اوليور ايونز

اوليور ايونز (۱۳ سيپتمبر ۱۷۵۵ – ۱۵ اپريل، ۱۸۱۹) یو امریکايي مخترع، انجنير او سوداګر و، چې د د ډيلاوير په کليواله سيمه کې زېږېدلی و او وروسته د سوداګرۍ لپاره په فيلاډيلفيا کې ځای پر خای شو. نوموړی لومړی امريکايي و چې د بخار ماشينونه يې جوړ کړل او د لوړ فشار د بخار پلوی و (د دې په مقابل کې د کم فشار بخار دی). د اتوماتيک وسايلو، د موادو د سمبالښت او بخار د طاقت په ډګرونو کې يو مخکښ «ايونز» د متحده ايالاتو د تاریخ په لومړيو کې تر ټولو زيات پنځونکی او اغېزناک مخترع و. نوموړي تر شا ډېرې لاسته راوړنې پرېښي، د يادونو وړ يې د لومړۍ بشپړې اتوماتيکې صنعتې پروسې، د لوړ فشار بخار لومړی ماشين او په وچه او اوبو کې کار کونکې (البته په ابتدايي حالت کې) لومړۍ نقليه وسيله او امریکايي موټر طرحه کول او جوړول دي.

اوليور ايونز
(انګلیسي: Oliver Evans د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوليور ايونز
اوليور ايونز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ سپټمبر ۱۷۵۵[۱][۲]
مړینه 15 اپرېل 1819 (64 کاله)[۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د ډيلاوير په نيوپورټ کې زېږېدلی «ايونز» ډېره کمه رسمي زده کړه کړې وه، او په تنکۍ ځوانۍ کې د يو اربه جوړونکي سره شاګرد و. له خپل ورور سره د سوداګرۍ پر لور ولاړ، نوموړي د سطلونو د ځنځيرونو او لېږدونکو کمربندونو په څېر وسايلو په مرسته د يوې اتومات (خپل کاره) کارخونې د طرحه کولو، جوړولو او بشپړولو لپاره يوه لسيزه کار وکړ. د دې کار په اوږدو کې «ايونز» د توليد يوه پرله پسې پروسه جوړه کړه، په کومه کې چې انساني مزدور ته اړتيا نه وه. دا نوی تصور د صنعتي انقلاب او په پراخه کچه د توليد د پرمختګ لپاره مهم ثابت شو. وروسته «ايونز» د بخار طاقت لور ته پاملرنه زياته کړه او په ۱۸۰۱ز کال کې يې په متحده ايالاتو کې د لوړ فشار د بخار لومړی ماشين جوړ کړ، خپله دا طرحه يې د «ريچارډ ټريوتک» څخه په خپلواک ډول جوړه کړه، چا چې يو کال مخکې په نړۍ کې لومړی ماشين جوړ کړی و. ايونز په متحده ايالاتو کې د لوړ فشار د بخار ماشينونو په پرمختګ او استعمال کې يوه محرکه قوه وه. ايونز د بخار په طاقت چلېدونکي يو ويګن ډوله موټر د جوړولو خيال درلود او بالاخره دا ويګن يې جوړ او په ۱۸۰۵ز کال کې يې وچلولو. د « Oruktor Amphibolos» په نوم مشهور دا ويګن په هېواد کې لومړی موټر او په نړۍ کې لومړۍ نقليه وسيله وه چې هم په اوبو او هم په وچه ګرځېدای شوه، خو دا وسيله د برياليتوب لپاره هم ډېره په ابتدايي حالت کې وه.

