۱۷۶۵ز کال د اکتوبر په مياشت کې د اوسپنې  په کار کې خپله ټوله ګټه وپلورله.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ډېرو روايتونو پر بنسټ، الين په خپل لومړي واده خوښ نه و. د هغه مېرمن سخته مذهبي وه، په هغه يې نيوکې کولې، نه يې سم ليکل کولای شول نه لوستل. له بلې خوا د هغه چلند کله کله رنګين مزاجه و او هغه په زده کړه کې لېوالتيا درلوده. بيا هم دوی په ۱۷۸۳ز کال کې د ميري تر مرګه يو ځای پاتې شول. دوی پنځه بچيان لرل، چې يوازې دوه يې بلوغ ته ورسېدل.[۱۵][۱۶]

الين او ورور يې هيمن د ګاونډي کروندې ته ولاړل، چې د هغه خنځيران د دوی ځمکې ته راغلي وو او دوی هغه خنځيران نيولي وو. ګاونډي يې په دوی عريضه وکړه، تر څو د هغه څاروي بېرته وروسپارل شي. الين هم عريضه وکړه، خو قضيه يې وبايلله. الين او هيمن لس شيلينګه (د هغه وخت د بریتانيې دسپينو زرو سکه) جرمانه شول او ګاونډي ته يې د زيان په توګه پنځه نور شيلينګه ورکړل شول. هغه همداراز د سالزبري محکمې ته له دې امله غوښتل شوی و، چې د ننکيو د ناروغۍ په وړاندې يې د خپل ځان درملنه کړې وه او دا هغه کار و، چې بايد د ښار منتخبو کسانو يې اجازه ورکړي وای.[۱۷][۱۸]

کله چې ساليزبري ته ولاړ، هلته يې له توماس ينګ سره وليدل، هغه يو ډاکټر و چې له ولايتي پولو بهر په نيويارک کې يې ژوند او هلته د ډاکټرۍ کار کاوه. ينګ هغه ته د فلسفې او سياسي نظريې په اړه ډېر څه وښودل، په داسې حال کې چې الن په سرحد کې د ژوند او د طبيعيت د درناوي په اړه ينګ ته وويل: دوی پریکړه وکړه، چې په منظم مذهب د بريد په موخه د يو کتاب په ليکلو کې يو له بل سره مرسته وکړي، ځکه ينګ الين قانع کړی و، چې يو خدای پرست شي. دوی تر ۱۷۶۴ز کال پورې د دې کتاب په لیکلو کار وکړ، خو ينګ دا ليکل شوې نسخه له ځانه سره واخسته او ډېر لرې ولاړ. الين د ينګ له مرګ  ډېر کلونه وروسته ،دا ليکلې نسخه بيا تر لاسه کړه. هغه د دې کتاب مواد پراخه او بيا يې تر کار لاندې ونيول او د «لاملونه: د انسان يوازينی الهام» په نوم يې خپور کړ. [۱۹][۲۰]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6fn1k4m — subject named as: Ethan Allen — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. پیوستون : 19  — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۹
  3. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  4. Hall (1895), p. 11
  5. Randall (2011), pp. 59–60, 72–78, 89–89
  6. Randall (2011), pp. 85–86
  7. Jellison, p. 3
  8. Bellesiles, p. 8
  9. Jellison, p. 5
  10. Jellison, p. 7
  11. Hall (1895), pp. 12–13
  12. Jellison, pp. 8–9
  13. Jellison, p. 9
  14. Bellesiles, p. 22
  15. Jellison, p. 8
  16. Bellesiles, p. 241
  17. Jellison, p. 12
  18. Jellison, pp. 10–11
  19. Holbrook, pp. 194–195, 225
  20. Jellison, pp. 15–17