ايونز يو خيال پنځونکی و، چا چې له خپل وخت څخه ډېر مخکې طرحې او اندونه وړاندې کړل. نوموړی لومړی هغه څوک و چې د بخار د تراکم يخچال يې تشريح کړ او په ۱۸۰۵ز کال کې يې د لومړي يخچال لپاره طرحه وړاندې کړه، خو درې لسيزې وخت تېر شو چې د هغه همکار «جيکب پرکنز» وتوانيد د دې يخچال يوه فعاله بېلګه جوړه کړي. په ورته توګه، هغه د لمريزې انرژۍ ايشوبی، ټوپک، د ګير بدليدو په مرسته چلېدونکې بخاري بګۍ، د وړو خميره کولو ماشين، په مسلسل ډول د پخولو تنور، د سمندر په منځ کې د ژرغورنې پروسه، څلورګوني اغېز په بخار بدلونکی او د ګاز په رڼا سره د ښار رڼا کولو يوه طرحه، داسې نور اندونه او طرحې جوړې کړې چې د هغه له مړينې وروسته هم د يو څه وخت لپاره په حقيقت نه بدلېدې. ايونز اغېزناک ملاتړي او سياسي متحدين درلودل، خو ټولنيز ملاتړ يې کم و او ډېرو خپلو همزولو کرکه ځينې کوله. په قصدي ډول د خپلو وړاندې شويو فعاليتونو د نه پېژندل کېدو له امله ناهيلی او بيا خفه شو، ايونز د خپل ژوند په وروستيو کلونو کې جګړه مار او تريخ خويه شو، کوم څه چې د هغه شهرت ويجاړ او هغه يې ګوښه کړ. د هغه د کار د اهميت سره سره، د هغه د کار پر ونډه ډېر ځله سترګې پټېدې (يا د هغه له مړينې وروسته بل چا ته منسوب شوي دي)، له همدې امله هغه د خپل وخت د بخار د برخې د نورو مخکښانو سره يو ځای کله هم په يو پېژندل شوي نوم بدل نه شو.

د ژوند لومړي کلونه، ۱۷۵۵-۸۳ سمول

اوليور ايونز د ۱۷۵۵ز کال د سپتمبر په ديارلسمه نېټه د ډيلاوير په نيوپورټ کې زېږېدلی و، مور او پلار يې چارلس او اين سټالکوپ ايونز نومېدل. پلار يې د نويو بوټانو د جوړولو سوداګري کوله، ځکه هغه د نيوپورټ په شمال ريډ کلی کريک کې ډېره ځمکه راونيوله او د اوليور په ماشومتوب کې دا کورنۍ هلته وکوچېده. اوليور په خپلو دولسو خوېندو وروڼو کې پنځم و؛ څلور خوېندې او اوه وروڼه يې درلودل. د ايونز د ژوندد لومړيو کلونو په اړه ډېر لږ معلومات څرګند نه دي او پاتې څه د هغه د ژوند د لومړيو کلونو ډېر کم معلومات وړاندې کوي. د هغه د لومړۍ زده کړې ماهيت او ځای نه دی ساتل شوی، په هر حال، له کم عمرۍ څخه د هغه سواد په څرګند ډول پیاوړی و، هم د ليکوال او هم د تخنيکي مضامينو د شوقي لوستونکي په توګه. په اولس کلنۍ کې ايونز په نيوپورټ کې د يو اربه جوړونکي او واګن جوړونکي سره شاګرد شو (واګن هغه ګاډۍ وه چې څلور اربې يې درلودې). د هغه مهال يوه لنډه پېښه وايي چې د هغه بادار، څوک چې بې سواده او سخت سپمونکی (حريص/کنجوس) سړی و، ايونز منع کړی و چې د لوستلو لپاره د شپې له مخې د روښنايي په موخه شمعې بلې نه کړي. ايونز يوه بله لاره پیدا کړه، هغه به د ورځې له مخې له خپل کار څخه د لرګيو ټوټې او توږل شوي بڅرکي راټولول چې دې به د لږ اور لپاره د سون توکو کار ورکاوه. د يونیز په نولس کلنۍ کې انقلابي جګړه پيل شوه. هغه د ډيلاوير د مليشې په شرکت کې په کار وګورمال شو، خو د جګړې په اوږدو کې له کوم فعال خدمت سره مخ نه شو.[۷][۸][۹][۱۰]

په دوه ويشت کلنۍ کې، ايونز د اربو له جوړولو ووت او د رخت په تختو کې کاريدونکي د نري تار د جوړولو متخصص شو، کوم چې د تار يا سپڼسۍ د جوړولو پرمهال د څرخولو د پروسې لپاره په چمتوالي کې د ريښکۍ د ګومنځ کولو په موخه کارېدل. د دې کار د اغېز د زياتولو هيلې هغه د خپلې لومړۍ اختراع پر لور رهي کړ – يو داسې ماشین چې تارونه يې په غاښونو کې کات کول او دا يې په چټکۍ سره پرې کول، څو د تختو په راټولولو کې مرسته وشي. په نيوپورټ کې د هغه مهال د کورنيو شخړو د حل قاضي «جارج لاټيمر» د دې ماشين وړتيا ولیده او يو پښ ته يې دنده ورکړه چې دا ماشین جوړ کړي او کله چې دا ماشين په ۱۷۷۸ز کال کې مشهور شو، نو د ايونز لومړۍ بريا وګرځېده. ايونز هيله درلوده چې د رخت د تختو د توليد په ماشيني کولو کې وړاندې ولاړ شي او داسې ماشین جوړ کړي چې وکولای شي هغه څرمن  سورۍ کړای شي چې وسپنيز غاښونه پکې وو. د هغه اختراع د نساجۍ لپاره د سپڼسۍ د چمتو کولو پروسه ډېره تېزه کړه چې په هره دقيقه کې به يې شا اوخوا ۱۵۰۰ غاښونه تولیدول، خو ايونز خپله ونه شول کولای چې مالي ملاتړ پیدا کړي، څو خپل اختراعات سوداګريز کړي. په هر حال، په راتلونکو دوه لسيزو کې د ايونز تر اغېز لاندې د تار جوړولو اختراعات د اتومات نساجۍ تختې توليد جوړېدو ته لاره هواره کړه چې هغه مهال په سويل کې د پمبې د صنعت د ودې له امله د دې غوښتنه هم زیاته وه. د ماشيني شوي نساجۍ تختې جوړولو په لومړيو مخکښانو کې، «جايلز رچارډز» او «اموس وايټمور» شامل دي، د دوی په اړه باور دا دی چې د ايونز د اصلي طرحې څخه يې ډېر څه پور کړي دي.[۱۱][۱۲]

په دې موده کې ايونز همدا راز د بخار په طاقت او د سوداګريز استعمال لپاره د هغې په وړتيا هم تجربې پيل کړې.د هغه لومړي اندونه په ۱۷۸۳ز کال کې د ډيلاوير ايالت د حق امتياز په غوښتنليک سره پای ته ورسېدل، کوم چې په بخار د چلېدونکي واګن لپاره شوی و، خو دا غوښتنليک ځکه رد شو چې ایونز تر اوسه کومه فعاله نمونه چمتو کړې نه وه. په همدې کال کې، کله چې هغه اوه ويشت کلن و، ايونز له «ساره ټاملنسن» سره واده وکړ، څوک چې د ويلمينګټن په زړه سويډيز اسقفي کليسا کې د يو کروندګر لور وه.[۱۳][۱۴]

سرچينې سمول

  1. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb128686804 — د نشر نېټه: ۵ فبروري ۲۰۲۳ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11751568X — د نشر نېټه: ۵ فبروري ۲۰۲۳ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. پیوستون : 11751568X  — د نشر نېټه: ۱۲ مې ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7095477 — subject named as: Oliver Evans — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/evans-oliver — subject named as: Oliver Evans — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb128686804 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. Howe، ص. 68.
  8. Ferguson، ص. 12.
  9. Bathe & Bathe، ص. 2.
  10. Ferguson، ص. 11.
  11. Kittredge، صص. 13–15.
  12. Thomson، ص. 29.
  13. Carey، ص. 114-115.
  14. Carey، ص. 114.